3-81 او كله چې الله د نبیانو (نه) پخه وعده واخيسته چې هر هغه څه چې زه يې تاسو ته له كتاب او حكمته دركړم، بیا تاسو ته یو رسول راشي چې د هغه څه تصدیق كوونكى وي چې له تاسو سره دي (نو) تاسو به خامخا پر هغه ایمان راوړئ او خامخا به د هغه مدد كوئ، (الله) وویل: ایا تاسو اقرار وكړ او په دې باندې تاسو زما درنه وعده قبوله كړه، هغوى وویل: مونږ اقرار وكړ، (الله) وویل: نو تاسو ګواه شئ او زه (هم) تاسو سره له ګواهانو ځنې یم