3-103 او تاسو د الله پر رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وَئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر مینځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې پر غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ