57-20 تاسو پوه شئ چې بېشكه دنيايي ژوند يواځې لوبې او عبث او زینت او په خپل مینځ یو په بل باندې فخر كول دي او په یو بل باندې په مالونو او اولادونو كې ډېر والى كول دي د هغه باران په شان چې كرونكي (كروندګر) لره د هغه (باران) زرغونه خوشاله كړي، بیا هغه (زرغونه) وچېږي، نو ته دغه زرغونه تكه زېړه وینې، بیا هغه رېزه رېزه شي او په اخرت كې (د اخرت منكرانو ته) ډېر سخت عذاب دى او (منونكو ته) د الله له جانبه بخښنه او رضامندي ده، او دنيايي ژوند نه دى مګر د دوكې (او غولېدلو) سامان دى