4-59 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! د الله خبره منئ او د رسول خبره منئ او د خپلو د امر د خاوندانو، نو كه چېرې تاسو په خپلو كې د څه شي په باره كې هم نزاع (جګړه او اختلاف) وكړئ، نو هغه (شى) الله او د هغه رسول ته وګرځوئ كه چېرې تاسو په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ، دا (كار) ډېر غوره دى او د انجام په لحاظ ډېر ښه دى