4-92 او هېڅ مومن لره دا حق نشته چې بل مومن قتل كړي مګر دا چې په خطا سره وي، او چا چې مومن په خطا سره قتل كړ، نو د یو مومن څټ (مریي يا وینځې) ازادول لازم دي او دیت دى چې د هغه (مقتول) وارثانو ته به سپارلى شي، مګر دا چې هغوى (وارثان) يې معاف كړي، نو كه چېرې هغه ستاسو د دښمن له قوم ځنې وي او دا (مقتول) مومن وي، بیا نو د یو مومن څټ ازادول دي، او كه چېرې له داسې قوم ځنې وي چې ستاسو په مینځ كې او د هغوى په مینځ كې معاهده وي، نو بیا دیت دى چې د هغه وارثانو ته به سپارلى شي او مومن څټ (غلام يا وینځه) ازادول دي، نو چا چې دغه (څټ) ونه مونده، نو پرله پسې دوه میاشتې روژې نیول دي، د الله له جانبه د توبې لپاره او الله له همېشه ښه پوه، ښه حكمت والا دى