5-19 اى اهل كتابو! یقینًا تاسو ته زمونږ رسول، د رسولانو له وقفې نه پس راغلى دى، چې تاسو ته احكام بیانوي چې تاسو (بیا) دا ونه وایئ چې مونږ ته خو نه څوك زېرى وركوونكى راغلى و او نه وېروونكى، نو (دا دى چې) بې له شكه تاسو ته زېرى وركوونكى او وېروونكى راغى او الله پر هر شي باندې ښه قادر دى


الصفحة التالية
Icon