5-44 بېشكه مونږ تورات نازل كړى دى، چې په هغه كې هدایت او رڼا ده، په ده سره به نبیانو، چې حكم منونكي وو، د یهودیانو لپاره فیصلې كولې او الهي خلقو او عالمانو (به هم فیصلې كولې)، ځكه چې دوى د الله د كتاب ساتونكي ګرځول شوي وو او دوى په ده باندې ګواهان وو، نو تاسو له خلقو نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ او زما د ایتونو په بدل كې لږ قیمت مه اخلئ او چا چې د الله په نازل كړي (كتاب، قانون) باندې فیصله ونه كړه، نو همدغه خلق كافران دي


الصفحة التالية
Icon