5-64 وویل یهودیانو: د الله لاس تړل شوى دى، د دوى لاسونه دې وتړل شي او د دې وینا په سبب دې پر دوى لعنت وشي، بلكې د هغه دواړه لاسونه خلاص دي، څنګه چې وغواړي انفاق كوي او خامخا هغه (كتاب) به، چې تا ته ستا د رب له جانبه نازل كړى شوى دى؛ په دوى كې د ډېرو خلقو سركشي او كفر خامخا ورزیات كړي او مونږه د دوى په مینځ كې د قیامت د ورځې پورې دښمني او بغض واچاوه، هر كله چې دوى د جنګ لپاره اور بلوي (، نو) الله هغه مړ كړي او دوى په ځمكه كې د وراني لپاره منډې وهي او الله وراني كوونكي نه خوښوي


الصفحة التالية
Icon