5-107 نو كه اطلاع حاصله شوه چې بېشكه هغه دواړه (د صحيح ګواهۍ د پټولو په وجه) د ګناه مستحق شوي دي، نو دوه نور (ګواهان) به د هغو پر ځاى ودرېږي چې پر هغوى (د ناسمې ګواهۍ وركولو په وجه) د حق دعویٰ وشوه، چې دغه دواړه (مړي ته) ډېر قریب وي، نو دوى دواړه به په الله سره قسم خوري، چې یقینًا د دوى ګواهي د هغو دواړو له ګواهۍ نه ښه حقه ده او مونږ زیاتى نه دى كړى، (كه مونږ وكړو) بېشكه مونږه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یو