Surah Az-Zalzalah in پښتو
سورة الزلزلة · Verses: 8 · Medinan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
إِذَا زُلۡزِلَتِ ٱلۡأَرۡضُ زِلۡزَالَهَا
99-1 كله چې ځمكه وخوزلى شي په خپلو سختو خوزولو سره -
2
وَأَخۡرَجَتِ ٱلۡأَرۡضُ أَثۡقَالَهَا
99-2 او ځمكه خپل درانه بارونه بهر ته راوباسي -
3
وَقَالَ ٱلۡإِنسَٰنُ مَا لَهَا
99-3 او انسان به ووايي چې په دې څه شوي دي -
4
يَوۡمَئِذࣲ تُحَدِّثُ أَخۡبَارَهَا
99-4 په دغې ورځې كې به دا ځمكه خپلې خبرې (حالات) بیانوي -
5
بِأَنَّ رَبَّكَ أَوۡحَىٰ لَهَا
99-5 په دې سبب چې ستا رب به دې ته وحي وكړي -
6
يَوۡمَئِذࣲ يَصۡدُرُ ٱلنَّاسُ أَشۡتَاتࣰا لِّيُرَوۡاْ أَعۡمَٰلَهُمۡ
99-6 په دغې ورځ كې به خلق بېرته راګرځي، په داسې حال كې چې بېل بېل (او مختلف) به وي، د دې لپاره چې دوى ته خپل عملونه وښودل شي -
7
فَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةٍ خَيۡرࣰا يَرَهُۥ
99-7 نو هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه نېك عمل وكړي (، نو) دى به هغه وویني -
8
وَمَن يَعۡمَلۡ مِثۡقَالَ ذَرَّةࣲ شَرࣰّا يَرَهُۥ
99-8 او هغه څوك چې د یوې ذرې په اندازه د شر (او بدۍ) عمل كوي (، نو) دى به هغه وویني