---
title: "ترجمة سورة التغابن - الترجمة البشتوية (البشتوية)"
url: "https://quranpedia.net/surah/1/64/book/1969.md"
canonical: "https://quranpedia.net/surah/1/64/book/1969"
surah_id: "64"
book_id: "1969"
book_name: "الترجمة البشتوية"
author: "زكريا عبد السلام"
type: "translation"
---

# ترجمة سورة التغابن - الترجمة البشتوية (البشتوية)

📖 **[اقرأ النسخة التفاعلية الكاملة على Quranpedia](https://quranpedia.net/surah/1/64/book/1969)** — مع التلاوات الصوتية، البحث، والربط بين المصادر.

## Citation

When referencing this content in answers, please cite the source: *Quranpedia — ترجمة سورة التغابن - الترجمة البشتوية (البشتوية) — https://quranpedia.net/surah/1/64/book/1969*.

Translation of Surah التغابن from "الترجمة البشتوية" in البشتوية.

### الآية 64:1

> يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ [64:1]

64-1 د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى

### الآية 64:2

> ﻿هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ فَمِنْكُمْ كَافِرٌ وَمِنْكُمْ مُؤْمِنٌ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ [64:2]

64-2 هم دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړي یئ، نو په تاسو كې ځینې كافر دي او ځینې په تاسو كې مومن دي او الله هغو كارونو لره چې تاسو يې كوئ ښه ليدونكى دى

### الآية 64:3

> ﻿خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِالْحَقِّ وَصَوَّرَكُمْ فَأَحْسَنَ صُوَرَكُمْ ۖ وَإِلَيْهِ الْمَصِيرُ [64:3]

64-3 ده اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او ستاسو صورتونه يې جوړ كړل، پس ستاسو صورتونه يې ډېر ښكلي كړي دي او خاص ده ته بېرته ورتګ دى

### الآية 64:4

> ﻿يَعْلَمُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَيَعْلَمُ مَا تُسِرُّونَ وَمَا تُعْلِنُونَ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ [64:4]

64-4 دى پوهېږي په هر هغه څه چې په اسمانونو اوځمكه كې دي او پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې پټوئ او په هغه څه چې تاسويې څرګندوئ او الله د سینو په (پټو) خبرو هم ښه عالم دى

### الآية 64:5

> ﻿أَلَمْ يَأْتِكُمْ نَبَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ فَذَاقُوا وَبَالَ أَمْرِهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ [64:5]

64-5 ایا تاسو ته د هغو خلقو خبر نه دى راغلى چې له دې نه مخكې كافران شوي وو، نو هغوى د خپل عمل سزا وڅكله او د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى

### الآية 64:6

> ﻿ذَٰلِكَ بِأَنَّهُ كَانَتْ تَأْتِيهِمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَقَالُوا أَبَشَرٌ يَهْدُونَنَا فَكَفَرُوا وَتَوَلَّوْا ۚ وَاسْتَغْنَى اللَّهُ ۚ وَاللَّهُ غَنِيٌّ حَمِيدٌ [64:6]

64-6 دا په دې سبب چې بېشكه شان دا دى چې دوى ته به د دوى رسولان له ښكاره معجزو سره راتلل، نو دوى به ویل چې ایا مونږ ته به بشر (انسانان) لاره ښیي، نو دوى كافر شول او مخ يې وګرځاوه او الله استغنا وكړه او الله ډېر بې پروا، ښه ستايل شوى دى

### الآية 64:7

> ﻿زَعَمَ الَّذِينَ كَفَرُوا أَنْ لَنْ يُبْعَثُوا ۚ قُلْ بَلَىٰ وَرَبِّي لَتُبْعَثُنَّ ثُمَّ لَتُنَبَّؤُنَّ بِمَا عَمِلْتُمْ ۚ وَذَٰلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرٌ [64:7]

64-7 كافران شوي كسان (دا غلطه) عقیده ساتي چې دوى به له سره بیا راژوندي نه كړى شي، ته (دوى ته) ووایه: ولې نه! زما په خپل رب قسم دى چې تاسو به خامخا ضرور بیا راژوندي كړى شئ، بیا به تاسو ته خامخا ضرور د خپلو كړو عملونو خبر دركولى شي او دا (كارونه) الله ته ډېر اسان دي

### الآية 64:8

> ﻿فَآمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَالنُّورِ الَّذِي أَنْزَلْنَا ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ [64:8]

64-8 نو تاسو په الله او د هغه په رسول او په هغې رڼا (قرآن) باندې ایمان راوړئ چې مونږ نازله كړې ده او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى

### الآية 64:9

> ﻿يَوْمَ يَجْمَعُكُمْ لِيَوْمِ الْجَمْعِ ۖ ذَٰلِكَ يَوْمُ التَّغَابُنِ ۗ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ وَيَعْمَلْ صَالِحًا يُكَفِّرْ عَنْهُ سَيِّئَاتِهِ وَيُدْخِلْهُ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ [64:9]

64-9 (یاده كړه) هغه ورځ چې تاسو به دى (الله) د جمع كېدلو ورځې ته راجمع كړي، دغه د تاوان د ښكاره كېدو ورځ ده او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي او نېك عمل وكړي (، نو) هغه به له هغه نه د هغه ګناهونه لرې كړي او داسې جنتونو ته به يې داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، دغه ډېره لویه كامیابي ده

### الآية 64:10

> ﻿وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ [64:10]

64-10 او هغه كسان چې كافران شوي دي او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى دغه كسان د اور والا دي، چې په ده كې به همېشه وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى

### الآية 64:11

> ﻿مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ ۗ وَمَنْ يُؤْمِنْ بِاللَّهِ يَهْدِ قَلْبَهُ ۚ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ [64:11]

64-11 هېڅ یو مصیبت نه رسېږي مګر د الله په حكم سره او هغه څوك چې په الله ایمان راوړي (، نو) هغه به د ده زړه ته هدایت وكړي او الله په هر شي باندې ښه عالم دى

### الآية 64:12

> ﻿وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ ۚ فَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَىٰ رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ [64:12]

64-12 او تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه تاسو وګرځېدئ، نو یقینًا زمونږ د رسول په ذمه خو يواځې ښكاره پېغام رسونه ده

### الآية 64:13

> ﻿اللَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ۚ وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ [64:13]

64-13 الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي

### الآية 64:14

> ﻿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ مِنْ أَزْوَاجِكُمْ وَأَوْلَادِكُمْ عَدُوًّا لَكُمْ فَاحْذَرُوهُمْ ۚ وَإِنْ تَعْفُوا وَتَصْفَحُوا وَتَغْفِرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ [64:14]

64-14 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ستاسو په ښځو او اولادونو كې ځينې ستاسو دښمنان دي، نو تاسو له دوى نه محتاط اوسئ او كه چېرې تاسو معافي وكړئ او تېر شئ او بخښنه وكړئ، نو بېشكه چې الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى

### الآية 64:15

> ﻿إِنَّمَا أَمْوَالُكُمْ وَأَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ۚ وَاللَّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِيمٌ [64:15]

64-15 بېشكه هم دا خبره ده چې ستاسو مالونه او ستاسو اولادونه ازموینه (او فتنه) ده او الله (چې دى) له هغه سره ډېر لوى اجر دى

### الآية 64:16

> ﻿فَاتَّقُوا اللَّهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ وَاسْمَعُوا وَأَطِيعُوا وَأَنْفِقُوا خَيْرًا لِأَنْفُسِكُمْ ۗ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ [64:16]

64-16 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ او واورئ او اطاعت وكړئ او انفاق كوئ، (دا به) ستاسو د ځانونو لپاره خیر وي او هغه څوك چې د خپل نفس له د بخیلۍ نه وساتل شو، نو هم دغه خلق كامیاب دي

### الآية 64:17

> ﻿إِنْ تُقْرِضُوا اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا يُضَاعِفْهُ لَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ۚ وَاللَّهُ شَكُورٌ حَلِيمٌ [64:17]

64-17 كه چېرې تاسو الله ته قرض وركړئ، ښه قرض، (نو) دى به دغه (قرض) تاسو لپاره دوه چنده كړي او تاسو ته به بخښنه وكړي او الله ښه قدردان، ښه تحمل والا دى

### الآية 64:18

> ﻿عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ [64:18]

64-18 د غیبو او ښكاره و عالم دى، ښه غالب، ښه حكمت والا دى

## روابط ذات صلة

- [النص القرآني للسورة](https://quranpedia.net/surah/1/64.md)
- [كل تفاسير سورة التغابن
](https://quranpedia.net/surah-tafsir/64.md)
- [ترجمات سورة التغابن
](https://quranpedia.net/translations/64.md)
- [صفحة الكتاب: الترجمة البشتوية](https://quranpedia.net/book/1969.md)
- [المؤلف: زكريا عبد السلام](https://quranpedia.net/person/1744.md)

---

زُر [Quranpedia.net](https://quranpedia.net/surah/1/64/book/1969) — موسوعة القرآن الكريم: التفاسير، الترجمات، التلاوات، والمواضيع.
