---
title: "ترجمة سورة المعارج - الترجمة البشتوية (البشتوية)"
url: "https://quranpedia.net/surah/1/70/book/1969.md"
canonical: "https://quranpedia.net/surah/1/70/book/1969"
surah_id: "70"
book_id: "1969"
book_name: "الترجمة البشتوية"
author: "زكريا عبد السلام"
type: "translation"
---

# ترجمة سورة المعارج - الترجمة البشتوية (البشتوية)

📖 **[اقرأ النسخة التفاعلية الكاملة على Quranpedia](https://quranpedia.net/surah/1/70/book/1969)** — مع التلاوات الصوتية، البحث، والربط بين المصادر.

## Citation

When referencing this content in answers, please cite the source: *Quranpedia — ترجمة سورة المعارج - الترجمة البشتوية (البشتوية) — https://quranpedia.net/surah/1/70/book/1969*.

Translation of Surah المعارج from "الترجمة البشتوية" in البشتوية.

### الآية 70:1

> سَأَلَ سَائِلٌ بِعَذَابٍ وَاقِعٍ [70:1]

70-1 یو غوښتونكي هغه عذاب وغوښت چې واقع كېدونكى دى

### الآية 70:2

> ﻿لِلْكَافِرِينَ لَيْسَ لَهُ دَافِعٌ [70:2]

70-2 په كافرانو باندې، دغه (عذاب) لره هیڅوك دفع كوونكى نشته

### الآية 70:3

> ﻿مِنَ اللَّهِ ذِي الْمَعَارِجِ [70:3]

70-3 د الله له جانبه دى، چې د اوچتو زینومالك دى

### الآية 70:4

> ﻿تَعْرُجُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ خَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ [70:4]

70-4 چې د ده په طرف پورته ملايك او روح ورخېژي، په هغې ورځ كې چې د هغې مقدار پنځوس زره كاله دى

### الآية 70:5

> ﻿فَاصْبِرْ صَبْرًا جَمِيلًا [70:5]

70-5 نو ته صبر كوه، ډېر ښه صبر

### الآية 70:6

> ﻿إِنَّهُمْ يَرَوْنَهُ بَعِيدًا [70:6]

70-6 بېشكه دوى (منكران) دغه (عذاب، قیامت) ډېر لرې ویني

### الآية 70:7

> ﻿وَنَرَاهُ قَرِيبًا [70:7]

70-7 او مونږه دى ډېر نژدې وینو

### الآية 70:8

> ﻿يَوْمَ تَكُونُ السَّمَاءُ كَالْمُهْلِ [70:8]

70-8 په هغې ورځ چې اسمان به د ويلې كړى شوې قلعي په شان شي

### الآية 70:9

> ﻿وَتَكُونُ الْجِبَالُ كَالْعِهْنِ [70:9]

70-9 او غرونه به د رنګدارې وهل شوې وړۍ په شان شي

### الآية 70:10

> ﻿وَلَا يَسْأَلُ حَمِيمٌ حَمِيمًا [70:10]

70-10 او یو دوست به له بل دوست نه پوښتنه نه كوي

### الآية 70:11

> ﻿يُبَصَّرُونَهُمْ ۚ يَوَدُّ الْمُجْرِمُ لَوْ يَفْتَدِي مِنْ عَذَابِ يَوْمِئِذٍ بِبَنِيهِ [70:11]

70-11 حال دا چې دوى ته به هغوى ښودلى شي، مجرم (كافر) به ارزو كوي چې د دغې ورځې له عذابه خپل زامن په عوض كې وركړي

### الآية 70:12

> ﻿وَصَاحِبَتِهِ وَأَخِيهِ [70:12]

70-12 او خپله ښځه او خپل ورور

### الآية 70:13

> ﻿وَفَصِيلَتِهِ الَّتِي تُؤْوِيهِ [70:13]

70-13 او خپله هغه قبیله چې ده ته به يې ځاى وركاوه

### الآية 70:14

> ﻿وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا ثُمَّ يُنْجِيهِ [70:14]

70-14 او هر هغه څوك چې په ځمكه كې دي ټول، بیا ده ته (دا كار) نجات وركړي

### الآية 70:15

> ﻿كَلَّا ۖ إِنَّهَا لَظَىٰ [70:15]

70-15 كله هم داسې نه ده، بېشكه دغه (د دوزخ اور) لمبې وهونكى دى

### الآية 70:16

> ﻿نَزَّاعَةً لِلشَّوَىٰ [70:16]

70-16 چې (د سر، لاسونو او پښو) پوستكي وېستونكى دى

### الآية 70:17

> ﻿تَدْعُو مَنْ أَدْبَرَ وَتَوَلَّىٰ [70:17]

70-17 دا (دوزخ) به راغواړي هغه څوك چې شا كړې يې وي او مخ يې اړولى وي

### الآية 70:18

> ﻿وَجَمَعَ فَأَوْعَىٰ [70:18]

70-18 او جمع (د مال) يې كړې وي، نو ساتلى يې وي

### الآية 70:19

> ﻿۞ إِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا [70:19]

70-19 بېشكه انسان بې صبره پیدا كړى شوى دى

### الآية 70:20

> ﻿إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا [70:20]

70-20 كله چې ده ته شر (مصیبت) ورسېږي (نو) ډېر فریاد كوونكى وي

### الآية 70:21

> ﻿وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا [70:21]

70-21 او كله چې ده ته خیر (او خوشحالي) ورسېږي (نو)، ډېر منع كوونكى (او بخل كوونكى) وي

### الآية 70:22

> ﻿إِلَّا الْمُصَلِّينَ [70:22]

70-22 (خو) له لمونځ ګزارو نه غیر

### الآية 70:23

> ﻿الَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ دَائِمُونَ [70:23]

70-23 هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو باندې همېشه والى كوونكي وي

### الآية 70:24

> ﻿وَالَّذِينَ فِي أَمْوَالِهِمْ حَقٌّ مَعْلُومٌ [70:24]

70-24 او هغه كسان چې د دوى په مالونو كې معلومه برخه (مقرر) ده

### الآية 70:25

> ﻿لِلسَّائِلِ وَالْمَحْرُومِ [70:25]

70-25 د سوالګر او محروم لپاره

### الآية 70:26

> ﻿وَالَّذِينَ يُصَدِّقُونَ بِيَوْمِ الدِّينِ [70:26]

70-26 او هغه كسان چې د بدلې د ورځې تصدیق (او باور) كوي

### الآية 70:27

> ﻿وَالَّذِينَ هُمْ مِنْ عَذَابِ رَبِّهِمْ مُشْفِقُونَ [70:27]

70-27 او هغه كسان چې دوى د خپل رب له عذاب نه وېرېدونكي دي

### الآية 70:28

> ﻿إِنَّ عَذَابَ رَبِّهِمْ غَيْرُ مَأْمُونٍ [70:28]

70-28 بېشكه د دوى د رب عذاب داسې دى چې بې وېرې كېدل ترې نشته

### الآية 70:29

> ﻿وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ [70:29]

70-29 او هغه كسان چې هغوى د خپل شرم ځایونو حفاظت كوونكي دي

### الآية 70:30

> ﻿إِلَّا عَلَىٰ أَزْوَاجِهِمْ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ فَإِنَّهُمْ غَيْرُ مَلُومِينَ [70:30]

70-30 مګر له خپلو ښځو او خپلو وینځو نه، نو بېشكه دوى ملامت كړى شوي نه دي

### الآية 70:31

> ﻿فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ [70:31]

70-31 نو هغه څوك چې له دغو نه علاوه غواړي، نو هم دغه كسان له حده تېرېدونكي دي

### الآية 70:32

> ﻿وَالَّذِينَ هُمْ لِأَمَانَاتِهِمْ وَعَهْدِهِمْ رَاعُونَ [70:32]

70-32 او هغه كسان چې دوى د خپلو امانتونو او خپلو وعدو لحاظ ساتونكي دي

### الآية 70:33

> ﻿وَالَّذِينَ هُمْ بِشَهَادَاتِهِمْ قَائِمُونَ [70:33]

70-33 او هغه كسان چې دوى په خپلو شهادتونو (ګواهیو) باندې قايم (او ولاړ) دي

### الآية 70:34

> ﻿وَالَّذِينَ هُمْ عَلَىٰ صَلَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ [70:34]

70-34 او هغه كسان چې دوى په خپلو لمونځونو همېشه والى (او پابندي) كوي

### الآية 70:35

> ﻿أُولَٰئِكَ فِي جَنَّاتٍ مُكْرَمُونَ [70:35]

70-35 دغه كسان به په باغونو كې وي، عزتمن كړى شوي به وي

### الآية 70:36

> ﻿فَمَالِ الَّذِينَ كَفَرُوا قِبَلَكَ مُهْطِعِينَ [70:36]

70-36 نو (اى نبي!) په دغو كافران شویو كسانو څه شوي دي چې ستا په طرف منډې راوهونكي دي

### الآية 70:37

> ﻿عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ عِزِينَ [70:37]

70-37 له ښي اړخ نه او له چپ اړخ نه ډلې ډلې

### الآية 70:38

> ﻿أَيَطْمَعُ كُلُّ امْرِئٍ مِنْهُمْ أَنْ يُدْخَلَ جَنَّةَ نَعِيمٍ [70:38]

70-38 ایا په دوى كې هر یو سړى دا طمع لري چې دى به د نعمتونو جنت ته ننه اېستل شي؟

### الآية 70:39

> ﻿كَلَّا ۖ إِنَّا خَلَقْنَاهُمْ مِمَّا يَعْلَمُونَ [70:39]

70-49 هیڅكله نه! بېشكه همدا مونږ دوى له هغه څه نه پیدا كړي دي چې دوى يې پېژني

### الآية 70:40

> ﻿فَلَا أُقْسِمُ بِرَبِّ الْمَشَارِقِ وَالْمَغَارِبِ إِنَّا لَقَادِرُونَ [70:40]

70-40 نو زه د مشرقونو او مغربونو په رب قسم خورم چې بېشكه (او) یقینًا مونږ قادر یو

### الآية 70:41

> ﻿عَلَىٰ أَنْ نُبَدِّلَ خَيْرًا مِنْهُمْ وَمَا نَحْنُ بِمَسْبُوقِينَ [70:41]

70-41 په دې باندې چې مونږ له دوى نه غوره (مخلوق) په بدل كې راولو اومونږ عاجز كړى شوي نه یو

### الآية 70:42

> ﻿فَذَرْهُمْ يَخُوضُوا وَيَلْعَبُوا حَتَّىٰ يُلَاقُوا يَوْمَهُمُ الَّذِي يُوعَدُونَ [70:42]

70-42 نو ته دوى پرېږده چې په باطلو او عبثو خبرو كې مشغولېږي او لوبې كوي تر هغه پورې چې دوى له خپلې هغې ورځې سره ملاقات وكړي چې دوى ته يې وعده وركړى شوې ده

### الآية 70:43

> ﻿يَوْمَ يَخْرُجُونَ مِنَ الْأَجْدَاثِ سِرَاعًا كَأَنَّهُمْ إِلَىٰ نُصُبٍ يُوفِضُونَ [70:43]

70-43 هغه ورځ چې دوى به له قبرونو نه داسې په منډه (او تېزۍ) سره راوځي ګویاكې دوى هدف ته په منډه ځغلي

### الآية 70:44

> ﻿خَاشِعَةً أَبْصَارُهُمْ تَرْهَقُهُمْ ذِلَّةٌ ۚ ذَٰلِكَ الْيَوْمُ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ [70:44]

70-44 په داسې حال كې چې د دوى سترګې به خوارې وي، دوى به ذلت (راګېر) او پټ كړي وي، دا هغه ورځ ده چې دوى ته به د دې وعده وركول كېده

## روابط ذات صلة

- [النص القرآني للسورة](https://quranpedia.net/surah/1/70.md)
- [كل تفاسير سورة المعارج
](https://quranpedia.net/surah-tafsir/70.md)
- [ترجمات سورة المعارج
](https://quranpedia.net/translations/70.md)
- [صفحة الكتاب: الترجمة البشتوية](https://quranpedia.net/book/1969.md)
- [المؤلف: زكريا عبد السلام](https://quranpedia.net/person/1744.md)

---

زُر [Quranpedia.net](https://quranpedia.net/surah/1/70/book/1969) — موسوعة القرآن الكريم: التفاسير، الترجمات، التلاوات، والمواضيع.
