ﯙ
                    surah.translation
            .
            
    
                                    من تأليف: 
                                            زكريا عبدالسلام
                                                            .
                                                
            ﰡ
                                                                                                                
                                    ﭑ
                                    ﰀ
                                                                        
                    44-1 حا، ميم
                                                                        
                                                                                                                
                                    ﭓﭔ
                                    ﰁ
                                                                        
                    44-2 قسم دى په بیانوونكي كتاب
                                                                        44-3 بېشكه مونږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه مونږ وېروونكي وو
                                                                        44-4 په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي
                                                                        44-5 زمونږ له جانبه د حكم وركولو په وجه (حكم وركول دي زمونږ له جانبه) بېشكه مونږ ( د رسولانو) لېږونكي وو
                                                                        44-6 ستا د رب د رحمت لپاره، بېشكه هم دى ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
                                                                        44-7 چې د اسمانونو او ځمكې رب دى او د هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي يئ
                                                                        44-8 نشته هېڅ یو حق معبود مګر هم دى دى، دى ژوندي كول كوي او مړه كول كوي، ستاسو رب دى او ستاسو د ړومبنیو پلرونو رب دى
                                                                        44-9 بلكې دوى په شك كې دي، چې لوبې كوي
                                                                        44-10 پس ته د هغې ورځې انتظار كوه چې اسمان ښكاره لوګى راوړي
                                                                        44-11 چې خلق به پټ كړي دا ډېر دردوونكى عذاب دى
                                                                        44-12 اى زمونږه ربه! ته زمونږ نه دغه عذاب لرې كړه، بېشكه مونږ ایمان راوړونكي یو
                                                                        44-13 دوى ته به نصیحت اخيستل چېرته وي، حال دا چې دوى ته ښكاره بیانوونكى رسول راغلى و
                                                                        44-14 بیا دوى له هغه نه مخ وګرځاوه او ويې ويل:(دا) تعلیم وركړى شوى دى، لېونى دى
                                                                        44-15 بېشكه مونږ دغه عذاب لږ (وخت) لرې كوونكي یو، بېشكه تاسو بیا (كفر ته) راګرځېدونكي یئ
                                                                        44-16 (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ نیول وكړو، تر ټولو غټ نیول، بېشكه مونږ انتقام اخيستونكي یو
                                                                        44-17 او یقینًا یقینًا مونږ له دوى نه مخكې د فرعون قوم ازمایلى و او هغو ته ډېر عزتمند رسول راغلى و
                                                                        44-18 چې تاسو ما ته د الله بنده ګان (بني اسرائیل) راوسپارئ، بېشكه زه تاسو لپاره امانتګر رسول یم
                                                                        44-19 او دا چې تاسو په الله سركشي مه كوئ، بېشكه زه تاسو ته ښكاره دلیل راوړونكى یم 
                                                                        44-20 او بېشكه ما پناه نیولې ده د خپل رب او ستاسو د رب، له دې نه چې تاسو ما سنګسار كړئ
                                                                        44-21 او كه تاسو په ما ایمان نه راوړئ، بیا نو له ما نه په ډډه شئ
                                                                        44-22 بیا هغه له خپل رب نه دعا وغوښته چې بېشكه دغه مجرمان خلق دى
                                                                        44-23 نو (الله ورته وویل: چې) ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه ستاسو به تعاقب كولى شي
                                                                        44-24 او سمندر ولاړ (ساكن) پرېږده، بېشكه دوى دي ډوب كړى شوى لښكر
                                                                        44-25 دوى څومره ډېر باغونه او چېنې پرېښودلې
                                                                        44-26 او فصلونه او ډېر د عزت ځاى
                                                                        44-27 او نور نعمتونه چې دوى به په هغو كې خوشاله وو
                                                                        44-28 همداسې (مو دوى هلاك كړل) او دغه مو بل قوم ته په میراث وركړل
                                                                        44-29 نو په دوى اسمان او ځمكې ونه ژړل او نه دوى مهلت وركړى شوي وو
                                                                        44-30 او یقینًا یقینًا مونږ بني اسرائیل له سپكوونكي عذاب نه خلاص كړل
                                                                        44-31 له فرعون نه، بېشكه هغه (فرعون) سركشه (او) له حده تېرېدونكو څخه و
                                                                        44-32 او یقینًا یقینًا مونږ دغه (بني اسرائیل) د خپلې زمانې په خلقو باندې غوره كړي وو په علم سره ( په دې حال كې چې مونږ پرې عالمان وو ) 
                                                                        44-33 او دوى ته مونږ هغه نښې وركړې وې، چې په هغو كې ښكاره ازمايش و
                                                                        44-34 بېشكه دغه (كفار) خامخا وايي
                                                                        44-35 نه دى دغه (عاقبت او د كار خاتمه) مګر زمونږ ړومبنى مرګ دى، او مونږ به له سره بیا راژوندي نه كړى شو
                                                                        44-36 نو تاسو زمونږ پلرونو (ژوندي) راولئ! كه تاسو رښتیني یئ
                                                                        44-37 ایا دوى (قریش) غوره دي، یا كه د تبع قوم او هغه كسان چې له دوى نه مخكې وو، مونږ هغوى هلاك كړل، بېشكه دوى مجرمان خلق وو
                                                                        44-38 او مونږ اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دواړو په مينځ كې دي ؛ نه دي پیدا كړي، په داسې حال كې چې عبث او لوبې كوونكي یو
                                                                        44-39 مونږ دوى دواړه نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او لېكن د دوى اكثره (خلق) نه پوهېږي
                                                                        44-40 بېشكه د فیصلې ورځ د دوى د ټولو ټاكلې وعده ده
                                                                        44-41 هغه ورځ چې هېڅ یو دوست به د بل دوست هېڅ په كار رانشي او نه به له دوى سره مدد كولى شي
                                                                        44-42 لېكن هغه كس چې الله پرې رحم وكړي، بېشكه دا (الله)، هم دى ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
                                                                        44-43 بېشكه د زقوم ونه
                                                                        
                                                                                                                
                                    ﭯﭰ
                                    ﰫ
                                                                        
                    44-44 د غټ ګناهګار خوراك دى
                                                                        44-45 د ویلې كړى شویو مسو (د تېلو تورې خټې) په شان چې په ګېډو كې به اېشیږي 
                                                                        
                                                                                                                
                                    ﭷﭸ
                                    ﰭ
                                                                        
                    44-46 د ګرمو اوبو د اېشېدلو په شان
                                                                        44-47 تاسو دا ونیسئ، پس دى د جهنم بېخي مینځ له په سختۍ سره راكاږئ
                                                                        44-48 بیا د ده د سر له پاسه د اېشېدلو اوبو له عذابه ورتوى كړئ
                                                                        44-49 (ده ته به وویل شي چې دغه عذاب) وڅكه، بېشكه هم دا ته ډېر زبردست، ډېر عزتمن يې
                                                                        44-50 بېشكه دا هغه (عذاب) دى چې تاسو به په ده كې شك كاوه
                                                                        44-51 بېشكه متقیان به په امن ناكه ځاى كې وي
                                                                        44-52 په جنتونو كې
                                                                        44-53 دوى به له نریو ورېښمو او پېړو ورېښمو جامې اغوندي، په داسې حال كې چې سره مخامخ به ناست وي 
                                                                        44-54 همداسې به وي او مونږ به دوى د غټ سترګو سپینو سرو حورو سره ملګري كړو
                                                                        44-55 دوى به په دغو جنتونو كې هر قسمه مېوې راغواړي، په داسې حال كې چې په امن به وي
                                                                        44-56 دوى به په دغو كې مرګ نه څكي غیر له ړومبني مرګ نه (چې په دنیا كې تېر شوى دى) او دوى به (الله) د دوزخ له عذاب نه بچ وساتي
                                                                        44-57 د خپل رب د فضل په وجه، هم دغه ډېره لویه كامیابي ده
                                                                        44-58 پس بېشكه هم دا خبره ده چې دا (قرآن) مونږ ستا په ژبه اسان كړى دى، د دې لپاره چې دوى نصیحت واخلي
                                                                        44-59 نو ته انتظار كوه، بېشكه دوى هم انتظار كوونكي دي