Surah Al-Kafirun in پښتو
سورة الكافرون · Verses: 6 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
قُلۡ يَٰٓأَيُّهَا ٱلۡكَٰفِرُونَ
109-1 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى كافرانو! -
2
لَآ أَعۡبُدُ مَا تَعۡبُدُونَ
109-2 زه د هغو (شیانو) عبادت نه كوم چی تاسو يې عبادت كوئ -
3
وَلَآ أَنتُمۡ عَٰبِدُونَ مَآ أَعۡبُدُ
109-3 او نه تاسو د هغه ذات عبادت كوونكي يئ چې زه يې عبادت كوم -
4
وَلَآ أَنَا۠ عَابِدࣱ مَّا عَبَدتُّمۡ
109-4 او نه زه د هغه شي عبادت كوونكى یم چی تاسو يې عبادت كړى دى -
5
وَلَآ أَنتُمۡ عَٰبِدُونَ مَآ أَعۡبُدُ
109-5 او نه تاسو عبادت كوونكي یئ د هغه ذات چې زه يې عبادت كوم -
6
لَكُمۡ دِينُكُمۡ وَلِيَ دِينِ
109-6 تاسو لپاره ستاسو دین دى او زما لپاره زما دین دى