Surah At-Takathur in پښتو
سورة التكاثر · Verses: 8 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
أَلۡهَىٰكُمُ ٱلتَّكَاثُرُ
102-1 تاسو غافله كړئ فخر كولو په یو بل باندې په ډېروالي (د مال، اولاد او قام) سره -
2
حَتَّىٰ زُرۡتُمُ ٱلۡمَقَابِرَ
102-2 تر هغه پورې چې تاسو هدېرو ته ورشئ -
3
كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ
102-3 داسې نه ده په كار، ژر ده چې تاسو به پوه شئ -
4
ثُمَّ كَلَّا سَوۡفَ تَعۡلَمُونَ
102-4 بیا بېخي داسې نه ده، ژر ده چې تاسو به پوه شئ -
5
كَلَّا لَوۡ تَعۡلَمُونَ عِلۡمَ ٱلۡيَقِينِ
102-5 داسې نه ده كه تاسو په علم اليقين سره پوهېدلى -
6
لَتَرَوُنَّ ٱلۡجَحِيمَ
102-6 تاسو به خامخا ضرور دوزخ وینئ -
7
ثُمَّ لَتَرَوُنَّهَا عَيۡنَ ٱلۡيَقِينِ
102-7 بیا به تاسو خامخا ضرور دغه (دوزخ) د یقین په سترګو وینئ -
8
ثُمَّ لَتُسۡـَٔلُنَّ يَوۡمَئِذٍ عَنِ ٱلنَّعِيمِ
102-8 بیا به په دغې ورځ كې له تاسو نه خامخا ضرور د نعمتونو په باره كې تپوس كېږي