Surah Al-Waqi'ah in پښتو
سورة الواقعة · Verses: 96 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
إِذَا وَقَعَتِ ٱلۡوَاقِعَةُ
56-1 كله چې واقع كېدونكى (قیامت) واقع شي -
2
لَيۡسَ لِوَقۡعَتِهَا كَاذِبَةٌ
56-2 د ده پېښېدو لره هېڅ دروغجنوونكى نشته -
3
خَافِضَةࣱ رَّافِعَةٌ
56-3 (دا) ښكته كوونكى، (او) اوچتوونكى دى -
4
إِذَا رُجَّتِ ٱلۡأَرۡضُ رَجࣰّا
56-4 كله چې ځمكه وخوځولى شي، خوځول -
5
وَبُسَّتِ ٱلۡجِبَالُ بَسࣰّا
56-5 او غرونه ورژول شي، رژول -
6
فَكَانَتۡ هَبَآءࣰ مُّنۢبَثࣰّا
56-6 نو دغه (غرونه) به یوه خوره شوې دوړه شي -
7
وَكُنتُمۡ أَزۡوَٰجࣰا ثَلَٰثَةࣰ
56-7 اوتاسو به درې قسمونه شئ -
8
فَأَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ
56-8 نو د ښي لاس والا (خلق)، څه (ښه) دي د ښې لاس والا خلق! -
9
وَأَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ
56-9 او د چپ لاس والا خلق، څه (بد) دي د چپ لاس والا خلق؟ -
10
وَٱلسَّٰبِقُونَ ٱلسَّٰبِقُونَ
56-10 او ړومبى كېدونكي (همدوى) ړومبى كېدونكي دي -
11
أُوْلَٰٓئِكَ ٱلۡمُقَرَّبُونَ
56-11 هم دوى نژدې كړى شوي دي (الله ته) -
12
فِي جَنَّٰتِ ٱلنَّعِيمِ
56-12 د نعمتونو په جنتونو كې به وي -
13
ثُلَّةࣱ مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ
56-13 لویه ډله به د ړومبنو خلقو ځنې وي -
14
وَقَلِيلࣱ مِّنَ ٱلۡأٓخِرِينَ
56-14 او لږ به د وروستنو خلقو ځنې وي -
15
عَلَىٰ سُرُرࣲ مَّوۡضُونَةࣲ
56-15 په (زرو او ملغلرو سره) بُڼل شویو تختونو باندې به (ناست) وي -
16
مُّتَّكِـِٔينَ عَلَيۡهَا مُتَقَٰبِلِينَ
56-16 چې په دغو باندې به یو بل ته مخامخ تكیه وهونكي وي -
17
يَطُوفُ عَلَيۡهِمۡ وِلۡدَٰنࣱ مُّخَلَّدُونَ
56-17 په دوى باندې به (د خدمت لپاره) تل پاتې (همېشني) هلكان ګرځي -
18
بِأَكۡوَابࣲ وَأَبَارِيقَ وَكَأۡسࣲ مِّن مَّعِينࣲ
56-18 د ګلاسونو او كوزو سره او د جاري (بهېدونكو) شرابو پیالو سره -
19
لَّا يُصَدَّعُونَ عَنۡهَا وَلَا يُنزِفُونَ
56-19 چې له دغو (شرابو) نه به نه د دوى سر خوږېږي او نه به بې خوده (نشه) كېږي -
20
وَفَٰكِهَةࣲ مِّمَّا يَتَخَيَّرُونَ
56-20 او له هغه قسمه مېوو سره چې دوى يې خوښوي -
21
وَلَحۡمِ طَيۡرࣲ مِّمَّا يَشۡتَهُونَ
56-21 او د مرغانو له هغه قسمه غوښو سره چې د دوى زړونه يې غواړي -
22
وَحُورٌ عِينࣱ
56-22 او (د دوى لپاره) پیمخې غټ سترګې حورې دي -
23
كَأَمۡثَٰلِ ٱللُّؤۡلُوِٕ ٱلۡمَكۡنُونِ
56-23 د پټو ساتل شویو ملغلرو په شان -
24
جَزَآءَۢ بِمَا كَانُواْ يَعۡمَلُونَ
56-24 د هغو عملونو د بدلې وركولو لپاره چې دوى به كول -
25
لَا يَسۡمَعُونَ فِيهَا لَغۡوࣰا وَلَا تَأۡثِيمًا
56-25 دوى به په دغه (جنت) كې نه عبث خبرې اوري او نه د ګناه (خبرې) -
26
إِلَّا قِيلࣰا سَلَٰمࣰا سَلَٰمࣰا
56-26 لېكن سلام، سلام ویل (به اوري) -
27
وَأَصۡحَٰبُ ٱلۡيَمِينِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلۡيَمِينِ
56-27 او د ښي اړخ والا، څه دي د ښي اړخ والا -
28
فِي سِدۡرࣲ مَّخۡضُودࣲ
56-28 په بې اغزیو بېرو كې به وي -
29
وَطَلۡحࣲ مَّنضُودࣲ
56-29 او له بېخه تر سره ډكو كړى شویو (د) كیلو (په ونو) كې به وی -
30
وَظِلࣲّ مَّمۡدُودࣲ
56-30 او په اوږد كړى شویو همېشني سيورو كې به وي -
31
وَمَآءࣲ مَّسۡكُوبࣲ
56-31 او په راتوى كړى شویو اوبو كې به وي -
32
وَفَٰكِهَةࣲ كَثِيرَةࣲ
56-32 اوپه ډېرو زیاتو مېوو كې به وي -
33
لَّا مَقۡطُوعَةࣲ وَلَا مَمۡنُوعَةࣲ
56-33 چې نه به قطع كولى شي او نه به منع كولى شي -
34
وَفُرُشࣲ مَّرۡفُوعَةٍ
56-34 او په اوچت كړى شویو فرشونو كې به وي -
35
إِنَّآ أَنشَأۡنَٰهُنَّ إِنشَآءࣰ
56-35 بېشكه مونږ دغه (ښځې/حورې) پیدا كړې دي، خاص پیدا كول -
36
فَجَعَلۡنَٰهُنَّ أَبۡكَارًا
56-36 نو مونږ دغه (حورې) پېغلې ګرځولې دي -
37
عُرُبًا أَتۡرَابࣰا
56-37 په خپلو خاوندانو مینانې (او) همزولې -
38
لِّأَصۡحَٰبِ ٱلۡيَمِينِ
56-38 د ښي اړخ والاو لپاره -
39
ثُلَّةࣱ مِّنَ ٱلۡأَوَّلِينَ
56-39 (د ښي اړخ والا به) لویه ډله وي له ړومبنو خلقو نه -
40
وَثُلَّةࣱ مِّنَ ٱلۡأٓخِرِينَ
56-40 او بله لویه ډله به له وروستنیو خلقو نه وي -
41
وَأَصۡحَٰبُ ٱلشِّمَالِ مَآ أَصۡحَٰبُ ٱلشِّمَالِ
56-41 او د چپ اړخ (ګس) والا، څه دي د چپ اړخ والا -
42
فِي سَمُومࣲ وَحَمِيمࣲ
56-42 (دوى به) په ګرم باد او ډېرو تودو اوبو كې وي -
43
وَظِلࣲّ مِّن يَحۡمُومࣲ
56-43 او د تك تور لوګي په سيوري كې به وي -
44
لَّا بَارِدࣲ وَلَا كَرِيمٍ
56-44 چې نه به یخ وي او نه به د عزت وي -
45
إِنَّهُمۡ كَانُواْ قَبۡلَ ذَٰلِكَ مُتۡرَفِينَ
56-45 بېشكه دوى له دې نه مخكې (په دنیا كې) په نعمتونو كې پالل شوي وو -
46
وَكَانُواْ يُصِرُّونَ عَلَى ٱلۡحِنثِ ٱلۡعَظِيمِ
56-46 او دوى په ډېره لویه ګناه (كفر) باندې دوام (او اصرار) كاوه -
47
وَكَانُواْ يَقُولُونَ أَئِذَا مِتۡنَا وَكُنَّا تُرَابࣰا وَعِظَٰمًا أَءِنَّا لَمَبۡعُوثُونَ
56-47 او دوى به ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكي شو، ایا په رښتیا او یقینًا به مونږ بیا راژوندي كولى شو -
48
أَوَءَابَآؤُنَا ٱلۡأَوَّلُونَ
56-48 او ایا زمونږ ړومبني پلرونه هم! -
49
قُلۡ إِنَّ ٱلۡأَوَّلِينَ وَٱلۡأٓخِرِينَ
56-49 ته (دوى ته) ووایه چې بېشكه ړومبني او وروستني خلق -
50
لَمَجۡمُوعُونَ إِلَىٰ مِيقَٰتِ يَوۡمࣲ مَّعۡلُومࣲ
56-50 دوى به خامخا د معلومې ورځې مقرر وخت ته راجمع كولى شي -
51
ثُمَّ إِنَّكُمۡ أَيُّهَا ٱلضَّآلُّونَ ٱلۡمُكَذِّبُونَ
56-51 بیا به یقینًا تاسو اى ګمراهانو، تكذیب كوونكو! -
52
لَأٓكِلُونَ مِن شَجَرࣲ مِّن زَقُّومࣲ
56-52 خامخا خوړونكي به یئ د زقوم له ونې نه -
53
فَمَالِـُٔونَ مِنۡهَا ٱلۡبُطُونَ
56-53 نو له هغې نه به خېټې ډكوونكي یئ -
54
فَشَٰرِبُونَ عَلَيۡهِ مِنَ ٱلۡحَمِيمِ
56-54 بیا به تاسو د دغه (خوړل شوي زقوم) له پاسه تودې اوبه څښونكي یئ -
55
فَشَٰرِبُونَ شُرۡبَ ٱلۡهِيمِ
56-55 نو د ډېرو تږو اوښانو د څښلو په شان به څښونكي یئ -
56
هَٰذَا نُزُلُهُمۡ يَوۡمَ ٱلدِّينِ
56-56 دا د بدلې په ورځ د دوى مېلمستیا ده -
57
نَحۡنُ خَلَقۡنَٰكُمۡ فَلَوۡلَا تُصَدِّقُونَ
56-57 مونږ تاسو پیدا كړي یئ، نو ولې تاسو تصدیق نه كوئ! -
58
أَفَرَءَيۡتُم مَّا تُمۡنُونَ
56-58 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه نطفه چې تاسو يې تویوئ -
59
ءَأَنتُمۡ تَخۡلُقُونَهُۥٓ أَمۡ نَحۡنُ ٱلۡخَٰلِقُونَ
56-59 ایا تاسو (له) دغې (نطفې نه بشر) پیدا كوئ، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو -
60
نَحۡنُ قَدَّرۡنَا بَيۡنَكُمُ ٱلۡمَوۡتَ وَمَا نَحۡنُ بِمَسۡبُوقِينَ
56-60 بېشكه مونږ ستاسو په مینځ كې مرګ مقدر كړى دى او مونږ عاجز كړى شوي نه یو -
61
عَلَىٰٓ أَن نُّبَدِّلَ أَمۡثَٰلَكُمۡ وَنُنشِئَكُمۡ فِي مَا لَا تَعۡلَمُونَ
56-61 له دې نه چې مونږ ستاسو په شان (نور خلق ستاسو) په بدل كې پیدا كړو او تاسو په هغو (صورتونو) سره پیدا كړو چې تاسو پرې علم نه لرئ -
62
وَلَقَدۡ عَلِمۡتُمُ ٱلنَّشۡأَةَ ٱلۡأُولَىٰ فَلَوۡلَا تَذَكَّرُونَ
56-62 او یقینًا یقینًا تاسو په ړومبني پیدا كولو عالمان شوي یئ، نو ولې تاسو پند نه اخلئ! -
63
أَفَرَءَيۡتُم مَّا تَحۡرُثُونَ
56-63 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه تخم چې تاسو يې كرئ -
64
ءَأَنتُمۡ تَزۡرَعُونَهُۥٓ أَمۡ نَحۡنُ ٱلزَّٰرِعُونَ
56-64 ایا تاسو دغه (كرل شوى) زرغونوئ، یا هم دا مونږ يې زرغونوونكي یو -
65
لَوۡ نَشَآءُ لَجَعَلۡنَٰهُ حُطَٰمࣰا فَظَلۡتُمۡ تَفَكَّهُونَ
56-65 كه مونږ وغواړو (نو) خامخا دغه به وچ او ذره ذره كړو، بیا به تاسو حیران شئ -
66
إِنَّا لَمُغۡرَمُونَ
56-66 (او وايئ به) بېشكه مونږ خامخا په تاوان كې غورځول شوي یو -
67
بَلۡ نَحۡنُ مَحۡرُومُونَ
56-67 بلكې مونږ محروم كړى شوي یو -
68
أَفَرَءَيۡتُمُ ٱلۡمَآءَ ٱلَّذِي تَشۡرَبُونَ
56-68 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اوبه چې تاسو يې څښئ -
69
ءَأَنتُمۡ أَنزَلۡتُمُوهُ مِنَ ٱلۡمُزۡنِ أَمۡ نَحۡنُ ٱلۡمُنزِلُونَ
56-69 ایا تاسو دغه له سپینو ورېځو نه نازلې كړې دي، یا هم دا مونږ يې نازلوونكي یو؟ -
70
لَوۡ نَشَآءُ جَعَلۡنَٰهُ أُجَاجࣰا فَلَوۡلَا تَشۡكُرُونَ
56-70 كه مونږ وغواړو، دغه به تروې ترخې وګرځوو، نو تاسو ولې شكر نه وباسئ! -
71
أَفَرَءَيۡتُمُ ٱلنَّارَ ٱلَّتِي تُورُونَ
56-71 نو تاسو ما ته خبر راكړئ! هغه اور چې تاسو يې بلوئ -
72
ءَأَنتُمۡ أَنشَأۡتُمۡ شَجَرَتَهَآ أَمۡ نَحۡنُ ٱلۡمُنشِـُٔونَ
56-72 ایا تاسو د ده ونه پیدا كړې ده، یا هم دا مونږ يې پیدا كوونكي یو؟ -
73
نَحۡنُ جَعَلۡنَٰهَا تَذۡكِرَةࣰ وَمَتَٰعࣰا لِّلۡمُقۡوِينَ
56-73 مونږه دغه (اور) تذكره (نصیحت) او د مسافرو لپاره نفعمن ګرځولى دى -
74
فَسَبِّحۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلۡعَظِيمِ
56-74 نو ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه -
75
۞ فَلَآ أُقۡسِمُ بِمَوَٰقِعِ ٱلنُّجُومِ
56-75 نو زه د ستوریو د پرېوتو په ځایونو باندې قسم خورم -
76
وَإِنَّهُۥ لَقَسَمࣱ لَّوۡ تَعۡلَمُونَ عَظِيمٌ
56-76 او بېشكه دا یقینًا ډېر لوى قسم دى كه تاسو پوهېږئ -
77
إِنَّهُۥ لَقُرۡءَانࣱ كَرِيمࣱ
56-77 بېشكه دا خامخا ډېر عزتمن قرآن دى -
78
فِي كِتَٰبࣲ مَّكۡنُونࣲ
56-78 په پټ ساتل شوي كتاب كې دى -
79
لَّا يَمَسُّهُۥٓ إِلَّا ٱلۡمُطَهَّرُونَ
56-79 چې ده لره نه مسه كوي مګر ښه پاك كړى شوي خلق (ملايك) -
80
تَنزِيلࣱ مِّن رَّبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
56-80 د رب العلمین له جانبه نازل كړى شوى دى -
81
أَفَبِهَٰذَا ٱلۡحَدِيثِ أَنتُم مُّدۡهِنُونَ
56-81 ایا نو تاسو د دې حدیث (قرآن) سپكاوى كوونكي یئ -
82
وَتَجۡعَلُونَ رِزۡقَكُمۡ أَنَّكُمۡ تُكَذِّبُونَ
56-82 او تاسو خپله برخه دا ګرځوئ چې لازمًا تاسو يې تكذیب كوئ (دروغ يې ګڼئ) -
83
فَلَوۡلَآ إِذَا بَلَغَتِ ٱلۡحُلۡقُومَ
56-83 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كله چې ساه ستوني ته ورسېږي -
84
وَأَنتُمۡ حِينَئِذࣲ تَنظُرُونَ
56-84 او په دغه وخت كې تاسو ګورئ -
85
وَنَحۡنُ أَقۡرَبُ إِلَيۡهِ مِنكُمۡ وَلَٰكِن لَّا تُبۡصِرُونَ
56-85 او مونږ ده ته له تاسو نه ډېر نژدې یو او لېكن تاسو نه وینئ -
86
فَلَوۡلَآ إِن كُنتُمۡ غَيۡرَ مَدِينِينَ
56-86 نو ولې يې نه (راګرځوئ) كه تاسو محكومان نه یئ -
87
تَرۡجِعُونَهَآ إِن كُنتُمۡ صَٰدِقِينَ
56-87 (نو ولې) دغه ساه (نه) راګرځوئ كه تاسو رښتیني یئ -
88
فَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلۡمُقَرَّبِينَ
56-88 نو كه چېرې (دغه مړى) له مقربینو څخه وي -
89
فَرَوۡحࣱ وَرَيۡحَانࣱ وَجَنَّتُ نَعِيمࣲ
56-89 نو (د ده لپاره) راحت او ښه رزق او له نعمتونو ډك جنت دى -
90
وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلۡيَمِينِ
56-90 او كه د ښي اړخ والاو ځنې وي -
91
فَسَلَٰمࣱ لَّكَ مِنۡ أَصۡحَٰبِ ٱلۡيَمِينِ
56-91 نو (ورته ویلى به شي:) تا ته سلام دى (اى) له ښي اړخ والاو ځنې! -
92
وَأَمَّآ إِن كَانَ مِنَ ٱلۡمُكَذِّبِينَ ٱلضَّآلِّينَ
56-92 او كه چېرې (دا مړى) د تكذیب كوونكو ګمراهانو ځنې وي -
93
فَنُزُلࣱ مِّنۡ حَمِيمࣲ
56-93 نو (د ده لپاره) د ډېرو اېشېدلو اوبو مېلمستیا ده -
94
وَتَصۡلِيَةُ جَحِيمٍ
56-94 او دوزخ ته ننه اېستل دي -
95
إِنَّ هَٰذَا لَهُوَ حَقُّ ٱلۡيَقِينِ
56-95 بېشكه دا خبره یقینًا هم دا حقه یقیني ده -
96
فَسَبِّحۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلۡعَظِيمِ
56-96 پس ته د خپل عظیم رب د نوم پاكي بیانوه