ﮞ
surah.translation
.
من تأليف:
زكريا عبدالسلام
.
ﰡ
18-1 ټولې ستاينې خاص هغه الله لره دي چې پر خپل بنده يې كتاب نازل كړى دى او په ده كې يې هېڅ كوږوالى نه دى ایښى
18-2 په دې حال كې چې سم برابر دى، د دې لپاره چې هغه دوى له ډېر سخت عذاب نه ووېروي، چې د هغه (الله) له جانبه (راتلونكى) دى او مومنانو ته زېرى وركړي چې نېك عملونه كوي چې بېشكه د دوى لپاره ډېر ښكلى اجر دى
18-3 چې دوى به تل ترتله په هغه كې اوسېدونكي وي
18-4 او چې هغه كسان ووېروي چې (له ډېره جهله) وايي: الله (د ځان لپاره) اولاد نیولى دى
18-5 دوى ته پر دې خبره هېڅ علم نشته او نه د دوى پلرونو ته، دا د خبرې په لحاظ ډېره غټه (خبره) ده چې د دوى له خولو نه راوځي، دوى نه وايي مګر دروغ
18-6 نو ښايي چې ته په دوى پسې وروسته (په ګرځېدو سره) له ډېره غمه د خپل ځان وژونكى شې كه دوى پر دې خبره (قرآن) ایمان رانه وړي
18-7 بېشكه مونږ (چې یو) مونږ هر هغه څیز چې د ځمكې له پاسه دى د دغې لپاره زینت ګرځولى دى، د دې لپاره چې مونږ دوى و ازمایو چې په دوى كې كوم یو د عمل په لحاظ ډېر غوره دى
18-8 او بېشكه مونږ خامخا هغه څه چې په دې (ځمكه) باندې دي؛ وچ كلك ډاګ ګرځوونكي یو
18-9 ایا ته ګمان كوې چې بېشكه د غار او تختۍ والا زمونږ په نښو كې ډېر عجیبه وو؟
18-10 (یاد كړه) هغه وخت چې ځلمیانو غار ته رجوع وكړه (په غار كې يې پناه واخيسته)، نو ويې ويل: اى زمونږ ربه! ته مونږ ته له خپل جانب نه رحمت راكړه او زمونږ لپاره زمونږ په دې كار كې (اسباب د) هدایت برابر كړه
18-11 نو مونږ د دوى پر غوږونو خوب واچاوه، په غار كې څو كاله په شمېر
18-12 بیا مونږ دوى له خوبه راپاڅول، د دې لپاره چې مونږ معلوم (څرګند) كړو چې په دوه ډلو كې كومې یوې هغه موده یاده ساتلې ده چې دوى تېره كړې ده
18-13 مونږ تا ته د دوى خبر په حقه سره بیانوو، بېشكه دوى داسې ځلمیان وو چې پر خپل رب يې ایمان راوړى و او مونږ دوى په هدایت كې ورزیات كړي وو
18-14 او مونږ د دوى زړونه مضبوط كړي وو، كله چې دوى ولاړ شول، نو ويې ويل: زمونږ رب د اسمانونو او ځمكې رب دى، مونږ به هیڅكله له هغه نه غیر بل معبود ونه بلو (كه مونږ له هغه نه غير بل معبود وبلو نو)، یقینًا یقینًا په دغه وخت كې به مونږ ډېره غلطه خبره كړې وي
18-15 زمونږ دغې قوم له هغه (الله) نه غیر نور معبودان نيولي دي، دوى پر (عبادت د) دغو (باطلو معبودانو) باندې ښكاره دلیل ولې نه راوړي؟ نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تړي!
18-16 او كله چې تاسو جدا شوئ له دوى نه او له هغه څه نه چې دوى يې له الله نه غیر عبادت كوي، نو تاسو په غار كې ځاى ونیسئ، ستاسو رب به تاسو لپاره خپل رحمت خور (او پراخه) كړي او تاسو لپاره به ستاسو په كار كې اساني تیاره كړي
18-17 او ته به لمر وینې كله چې راخېژي، نو د دوى له غاره ښي اړخ ته میلان كوي او كله چې پرېوځي (نو) د دوى په څنګ تېر شي ګس اړخ ته او دوى له دې (غار) نه په ارت میدان كې دي، دغه د الله له نښو ځنې دي، چا ته چې الله هدایت وكړي، نو هم هغه هدایت موندونكى دى او څوك چې ګمراه كړي، نو ته به د هغه لپاره له سره ونه مومې، كوم لار ښوونكى دوست
18-18 او ته به پر دوى د ویښو ګمان كوې، حال دا چې دوى ویده دي او مونږ دوى په ښي اړخ او ګس اړخ اړوو او د دوى سپى (د غار) په خولې كې د خپلو څنګلو غځوونكى دى، كه ته پر دوى له بره نظر واچوې (نو) ته به خامخا له دوى نه په تېښته راوګرځې او خامخا به ته د وېرې په لحاظ ډك كړى شي
18-19 او همداسې مونږ دوى بیا راوېښ كړل، د دې لپاره چې دوى په خپل مینځ كې یو له بله پوښتنه وكړي، په دوى كې یو ویونكي وویل: تاسو څومره وخت تېر كړى دى؟ دوى وویل: مونږ یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه وخت تېر كړى دى، نورو وویل: ستاسو رب ښه عالم دى پر هغې مودې چې تاسو تېره كړې ده، نو تاسو خپل یو تن له خپلو دې سپینو زرو سره ښار ته ولېږئ، نو هغه دې وګوري چې د دې (ښار) كوم یو كس د طعام په لحاظ ډېر پاكیزه دى، نو دى دې تاسو ته له هغه نه خوراك راوړي او نرمي او زیركي دې كوي او په تاسو دې هیڅوك له سره خبر نه كړي
18-20 بېشكه دوى كه پر تاسو خبر (او غالبه) شي (نو) دوى به تاسو سنګسار كړي، یا به تاسو هغوى خپل دین ته بېرته وګرځوي او په دغه وخت كې به تاسو له سره كامیاب نشئ، هیڅكله
18-21 او همداسې مونږ په دوى باندې (خلق) خبر كړل، د دې لپاره چې دغه (خلق) پوه شي چې بېشكه د الله وعده حقه ده او دا چې بېشكه قیامت (چې دى) په هغه كې هېڅ شك نشته، (مونږ خلق) هغه وخت (خبر كړل) چې دوى په خپل مینځ كې د هغوى په معامله كې جګړې كولې، نو ځينو وویل: تاسو په دوى باندې یوه ودانۍ جوړه كړئ، د دوى رب پر دوى ښه عالم دى، (خو) هغو كسانو وویل چې د دوى په معامله كې غالب وو، مونږ به خامخا هرومرو په (غار د) دوى باندې يو جومات جوړوو
18-22 ژر به دغه(خلق) وايي چې (دوى) درې دي، د دوى څلورم د دوى سپى دى او وايي به ځينې چې (دوى) پنځه دي، د دوى شپږم د دوى سپى دى، په داسې حال كې چې بې نښې نالیدلي ویشتل كوي او وايي به چې (دوى) اوه دي او د دوى اتم د دوى سپى دى، ته ووایه: زما رب د دوى پر شمېر ښه عالم دى، پر دوى خبر (او عالِم) نه دي مګر ډېر لږ (خلق)، نو ته د دوى په باره كې له سرسري بحث نه غیر نور بحث مه كوه او ته د دوى په باره كې په دغو (اهل كتابو) كې له هیچا نه فتوٰى مه غواړه
18-23 او ته د هېڅ شي په باره كې له سره داسې مه وایه چې بېشكه زه سبا ته د دغه كار كوونكى یم
18-24 مګر (جوخت ورسره وایه) كه الله يې وغواړي او خپل رب یاد كړه (ان شاء الله ووايه) كله چې (د هغهٔ نوم اخيستل) دې هېر شي، او ته ووایه: امېد دى چې ما ته به زما رب لارښوونه وكړي، د نېكۍ په لحاظ دې ته د قریب ترې لارې
18-25 او دوى په خپل غار كې درې سوه كاله تېر كړل او نهه يې (پرې) ور زیات كړل
18-26 ته ووایه: الله ښه عالم دى پر مقدار د هغې مودې چې دوى تېره كرې ده، خاص د هغه لپاره د اسمانونو او ځمكې غیب (پټ اَسرار) دي، هغه هر څه ښه لیدونكى او هر څه ښه اورېدونكى دى! د دوى لپاره له هغه نه غیر هېڅ كارساز (او حمایتي) نشته او هغه په خپل حكم (او قضا) كې هیڅوك نه شریكوي
18-27 او ته لوله هغه چې تا ته د خپل رب له كتابه وحي كړى شوى دى، د هغه (الله) كلمو لره هیڅوك بدلوونكى نشته او له هغهٔ نه غیر به ته له سره هېڅ پناه ځاى ونه مومې
18-28 او ته خپل ځان له هغو كسانو سره بند (او ټینګ) وساته چې خپل رب د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې بولي، دوى د هغهٔ مخ غواړي او ستا سترګې دې له دوى نه تېرې نشي، چې ته د دنيايي ژوند ښایست غوارې او ته د هغه چا اطاعت مه كوه چې مونږ له خپل ذكر نه د هغهٔ زړه غافل كړى دى او هغه د خپل خواهش تابع شوى دى او د هغهٔ كار له حد نه وتلى دى
18-29 او ته (دوى ته) ووایه: حق ستا د رب له جانبه دى، نو څوك چې (ایمان راوړل) وغواړي، نو هغه دې ایمان راوړي او څوك چې (كفر كول) وغواړي، نو هغه دې كفر وكړي، بېشكه مونږ د ظالمانو لپاره داسې اور تیار كړى دى چې له دغو نه د هغه پردې راچاپېره شوي دي او كه دوى (له تندې نه) فریاد وكړي (نو) په داسې اوبو سره به يې فریاد رسي وشي لكه زوې (د تیلو خټ) چې مخونه به وریتوي، بد دى دغه مشروب او بد دى دغه ځاى د اوسېدلو
18-30 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، (، نو) يقينًا مونږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې ښه عمل يې كړى دى
18-31 دغه كسان چې دي، د دوى لپاره د تل استوګنې جنتونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، دوى به په هغو كې د سروزرو په وښیو اراسته (او ښكلي) كاوه شي او دوى به د نري ورېښمو او پېړو ورېښمو شنې جامې اغوندي، په داسې حال كې چې په دغو (جنتونو) كې به په تختونو باندې تكیه وهونكي وي، دغه ښه بدل دى او ښه د ارام ځاى دى
18-32 او دوى ته یو مثال بیان كړه، دوه سړي دي، په دوى كې یو ته مونږ د انګورو دوه باغونه وركړي دي، او دغه دواړه (باغونه) مونږ په كجورو سره پټ كړي دي او د دواړو په مینځ كې مونږ فصل (كښت) پیدا كړى دى
18-33 دغه دواړه باغونه خپلې مېوې كوي او هېڅ شى ترې نه كموي او مونږ د دواړو په مینځ كې ویاله بهولې ده
18-34 او د دغه (كس) لپاره نورې مېوې هم وې، نو ده خپل ملګري ته وویل، په دې حال كې چې له یو بل سره يې خبرې كولې: زه له تا نه په مال كې زیات یم او په ملاتړ (سړیو) كې ډېر غالب یم
18-35 او دى خپل باغ ته داخل شو، په داسې حال كې چې پر خپل ځان ظلم كوونكى و، ويې ويل: زه ګمان نه كوم چې دا (باغ) به كله هم هلاك (او خراب) شي
18-36 او زه ګمان نه كوم چې قیامت قايمېدونكى دى او قسم دى كه (بالفرض) زه خپل رب ته بوتلى شوم، نو خامخا هرومرو به زه له دې (باغ) نه غوره د بېرته ورتلو ځاى ومومم
18-37 ده ته خپل (مومن) ملګري وویل، په داسې حال كې چې ده ته يې جواب وركاوه: ایا ته په هغه ذات سره كفر كوې چې ته يې له خاورو پیدا كړې، بیا يې له نطفې نه، بیا يې ته سړى برابر كړې
18-38 لېكن زه چې یم (زه وایم چې) شان دا دى چې همدا الله زما رب دى، او زه له خپل رب سره هیڅوك نه شرېكوم
18-39 او كله چې تهٔ خپل باغ ته داخل شوې تا ولې ونه ویل چې مَاشَاءَ اللهُ لَا قُوَّةَ إِلَّا بِاللهِ (كېږي هغه چې الله يې اراده وكړي، هېڅ طاقت نشته مګر د الله په توفیق سره) كه ته ما له خپل ځان نه په مال او اولاد كې كم وینې
18-40 نو امېد دى چې ما ته به زما رب ستا له باغ نه غوره راكړي او په دغه (باغ) به له اسمانه عذاب (تندر) نازل كړي، نو هغه به وچ ښوى میدان وګرځي
18-41 یا به د ده اوبه وچې ډوبې شي، بیا به ته د دغو(ډوبو اوبو) په لټون له سره ونه توانېږې
18-42 او د ده مېوې ګېرې كړى شوې، (هلاكې شوې) نو داسې شو چې خپل ورغوي (لاسونه) يې (له افسوسه) مښل په هغه (مال) باندې چې ده په دغه (باغ) كې لګولى و، په داسې حال كې چې هغه د خپلو چتونو له پاسه راپرېوتى و، او ده ویل: اى كاشكې ما له خپل رب سره هیڅوك نه وى شریك كړى
18-43 او د ده هېڅ داسې ډله نه وه چې له الله نه غیر يې د ده مرسته كړې وى او نه دا پخپله بدله اخيستونكى (د ځان مدد كوونكى) و
18-44 په دغه وخت كې ټول د اختیار حق الله لره دى، هغه د ثواب (او بدله) وركولو په لحاظ تر ټولو غوره دى او د انجام وركولو په لحاظ تر ټولو ښه
18-45 او تهٔ دوى ته د دنيايي ژوند مثال بیان كړه چې د هغو اوبو په شان دى چې مونږ له بره نه نازلې كړې دي، نو په دغو سره د ځمكې زرغونه له یو بل سره ګډه وډه شي، بیا (دغه زرغونه) وچه كلكه ماته ماته شي، چې بادونه يې الوځوي او الله په هر شي باندې قدرت لرونكى دى
18-46 مال او زامن خو د دنيايي ژوند زینت دى، او باقي پاتې كېدونكي نېك عملونه ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ تر ټولو غوره دي او د امېد په لحاظ تر ټولو ښه
18-47 او (یاده كړه) هغه ورځ چې مونږ به غرونه روان كړو او ته به ځمكه ښكاره (صاف میدان) وینې او مونږ به دوى (ټول) راجمع كړو، نو په دوى كې به یو تن هم پرې نږدو
18-48 او دوى به خپل رب ته قطار قطار وړاندې كړى شي (او وبه ویل شي:) یقینًا یقینًا تاسو مونږ ته داسې (لغړ او يواځې) راغلئ لكه چې مونږ تاسو په ړومبي ځل پیدا كړي وئ، بلكې تاسو دا ګڼله چې مونږ به تاسو لپاره له سره كوم میعاد مقرر نه كړو
18-49 او كتاب به كېښودل شي، نو ته به مجرمان ویني چې له هغه څه نه به وېرېدونكي وي چې په ده كې دي او وايي به: اى زمونږ هلاكته! د دې كتاب (اعمالنامې) څه حال دى چې نه وړه (ګناه) پرېږدي او نه غټه مګر هغه (هره يوه) يې حساب كړې ده او دوى به خپل ترسره كړي عملونه حاضر ومومي، او ستا رب پر هیچا ظلم نه كوي
18-50 او (یاد كړه) هغه وخت چې مونږ ملايكو ته وویل: تاسو ادم ته سجده وكړئ، نو دوى سجده وكړه، غیر له ابلیس نه، هغه له جناتو څخه و، نو هغه د خپل رب د حكم نافرماني يې وكړه، ایا نو تاسو له ما نه غیر هغه او د هغهٔ اولاده دوستان جوړوئ، حال دا چې هغوى ستاسو دښمنان دي، او د ظالمانو لپاره بد بدل دى
18-51 ما دغه (شیطانان) نه د اسمانونو او ځمكې پیدا كولو ته حاضر كړي دي او نه د دوى د ځانونو پیدا كولو ته او زه ګمراه كوونكو لره مټ (بازو) جوړوونكى (نیونكى) نه یم
18-52 او (یاده كړه) هغه ورځ چې وبه وايي (الله): تاسو زما هغو شریكانو ته اواز وكړئ چې تاسو به ګڼل، نو دوى به هغوى ته چغې ووهي، نو هغوى به دوى ته هېڅ جواب ورنه كړي او مونږ به د دوى تر مینځ د هلاكت يو ميدان (دوزخ) وګرځوو
18-53 او مجرمان به اور وویني، نو یقین به وكړي چې بېشكه دوى په دغه (اور) كې غورځېدونكي دي او دوى به له دغه (اور) نه د په څنګ كېدلو ځاى ونه مومي
18-54 او یقینًا یقینًا مونږ په دې قرآن كې د خلقو لپاره هر قسمه مثالونه بيا بيا بیان كړي دي، او انسان په جګړه كې تر هر شي زیات دى
18-55 او نه دي منع كړي خلق له دې نه چې ایمان راوړي، كله چې دوى ته هدایت راغى او له دې نه چې له خپل رب نه مغفرت وغواړي مګر (دې خبرې) چې دوى ته د ړومبنو خلقو طریقه راشي، یا دوى ته عذاب مخامخ راشي
18-56 او مونږ رسولان نه لېږو مګر زېرى وركوونكي او وېروونكي، او كافران شوي خلق په باطله سره جګړه كوي، د دې لپاره چې په دې سره حق ورك او لرې كړي او دوى زما ایتونه او هغه څه چې دوى پرې وېرول شوي وو؛ مسخره او ټوكې ونیول
18-57 او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې هغه ته د خپل رب په ایتونو سره نصیحت وركړى شي، نو دى له هغو نه مخ واړوي او هغه عملونه هېر كړي چې د ده لاسونو مخكې لېږلي دي، بېشكه مونږ د دوى پر زړونو پردې اچولې دي، د دې لپاره چې دوى پر ده پوه (نه) شي او د دوى په غوږونو كې مو كوڼوالى (اچولى دى) او كه ته دوى هدایت ته بلې، نو دوى به له سره هيڅكله هم هدایت ونه مومي
18-58 او هم ستا رب ډېر بخښونكى، د رحمت والا دى، كه دوى يې د خپلو كړو ګناهونو په سبب نیولي وى، (نو) دوى ته به يې عذاب خامخا ژر رالېږلى و، بلكې د دوى لپاره د وعدې وخت شته، (نو) دوى به له هغه (الله) نه غیر هېڅ پناه ځاى ونه مومي
18-59 او دغه كلي دي چې مونږ دوى هلاك كړل، كله چې دوى ظلم وكړ او مونږ د دوى هلاكت ته یوه نېټه ټاكلې وه
18-60 او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰى خپل ځلمي ته وویل: زه به تل ځمه، تر هغه پورې چې د دوه دریابونو د جمع كېدو ځاى ته ورسېږم، یا به ګرځمه ډېرې زمانې
18-61 نو كله چې دوى دواړه د هغو دواړو (دریابونو) په خپل مینځ كې د یو ځاى كېدو مقام ته ورسېدل، نو دوى خپل كب هېر كړ، نو هغه په سمندر كې (د) سرنګ (په شان) خپله لار ونیوله
18-62 نو كله چې دوى (له دغه ځایه) تېر شول، (موسٰى) خپل ځلمي ته وویل: ته مونږ ته زمونږ سبا نارى راوړه، بېشكه یقینًا مونږ له خپل دې سفره له ستومانۍ سره مخ شوي يو
18-63 هغه وویل: ایا ته خبر شوې كله چې مونږ لويې تېږې ته ځاى ونیوه (هلته مو دمه وكړه)، نو بېشكه ما هغه كب هېر كړ او هغه له ما نه هېر نه كړ مګر شیطان چې زه هغه (تا ته) دریاد كړم او هغه په سمندر كې خپله لاره ډېر عجیبه جوړه كړه
18-64 ويې ويل: دغه هغه څه دي چې مونږ يې طلب كاوه، پس بېرته په همغو خپلو قدمونو قدم په قدم راوګرځېدل
18-65 بیا نو دوى زمونږ په بنده ګانو كې یو بنده ومونده، چې مونږ هغه ته له خپله جانبه رحمت وركړى و او له خپل جانبه مو هغه ته (خاص) علم ښوولى و
18-66 ده ته موسٰى وویل: ایا زه ستا تابع شمه په دې شرط سره چې ته به ما ته ښیې د هغه (علم) نه چې تا ته د نېغې لار ښوول شوى دى
18-67 هغه وویل: بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې
18-68 او ته به څنګه پر هغه كار صبر وكړې چې د علم په لحاظ تا د هغهٔ احاطه نه ده كړې
18-69 هغه وویل: كه الله وغواړي ته به ما ضرور صبر كوونكى ومومې او زه به ستا د حكم نافرماني نه كوم
18-70 هغه وویل: كه ته زما متابعت كوې، نو ته له ما نه د هېڅ شي په باره كې تر هغه پورې تپوس مه كوه چې زه تا ته د هغه ذكر شروع كړم
18-71 نو دوى دواړه روان شول تر دې چې كله دوى په كښتۍ كې سواره شول، نو ده هغه كښتۍ سورۍ كړه، موسٰى وویل: ایا تا دا د دې لپاره سورۍ كړه چې ته د دې اهل (سورلۍ) غرق كړې، یقینًا یقینًا تا ډېر دروند ناروا كار وكړ
18-72 هغه وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره هیچېرې د صبر كولو طاقت ونه لرې
18-73 ده وویل: ته ما پر هغه كار مه نیسه چې ما په هېره وكړ او ته پر ما د دې كار په وجه سختي مه راچوه
18-74 نو دواړه روان شول، تر دې چې كله دوى له یو هلك سره مخامخ شول، نو ده هغه قتل كړ، (موسٰى) وویل: ایا تا یو پاكیزه (بې ګناه) نفس وواژه، بې له عوضه د بل نفس، یقینًا یقینًا تا ډېر ناكاره كار وكړ
18-75 هغه (خضر) وویل: ایا ما تا ته ویلي نه وو چې بېشكه ته به زما سره د صبر كولو طاقت بېخي ونه كړى شې
18-76 هغه (موسٰی) وویل: كه له دې نه بعد ما له تا نه د څه شي باره كې پوښتنه وكړه، نو بیا ته ما د ځان مه ملګرى كوه، یقینًا ته زما له جانبه (حد د) عذر ته ورسېدې
18-77 بیا دواړه روان شول تر هغه پورې چې د یو كلي اوسېدونكو ته راغلل (، نو) د هغه (كلي) له اوسېدونكو نه يې طعام (خوراك) وغوښت، نو هغو، دوى دواړو ته د مېلمستیا له وركولو نه انكار وكړ، بیا دوى په دغه (كلي) كې یو دېوال وموند چې غوښتل يې ونړېږي، نو ده (خضر) هغه سم كړ، هغه (موسٰى) وویل: كه تا غوښتلى (نو)خامخا پر دې (سازولو) به دې مزدوري اخيستې وى
18-78 ده وویل: دا زما په مینځ كې او ستا په مینځ كې (د) بېلتون (وخت) دى، ژر به زه تا د هغو خبرو په حقیقت خبر كړم چې په هغو باندې تا د صبر كولو طاقت ونه كړى شو
18-79 هر چې كښتۍ وه، نو هغه د هغو مسكینانو وه چې په بحر كې يې كار كاوه، نو ما اراده وكړه چې زه هغه عیبجنه كړم، په داسې حال كې چې د دوى په مخه كې یو داسې باچا و چې هره (روغه) كښتۍ به يې په زور سره اخيستله
18-80 او هر چې هلك و، نو د هغه مور و پلار مومنان وو، نو مونږ له دې ووېرېدو چې دى به هغوى پر سركښۍ او كفر كولو مجبوره كړي
18-81 نومونږ وغوښتل چې دوى ته د دوى رب (داسې) بدل وركړي (چې) له دغه (هلك) نه په پاكۍ كې غوره وي او (له دغه نه) په مهربانۍ كې ډېر نږدې وي
18-82 او پاتې شو دېوال، نو هغه د دوه یتیمو هلكانو و، چې په ښار كې وو، او له هغه نه لاندې د هغو دواړو لپاره خزانه وه او د دغو دواړو پلار نېك (سړى) و، نو ستا رب اراده وكړه چې دوى دواړه خپلې ځوانۍ (او قوت) ته ورسي او (بیا) خپله خزانه راوباسي، ستا د رب د مهربانۍ په وجه او دغه (كار) ما (له خپله ځانه) په خپل حكم نه دى كړى، دغه حقیقت د هغه څه دى چې تا په هغو د صبر كولو طاقت ونشو كړى
18-83 او دوى له تا نه د ذوالقرنین باره كې تپوس كوي، ته (دوى ته) ووایه: ژر به زه تاسو ته د هغه په هكله څه احوال بيان كړم
18-84 بېشكه مونږ هغه ته په ځمكه كې اقتدار وركړى و او مونږ هغه ته له هر شي نه یوه لاره (او وسيله) وركړې وه
ﭜﭝ
ﱔ
18-85 نو هغه لاره ونیوله (او هغه اسباب هم چې مغرب ته يې ورساوه)
18-86 تر هغه پورې چې كله دى د لمر پریوتو ځاى ته ورسېده (نو) ده دغه (لمر) ومونده چې د تورو خټو په لویه چینه كې ډوبېده، او ده هغې(چینې) ته نژدې یو قوم ومونده، مونږ وویل: اى ذوالقرنینه! (تا ته اختيار حاصل دى چې) یا خو تهٔ (دوى ته) عذاب وركړه او یا دا چې ته د دوى په هكله ښه لار ونیسه
18-87 ده وویل: هر چې هغه كس دى چې (له دې نه بعد) ظلم (شرك) وكړي، نو ژر به مونږ هغه ته (دنيايي) سزا وركړو، بیا به هغه خپل رب ته بېرته بوتللى شي، نو هغه به ده ته عذاب وركړي ډېر سخت عذاب
18-88 او پاتې شو هغه كس چې ایمان راوړي او نېك عمل وكړي، نو د هغه لپاره په بدله كې غوره ښېګڼه ده (چې جنت دى) او ژر ده چې مونږ به هغه ته زمونږ په كار كې پیدا كړو
18-89 بیا ده بله لاره ونیوله (او هغه اسباب هم چې مشرق ته يې ورساوه)
18-90 تر هغه پورې چې كله دى د لمر ختو ځاى ته ورسېده (، نو) دغه (لمر) يې ومونده چې پر داسې قوم راخېژي چې مونږ هغوى ته د دغه (لمر) په وړاندې كومه پرده نه وه ګرځولې
18-91 همداسې (حال) و او یقینًا مونږ د خبردارۍ په لحاظ پر هغه څه احاطه كړې وه چې له ده سره وو
18-92 بیا ده بله لاره ونیوله (او نور اسباب يې تیار كړل)
18-93 تر هغه پورې چې كله دى د دوه غرونو مینځ ته ورسېده (، نو) د دغو دواړو وړاندې يې داسې قوم ومونده چې نژدې نه وو چې دوى (د ذوالقرنین) پر خبره پوه شي
18-94 دوى وویل: اى ذوالقرنینه! بېشكه یاجوج او ماجوج په ځمكه كې فساد كوونكي دي، نو ایا مونږ تا لپاره لګښت مقرر كړو، د دې لپاره چې ته زمونږ په مینځ كې او د دوى مینځ كې یو دېوال جوړ كړې؟
18-95 ده وویل: هغه څیزونه چې ما ته زما رب په (استعمال د) هغو كې قدرت راكړى دى (هغه) ډېر غوره دي، نو تاسو زما سره مرسته په محنت (او كار) سره وكړئ، زه به ستاسو په مینځ كې او د دوى په مینځ كې ښه مضبوط دېوال جوړ كړم
18-96 تاسو ما ته د اوسپنې تختې راكړئ، تر هغه پورې (يې ایښودلې چې) كله دغه (دېوال) د (غرونو) دوو څوكو په مینځ كې برابر شو، ويې ویل چې پو كړئ، تر هغه پورې چې كله يې دغه (اوسپنه) اور وګرځوله (، نو) ويې ويل: تاسو ما ته راوړئ چې زه پر دې (دېوال) وېلې كړى شوې تانبه وغورځوم
18-97 نو د دوى به طاقت نه وي چې پر ده وخېژي او نه به دوى د سوري كولو طاقت ولرلى شي
18-98 دغه زما د رب له جانبه یو رحمت دى، نو كله چې زما د رب وعده راشي دا به له ځمكې سره هموار وګرځوي او زما د رب وعده حقه ده
18-99 او مونږ به په دغه ورځ كې د دوى ځینې پرېږدو چې په ځینو نورو كې به موجونه وهي (ننوځي به) او په شپېلۍ كې به پوكى وكړى شي، نومونږ به دوى راجمع كړو، پوره جمع كول
18-100 او په دغې ورځ به مونږ جهنم كافرانو ته وروړاندې كړو، وروړاندې كول
18-101 هغو كسانو ته چې د هغوى سترګې زما له ذكر نه په پرده كې وې او دوى اورېدل نشول كولى
18-102 ایا نو كافران شویو كسانو ګمان كړى دى چې دوى به له ما نه غير زما بنده ګان كارسازوونكي ونیسي (او بیا به هم زه ورته عذاب نه وركوم، نه) بېشكه مونږ د كافرانو لپاره جهنم مېلمستیا تیار كړى دى
18-103 ته (دوى ته) ووایه: ایا مونږ تاسو ته د هغو كسانو باره كې خبر وركړو چې د اعمالو په لحاظ تر ټولو زیات تاواني دي؟
18-104 دوى هغه كسان دي چې په دنيايي ژوند كې د دوى منډې توى (او بې ځايه) تللي دي، په داسې حال كې چې دوى دا ګمان كوي چې یقیناً هم دوى ښه عملونه كوي
18-105 هم دغه كسان دي چې د خپل رب په ایتونو او د هغه په ملاقات سره كافر (او انكاري) شوي دي، نو د دوى عملونه برباد شول، نو د قیامت په ورځ به مونږ د دوى لپاره هېڅ وزن ونه دروو (هېڅ حيثيت به ورنكړو)
18-106 دغه، د دوى بدله جهنم ده په سبب كفر وكړ او زما ایتونه او زما رسولان يې مسخره نیولي وو
18-107 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره د فردوس (اعلٰی) جنتونه مېلمستیا دي
18-108 چې په دغو كې به تل وي، دوى به له دغو نه ګرځېدل (او بل ځاى ته منتقل كېدل) نه غواړي
18-109 ته (دوى ته) ووایه: كه سمندر زما د رب د كلماتو لپاره سیاهي شي، (نو) سمندر به خامخا خلاص شي، مخكې له دې چې زما د رب كلمات تمام شي، اګر كه مونږ د دغه (سمندر) په مثل مدد (يا سياهي) هم راوړو
18-110 ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كولى شي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى، نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات امېد لري، نو هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي