Surah An-Nazi'at in پښتو
سورة النازعات · Verses: 46 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
وَٱلنَّٰزِعَٰتِ غَرۡقࣰا
79-1 قسم دى په (ملايكو) راوښكونكو (روحونو د كفارو لره)، راوښكل -
2
وَٱلنَّٰشِطَٰتِ نَشۡطࣰا
79-2 او په (ملايكو) اسان راوښكونكو (د مومنانو روحونو لره)، اسان راوښكل -
3
وَٱلسَّٰبِحَٰتِ سَبۡحࣰا
79-3 او په تېزو تلونكو (ملايكو)، تېز تلل -
4
فَٱلسَّٰبِقَٰتِ سَبۡقࣰا
79-4 پس په وړاندې كېدونكو (ملايكو)، وړاندې كېدل -
5
فَٱلۡمُدَبِّرَٰتِ أَمۡرࣰا
79-5 بیا د كار په تدبیر جوړونكو (ملايكو) چې تاسو به خامخا بیا راژوندي كړى شئ) -
6
يَوۡمَ تَرۡجُفُ ٱلرَّاجِفَةُ
79-6 په هغه ورځ چې لړځېدونكې به ولړځېږي -
7
تَتۡبَعُهَا ٱلرَّادِفَةُ
79-7 په دې پسې به راځي ورپسې راتلونكې -
8
قُلُوبࣱ يَوۡمَئِذࣲ وَاجِفَةٌ
79-8 (د مجرمانو) زړونه به په دغه ورځ كې رپېدونكي (درزېدونكي) وي -
9
أَبۡصَٰرُهَا خَٰشِعَةࣱ
79-9 د دغو سترګې به ښكته وي -
10
يَقُولُونَ أَءِنَّا لَمَرۡدُودُونَ فِي ٱلۡحَافِرَةِ
79-10 دوى به وايي: ایا په رښتیا (او) یقینًا به مونږ ړومبني حالت ته ګرځولى شو (بیا به ژوندي كېږو؟) -
11
أَءِذَا كُنَّا عِظَٰمࣰا نَّخِرَةࣰ
79-11 ایا كله چې مونږ زاړه رژېدونكي هډوكي شو -
12
قَالُواْ تِلۡكَ إِذࣰا كَرَّةٌ خَاسِرَةࣱ
79-12 دوى وویل: دغه (ګرځېدل) به په هغه وخت كې زیانمن ګرځېدل وي -
13
فَإِنَّمَا هِيَ زَجۡرَةࣱ وَٰحِدَةࣱ
79-13 پس بېشكه دغه خو بس یوه چغه ده -
14
فَإِذَا هُم بِٱلسَّاهِرَةِ
79-14 نو ناڅاپه به دوى د ځمكې په مخ وي -
15
هَلۡ أَتَىٰكَ حَدِيثُ مُوسَىٰٓ
79-15 ایا تا ته د موسٰی خبره راغلې ده -
16
إِذۡ نَادَىٰهُ رَبُّهُۥ بِٱلۡوَادِ ٱلۡمُقَدَّسِ طُوًى
79-16 كله چې ده ته خپل رب په پاكې دَرې (ناو) ’’طُوٰی‘‘ كې اواز وكړ -
17
ٱذۡهَبۡ إِلَىٰ فِرۡعَوۡنَ إِنَّهُۥ طَغَىٰ
79-17 ته فرعون ته لاړ شه، بېشكه ده سركشي شروع كړې ده -
18
فَقُلۡ هَل لَّكَ إِلَىٰٓ أَن تَزَكَّىٰ
79-18 نو ته (ورته) ووایه: ایا ته دا خوښوې چې ته پاك شې -
19
وَأَهۡدِيَكَ إِلَىٰ رَبِّكَ فَتَخۡشَىٰ
79-19 او دا چې زه تا ته ستا د رب په طرف ښوونه وكړم، پس چې ته ووېرېږې -
20
فَأَرَىٰهُ ٱلۡأٓيَةَ ٱلۡكُبۡرَىٰ
79-20 نو ده (موسٰی) دغه (فرعون) ته تر ټولو لویه نښه وښودله -
21
فَكَذَّبَ وَعَصَىٰ
79-21 نو ده تكذيب وكړ او نافراني يې وكړه -
22
ثُمَّ أَدۡبَرَ يَسۡعَىٰ
79-22 بيا يې شا كړه (او) په ډېره بيړه سره لاړ -
23
فَحَشَرَ فَنَادَىٰ
79-23 نو ده (جادوګر) راجمع كړل، پس اواز يې وكړ -
24
فَقَالَ أَنَا۠ رَبُّكُمُ ٱلۡأَعۡلَىٰ
79-24 نو ويې ويل: زه ستاسو رب یم، تر ټولو اوچت (رب) -
25
فَأَخَذَهُ ٱللَّهُ نَكَالَ ٱلۡأٓخِرَةِ وَٱلۡأُولَىٰٓ
79-25 نو دى الله راونیوه په عذاب د اخرت او دنیا سره -
26
إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَعِبۡرَةࣰ لِّمَن يَخۡشَىٰٓ
79-26 بېشكه په دغه (غرقولو او سوځولو) كې یقینًا د هغه چا لپاره عبرت دى چې (له الله نه) وېرېږي -
27
ءَأَنتُمۡ أَشَدُّ خَلۡقًا أَمِ ٱلسَّمَآءُۚ بَنَىٰهَا
79-27 ایا تاسو د پیدا كولو په لحاظ ډېر سخت یئ، یا كه اسمان، دغه هغه (الله) جوړ كړى دى -
28
رَفَعَ سَمۡكَهَا فَسَوَّىٰهَا
79-28 د ده چت يې اوچت كړى دى، نو دغه يې ښه برابر جوړ كړى دى -
29
وَأَغۡطَشَ لَيۡلَهَا وَأَخۡرَجَ ضُحَىٰهَا
79-29 او د ده شپه يې توره تیاره كړې ده او د ده رڼا يې راوېستلې ده -
30
وَٱلۡأَرۡضَ بَعۡدَ ذَٰلِكَ دَحَىٰهَآ
79-30 او ځمكه يې له ده نه وروسته غوړولې ده -
31
أَخۡرَجَ مِنۡهَا مَآءَهَا وَمَرۡعَىٰهَا
79-31 ده له دغې (ځمكې) نه د دې اوبه او د دې واښه رااېستلي دي -
32
وَٱلۡجِبَالَ أَرۡسَىٰهَا
79-32 او غرونو لره، ده دغه محكم كړي دي -
33
مَتَٰعࣰا لَّكُمۡ وَلِأَنۡعَٰمِكُمۡ
79-33 ستاسو او ستاسو د څاریو د فايدې لپاره -
34
فَإِذَا جَآءَتِ ٱلطَّآمَّةُ ٱلۡكُبۡرَىٰ
79-34 نو كله چې تر ټولو لویه بلا (قیامت) راشي -
35
يَوۡمَ يَتَذَكَّرُ ٱلۡإِنسَٰنُ مَا سَعَىٰ
79-35 په هغه ورځ چې انسان به هغه څه یادوي چې ده كړي وي -
36
وَبُرِّزَتِ ٱلۡجَحِيمُ لِمَن يَرَىٰ
79-36 او دوزخ به هغه چا ته څرګند كړى شي چې يې ویني -
37
فَأَمَّا مَن طَغَىٰ
79-37 نو هر چې هغه څوك دى چې سركشي يې كړې وي -
38
وَءَاثَرَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا
79-38 او دنيايي ژوند ته يې ترجیح وركړې وي -
39
فَإِنَّ ٱلۡجَحِيمَ هِيَ ٱلۡمَأۡوَىٰ
79-39 نو بېشكه چې هم دا دوزخ (د ده) استوګنه ده -
40
وَأَمَّا مَنۡ خَافَ مَقَامَ رَبِّهِۦ وَنَهَى ٱلنَّفۡسَ عَنِ ٱلۡهَوَىٰ
79-40 او هر چې هغه څوك دى چې د خپل رب په وړاندې له ودرېدلو نه وېرېدلى وي او نفس (ځان) يې له خواهشاتو نه منع كړى وي -
41
فَإِنَّ ٱلۡجَنَّةَ هِيَ ٱلۡمَأۡوَىٰ
79-41 نو بېشكه چې هم دا جنت (د ده) استوګنه ده -
42
يَسۡـَٔلُونَكَ عَنِ ٱلسَّاعَةِ أَيَّانَ مُرۡسَىٰهَا
79-42 (اى نبي!) دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د ده واقع كېدل به كله وي -
43
فِيمَ أَنتَ مِن ذِكۡرَىٰهَآ
79-43 ته د ده له یاده (علمه) په څه كې يې -
44
إِلَىٰ رَبِّكَ مُنتَهَىٰهَآ
79-44 خاص ستا رب ته د دغه (قيامت) انتها ده -
45
إِنَّمَآ أَنتَ مُنذِرُ مَن يَخۡشَىٰهَا
79-45 بېشكه ته خو يواځې د هغه چا وېروونكى يې چې له ده (قیامت) نه وېرېږي -
46
كَأَنَّهُمۡ يَوۡمَ يَرَوۡنَهَا لَمۡ يَلۡبَثُوٓاْ إِلَّا عَشِيَّةً أَوۡ ضُحَىٰهَا
79-46 ګویاكې دوى به په هغې ورځې كې چې دوى دغه (قیامت) وویني (داسې به وي لكه چې) دوى (په دنیا، یا په قبر كې) نه دي ایسار شوي مګر د ورځې اخر، یا څاښت