Surah 'Abasa in پښتو
سورة عبس · Verses: 42 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
عَبَسَ وَتَوَلَّىٰٓ
80-1 ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه -
2
أَن جَآءَهُ ٱلۡأَعۡمَىٰ
80-2 په دې وجه چې ده ته ړوند راغى -
3
وَمَا يُدۡرِيكَ لَعَلَّهُۥ يَزَّكَّىٰٓ
80-3 او ته څه شي پوه كړى يې، ښايي چې دى پاك شي -
4
أَوۡ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ ٱلذِّكۡرَىٰٓ
80-4 یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي -
5
أَمَّا مَنِ ٱسۡتَغۡنَىٰ
80-5 هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده -
6
فَأَنتَ لَهُۥ تَصَدَّىٰ
80-6 نو ته په هغه پسې كېږې -
7
وَمَا عَلَيۡكَ أَلَّا يَزَّكَّىٰ
80-7 حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي -
8
وَأَمَّا مَن جَآءَكَ يَسۡعَىٰ
80-8 او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي -
9
وَهُوَ يَخۡشَىٰ
80-9 په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي -
10
فَأَنتَ عَنۡهُ تَلَهَّىٰ
80-10 نو ته له هغه نه مشغولېږې -
11
كَلَّآ إِنَّهَا تَذۡكِرَةࣱ
80-11 داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى -
12
فَمَن شَآءَ ذَكَرَهُۥ
80-12 نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني -
13
فِي صُحُفࣲ مُّكَرَّمَةࣲ
80-13 (دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى -
14
مَّرۡفُوعَةࣲ مُّطَهَّرَةِۭ
80-14 چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي -
15
بِأَيۡدِي سَفَرَةࣲ
80-15 د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې -
16
كِرَامِۭ بَرَرَةࣲ
80-16 چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي -
17
قُتِلَ ٱلۡإِنسَٰنُ مَآ أَكۡفَرَهُۥ
80-17 انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى! -
18
مِنۡ أَيِّ شَيۡءٍ خَلَقَهُۥ
80-18 دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟ -
19
مِن نُّطۡفَةٍ خَلَقَهُۥ فَقَدَّرَهُۥ
80-19 له نطفې نه، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى -
20
ثُمَّ ٱلسَّبِيلَ يَسَّرَهُۥ
80-20 بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده -
21
ثُمَّ أَمَاتَهُۥ فَأَقۡبَرَهُۥ
80-21 بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود -
22
ثُمَّ إِذَا شَآءَ أَنشَرَهُۥ
80-22 بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي -
23
كَلَّا لَمَّا يَقۡضِ مَآ أَمَرَهُۥ
80-23 داسې نه ده، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى -
24
فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ إِلَىٰ طَعَامِهِۦٓ
80-24 نو انسان دې خپل طعام ته وګوري -
25
أَنَّا صَبَبۡنَا ٱلۡمَآءَ صَبࣰّا
80-25 چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول -
26
ثُمَّ شَقَقۡنَا ٱلۡأَرۡضَ شَقࣰّا
80-26 بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول -
27
فَأَنۢبَتۡنَا فِيهَا حَبࣰّا
80-27 نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي -
28
وَعِنَبࣰا وَقَضۡبࣰا
80-28 او انګور او تركاريانې -
29
وَزَيۡتُونࣰا وَنَخۡلࣰا
80-29 او زیتون او كجورې -
30
وَحَدَآئِقَ غُلۡبࣰا
80-30 او ګڼ باغونه -
31
وَفَٰكِهَةࣰ وَأَبࣰّا
80-31 او مېوې او ګياه (واښه) -
32
مَّتَٰعࣰا لَّكُمۡ وَلِأَنۡعَٰمِكُمۡ
80-32 ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره -
33
فَإِذَا جَآءَتِ ٱلصَّآخَّةُ
80-33 نو كله چې سخت اواز راشي -
34
يَوۡمَ يَفِرُّ ٱلۡمَرۡءُ مِنۡ أَخِيهِ
80-34 په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي -
35
وَأُمِّهِۦ وَأَبِيهِ
80-35 او له خپلې مور او خپل پلاره -
36
وَصَٰحِبَتِهِۦ وَبَنِيهِ
80-36 او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه -
37
لِكُلِّ ٱمۡرِيࣲٕ مِّنۡهُمۡ يَوۡمَئِذࣲ شَأۡنࣱ يُغۡنِيهِ
80-37 په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي -
38
وُجُوهࣱ يَوۡمَئِذࣲ مُّسۡفِرَةࣱ
80-38 څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي -
39
ضَاحِكَةࣱ مُّسۡتَبۡشِرَةࣱ
80-39 خندېدونكي (او) خوشاله به وي -
40
وَوُجُوهࣱ يَوۡمَئِذٍ عَلَيۡهَا غَبَرَةࣱ
80-40 او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي -
41
تَرۡهَقُهَا قَتَرَةٌ
80-41 دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي -
42
أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَفَرَةُ ٱلۡفَجَرَةُ
80-42 دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي