ترجمة معاني سورة الرعد باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
آية رقم 1
13-1 الف، لام، ميم، را، دا د كتاب ایتونه دي او هغه (كتاب) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى او لېكن زیاتره خلق ایمان نه راوړي
آية رقم 2
13-2 الله هغه ذات دى چې اسمانونه يې اوچت كړي دي، بې له ستنو، چې تاسو هغه وینئ، بیا يې په عرش باندې برقرار شو، او ده لمر او سپوږمۍ مسخر كړي دي، هر یو يې تر مقررې نېټې پورې روان دى، هغه، د هر كار تدبیر كوي، دلیلونه ښه په تفصیل سره بیانوي، د دې لپاره چې تاسو د خپل رب پر ملاقات یقین وكړئ
آية رقم 3
13-3 او دى همغه ذات دى چې ځمكه يې غوړولې ده او په هغې كې يې پاخه غرونه ايښي او نهرونه يې روان كړي دي او له هر قسمه مېوو نه يې په دغې كې دوه دوه جوړې پېدا كړي دي، هغه په شپې سره ورځ پټوي، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره يقينًا نښې دي چې فكر (او غور) كوي
آية رقم 4
13-4 او په ځمكه كې څنګ په څنګ پیوستې ټوټې دي او د انګورو باغونه دي او فصلونه دي او د كجورو ونې دي چې له یوهٔ بېخه پورته شوي دي او ځینې ځان ته (جدا) بېخ لري، چې په یوهٔ قسم اوبو سره اوبه كولى شي او مونږ په هغو كې ځينو ته په نورو باندې په مېوه (او خوند) كې فضيلت وركوو، بېشكه په دې كې د هغو خلقو لپاره یقینًا نښې دي چې له عقل نه كار اخلي
آية رقم 5
13-5 او كه ته تعجب كوې، نو د دوى (دا) خبره ډېره عجیبه ده چې(وايي:) ایا چې كله مونږ خاورې شو، ایا نو مونږ به په رښتيا نوي تخلیق كې یو (بيا به له نوي سره پيدا كولى شو)؟ دوى همغه كسان دي چې په خپل رب سره كافران شوي دي او دغه كسان دي چې طوقونه به يې په غاړو كې وي او دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې تل ترتله وي
آية رقم 6
13-6 او دوى له تا نه له نېكۍ (رحمت) نه مخكې بدي ژر غواړي او یقینًا له دوى نه مخكې (له عبرته ډك) عذابونه تېر شوي دي او بېشكه ستا رب د خلقو لپاره د هغوى د ظلم باوجود یقینًا د لوى مغفرت والا دى او بېشكه ستا رب یقینًا ډېر سخت عذاب والا دى
آية رقم 7
13-7 او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، وايي: ولې په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه نه ده نازل كړى شوې؟ یقینًا همدا خبره ده چې ته وېروونكى يې او د هر قوم لپاره یو لار ښودونكى دى
آية رقم 8
13-8 الله پوهېږي پر هغه څه چې هره ښځه يې (په خپله خېټه كې) اوچتوي او پر هغه څه چې رحمونه يې كموي او پر هغه څه چې زیاتوي يې او هر شى له هغه سره په اندازې سره دى
آية رقم 9
ﮋﮌﮍﮎﮏ
ﮐ
13-9 د غیبو او د ښكاره و عالم دى، ډېر لوى، لوړ برتر دى
آية رقم 10
13-10 (د هغهٔ په وړاندې ټول) يو برابر دي، څوك چې په تاسو كې خبره ورو وكړي او څوك چې يې څرګنده وكړي او هغه څوك چې هغه په شپه كې پټېدونكى دى او په ورځ كې ظاهرېدونكى دى
آية رقم 11
13-11 د دغه (انسان) لپاره د ده له مخې او د ده له شا نه نوبت په نوبت په یو بل پسې راتلونكي (ملايك) دي چې د الله په امر سره د ده ساتنه كوي، بېشكه الله د هېڅ قوم حالت نه بدلوي تر هغه پورې چې هغوى (پخپله) د خپلو نفسونو حالت بدل كړي او كله چې الله یو قوم ته د بدۍ (او تكليف رسولو) اراده وكړي، نو د هغې لپاره هېڅ بېرته ګرځېدل نشته او د دوى لپاره له هغه نه غیر هیڅوك مددګار نشته
آية رقم 12
13-12 دى همغه ذات دى چې تاسو ته برېښنا د وېرولو او طمع دركولو لپاره درښیي او درنې ورېځې پیدا كوي
آية رقم 13
13-13 او رعد د هغه له حمد سره تسبیح وايي او ملايك (هم) د هغه له وېرې نه او هغه تندرونه لېږي، نو چا ته چې وغواړي دا ورته رسوي، په داسې حال كې چې دوى د الله په باره كې جګړه كوي او هغه ډېر سخت سزا والا دى
آية رقم 14
13-14 خاص د هغه لپاره حق بلل دي او هغه (معبودان) چې دوى يې له هغه نه پرته بلي؛ هغه د دوى هېڅ دعا نشي قبلولى مګر په شان د هغه كس چې اوبو ته خپل دواړه ورغوي (لاسونه) غځوونكى وي، د دې لپاره چې هغه د ده خولې ته راورسي، حال دا چې دغه (اوبه خولې د) ده ته رسېدونكې نه دي او د كافرانو دعا نه ده مګر بېخي په تاوان كې ده
آية رقم 15
13-15 او خاص الله ته سجده كوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي په خوښه او په زور او د هغوى سيوري (هم سجده كوي) سبا او بېګاه
آية رقم 16
13-16 ته (دوى ته) ووایه: د اسمانونو او ځمكې رب څوك دى؟ ته ووایه: الله دى، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو له هغه نه غير نور كار سازان (دوستان) جوړ كړي دي چې د خپلو ځانونو لپاره نه د نفعې اختیار لري او نه د ضرر (لرې كولو) ته ووایه: ایا ړوند او بینا سره برابر دي؟ بلكې (دا ورته ووایه:) ایا سره برابرې دي تیارې او رڼا، یا دوى د الله لپاره داسې شریكان مقرر كړي دي چې د هغه د پیدا كولو په شان پیدا كول يې كړي دي، بیا په دوى باندې پیدا كول مشتبه شوي دي؟ ته ووایه: الله د هر شي پیدا كوونكى دى او هم هغه یو دى، ډېر غالب دى
آية رقم 17
13-17 هغه له بره نه اوبه نازلې كړې، نو خوړونه په خپلې اندازې سره وبهېدل، نو سیلاب اوچت شوى ځګ راپورته كړ او له هغو څیزونو نه هم چې دوى پرې په اور كې د ګاڼې، یا سامان جوړولو لپاره بلول كوي، د دې په مثل ځګ وي، همدارنګه الله (مثال د) حق او باطل بیانوي، نو هر چې ځګ دى، نو هغه بې كاره لاړ شي او هر چې هغه څیز دى چې خلقو ته فايده رسوي، نو هغه په ځمكه كې پاتې كېږي، همدارنګه الله مثالونه بیانوي
آية رقم 18
13-18 هم د هغو كسانو لپاره نېكه بدله ده چې د خپل رب حكم يې قبول كړى دى او هغه كسان چې د هغه حكم يې نه دى قبول كړى كه له دوى سره په رښتیا هر هغه څه وي چې په ځمكه كې دي ټول او د دغو په مثل نور هم له ده سره وي (، نو) خامخا به دوى هغه په فدیه كې وركړي، دغه كسان دي چې د دوى لپاره بد حساب دى او د دوى استوګنځاى جهنم دى او هغه بد ارام ځاى دى
آية رقم 19
13-19 ایا نو هغه څوك چې پر دې پوهېږي چې بېشكه هغه (قرآن) چې تا ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى، حق دى، د هغه چا په شان دى چې هغه ړوند دى؟ یقینًا همدا خبره ده چې نصیحت د خالصو عقلونو والا اخلي
آية رقم 20
13-20 هغه كسان چې د الله وعده پوره كوي او پخه وعده نه ماتوي
آية رقم 21
13-21 او هغه كسان چې هغه څه وصل كوي چې الله د هغه د پيوست ساتلو حكم كړى دى او له خپل رب څخه وېرېږي او له بد حساب نه وېره كوي
آية رقم 22
13-22 او هغه كسان چې د خپل رب د مخ لټونې لپاره يې صبر كړى دى او لمونځ يې قايم كړى دى او له هغه څه نه يې چې مونږ ورته وركړي دي؛ په پټه او ښكاره انفاق كړى دى او هغوى په نېكۍ سره بدي دفع كوي دغه كسان چې دي د دوى لپاره د اخرت ښه انجام دى
آية رقم 23
13-23 چې د تل اوسېدلو جنتونه دي، دوى به هغو ته داخلېږي، او هغوى به هم (داخلېږي) چې صالح (صلاحيت لري) وي د دوى له پلرونو څخه او د دوى له جوړو (ښځو) څخه او د دوى له اولادونو څخه او ملايك به په دوى باندې له هرې دروازې نه ورننوځي
آية رقم 24
13-24 (او وايي به) ستاسو د صبر كولو په سبب دې پر تاسو باندې سلام وي، نو (دا) د اخرت ښه انجام دى
آية رقم 25
13-25 او هغه كسان چې د الله عهد ماتوي د هغه (عهد) له پخولو نه وروسته او هغه څه پرېكوي چې الله د هغه د وصلولو حكم كړى دى او په ځمكه كې فساد كوي، هم دغه كسان دي چې د دوى لپاره لعنت دى او هم د دوى لپاره د اخرت بدي ده
آية رقم 26
13-26 الله روزي فراخوي چا ته چې وغواړي او تنګوي يې (چا ته چې يې وغواړي) او دوى پر دنيايي ژوند خوشحاله شوي دي او دنيايي ژوند د اخرت په مقابله كې نه دى مګر لږه متاع (سامان)
آية رقم 27
13-27 او وايي هغه كسان چې كفر يې كړى دى: په ده باندې د خپل رب له جانبه كومه نښه (معجزه) ولې نه ده نازل كړى شوې؟ ته (ورته) ووایه: بېشكه الله چې چا ته وغواړي ګمراه كوي يې او خپل طرف ته هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع وكړي
آية رقم 28
13-28 هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او د هغوى زړونه د الله په ذكر سره مطمئن كېږي، خبردار شئ! يواځې د الله په ذكر (ياد) سره زړونه مطمئن كېږي
آية رقم 29
13-29 هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د دوى لپاره ښه حال دى او ښه استوګنځاى دى
آية رقم 30
13-30 (اى نبي) همدارنګه ته مونږ په داسې امت كې لېږلى يې چې یقینًا له هغه نه مخكې ډېر امتونه تېر شوي دي، د دې لپاره چې ته دوى ته هغه (پېغام) ولولې چې مونږ تا ته وحي كړى دى، په داسې حال كې چې دوى په رحمٰن سره كفر كوي، ته ووایه: هغه زما رب دى، له هغه نه غير د عبادت هېڅ لايق نشته، خاص پر هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هم هغهٔ ته زما بېرته ورتله دي
13-31 او كه بېشكه (دا) قرآن چې دى (داسې شي چې) په ده سره غرونه روان كړى شي، یا په ده سره ځمكه ټوټې كړى شي، یا په ده سره مړي په خبرو راوستل شي (بیا به هم دوى ایمان رانه وړي) بلكې امر (اختیار) ټول خاص الله لپاره دى، ایا نو هغه كسان چې ایمان يې راوړو (د دغو خلقو له ایمان نه) نا امېده شوي نه دي، (حال دا چې دغه مومنان پوهېږي چې) كه الله غوښتلى، نو یقینًا ټولو خلقو ته به يې هدایت كړى و او هغه كسان چې كفر يې كړى دى، همېشه به دوى ته د خپلو كړو عملونو په سبب زړه ټكوونكى (عذاب) رسېږي، یا به د دوى كورونو ته نژدې راكوزېږي، تر هغه پورې چې د الله وعده راشي، بېشكه الله د وعدې خلاف نه كوي
آية رقم 32
13-32 او یقینًا یقینًا له تا نه په مخكې رسولانو پورې استهزا (او مسخرې) شوې وې، نو ما كافران شويو خلقو ته مهلت وركړ، بیا مې هغوى ونیول، نو (بیا) زما عذاب څنګه و؟
آية رقم 33
13-33 ایا نو هغه ذات چې ولاړ (او نګران) دى پر هر نفس باندې سره د هغه د هغو عملونو چې كوي يې (نو بل څوك د ده برابر كېدى شي؟) او دوى د الله لپاره شریكان مقرر كړل، ته (ورته) ووایه: تاسو د دوى نومونه (او صفتونه) ذكر كړئ، یا تاسو هغه (الله) ته د هغه څه خبر وركوئ چې هغه يې په ځمكه كې نه پېژنې، بلكې تاسو په ظاهره (بې دليله) وينا سره (تش په خولې، دوى شریكان جوړوئ) بلكې كافران شويو كسانو ته خپل مكرونه (او دروغ) ښايسته كړى شوي دي او له سمې لارې نه بند كړى شوي دي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته
آية رقم 34
13-34 شته دى د دوى لپاره عذاب په دنيايي ژوند كې او خامخا د اخرت عذاب ډېر سخت دى، او د دوى لپاره به د الله (له عذاب) نه هېڅ ساتونكى نه وي
آية رقم 35
13-35 د هغه جنت حال چې له متقیانو سره يې وعده شوې ده (دا دى چې) د هغهٔ له لاندې ولې بهېږي، د هغهٔ مېوې همېشنۍ دي او د هغهٔ سیورى هم، دغه (جنت) د هغو كسانو انجام (او د رجوع ځاى) دى چې پرهېزګاري كوي او د كافرانو انجام اور دى
آية رقم 36
13-36 او هغه كسان چې مونږ هغوى ته (له تا نه مخكې) كتاب وركړى دى، هغوى په هغه (كتاب، قرآن) باندې خوشحالېږي چې تا ته نازل كړى شوى دى، او ( د اهل كتابو) په ډلو كې ځینې هغه دي چې د ده ځينې برخې نه مني، ته (دوى ته) ووایه: ما ته د دې حكم شوى دى چې د الله عبادت كوم او له هغه سره شریك ونه نیسم، خاص د هغهٔ طرف ته بلنه كوم او خاص هم هغهٔ ته زما ورتله دي
آية رقم 37
13-37 او همداسې مونږ دا (قرآن) نازل كړى دى، په عربۍ ژبه حكم كوونكى او قسم دى كه ته د دوى د خواهشاتو پېروي وكړې وروسته له دې چې تا ته علم راغى (، نو) تا لپاره به د الله په مقابله كې نه هېڅ كارساز وي او نه بچ كوونكى
آية رقم 38
13-38 او یقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې رسولان لېږلي وو او مونږ دوى ته ښځې او اولادونه وركړي وو، او د هېڅ رسول لپاره دا اختیار نه و چې كومه معجزه راوړي مګر د الله په اذن (او حكم) سره، د هرې مودې (دور) لپاره یو لیك (، كتاب او قانون) دى
آية رقم 39
13-39 الله محوه كوي هغه چې اراده يې وكړي او ثابتوي يې او له هغه سره اصل د كتاب دى
آية رقم 40
13-40 او كه واقعًا مونږ تا ته ځینې له هغه (عذاب) نه وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو، یا خامخا مونږ تا وفات كړو، نو پر تا خو يواځې تبلیغ كول دي او پر مونږ باندې حساب كول دي
آية رقم 41
13-41 ایا دوى نه ګوري چې یقینًا مونږ ځمكې ته راځو چې د هغې له اطرافو نه يې كموو او الله حكم كوي، هیڅوك د هغهٔ د حكم رد كوونكى نشته او هغه ډېر ژر حساب كوونكى دى
آية رقم 42
13-42 او يقينًا هغو (كافرانو) مكر كړى و چې له دې (كافرانو) نه مخكې وو، نو خاص الله لره دي پټ تدبیرونه ټول، هغه پوهېږي پر هغه څه چې هر نفس يې كوي، او كافران به ژر پوه شي چې د چا لپاره د اخرت ښه انجام دى
آية رقم 43
13-43 او كافران شوي خلق وايي: ته رسول نه يې، ته (ورته) ووایه: زما په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې د ګواه په ډول الله ښه كافي دى او هغه څوك (هم) چې له هغهٔ سره د كتاب علم دى
تقدم القراءة