ترجمة معاني سورة الصف باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
آية رقم 1
61-1 د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دى ښه غالب، ډېر حكمت والا دى
آية رقم 2
61-2 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو هغه (خبره) ولې وایئ چې نه يې كوئ!
آية رقم 3
61-3 دا (خبره) د الله په نیز د غضب په لحاظ لویه ده چې تاسو هغه (خبره) ووایئ چې نه يې كوئ
آية رقم 4
61-4 بېشكه الله هغه كسان خوښوي چې د هغه په لاره كې صف تړلي جنګېږي، ګویاكې دوى په قلعي سره په یو بل پورې ټینګ كړى شوى (ښه محكم) عمارت دي
آية رقم 5
61-5 او (یاد كړه) هغه وخت چې موسٰی خپل قوم ته وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته ولې ضرر رارسوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ چې یقینًا زه تاسو ته د الله رسول یم، نو كله چې دوى (د الله له حكم نه) كاږه شول، نوالله د دوى زړونه كاږه كړل او الله نافرمانه قوم ته هدایت نه كوي
آية رقم 6
61-6 او (یاده كړه) هغه وخت چې د مریمې زوى عیسٰی وویل: اى بني اسرائیلو! بېشكه زه تاسو ته د الله رسول یم، چې د هغه څه تصدیق كوونكى یم چې له ما نه مخكې تېر شوى دى، چې تورات دى او د داسې رسول زېرى دركوونكى یم چې له ما نه وروسته به راځي، چې د هغه نوم احمد دى، نو كله چې دوى ته دغه (رسول) له ښكاره معجزو سره راغى (نو) دوى وویل: دا ښكاره جادو دى
آية رقم 7
61-7 او له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله پورې له ځانه دروغ تړي، حال دا چې هغه اسلام ته بللى شي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
آية رقم 8
61-8 دوى غواړي چې په خپلو خولو سره د الله رڼا مړه كړي او الله د خپلې رڼا پوره كوونكى دى اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي
آية رقم 9
61-9 دغه (الله) هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره لېږلى دى، د دې لپاره چې دغه (الله) دغه (حق دین) ته په نورو ټولو دینونو باندې غلبه وركړي، اګر كه مشركان دغه (كار) بد ګڼي
آية رقم 10
61-10 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! ایا زه تاسو ته داسې تجارت (سوداګري) وښیم چې تاسو ته به له ډېر دردونكي عذاب نه نجات دركوي
آية رقم 11
61-11 تاسو په الله او د هغه په رسول ایمان لرئ او د الله په لاره كې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد كوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي كه تاسو پوهېږئ
آية رقم 12
61-12 هغه به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او د تل اوسېدنې په جنتونو كې په ډېرو پاكېزه استوګنو كې (به مو داخل كړي)، دغه ډېره لویه كامیابي ده
آية رقم 13
61-13 او بل (نعمت) چې تاسو يې خوښوئ، د الله له جانبه مرسته او نژدې برى دى او ته مومنانو ته زېرى وركړه
آية رقم 14
61-14 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د الله مدد كوونكي شئ، لكه چې د مریمې زوى عیسٰی حواریانو (خپلو ملګرو) ته ویلي وو: د الله طرف ته زما مدد كوونكي څوك دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مدد كوونكي یو، نو په بني اسرائیلو كې یوې ډلې ایمان راوړو او بله ډله كافره شوه، نو مونږ هغو كسانو ته د خپل دښمن په خلاف قوت وركړو چې ایمان يې راوړى و، نو دوى غالبه شول
تقدم القراءة