سورة الأعلى

الترجمة البشتوية

ترجمة معاني سورة الأعلى باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

آية رقم 1
87-1 ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى
آية رقم 2
87-2 هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل
آية رقم 3
87-3 او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله
آية رقم 4
87-4 او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده
آية رقم 5
87-5 بيا يې هغه وګرځوله وچه توره
آية رقم 6
87-6 ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې
87-7 مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي
آية رقم 8
87-8 او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو
آية رقم 9
87-9 نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي)
آية رقم 10
87-10 ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي
آية رقم 11
87-11 او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي
آية رقم 12
87-12 هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي
آية رقم 13
87-13 بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري
آية رقم 14
87-14 یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو
آية رقم 15
87-15 او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ
آية رقم 16
87-16 بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ
آية رقم 17
87-17 حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى
آية رقم 18
87-18 بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي
آية رقم 19
87-19 د ابراهیم او موسی په صحیفو كې
تقدم القراءة