سورة الفجر

الترجمة البشتوية

ترجمة معاني سورة الفجر باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

آية رقم 1
89-1 قسم دى په فجر (سبا) باندې
آية رقم 2
89-2 او په لسو شپو باندې
آية رقم 3
89-3 او په جفت او طاق باندې
آية رقم 4
89-4 او په شپه باندې كله چې روانه وي
آية رقم 5
89-5 ایا په دغو (قسمونو) كې خاوند د عقل لره (كوم قانع كوونكى) قسم شته؟
آية رقم 6
89-6 ایا تا نه دي كتلي چې ستا رب څه وكړل له ’’قوم عاد‘‘ سره؟
آية رقم 7
89-7 چې ارم و د ستنو والا
آية رقم 8
89-8 هغه چې په ښارونو كې د دوى په مثل نه و پیدا كړى شوي
آية رقم 9
89-9 او ثمودیانو سره (يې څه وكړل) هغه چې په دره كې يې تیګې غوڅې كړې (تراشلې) وې؟
آية رقم 10
89-10 او له میخونو والا فرعون سره (يې څه وكړل)
آية رقم 11
89-11 هغه كسان چې دوى په ښارونو كې سركشي كړې وه
آية رقم 12
89-12 نو په دغو كې يې فساد ډېر كړى و
آية رقم 13
89-13 نو ستا رب په دوى باندې د عذاب قمچینه (كروړه) نازله كړه
آية رقم 14
89-14 بېشكه ستا رب یقینًا په ځاى د انتظار كې دى
89-15 نو هر چې انسان دى، كله چې ده لره خپل رب وازمايي، پس ده ته عزت وركړي او ده ته نعمت وركړي، نو دى وايي: زما رب ما ته عزت راكړ
89-16 او خو هر كله چې دى وازمايي، پس په ده باندې د ده رزق تنګ كړي، نو دى وايي: زما رب زه سپك كړم
آية رقم 17
89-17 داسې نه ده، بلكې تاسو د یتیم (سره احسان او د هغه) عزت نه كوئ
آية رقم 18
89-18 او مسكین ته په طعام وركولو یو بل ته ترغیب نه وركوئ
آية رقم 19
89-19 او تاسو د میراث (پردى) مال خورئ، په خوړلو ټولو سره
آية رقم 20
89-20 او تاسو له مال سره مینه كوئ، ډېره زیاته مینه
آية رقم 21
89-21 داسې نه ده كله چې ځمكه وټكولى شي، په ټكولو ماتولو سختو سره
آية رقم 22
89-22 او ستا رب راشي او ملايك قطار قطار (راشي)
89-23 او په دغې ورځ كې به دوزخ راوستى شي، په دغې ورځ كې به انسان نصیحت (او پند) اخلي او (په دغه وخت كې) د ده لپاره نصیحت به څنګه (نفعمن) وي
آية رقم 24
89-24 دى به وايي: اى كاشكې ما د خپل ژوند لپاره مخكې (څه نېك عملونه) لېږلي وى
آية رقم 25
89-25 نو په دغې ورځ كې به د ده (يعنې د رب) د عذاب په شان هیڅوك عذاب نه وركوي
آية رقم 26
89-26 او د ده د تړلو په شان به هیڅوك تړل نه كوي
آية رقم 27
89-27 اى اطمینان نیوونكیه نفسه!
آية رقم 28
89-28 ته وګرځه خپل رب ته، په داسې حال كې چې خوشاله او راضي كړى شوى به يې
آية رقم 29
89-29 نو ته زما په بنده ګانو كې داخل شه
آية رقم 30
89-30 او زما جنت ته ننوځه
تقدم القراءة