سورة عبس

الترجمة البشتوية

ترجمة معاني سورة عبس باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

آية رقم 1
80-1 ده تندى تریو كړ او مخ يې وګرځاوه
آية رقم 2
80-2 په دې وجه چې ده ته ړوند راغى
آية رقم 3
80-3 او ته څه شي پوه كړى يې، ښايي چې دى پاك شي
آية رقم 4
80-4 یا به دى نصیحت (او پند) واخلي، نو ده ته به پند نفع ورسوي
آية رقم 5
80-5 هر چې هغه څوك دى چې استغنا يې كړې ده
آية رقم 6
80-6 نو ته په هغه پسې كېږې
آية رقم 7
80-7 حال دا چې په تا هېڅ الزام نشته چې هغه پاك نشي
آية رقم 8
80-8 او هر چې هغه څوك دى چې تا ته په منډو راځي
آية رقم 9
80-9 په داسې حال كې چې دى (له الله نه) وېرېږي
آية رقم 10
80-10 نو ته له هغه نه مشغولېږې
آية رقم 11
80-11 داسې كله هم مه كوه، بېشكه دا (سورت) یو پند (او نصیحت) دى
آية رقم 12
80-12 نو هغه څوك چې غواړي (نو) دى دې ومني
آية رقم 13
80-13 (دغه) په عزتمنو پاڼو كې دى
آية رقم 14
80-14 چې پورته كړى شوې، ښې پاكې كړى شوې دي
آية رقم 15
80-15 د لیكونكو (ملايكو) په لاسونو كې
آية رقم 16
80-16 چې ډېر عزتمن، ډېر نېك دي
آية رقم 17
80-17 انسان دې هلاك كړى شي، دى څومره ډېر ناشكره دى!
آية رقم 18
80-18 دى دغه (الله) له څه شي نه پیدا كړى دى؟
آية رقم 19
80-19 له نطفې نه، دى يې پیدا كړى دى، پس دى يې اندازه كړى دى
آية رقم 20
80-20 بیا يې ده ته لاره ور اسانه كړې ده
آية رقم 21
80-21 بیا يې دى مړ كړ، نو دى يې په قبر كې كېښود
آية رقم 22
80-22 بیا چې كله وغواړي دى به ژوندى كړي
آية رقم 23
80-23 داسې نه ده، دغه (انسان) هغه كار نه دى كړى چې دغه (الله) ده ته حكم كړى دى
آية رقم 24
80-24 نو انسان دې خپل طعام ته وګوري
آية رقم 25
80-25 چې بېشكه مونږ اوبه راتوى كړې دي، راتویول
آية رقم 26
80-26 بیا مونږ ځمكه څیرې كړې ده، څیرول
آية رقم 27
80-27 نو مونږ په دې كې دانې را زرغونه كړي دي
آية رقم 28
80-28 او انګور او تركاريانې
آية رقم 29
80-29 او زیتون او كجورې
آية رقم 30
80-30 او ګڼ باغونه
آية رقم 31
80-31 او مېوې او ګياه (واښه)
آية رقم 32
80-32 ستاسو او ستاسو د څارویو د فايدې لپاره
آية رقم 33
80-33 نو كله چې سخت اواز راشي
آية رقم 34
80-34 په هغه ورځ چې سړى به له خپل وروره تښتي
آية رقم 35
80-35 او له خپلې مور او خپل پلاره
آية رقم 36
80-36 او له خپلې ښځې او خپلو زامنو نه
آية رقم 37
80-37 په دوى كې د هر سړي لپاره به په دغه ورځ كې یو حال وي چې دى به (له نورو نه) بې پروا (بې غوره) كوي
آية رقم 38
80-38 څه مخونه به په دغې ورځ كې روښانه وي
آية رقم 39
80-39 خندېدونكي (او) خوشاله به وي
آية رقم 40
80-40 او څه مخونه به په دغې ورځ كې پر هغو به ګرد پروت وي
آية رقم 41
80-41 دغه (مخونه) به توروالي پټ كړي وي
آية رقم 42
80-42 دغه (تور مخي) خلق هم دوى كافران (او) فاجران (بدكاران) دي
تقدم القراءة