ترجمة معاني سورة المؤمنون باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
آية رقم 1
ﭑﭒﭓ
ﭔ
23-1 یقینًا مومنان كامیاب شول
آية رقم 2
ﭕﭖﭗﭘﭙ
ﭚ
23-2 هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو كې خشوع كوونكي دي
آية رقم 3
ﭛﭜﭝﭞﭟ
ﭠ
23-3 او هغه كسان چې دوى له لغو (خبرو او كارونو) نه مخ ګرځوونكي دي
آية رقم 4
ﭡﭢﭣﭤ
ﭥ
23-4 او هغه چې هغوى د زكات ادا كوونكي دي
آية رقم 5
ﭦﭧﭨﭩ
ﭪ
23-5 او هغه چې هغوى د خپلو فرجونو (د شهوت ځایونو) ساتونكي دي
آية رقم 6
23-6 مګر له خپلو ښځو او وینځو نه، نو بېشكه دوى (هغوى ته په ورتلو سره) ملامت كړى شوي نه دي
آية رقم 7
23-7 پس چا چې ولټولو سوا له دغو نه، نو دغه كسان، دوى له حد نه تېرېدونكي دي
آية رقم 8
ﭾﭿﮀﮁﮂ
ﮃ
23-8 او هغه چې هغوى د خپلو امانتونو او عهد رعایت كوونكي دي
آية رقم 9
ﮄﮅﮆﮇﮈ
ﮉ
23-9 او هغه چې هغوى په خپلو لمونځونو مداومت (او حفاظت) كوي
آية رقم 10
ﮊﮋﮌ
ﮍ
23-10 هم دغه خلق وارثان دي
آية رقم 11
ﮎﮏﮐﮑﮒﮓ
ﮔ
23-11 هغه چې د فردوس وارثان كېږي به، دوى به په هغه كې همېشه وي
آية رقم 12
23-12 او یقینًا یقینًا مونږ انسان د خټې له خُلاصې نه پیدا كړى دى
آية رقم 13
ﮝﮞﮟﮠﮡﮢ
ﮣ
23-13 بیا مونږ هغه، نطفه (د مني یو څاڅكى) وګرځوله په مضبوط قرار ځاى كې
آية رقم 14
23-14 بیا مونږ دغه نطفه د وینې ټوټه وګرځوله، ورپسې مونږ دغه د وینې ټوټه د غوښې وړه بوټۍ وګرځوله، ورپسې مونږ دغه بوټۍ هډوكي وګرځوله، بیا مو هډوكو ته غوښه واغوستله، بیا مونږ هغه په بل تخلیق كې پیدا كړ، نو الله ډېر بركت والا دى چې تر ټولو ښه پیدا كوونكى دى
آية رقم 15
ﯜﯝﯞﯟﯠ
ﯡ
23-15 بیا بېشكه تاسو له دې (ژوند) نه بعد خامخا مړه كېدونكي یئ
آية رقم 16
ﯢﯣﯤﯥﯦ
ﯧ
23-16 بیا به یقینًا تاسو د قیامت په ورځ ژوندي راپاڅولى شئ
آية رقم 17
23-17 او یقینًا یقینًا مونږ ستاسو له پاسه اوه لارې (اسمانونه) پیدا كړي دي او مونږ د مخلوق (له ټولو حالاتو) نه غافله نه یو
آية رقم 18
23-18 او مونږ له بره نه په اندازې سره اوبه نازلې كړې، بیا مو هغه په ځمكه كې وساتلې او بېشكه مونږ د هغې په بېولو یقینًا قادر یو
آية رقم 19
23-19 نو مونږ په دې (اوبو) سره تاسو لپاره د كجورو او انګورو باغونه پیدا كړي دي، چې تاسو ته په هغو (باغونو) كې ډېرې مېوې دي او له هم دغو (باغونو) نه تاسو خوراك كوئ
آية رقم 20
23-20 او هغه ونه (مو پیدا كړه) چې د طور سیناء نه راوځي؟ چې د خوړونكو لپاره د غوړو او انګولي سره زرغونېږي
آية رقم 21
23-21 او بېشكه تاسو لپاره په څارويو كې یقینًا لوى عبرت دى، مونږ په تاسو له هغو (پیو) نه درڅښوو چې د هغو (څارويو) په ګېډو كې دي او تاسو لپاره په دوى كې ډېرې فايدې دي او له دوى نه تاسو خوړل (هم) كوئ
آية رقم 22
ﮉﮊﮋﮌ
ﮍ
23-22 او په دغو (څارويو) باندې او په بېړیو باندې تاسو بارولى شئ
آية رقم 23
23-23 او یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه (ورته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
آية رقم 24
23-24 نو د هغه له قومه كافر شويو مشرانو وویل: نه دى دا (نوح) مګر هم ستاسو په شان بشر، دى غواړي چې پر تاسو باندې مشري (او برتري) حاصله كړي او كه الله غوښتلى (نو) خامخا ملايك به يې نازل كړې وو، مونږ خو دا خبره (چې رسول بني ادم وي) زمونږ په هغو پلرونو كې نه ده اورېدلې چې پخوا وو
آية رقم 25
23-25 نه دى دا (نوح) مګر داسې سړى چې په ده پورې لېونتوب نښتى دى، نو تاسو ده ته تر یو وخته انتظار كوئ
آية رقم 26
ﯧﯨﯩﯪﯫ
ﯬ
23-26 هغه وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زما تكذیب وكړ
آية رقم 27
23-27 نو مونږ هغه ته وحي وكړه داسې چې زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ له وحي سره سم بېړۍ جوړه كړه، نو كله چې زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، بیا نو ته په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه نه جوړه جوړه دوه دوه (نر او ښځه) داخل كړه او خپله كورنۍ هم (خو) له هغه چا نه غير چې په دوى كې په هغه باندې (د عذاب) خبره ړومبۍ شوې ده او ته له ما سره د هغو كسانو په باره كې خبره مه كوه چې ظلم يې كړى دى، بېشكه دوى به غرق كولى شي
آية رقم 28
23-28 نو كله چې وختلې ته او هغه څوك چې له تا سره دي په بېړۍ كې، نو ووایه: ټول د كمال صفتونه خاص د هغه الله لپاره دي چې مونږ يې له ظالم قوم نه خلاص كړو
آية رقم 29
23-29 او (د كوزېدو په وخت كې) ووایه: اى زما ربه! ته ما په یو مبارك منزل (ځاى) كې كوز كړه او ته تر ټولو كوزوونكو څخه ډېر غوره يې
آية رقم 30
23-30 بېشكه په دې كې یقینًا دلیلونه (نښې) دي او بېشكه مونږ خامخا ازمېښت كوونكي یو
آية رقم 31
ﭲﭳﭴﭵﭶﭷ
ﭸ
23-31 بیا مونږه له دوى نه وروسته نور خلق پیدا كړل
آية رقم 32
23-32 نو مونږ په هغو كې له همدوى ځنې یو رسول ولېږه چې تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
آية رقم 33
23-33 او وویل د ده له قومه هغو مشرانو چې كافر شوي وو او د اخرت د ملاقات يې تكذیب كړى و او مونږ هغوى ته په دنيايي ژوند كې خوشحالي وركړې وه: نه دى دا مګر ستاسو په شان بشر، له هغه څه نه دا خوراك كوي له څه نه چې تاسو خوراك كوئ او له هغه څه نه څښاك كوي چې تاسو ترې څښاك كوئ
آية رقم 34
23-34 او (قسم دى) خامخا كه تاسو د خپل ځان په شان انسان اطاعت وكړئ، (نو) بېشكه چې تاسو به په دغه وخت كې یقینًا تاوانیان یئ
آية رقم 35
23-35 ایا دا تاسو ته وعده دركوي دا چې بېشكه كله چې تاسو مړه شئ او تاسو خاورې او هډوكي شئ (، نو) یقینًا به تاسو ژوندي راوښكل شئ؟
آية رقم 36
ﯖﯗﯘﯙﯚ
ﯛ
23-36 (له عقله) ډېر لرې دى، ډېر لرې دى هغه څیز چې له تاسو سره يې وعده كولى شي
آية رقم 37
23-37 نه دى دا (ژوندون) مګر همدا زمونږ دنيايي ژوندون، چې مرو او ژوندي كېږو او له سره به مونږ بیا راژوندي نه كړى شو
آية رقم 38
23-38 دى نه دى مګر (یو داسې) سړى چې په الله باندې يې دروغ ورتپلي دي او مونږ په ده باندې بېخي ایمان راوړونكي نه يو
آية رقم 39
ﯴﯵﯶﯷﯸ
ﯹ
23-39 هغه (نبي) وویل: اى زما ربه! ته زما مدد وكړه، په سبب د دې چې دوى زه دروغجن وګڼلم
آية رقم 40
ﯺﯻﯼﯽﯾ
ﯿ
23-40 (الله) وویل: له ډېر لږ وخت نه پس به دوى خامخا لازمًا پښېمانه شي
آية رقم 41
23-41 نو دوى یوې چغې په حقه سره ونیول، بیا نو مونږه دوى د سیلاب خس وخشاك كړل، نو د ظالم قوم لپاره (د الله له رحمت نه) لرې والى دى
آية رقم 42
ﰊﰋﰌﰍﰎﰏ
ﰐ
23-42 بیا مونږ له دوى نه بعد نور قومونه (خلق) پیدا كړل
آية رقم 43
23-43 هېڅ یو امت د خپلې مقررې نېټې نه نه ړومبى كېدى شي او نه وروسته كېدى شي
آية رقم 44
23-44 بیا مونږ خپل (نور) رسولان ولېږل، په دې حال كې چې یو په بل پسې پیوست وو، هر كله چې به كوم امت ته خپل رسول راغى (نو) هغوى به د هغه تكذیب وكړ، نو مونږ به د دوى ځینې د ځینو نورو پسې (په هلاكت كې) پرله پسې كړل او مونږ دوى تشې قصې وګرځول، نو (د الله له رحمت نه) لرې والى دى د هغه قوم لپاره چې ایمان نه راوړي
آية رقم 45
23-45 بیا مونږ موسٰى او د هغه ورور هارون ولېږل په خپلو ایتونو (معجزو) او ښكاره دلیل سره
آية رقم 46
23-46 فرعون او د هغه ډلې ته، نو هغوى ډېره لويي وكړه او هغوى یو متكبر قوم وو
آية رقم 47
23-47 نو هغوى ویل: ایا مونږ به د خپل ځان په شان په دوه انسانانو باندې ایمان راوړو؟ حال دا چې د دې دواړو قوم زمونږ غلامان دي
آية رقم 48
ﮉﮊﮋﮌ
ﮍ
23-48 نو هغوى د دې دواړو تكذیب وكړ، نو شول له هلاك كړى شويو نه
آية رقم 49
ﮎﮏﮐﮑﮒﮓ
ﮔ
23-49 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، د دې لپاره چې دوى (بني اسرائیل) نېغه لار ومومي
آية رقم 50
23-50 او مونږ د مریمې زوى او د هغه مور (د خپل قدرت) لویه نښه ګرځولې وه او مونږه دوى دواړه داسې هسكې (او نرمې څربې) ځمكې ته راوستل چې د قرار او پاكو صافو بهېدونكو اوبو والا وه
آية رقم 51
23-51 اى رسولانو! تاسو له پاكیزه څیزونو ځنې خورئ او نېك عملونه كوئ، بېشكه زه په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ، ښه عالم یم
آية رقم 52
23-52 او بېشكه دا ستاسو دین دى، په داسې حال كې چې یو دین دى او زه ستاسو رب یم، نو تاسو له ما نه وېرېږئ
آية رقم 53
23-53 نو دوى (امتیانو) خپل (د دین) كار په خپل مينځ كې ټوټې ټوټې پرې كړ، هر یو حزب (ډله) په هغه (باطل دین) باندې چې له دوى سره دى، ډېر خوشحال دي
آية رقم 54
ﯣﯤﯥﯦﯧ
ﯨ
23-54 نو ته دوى تر یو وخته پورې په خپلې ګمراهۍ كې پرېږده
آية رقم 55
23-55 ایا دوى ګمان كوي چې بېشكه له مال او زامنو ځنې چې په څه سره مونږ د دوى مدد كوو
آية رقم 56
23-56 چې مونږ دوى ته په ښېګڼو (او اكرامونو) كې تلوار كوو؟ بلكې دوى نه پوهېږي
آية رقم 57
23-57 بېشكه هغه كسان چې دوى د خپل رب (د عذاب) له ډاره وېرېدونكي دي
آية رقم 58
ﰂﰃﰄﰅﰆ
ﰇ
23-58 او هغه كسان چې دوى د خپل رب په ایتونو ایمان راوړي
آية رقم 59
ﰈﰉﰊﰋﰌ
ﰍ
23-59 او هغه كسان چې دوى له خپل رب سره شرك نه كوي
آية رقم 60
23-60 او هغه كسان چې وركوي، هغه څه چې وركوي، او زړونه د دوى وېرېدونكي وي (ځكه چې) یقینًا دوى خپل رب ته واپس ورتلونكي دي
آية رقم 61
23-61 دغه كسان په نېكیو كې تلوار كوي او دوى دغو (نېكیو) ته ړومبى كېدونكي دي
آية رقم 62
23-62 مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه له طاقت سره سم او زمونږ سره كتاب دى چې حق بیانوي او په دوى به هېڅ ظلم ونه كړى شي
آية رقم 63
23-63 بلكې د دوى (كفارو) زړونه له دې (قرآن) نه په غفلت كې دي او د دوى لپاره له دې (شرك) نه علاوه نور (ناكاره) عملونه دي، چې دوى هغه كوونكي دي
آية رقم 64
23-64 تر هغه پورې چې كله مونږ د دوى متكبره مالداران په عذاب سره ونیسو (، نو) ناڅاپه دوى (بیا) فریاد كوي
آية رقم 65
23-65 نن ورځ فریاد مه كوئ، بېشكه تاسو سره به زمونږ له جانبه مدد ونه كړى شي
آية رقم 66
23-66 یقینًا زما ایتونه به په تاسو تلاوت كولى شول، نو تاسو به په خپلو پوندو بېرته ګرځېدئ
آية رقم 67
ﮝﮞﮟﮠ
ﮡ
23-67 په دې حال كې چې كبر كوونكي به وئ په دې (قرآن، محمد یا كعبې) سره، چې د شپې قصې كوونكي به وئ، تاسو به (قرآن) پرېښوده
آية رقم 68
23-68 ایا نو دوى په دې وینا كې (چې قرآن دى) فكر نه كوي، یا دوى ته هغه څه راغلي دي چې د دوى پلرونو ته نه دي راغلي چې له دوى نه پخوا وو
آية رقم 69
23-69 یا كه دوى خپل رسول نه دى پېژندلى، پس دوى له ده نه منكران دي
آية رقم 70
23-70 ایا دوى وايي چې په ده لېونتوب دى، (داسې نه ده) بلكې هغه دوى ته حق (دین) راوړى دى او د دوى زیاتره حق لره بدګڼونكي دي
آية رقم 71
23-71 او كه حق (الله) د دوى د خواهشاتو پیروي كړې وى (، نو) خامخا به تباه شوي وو اسمانونه او ځمكه او هغه څوك چې په دغو كې دي، بلكې مونږ دوى ته د دوى ذكر راوړ، نو دوى له خپل ذكر نه مخ اړوونكي دي
آية رقم 72
23-72 ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې؟ نو د خپل رب مزدوري ډېره غوره ده او هغه ترټولو غوره رزق وركوونكى دى
آية رقم 73
ﯿﰀﰁﰂﰃ
ﰄ
23-73 او بېشكه ته یقینًا دوى نېغې لارې ته بلې
آية رقم 74
23-74 او بېشكه هغه كسان چې په اخرت ایمان نه راوړي له سمې لارې نه خامخا كاږه دي
آية رقم 75
23-75 او كه مونږ په دوى مهرباني كړې وى او هغه تكلیف مو لرې كړى وى چې په دوى دى (، نو) خامخا به دوى په خپله سركشۍ كې راټینګ شوي وو، په دې حال كې چې سرګردان به وو
آية رقم 76
23-76 او یقینًا یقینًا مونږ دوى په عذاب سره ونیول، نو (بیا هم) دوى نه خپل رب ته غاړه كېښوده او نه يې تضرع او زاري وكړه
آية رقم 77
23-77 تر دې چې كله مونږ په دوى باندې د ډېر سخت عذاب والا دروازه پرانستله ناڅاپه دوى په هغه كې نا امېده وو
آية رقم 78
23-78 او دغه (الله) هماغه ذات دى چې تاسو لپاره يې غوږونه او سترګې او زړونه پیدا كړل، تاسو ډېر لږ شكر وباسئ
آية رقم 79
23-79 او دى هماغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص د هغه په طرف به تاسو ورجمع كولى شئ
آية رقم 80
23-80 او د غه (الله) هغه ذات دى چې ژوندي كول كوي او مړه كول كوي او خاص د همده په اختیار كې دى د شپې او ورځې اختلاف (بدلېدل رابدلېدل) ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!
آية رقم 81
ﮔﮕﮖﮗﮘﮙ
ﮚ
23-81 بلكې وايي دوى په شان د هغې وینا چې پخوانیو (كافرو) ویلې وه
آية رقم 82
23-82 هغوى ویل: ایا كله چې مونږ مړه شو او خاورې او هډوكې شو، ایا مونږ به په رښتیا یقینًا بیا راژوندي كولى شو
آية رقم 83
23-83 (بلكې نه كېږو ځكه چې) یقینًا یقینًا مونږ ته او زمونږ پلرونو ته دا وعده له دې نه مخكې (هم) راكړى شوې وه، نه دي دا خبرې مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي
آية رقم 84
23-84 ته (دوى ته) ووایه: دا ځمكه او څوك چې په دې كې دي، د چا دي؟ كه چېرې تاسو پوهېږئ
آية رقم 85
ﯛﯜﯝﯞﯟﯠ
ﯡ
23-85 دوى به یقینًا ووايي: خاص د الله لپاره دي، (نو ورته) ووایه: ایا نو تاسو نصیحت نه اخلئ!
آية رقم 86
23-86 ته (دوى ته) ووایه: د اوو اسمانونو او د ډېر لوى عرش رب څوك دى؟
آية رقم 87
ﯫﯬﯭﯮﯯﯰ
ﯱ
23-87 دوى به ضرور ووايي: د الله لپاره دي، ته (ورته) ووایه: ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
آية رقم 88
23-88 ته (دوى ته) ووایه: څوك دى هغه ذات چې د هغه په لاس كې د هر شي بادشاهي ده او هغه پناه وركوي او د هغه په خلاف پناه نشي وركول كېدى كه چېرې تاسو پوهېږئ
آية رقم 89
ﰁﰂﰃﰄﰅﰆ
ﰇ
23-89 خامخا به دوى ووايي: خاص د الله لپاره دي. ته (ورته) ووایه: نو څنګه په تاسو جادو كولى شي؟
آية رقم 90
ﭑﭒﭓﭔﭕ
ﭖ
23-90 بلكې مونږ دوى ته حق راوړى دى او بېشكه دوى خامخا دروغجنان دي
آية رقم 91
23-91 الله (د ځان لپاره) هېڅ اولاد نیولى نه دى او نه له هغه سره بل هېڅ معبود شته (او كه ورسره وى نو) په دغه وخت كې به خامخا هر اله بېولي وو هغه څه چې پیدا كړي يې وو، او خامخا د دوى ځینو به په ځینو نورو باندې غلبه كوله، پاك دى الله له هغو خبرو نه چې دوى يې بیانوي
آية رقم 92
ﭲﭳﭴﭵﭶﭷ
ﭸ
23-92 چې په غیبو او ښكاره و عالم دى، نو ډېر اوچت دى هغه له هغو څیزونو نه چې دوى يې ورسره شریكوي
آية رقم 93
ﭹﭺﭻﭼﭽﭾ
ﭿ
23-93 (اى نبي!) ته ووایه: اى زما ربه! كه چېرې خامخا ته ما ته هغه (عذاب) وښیې چې له دوى سره يې وعده كولى شي
آية رقم 94
ﮀﮁﮂﮃﮄﮅ
ﮆ
23-94 اى زما ربه! نو ته ما په ظالم قوم كې مه شاملوه
آية رقم 95
23-95 او بېشكه مونږ خامخا قادر یو په دې چې تا ته هغه (عذاب) وښیو چې دوى ته يې مونږ وعده وركوو
آية رقم 96
23-96 (اى نبي!) ته بدي دفع (لرې) كوه په هغې طریقې سره چې تر ټولو ښه وي، مونږ ښه پوه یو په هغو خبرو چې دوى يې بیانوي
آية رقم 97
23-97 او ته ووایه: اى زما ربه! زه په تا پورې پناه نیسم د شیطانانو له وسوسو نه
آية رقم 98
ﮢﮣﮤﮥﮦ
ﮧ
23-98 او زه په تا پورې پناه نیسم اى زما ربه! له دې نه چې دوى ما ته حاضر شي
آية رقم 99
23-99 تر هغه پورې چې په دوى كې یو كس ته مرګ راشي (، نو بیا) به وايي: اى زما ربه! ته ما بېرته وګرځوه
آية رقم 100
23-100 د دې لپاره چې زه نېك عمل وكړم په هغه څیز كې چې ما (هلته په دنيا كې) پریښى دى، هېڅ كله هم نشي كېدى، بېشكه دا (بېرته تلل) یوه خبره ده چې دا د هغې ویونكى دى او د دوى په مخ كې برزخ دى تر هغې ورځې پورې چې دوى به بیا ژوندي راپورته كولى شي
آية رقم 101
23-101 نوكله چې په شپېلۍ كې پوكى وكړى شي، نو نه به وي د دوى په مینځ كې هېڅ (فايده مند) نسبونه په دغې ورځ كې او نه به دوى له یو بل نه پوښتنه كوي
آية رقم 102
ﯱﯲﯳﯴﯵﯶ
ﯷ
23-102 نو هغه څوك چې، د هغه تلې درنې شوې، نو همدغه خلق كامیاب دي
آية رقم 103
23-103 او هغه څوك چې، د هغه تلې سپكې شوې، نو دغه هغه كسان دي چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، په دوزخ كې به تل پراته وي
آية رقم 104
ﰃﰄﰅﰆﰇﰈ
ﰉ
23-104 اور به د دوى مخونه سوځوي او دوى به په دغه (جهنم) كې بدمخي غونج تندي وي
آية رقم 105
23-105 ایا زما ایتونه به تاسو ته نه لوستل كېدل، نو تاسو به د هغو تكذیب كاوه
آية رقم 106
23-106 دوى به ووايي: اى زمونږه ربه! پر مونږ باندې زمونږ بدبختي غالبه شوې وه او مونږ ګمراه قوم وو
آية رقم 107
23-107 اى زمونږ ربه! مونږ له دې (جهنم) نه وباسه، نو كه مونږ بیا (كفر ته) راوګرځېدو، نو بیا یقینًا مونږ ظالمان یو
آية رقم 108
ﭫﭬﭭﭮﭯ
ﭰ
23-108 وبه فرمايي: ذلیله خوار پراته اوسئ په ده كې او زما سره خبرې مه كوئ
آية رقم 109
23-109 بېشكه شان دا دى چې زما په بنده ګانو كې یوه ډله وه چې ویل به يې: اى زمونږ ربه! مونږ ایمان راوړى دى، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې
آية رقم 110
23-110 نو تاسو به هغوى مسخره كړى شوي نیول، تر دې چې دوى له تاسو نه زما یاد (هم) هېر كړ او تاسو به پر هغوى پورې خندل
آية رقم 111
23-111 بېشكه زه چې یم، ما نن ورځ هغوى ته بدله وركړه، په سبب د هغه چې هغوى صبر كړى و، بېشكه هم هغوى كامیاب دي
آية رقم 112
23-112 وبه وايي: تاسو په ځمكه كې د كلونو په شمېر څومره وخت تېر كړى دى؟
آية رقم 113
23-113 هغوى به ووايي: مونږ وخت تېر كړى دى یوه ورځ، یا د ورځې څه حصه، نو له حسابګرو نه تپوس وكړه
آية رقم 114
23-114 وبه فرمايي: تاسو وخت نه دى تېر كړى مګر (د اخرت د عذاب په مقابله كې) ډېر لږ، كه چېرې په رښتیا تاسو یئ چې پوهېږئ
آية رقم 115
23-115 ایا نو تاسو ګمان كوئ چې بېشكه مونږ تاسو بس عبث پیدا كړي یئ او دا چې بېشكه تاسو به مونږ ته نه راوستل كېږئ
آية رقم 116
23-116 نو ډېر اوچت دى الله چې حق بادشاه دى، نشته دى هېڅ حق معبود مګر هغه دى، د عزتناك عرش رب دى
آية رقم 117
23-117 او هغه څوك چې له الله سره بل داسې اله بلي چې له هغه سره په دې باندې هېڅ دلیل نشته، نو بېشكه همدا خبره ده چې د ده حساب د ده د رب په نیز دى، بېشكه شان دا دى چې كافران برى نه مومي
آية رقم 118
23-118 او ته ووایه: اى زما ربه! بخښنه وكړه او رحم وكړه او ته ترټولو ډېر غوره رحم كوونكى يې
تقدم القراءة