Surah Al-Ma'un in پښتو
سورة الماعون · Verses: 7 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
أَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي يُكَذِّبُ بِٱلدِّينِ
107-1 ایا تا هغه كس لیدلى چې د بدلي ورځ (قیامت) دروغ ګڼي -
2
فَذَٰلِكَ ٱلَّذِي يَدُعُّ ٱلۡيَتِيمَ
107-2 نو همدغه هغه كس دى چې یتیم ته دیكې وركوي -
3
وَلَا يَحُضُّ عَلَىٰ طَعَامِ ٱلۡمِسۡكِينِ
107-3 او مسكین ته په طعام وركولو ترغیب نه وركوي -
4
فَوَيۡلࣱ لِّلۡمُصَلِّينَ
107-4 نو هلاكت دى لمونځ كوونكو لره -
5
ٱلَّذِينَ هُمۡ عَن صَلَاتِهِمۡ سَاهُونَ
107-5 هغه كسان چې دوى له خپلو لمونځونو نه غافله (او اعراض كوونكي) وي -
6
ٱلَّذِينَ هُمۡ يُرَآءُونَ
107-6 هغه كسان چې دوى ریاكاري كوي -
7
وَيَمۡنَعُونَ ٱلۡمَاعُونَ
107-7 او دوى ماعون (د استعمال عام څیزونه هم له یو بل نه) منع كوي