ترجمة سورة الفيل

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الفيل باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

105-1 ایا ته نه يې خبر شوى چې ستا رب له فیل والاو سره څنګه كار كړى و؟
105-2 ایا د هغوى چل (او مكر) يې په ګمراهۍ او زیان كې نه و ګرځولى؟
105-3 او په دوى باندې يې ډلې ډلې مرغان راخوشې كړل
105-4 چې دغو (مرغانو) به دوى لره په داسې كاڼو ویشتل چې له خټو نه جوړ، په اور پخ شوي وو
105-5 نو دغه (خلق) يې د خوړل شویو وښو په شان وګرځول
Icon