Surah At-Tariq in پښتو
سورة الطارق · Verses: 17 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
وَٱلسَّمَآءِ وَٱلطَّارِقِ
86-1 قسم دى په اسمان او د شپې په راتلونكي -
2
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلطَّارِقُ
86-2 او ته څه شي پوه كړې چې د شپې راتلونكى څه شى دى؟ -
3
ٱلنَّجۡمُ ٱلثَّاقِبُ
86-3 ځلېدونكى ستورى دى -
4
إِن كُلُّ نَفۡسࣲ لَّمَّا عَلَيۡهَا حَافِظࣱ
86-4 نشته هېڅ یو نفس مګر په هغه باندې څارونكى (ساتونكى) شته -
5
فَلۡيَنظُرِ ٱلۡإِنسَٰنُ مِمَّ خُلِقَ
86-5 نو انسان دې وګوري چې دى له څه شي نه پیدا كړى شوى دى؟ -
6
خُلِقَ مِن مَّآءࣲ دَافِقࣲ
86-6 دى له ټوپ وهونكو اوبو نه پیدا كړى شوى دى -
7
يَخۡرُجُ مِنۢ بَيۡنِ ٱلصُّلۡبِ وَٱلتَّرَآئِبِ
86-7 چې د شا او له سینو د هډوكو له مینځ نه راوځي -
8
إِنَّهُۥ عَلَىٰ رَجۡعِهِۦ لَقَادِرࣱ
86-8 بېشكه دغه (الله) د دغه (انسان) په بیا راژوندي كولو یقینًا قادر دى -
9
يَوۡمَ تُبۡلَى ٱلسَّرَآئِرُ
86-9 په هغې ورځ چې د پټو څیزونو به (په كې) څېړنه (او څرګندونه) كولى شي -
10
فَمَا لَهُۥ مِن قُوَّةࣲ وَلَا نَاصِرࣲ
86-10 نو د دغه (انسان) لپاره به نه هېڅ قوت وي او نه څوك مدد كوونكى -
11
وَٱلسَّمَآءِ ذَاتِ ٱلرَّجۡعِ
86-11 قسم دى په اسمان چې خاوند د باران دى -
12
وَٱلۡأَرۡضِ ذَاتِ ٱلصَّدۡعِ
86-12 او په ځمكه چې د (زرغونې راوتلو لپاره) چاودېدلو والا ده -
13
إِنَّهُۥ لَقَوۡلࣱ فَصۡلࣱ
86-13 بېشكه دا (قرآن) یقینًا (د حق او باطل) بېلونكې وینا ده -
14
وَمَا هُوَ بِٱلۡهَزۡلِ
86-14 او دا هیڅكله عبثه (او د ټوقو) خبره نه ده -
15
إِنَّهُمۡ يَكِيدُونَ كَيۡدࣰا
86-15 بېشكه دوى مكر او چل كوي، یو چل كول -
16
وَأَكِيدُ كَيۡدࣰا
86-16 او زه هم یو تدبیر كوم، تدبیر كول -
17
فَمَهِّلِ ٱلۡكَٰفِرِينَ أَمۡهِلۡهُمۡ رُوَيۡدَۢا
86-17 نو ته كافرانو ته مهلت وركړه، ته دوى ته لږ مهلت وركړه