Surah Al-A'la in پښتو
سورة الأعلى · Verses: 19 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
سَبِّحِ ٱسۡمَ رَبِّكَ ٱلۡأَعۡلَى
87-1 ته پاكي بیان كړه د خپل رب د نامې چې تر ټولو اوچت دى -
2
ٱلَّذِي خَلَقَ فَسَوَّىٰ
87-2 هغه چې پیدا يې كړل ټول شيان، پس ښه يې برابر كړل -
3
وَٱلَّذِي قَدَّرَ فَهَدَىٰ
87-3 او هغه (رب) چې اندازه يې وكړه، پس لاره يې وښووله -
4
وَٱلَّذِيٓ أَخۡرَجَ ٱلۡمَرۡعَىٰ
87-4 او هغه ذات چې تازه ګياه يې را اېستلې ده -
5
فَجَعَلَهُۥ غُثَآءً أَحۡوَىٰ
87-5 بيا يې هغه وګرځوله وچه توره -
6
سَنُقۡرِئُكَ فَلَا تَنسَىٰٓ
87-6 ژر ده چې مونږ به په تا باندې (قرآن) ولولو، نو ته به يې نه هېروې -
7
إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ إِنَّهُۥ يَعۡلَمُ ٱلۡجَهۡرَ وَمَا يَخۡفَىٰ
87-7 مګر هغه چې الله يې وغواړي، بېشكه دغه (الله) په ښكاره و پوهېږي او په هغه څه چې پټ وي -
8
وَنُيَسِّرُكَ لِلۡيُسۡرَىٰ
87-8 او مونږ به تا ته اسانې لارې ته اسانتیا دركوو -
9
فَذَكِّرۡ إِن نَّفَعَتِ ٱلذِّكۡرَىٰ
87-9 نو ته نصیحت (پند) كوه كه نصیحت كول نفع رسوي (يا بېشكه نصيحت كول نفع رسوي) -
10
سَيَذَّكَّرُ مَن يَخۡشَىٰ
87-10 ژر ده چې هغه څوك به پند واخلي چې وېرېږي -
11
وَيَتَجَنَّبُهَا ٱلۡأَشۡقَى
87-11 او له دغه (نصیحت) نه به تر ټولو بدبخته ډډه كوي -
12
ٱلَّذِي يَصۡلَى ٱلنَّارَ ٱلۡكُبۡرَىٰ
87-12 هغه چې تر ټولو لوى اور ته به ننوځي -
13
ثُمَّ لَا يَمُوتُ فِيهَا وَلَا يَحۡيَىٰ
87-13 بیا به دى په دغه (اور) كې نه مري او نه به ښه ژوند لري -
14
قَدۡ أَفۡلَحَ مَن تَزَكَّىٰ
87-14 یقینًا هغه څوك كامیاب شو چې پاك شو -
15
وَذَكَرَ ٱسۡمَ رَبِّهِۦ فَصَلَّىٰ
87-15 او د خپل رب نامه يې یاده كړه، پس لمونځ يې وكړ -
16
بَلۡ تُؤۡثِرُونَ ٱلۡحَيَوٰةَ ٱلدُّنۡيَا
87-16 بلكې تاسو (په اخرت باندې) دنيايي ژوند غوره كوئ -
17
وَٱلۡأٓخِرَةُ خَيۡرࣱ وَأَبۡقَىٰٓ
87-17 حال دا چې اخرت ډېر غوره او تل ترتله دى -
18
إِنَّ هَٰذَا لَفِي ٱلصُّحُفِ ٱلۡأُولَىٰ
87-18 بېشكه دا (خبرې) یقینًا په ړومبنیو صحیفو كې هم دي -
19
صُحُفِ إِبۡرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ
87-19 د ابراهیم او موسی په صحیفو كې