ﮪ
ترجمة معاني سورة الرّوم
باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية
.
من تأليف:
زكريا عبدالسلام
.
ﰡ
ﮫ
ﰀ
30-1 الف، لام، ميم
ﮭﮮ
ﰁ
30-2 رومیان مغلوب كړى شول
30-3 په ډېرې نزدې ځمكه كې، او دوى به د خپل مغلوب كېدو نه وروسته ژر غالب شي
30-4 په څو كلونو كې خاص الله ته حكم دى له دې نه مخكې او له دې نه وروسته او په دغې ورځ به مومنان خوشاله شي
30-5 د الله په مدد، هغه مدد كوي چا ته چې وغواړي او همغه ښه غالب، ښه مهربان دى
30-6 وعده كول د الله، الله د خپلې وعدې مخالفت نه كوي او لېكن د خلقو زیاتره نه پوهېږي
30-7 دوى د دنيايي ژوند په ظاهري (او سرسري شیانو) پوهېږي، په داسې حال كې چې دوى له اخرته هم دوى غافلان دي
30-8 ایا دوى په خپلو نفسونو كې فكر نه دى كړى، چې الله اسمانونه او ځمكه او هر هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي؛ نه دي پیدا كړي مګر په حقه سره او په ټاكلې نېټې سره او بېشكه ډېر له خلقو ځنې د خپل رب په ملاقات خامخا منكران(او كافران) دي
30-9 ایا دوى په ځمكه كې نه ګرځي، نو چې وګوري چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت وو او هغوى ځمكه څیروله او دا يې اباده كړې وه ډېره له هغې نه چې دوى دغه اباده كړې ده او دوى ته خپلو رسولانو ښكاره دلیلونه راوړي وو، نو الله كله هم داسې نه و چې په دوى ظلم وكړي او لېكن دوى (پخپله) په خپلو ځانونو ظلم كاوه
30-10 بیا د هغو كسانو انجام، چې بد يې كړي وو، ډېر بد و، په دې سبب چې دوى د الله د ایتونو تكذیب كړى و او په دغو (ایتونو) پورې به يې استهزا كولې
30-11 الله اول ځلې مخلوق پیدا كوي، بیا به يې اعاده كوي، بیا به خاص هغه ته ورګرځولى شي
30-12 او په هغې ورځ چې قیامت قايم شي، مجرمان به ناامېده شي
30-13 او د دوى لپاره به د دوى په شریكانو كې هېڅ شفاعت كوونكي نه وي او دوى به له خپلو شریكانو نه منكران (كافران) شي
30-14 او په كومه ورځ چې قیامت قايم شي، په دغې ورځ به دوى بېل بېل شي
30-15 نو هر چې هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو دوى به په باغ (جنت) كې خوشالولى شي
30-16 او پاتې شو هغه كسان چې كفر يې كړى دى او زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، نو دغه كسان به په عذاب كې حاضر كړى شوي وي
30-17 نو (وايئ) د الله تسبیح كله چې تاسو ماښام كوئ او كله چې تاسو سبا كوئ
30-18 او خاص هغه لره ستاينئ دي په اسمانونو اوپه ځمكه كې او (تسبیح وايئ) د ورځې په اخره برخه كې او كله چې تاسو ماسپښین كوئ
30-19 هغه (الله) له مړي نه ژوندى راوباسي او له ژوندي نه مړى راوباسي او ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كوي او همداسې به تاسو راویستل كېږئ
30-20 او یوه د هغه له نښو ځنې دا ده چې تاسو يې له خاورې پیدا كړئ، بیا ناڅاپه تاسو بشر وئ چې خورېدلئ
30-21 او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي
30-22 او د هغه له نښو ځنې د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او ستاسو د ژبو او ستاسو د رنګونو اختلاف (بېل والى) دى، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د عالمانو (پوهانو) لپاره
30-23 او د هغه له نښو نه ستاسو خوب دى، په شپه او ورځ كې او ستاسو لټول دي د هغه له فضله، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې اوري
30-24 او د هغه له نښو ځنې(دا) دي چې هغه تاسو ته برېښنا د وېرې او طمعې لپاره ښیي او له بره نه اوبه نازلوي، بیا په دغو (اوبو) سره ځمكه راژوندۍ كوي، د هغې له مرګ نه وروسته، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دي د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلي
30-25 او د هغه له نښو څخه (دا) دي چې اسمان او ځمكه د هغه په حكم سره ولاړ دي، بیا چې كله هغه تاسو راوبلي، یوځل بلل، له ځمكې نه، (نو) ناڅاپه به تاسو (ژوندي) راوځئ
30-26 او خاص د هغه لپاره دي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، (دغه) ټول د همده اطاعت كوونكي دي
30-27 او دى همغه ذات دى چې مخلوق اول ځلې پیدا كوي، بیا به دغه دوباره راژوندي كوي او دغه (بیا راژوندي كول) هغه (الله) ته ډېر اسان دي او خاص هغه لره تر ټولو لوړ شان (او صفت) دى په اسمانونو اوځمكه كې او هغه ښه غالب، ښه حكمت والا دى
30-28 هغه (الله) تاسو ته ستاسو له ځانونو نه یو مثال بیانوي (هغه دا چې) ایا تاسو لپاره ستاسو له مریانو څخه په هغه (مال) كې چې مونږ تاسو ته دركړى دى، څوك شریكان شته؟ نو چې تاسو (ټول) په هغه (مال) كې سره برابر يئ چې تاسو له دوى نه داسې وېرېږئ لكه ستاسو وېره كول له خپلو ځانونو (ازادو شریكانو) نه، همداسې مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو، د هغه قوم لپاره چې له عقل نه كار اخلئ
30-29 بلكې هغو كسانو چې ظلم يې كړى دى، بې له علمه د خپلو خواهشاتو پيروي وكړه، نو هغه چا ته به څوك هدایت وكړي چې الله ګمراه كړى دى او د دوى لپاره هېڅ مدد كوونكي نشته
30-30 نو ته خپل مخ دین ته نېغ (او برابر) وساته، په داسې حال كې چې حق ته مايل اوسې، (تاسو لازم ونیسئ) د الله هغه فطرت لره چې په هغه يې خلق پیدا كړي دي، د الله تخلیق لره هېڅ بدلون نشته همدغه سم(نېغ) دین دى، او لېكن د خلقو اكثریت نه پوهېږي
30-31 په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي يئ او له هغه نه ووېرېږئ او لمونځ قايم كړئ او له مشركانو څخه مه كېږئ
30-32 له هغو كسانو څخه چې خپل دین يې تار په تار كړى دى او ډلې ډلې (پارټۍ پارټۍ) شوي دي، هره یوه ډله په هغه څه سره چې له دوى سره دي؛ ډېره خوشحاله ده
30-33 او كله چې خلقو ته ضرر ورسېږي (نو) دوى خپل رب بولي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكي وي، بیا چې كله هغه (الله) له خپل جانبه په دوى رحمت وڅكوي، ناڅاپه په دوى كې یوه ډله له خپل رب سره شریكان نیسي
30-34 د دې لپاره چې دوى د هغه څه ناشكري وكړي چې مونږ دوى ته وركړي دي، نوتاسو فايده واخلئ، پس ژر به تاسو پوه شئ
30-35 ایا مونږ په دوى باندې كوم د لیل نازل كړى دى، نو دغه (دليل دوى ته) د هغه شي خبرې كوي چې دوى به د دغه (الله) سره شريكاوه
30-36 او كله چې مونږ په خلقو خپل رحمت وڅَكوو (نو) دوى په هغه خوشحال شي او كه دوى ته څه سختي ورسېږي د هغو عملونو په سبب چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي (نو) ناڅاپه دوى ناامېده شي
30-37 ایا دوى نه دي لیدلي چې بېشكه الله رزق فراخوي، چا ته چې وغواړي او تنګوي يې، بېشكه په دغه كې خامخا د هغه قوم لپاره نښې دي چې ایمان راوړي
30-38 نو ته رشته دار ته د هغه حق وركړه او مسكین او مسافر ته، دغه د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دي چې د الله مخ غواړي، اوهمدغه خلق پوره كامیاب دي
30-39 او هغه څه چې تاسو يې وركوئ، چې له سوده څخه وي، د دې لپاره چې د خلقو په مالونو كې زیات شي، نو د الله په نېز دغه نه زیاتېږي او هغه څه چې تاسو يې وركوئ چې له زكاته وي، په داسې حال كې چې تاسو د الله مخ غواړئ، نو همدغه كسان ډېر زیاتوونكي دي
30-40 الله هغه ذات دى چې تاسو يې پیدا كړئ، بیا هغه تاسو ته روزي دركړه، بیا به هغه تاسو مړه كوي، بیا به تاسو ژوندي كوي، ایا ستاسو په شریكانو كې كوم یو شته چې په دغو (كارونو) كې څه شى كولى شي؟ هغه (الله) ته پاكي ده او هغه ډېر اوچت دى له دې نه چې دوى ورسره شریك نیسي
30-41 په وچه او لونده (بر او بحر) كې فساد خور شو، په سبب د هغو (عملونو) چې د خلقو لاسونو كړي دي، د دې لپاره چې هغه (الله) په دوى ځینې برخه (د سزا) د هغو عملونو وڅكوي چې دوى كړي دي، د دې لپاره چې دوى راواپس شي
30-42 ته (دوى ته) ووایه: تاسو په ځمكه كې وګرځئ، نو وګورئ چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، د هغوى اكثره مشركان وو
30-43 نو ته خپل مخ ډېر نېغ (سم) دین ته برابر او قايم وساته له دې نه مخكې چې هغه ورځ راشي چې د الله له جانبه هغې ته بېرته ګرځېدل (ګرځول) نشته، په دغې ورځ كې به خلق تار په تار (بېل بېل) شي
30-44 هر څوك چې كافر شو، نو په همده باندې (عذاب د) كفر د ده دى او چا چې نېك عمل وكړ، نو دوى خاص د خپلو ځانونو لپاره فرشونه غوړوي (او ځایونه تیاروي)
30-45 د دې لپاره چې هغه (الله) هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي؛ له خپله فضله بدله وركړي، بېشكه هغه (الله) له كافرانو سره مینه نه كوي
30-46 او د هغه (الله) له نښو ځنې دا دي چې هغه هواګانې رالېږي، چې زېرى وركوونكي دي، او د دې لپاره چې په تاسو له خپل رحمته ځینې (مزې)! وڅكوي او د دې لپاره چې كشتۍ د هغه په حكم سره روانې شي، او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله ولټوئ، او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
30-47 اویقینًا یقینًا مونږ له تا نه مخكې خپلو قومونو رسولان ته لېږلي وو، نوهغوى دوى ته په ښكاره معجزو سره راغلل، نو مونږه له هغو كسانو نه چې جرم (كفر) يې كړى و، انتقام (او بدل) واخيست او په مونږه باندې د مومنانو مدد كول حق دي
30-48 الله هغه ذات دى چې هواګانې لېږي، نو هغه ورېځې پورته كوي، نو هغه (الله) دغه په بره كې څنګه چې وغواړي خوروي او دغه (ورېځې) ټوټه ټوټه لاندې باندې وګرځوي، بیا ته باران وینې چې د هغې (ورېځې) له مینځ نه راوځي، نو كله چې دغه (باران) هغه چا ته ورسوي چې هغه يې په خپلو بنده ګانو كې اراده كړې وي، ناڅاپه دوى ښه خوشحالي كوي
30-49 او یقینًا دوى مخكې له دې چې په دوى دغه (باران) نازل كړى شي، له دې نه مخكې خامخا نا امېده وو
30-50 نو ته د الله د رحمت نښو (او اشارو) ته وګوره، الله ځمكه د هغې له مرګ (وچ والي) نه وروسته څنګه ژوندۍ كوي، بېشكه دغه (الله) خامخا مړو لره ژوندي كوونكى دى او هغه په هر شي باندې قادر دى
30-51 او قسم دى كه مونږ (د دوى په فصلونو داسې ضرري) هوا را اولېږو، بیا دوى دغه (فصل) تك زېړ وویني،(نو) خامخا دوى به له دې نه بعد شي چې كفر به كوي
30-52 نو بېشكه ته مړو ته نشې اورولى او نه ته كڼو ته بلنه اورولى شې، كله چې هغوى مخ واړوي، په داسې حال كې چې شا كوونكي وي
30-53 او ته ړندو ته د هغوى له ګمراهۍ نه هدایت كوونكى نه يې، ته نشې اورولى مګر هغه چا ته چې زمونږ په ایتونو ایمان راوړي، نو دوى مسلمانان دي
30-54 الله هغه ذات دى چې تاسو يې له ضعف نه پیدا كړئ، بیا يې له كمزورۍ نه بعد قوت پیدا كړ، بیا يې له قوت نه پس كمزوري او بوډاوالى (دوېښتو سپین والى) پیدا كړ، څه چې هغه وغواړي پیدا كوي، او همغه ښه عالم، ښه قدرت والا دى
30-55 او په هغې ورځ كې چې قیامت به قايم شي، مجرمان (كافران) به (په دې) قسم خوري چې دوى (په دنیا كې) له یو ساعت نه غیر نه دي پاتې شوي، همدارنګې به دوى ګرځولى شول
30-56 او هغه كسان به چې هغوى ته علم او ایمان وركړى شوى و، ووايي: یقینًا یقینًا تاسو د الله په كتاب كې د بعث (بیا راژوندي كولو) د ورځې پورې پاتې شوي یئ، نو دا د بعث، ورځ ده، او لېكن تاسو وئ چې نه پوهېدئ
30-57 نو په دغې ورځ به هغو كسانو ته چې ظلم (شرك) يې كړى دى، د هغوى عذر فايده نه رسوي او نه به له دوى نه د معذرت كولو (او توبه اېستلو) غوښتنه كېږي
30-58 او یقینًا یقینًا مونږه خلقو ته په دې قرآن كې هر قسمه مثال بیان كړى دى، او قسم دى كه ته دوى ته كومه نښه (معجزه) راوړې (نو) هغه كسان به چې كافران شوي دي؛ خامخا ضرور وايي: تاسو نه يئ مګر باطل (او ناحق) ویونكي
30-59 همداسې الله د هغو كسانو په زړونو مهر لګوي چې نه پوهېږي
30-60 نو (اى نبي) ته صبر كوه، بېشكه د الله وعده حقه ده او تا دې له سره سپك نه كړي هغه كسان چې (په اخرت) یقین نه لري