Surah Ash-Sharh in پښتو
سورة الشرح · Verses: 8 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
أَلَمۡ نَشۡرَحۡ لَكَ صَدۡرَكَ
94-1 ایا مونږ تا لره ستا سینه نه ده فراخه كړې -
2
وَوَضَعۡنَا عَنكَ وِزۡرَكَ
94-2 او له تا نه مو ستا دروند بار كوز كړى -
3
ٱلَّذِيٓ أَنقَضَ ظَهۡرَكَ
94-3 هغه (بار) چې ستا شا يې كږه (او) درنه كړې وه -
4
وَرَفَعۡنَا لَكَ ذِكۡرَكَ
94-4 او تا لپاره مو ستا ذكر اوچت كړ -
5
فَإِنَّ مَعَ ٱلۡعُسۡرِ يُسۡرًا
94-5 نو بېشكه له سختۍ سره اساني شته -
6
إِنَّ مَعَ ٱلۡعُسۡرِ يُسۡرࣰا
94-6 بېشكه له سختۍ سره اساني شته -
7
فَإِذَا فَرَغۡتَ فَٱنصَبۡ
94-7 نو كله چې ته فارغ شې، نو (په عبادت كې،) ځان ستړى كوه -
8
وَإِلَىٰ رَبِّكَ فَٱرۡغَب
94-8 او خاص خپل رب ته رغبت (او زاري) كوه