Surah Ad-Duha in پښتو
سورة الضحى · Verses: 11 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
وَٱلضُّحَىٰ
93-1 قسم دى په څاښت باندې -
2
وَٱلَّيۡلِ إِذَا سَجَىٰ
93-2 او په شپه باندې كله چې قراره شي -
3
مَا وَدَّعَكَ رَبُّكَ وَمَا قَلَىٰ
93-3 چې ته خپل رب نه پریښى يې او نه يې (درسره) بغض ساتلى دى -
4
وَلَلۡأٓخِرَةُ خَيۡرࣱ لَّكَ مِنَ ٱلۡأُولَىٰ
93-4 او خامخا اخرت تا لپاره له دنیا نه ډېر غوره دى -
5
وَلَسَوۡفَ يُعۡطِيكَ رَبُّكَ فَتَرۡضَىٰٓ
93-5 او خامخا ژر به تا ته ستا رب دركړي، نو ته به راضي (خوشحاله) شې -
6
أَلَمۡ يَجِدۡكَ يَتِيمࣰا فَـَٔاوَىٰ
93-6 ایا ته يې یتیم نه وې موندلى؟ پس پناه ځاى يې دركړ -
7
وَوَجَدَكَ ضَآلࣰّا فَهَدَىٰ
93-7 او ته يې ناخبره (او ناپوه) وموندلې، نو لار ښوونه يې (درته) وكړه -
8
وَوَجَدَكَ عَآئِلࣰا فَأَغۡنَىٰ
93-8 او ته يې فقیر وموندلې، نو غني يې كړې -
9
فَأَمَّا ٱلۡيَتِيمَ فَلَا تَقۡهَرۡ
93-9 نو هر چې یتیم دى، نو ته (ده ته) قهر مه كوه -
10
وَأَمَّا ٱلسَّآئِلَ فَلَا تَنۡهَرۡ
93-10 او هر چې سوالګرى دى، نو ته يې مه رټه -
11
وَأَمَّا بِنِعۡمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثۡ
93-11 او پاتې شو (نعمت) نو ته د خپل رب نعمت بیانوه