ترجمة سورة العصر

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة العصر باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

103-1 قسم دى په عصر (مازیګر، یا زمانه)
103-2 چې بېشكه یقینًا انسان په زیان (او تاوان) كې دى
103-3 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړې دي او یو بل ته يې د حق (دین) وصیت كړى دى، او یو بل ته يې د صبر وصیت كړى دى
Icon