ترجمة سورة الفاتحة

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الفاتحة باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .
1-1 د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
1-2 ټول (د كمال) صفتونه خاص د الله لپاره دي چې د ټولو عالَمونو ښه پالونكى دى
1-3 ډېر زيات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى
1-4 د بَدلې د ورځې مالك دى
1-5 مونږ خاص ستا عبادت كوو او خاص له تا نه مدد غواړو
1-6 ته مونږ ته سَمَه (نېغه) لاره وښَيَه
1-7 د هغو خلقو لاره چې تا پر هغوى باندې انعام كړى دى؛ چې نه پر هغوى باندې غضب شوى او نه ګمراهان دي
Icon