Surah Al-Mutaffifin in پښتو
سورة المطففين · Verses: 36 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
وَيۡلࣱ لِّلۡمُطَفِّفِينَ
83-1 (په تول او پېمانه كې) كمي كوونكو لره هلاكت دى -
2
ٱلَّذِينَ إِذَا ٱكۡتَالُواْ عَلَى ٱلنَّاسِ يَسۡتَوۡفُونَ
83-2 هغه كسان چې دوى له خلقو نه ځان ته پېمانه اخلي (، نو) پوره (يې) اخلي -
3
وَإِذَا كَالُوهُمۡ أَو وَّزَنُوهُمۡ يُخۡسِرُونَ
83-3 او كله چې دغو (خلقو) ته پېمانه وركوي، یا يې دوى ته تلي (، نو) كمى كوي -
4
أَلَا يَظُنُّ أُوْلَٰٓئِكَ أَنَّهُم مَّبۡعُوثُونَ
83-4 ایا دغه خلق یقین نه كوي چې بېشكه دوى به بیا راژوندي كول شي -
5
لِيَوۡمٍ عَظِيمࣲ
83-5 په ډېره لویه ورځ كې (د حساب لپاره) -
6
يَوۡمَ يَقُومُ ٱلنَّاسُ لِرَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ
83-6 هغه ورځ چې خلق به ’’رب العلمین‘‘ ته ودرېږي -
7
كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلۡفُجَّارِ لَفِي سِجِّينࣲ
83-7 هیڅكله داسې نه ده په كار، بېشكه د فاجرانو (كافرانو) كتاب (لیكل شوي عملونه) خامخا په سجین كې دي -
8
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا سِجِّينࣱ
83-8 او ته څه شي پوه كړې چې سجین څه شى دى -
9
كِتَٰبࣱ مَّرۡقُومࣱ
83-9 یو دفتر (كتاب) دى لیكل شوى -
10
وَيۡلࣱ يَوۡمَئِذࣲ لِّلۡمُكَذِّبِينَ
83-10 په دغې ورځ كې د دروغ ګڼونكو لپاره هلاكت دى -
11
ٱلَّذِينَ يُكَذِّبُونَ بِيَوۡمِ ٱلدِّينِ
83-11 هغه كسان چې د بدلې ورځ دروغ ګڼي -
12
وَمَا يُكَذِّبُ بِهِۦٓ إِلَّا كُلُّ مُعۡتَدٍ أَثِيمٍ
83-12 او دغه (ورځ) دروغ نه ګڼي مګر هر زیاتي كوونكى، سخت ګناه ګار -
13
إِذَا تُتۡلَىٰ عَلَيۡهِ ءَايَٰتُنَا قَالَ أَسَٰطِيرُ ٱلۡأَوَّلِينَ
83-13 كله چې ده ته زمونږ ایتونه تلاوت كولى شي؛ دى وايي: (دا) د ړومبنیو (خلقو) باطلې قصې دي -
14
كَلَّاۖ بَلۡۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُواْ يَكۡسِبُونَ
83-14 داسې نه ده، بلكې د دوى په زړونو باندې هغو (د ګناه عملونو) زنګ لګولى دى چې دوى به كول -
15
كَلَّآ إِنَّهُمۡ عَن رَّبِّهِمۡ يَوۡمَئِذࣲ لَّمَحۡجُوبُونَ
83-15 داسې نه ده په كار، بېشكه دوى به په دغې ورځ كې له خپل رب نه یقینًا په حجاب (بند) كړى شوي وي -
16
ثُمَّ إِنَّهُمۡ لَصَالُواْ ٱلۡجَحِيمِ
83-16 بیا بېشكه دوى یقینًا دوزخ ته ننوتونكي دي -
17
ثُمَّ يُقَالُ هَٰذَا ٱلَّذِي كُنتُم بِهِۦ تُكَذِّبُونَ
83-17 بیا به (دوى ته) ویلى شي: دا هغه (دوزخ) دى چې تاسو به دا دروغ ګاڼه -
18
كَلَّآ إِنَّ كِتَٰبَ ٱلۡأَبۡرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ
83-18 داسې نه ده، بېشكه د نېكانو (خلقو) عملنامې (لیكلى كتاب) خامخا په ’’علِّیین‘‘ كې دي -
19
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا عِلِّيُّونَ
83-19 او ته څه شي پوه كړې چې ’’علّیون‘‘ څه شى دى -
20
كِتَٰبࣱ مَّرۡقُومࣱ
83-20 یو دفتر (كتاب) دى چې لیكل شوى دى -
21
يَشۡهَدُهُ ٱلۡمُقَرَّبُونَ
83-21 چې ده ته مقرب (بنده ګان او ملايك) حاضرېږي -
22
إِنَّ ٱلۡأَبۡرَارَ لَفِي نَعِيمٍ
83-22 بېشكه نېكان خلق یقینًا په نعمتونو كې دي -
23
عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ
83-23 دوى به په تختونو باندې (ناست) وي، ګوري به -
24
تَعۡرِفُ فِي وُجُوهِهِمۡ نَضۡرَةَ ٱلنَّعِيمِ
83-24 (اى كتونكیه!) ته به د دوى په مخونو كې د نعمتونو تازګي وینې -
25
يُسۡقَوۡنَ مِن رَّحِيقࣲ مَّخۡتُومٍ
83-25 په دوى به مُهر (ټاپه)كړى شوي خالص شراب څښولى شي -
26
خِتَٰمُهُۥ مِسۡكࣱۚ وَفِي ذَٰلِكَ فَلۡيَتَنَافَسِ ٱلۡمُتَنَٰفِسُونَ
83-26 چې د دغو مُهر (ټاپه) به مشك وي، او په دغه (نعمتونو) كې، پس په كار ده چې رغبت كوونكي رغبت وكړي -
27
وَمِزَاجُهُۥ مِن تَسۡنِيمٍ
83-27 د دغو (شرابو) ګډون له تسنیم (چينې) څخه دى -
28
عَيۡنࣰا يَشۡرَبُ بِهَا ٱلۡمُقَرَّبُونَ
83-28 چې یوه چینه ده چې له دې نه به (د الله) مقربین څښي -
29
إِنَّ ٱلَّذِينَ أَجۡرَمُواْ كَانُواْ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ يَضۡحَكُونَ
83-29 بېشكه هغه كسان چې جرم (د كفر) يې كړى دى، دوى به په هغو كسانو پورې خندا كوله چې ایمان يې راوړى و -
30
وَإِذَا مَرُّواْ بِهِمۡ يَتَغَامَزُونَ
83-30 او كله چې به د دوى (مومنانو) په خوا كې تېرېدل (نو) په خپلو منځونو كې به يې سترګكونه وهل -
31
وَإِذَا ٱنقَلَبُوٓاْ إِلَىٰٓ أَهۡلِهِمُ ٱنقَلَبُواْ فَكِهِينَ
83-31 او كله چې به دوى خپلو كورونو ته واپس كېدل (نو) خوشاله به واپس كېدل -
32
وَإِذَا رَأَوۡهُمۡ قَالُوٓاْ إِنَّ هَٰٓؤُلَآءِ لَضَآلُّونَ
83-32 او كله چې به دوى دغه (مسلمانان) وليدل (نو) ويل به يې: بېشكه دغه خلق یقینًا ګمراهان دي -
33
وَمَآ أُرۡسِلُواْ عَلَيۡهِمۡ حَٰفِظِينَ
83-33 حال دا چې دوى په دغو (مومنانو) باندې نګرانان (څوكيداران) نه وو لېږل شوي -
34
فَٱلۡيَوۡمَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ مِنَ ٱلۡكُفَّارِ يَضۡحَكُونَ
83-34 نو په نن ورځ به هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى؛ په كافرانو پورې خندا كوي -
35
عَلَى ٱلۡأَرَآئِكِ يَنظُرُونَ
83-35 په تختونو باندې به ناست وي، چې ګوري به -
36
هَلۡ ثُوِّبَ ٱلۡكُفَّارُ مَا كَانُواْ يَفۡعَلُونَ
83-36 یقینًا كافرانو ته د هغه څه بدله وركړى شوه چې دوى به كول