ترجمة سورة الفلق

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الفلق باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

113-1 (اى نبي) ته ووایه: زه په رب د سبا پورې پناه نيسم
113-2 د هر هغه شي له شر نه چې ده پیدا كړى دى
113-3 او د تیارې شپې له شر نه كله چې تكه توره (او خوره) شي
113-4 او له شره د هغو (جادوګرو) ښځو چې په غوټو كې پوكي وهونكې دي
113-5 او د حسد كوونكي له شر نه كله چی دى حسد (شروع او ښكاره) كړي
Icon