Surah Al-Balad in پښتو
سورة البلد · Verses: 20 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
لَآ أُقۡسِمُ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ
90-1 زه قسم خورم په دې ښار باندې -
2
وَأَنتَ حِلُّۢ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ
90-2 په داسې حال كې چې ته په دې ښار كې اوسېدونكى يې -
3
وَوَالِدࣲ وَمَا وَلَدَ
90-3 او په زېږوونكي باندې او په هغه باندې چې ده زېږولي دي -
4
لَقَدۡ خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ فِي كَبَدٍ
90-4 یقینًا یقینًا مونږ انسان په مشقت كې پیدا كړى دى -
5
أَيَحۡسَبُ أَن لَّن يَقۡدِرَ عَلَيۡهِ أَحَدࣱ
90-5 ایا دغه (كافر انسان) خیال كوي چې بېشكه شان دا دى چې په ده باندې به هیڅوك قادر نشي -
6
يَقُولُ أَهۡلَكۡتُ مَالࣰا لُّبَدًا
90-6 دى وايي: ما ډېر زیات مال خرڅ كړى (لګولى) دى -
7
أَيَحۡسَبُ أَن لَّمۡ يَرَهُۥٓ أَحَدٌ
90-7 ایا دى خیال كوي چې بېشكه دى هیچا نه دى لیدلى -
8
أَلَمۡ نَجۡعَل لَّهُۥ عَيۡنَيۡنِ
90-8 ایا مونږ ده ته دوه سترګې نه دي وركړي -
9
وَلِسَانࣰا وَشَفَتَيۡنِ
90-9 او یوه ژبه او دوه شونډي -
10
وَهَدَيۡنَٰهُ ٱلنَّجۡدَيۡنِ
90-10 اومونږ ده ته دوه لارې ښودلي دي -
11
فَلَا ٱقۡتَحَمَ ٱلۡعَقَبَةَ
90-11 نو ده د غونډۍ په ختلو كې هېڅ تكلیف ونه وېست -
12
وَمَآ أَدۡرَىٰكَ مَا ٱلۡعَقَبَةُ
90-12 او ته څه شي پوه كړې چې (ختل د) غونډۍ څه شى دى؟ -
13
فَكُّ رَقَبَةٍ
90-13 خلاصول د څټ (ازادول د مريي) دي -
14
أَوۡ إِطۡعَٰمࣱ فِي يَوۡمࣲ ذِي مَسۡغَبَةࣲ
90-14 او طعام وركول دي په داسې ورځ كې چې د لوږې والا ده -
15
يَتِيمࣰا ذَا مَقۡرَبَةٍ
90-15 یتیم ته چې د خپلوۍ خاوند وي -
16
أَوۡ مِسۡكِينࣰا ذَا مَتۡرَبَةࣲ
90-16 یا مسكین ته چې په خاورو ككړ وي -
17
ثُمَّ كَانَ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلصَّبۡرِ وَتَوَاصَوۡاْ بِٱلۡمَرۡحَمَةِ
90-17 بیا دغه له هغو كسانو ځنې وي چې ایمان يې راوړى وي او یو بل ته د صبر وصیت كوي او یو بل ته د مهربانۍ (او شفقت) كولو وصیت كوي -
18
أُوْلَٰٓئِكَ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَيۡمَنَةِ
90-18 دغه كسان دښي اړخ والا دي -
19
وَٱلَّذِينَ كَفَرُواْ بِـَٔايَٰتِنَا هُمۡ أَصۡحَٰبُ ٱلۡمَشۡـَٔمَةِ
90-19 او هغه كسان چې زمونږ په ایتونو باندې كافران شوي دي دوى د چپ (ګس) اړخ والا دي -
20
عَلَيۡهِمۡ نَارࣱ مُّؤۡصَدَةُۢ
90-20 په دوى باندې به سرپوښ كړى شوى اور وي