Surah Al-'Alaq in پښتو
سورة العلق · Verses: 19 · Meccan
Translation: الترجمة البشتوية
-
1
ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ
96-1 ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات) -
2
خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ
96-2 ده انسان له پرنې (ټوټې) وینې نه پیدا كړى دى -
3
ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ
96-3 ته ولوله، په داسې حال كې چې ستا رب تر ټولو لوى كریم دى -
4
ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ
96-4 هغه چې په قلم سره يې ښوونه كړې ده -
5
عَلَّمَ ٱلۡإِنسَٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ
96-5 انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده -
6
كَلَّآ إِنَّ ٱلۡإِنسَٰنَ لَيَطۡغَىٰٓ
96-6 حقه دا خبره ده چې یقینًا انسان خامخا سركشي كوي -
7
أَن رَّءَاهُ ٱسۡتَغۡنَىٰٓ
96-7 په دې وجه چې دى خپل ځان ویني چې دى بې پروا (بې حاجته) شو -
8
إِنَّ إِلَىٰ رَبِّكَ ٱلرُّجۡعَىٰٓ
96-8 بېشكه خاص ستا رب ته بېرته ورتلل دي -
9
أَرَءَيۡتَ ٱلَّذِي يَنۡهَىٰ
96-9 ته ما ته خبر راكړه د هغه كس چې منع كوي -
10
عَبۡدًا إِذَا صَلَّىٰٓ
96-10 بنده (محمدﷺ) لره كله چې دى لمونځ كوي -
11
أَرَءَيۡتَ إِن كَانَ عَلَى ٱلۡهُدَىٰٓ
96-11 ته ما ته خبر راكړه كه چېرې دغه (بنده) په هدایت وي -
12
أَوۡ أَمَرَ بِٱلتَّقۡوَىٰٓ
96-12 یا په تقوٰی (پرهېزګارۍ) سره حكم كوي -
13
أَرَءَيۡتَ إِن كَذَّبَ وَتَوَلَّىٰٓ
96-13 ته ما ته خبر راكړه كه دغه (منع كوونكى) تكذیب كوي او (له حق نه) مخ اړوي -
14
أَلَمۡ يَعۡلَم بِأَنَّ ٱللَّهَ يَرَىٰ
96-14 ایا دى نه پوهېږي چې بېشكه الله ویني؟ -
15
كَلَّا لَئِن لَّمۡ يَنتَهِ لَنَسۡفَعَۢا بِٱلنَّاصِيَةِ
96-15 داسې نه ده! قسم دى كه دى منع نشو، (نو) مونږ به (دى) خامخا ضرور ډېر سخت راكاږو د تندي (وچولي) په وېښتانو سره -
16
نَاصِيَةࣲ كَٰذِبَةٍ خَاطِئَةࣲ
96-16 داسې تندى چې دروغجن (او) خطا كار دى -
17
فَلۡيَدۡعُ نَادِيَهُۥ
96-17 نو دى دې خپل مجلس والا راوبلي -
18
سَنَدۡعُ ٱلزَّبَانِيَةَ
96-18 ژر ده چې مونږ به ډېر سخت تند خویه ملايك راوبلو -
19
كَلَّا لَا تُطِعۡهُ وَٱسۡجُدۡۤ وَٱقۡتَرِب۩
96-19 داسې نه ده ته د ده خبره مه منه، او (الله ته) سجده كوه او (الله ته) ښه نژدې شه