ترجمة سورة العاديات

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة العاديات باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

100-1 قسم دى په تېزو ځغلېدونكو اسونو، چې له سینو او ګېډو نه اواز ایستونكي دي
100-2 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې په خپلو سُمانو سره تیږې وهي او اور را ایستونكي دي
100-3 پس (قسم دى) په هغو اسونو چې د سبا په وخت كې لوټمار كوونكي دي
100-4 نو په دغه وخت كې دغه (اسونه) ګرد پورته كوي
100-5 پس په دغه وخت كې د لويې ډلې په مینځ كې ننوځي
100-6 چې بېشكه انسان د خپل رب ډېر ناشكره دى
100-7 او بېشكه دى په دې خبره یقینًا ښه خبردار (او ګواه) دى
100-8 او بېشكه دى د مال په مینه كې یقینًا ډېر سخت دى
100-9 ایا نو دى نه پوهېږي كله چې هغه (مړي) راوښكل شي چې په قبرونو كې دي؟
100-10 او هغه څه راښكاره كړى شي چې په سینو كې دي
100-11 بېشكه د دوى رب په دغې ورځ كې په دوى باندې یقینًا ښه خبردار دى
Icon