ترجمة سورة القارعة

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة القارعة باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

101-1 (د زړونو) ټكوونكى (قیامت)
101-2 (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
101-3 او ته څه شي پوه كړې چې (د زړونو) ټكوونكى څه شى دى؟
101-4 (دى به زړونه ټكوي) په هغې ورځ كې چې خلق به د خواره كړى شویو پتنګانو په شان شي
101-5 او غرونه به د ډانډس كړى شوې رنګینې وړۍ په شان شي
101-6 نو هر چې هغه څوك دى چې د هغه تلې درنې شوې
101-7 نو دى به په ډېر ښه ژوندون كې وي
101-8 او پاتې شو هغه كس چې د هغه تلې سپكې شوې
101-9 نو د ده استوګنځى هاویه ده
101-10 او ته څه شي پوه كړې چې دغه (هاویه) څه شى دى؟
101-11 (دغه) ډېر ګرم اور دى
Icon