ترجمة سورة النّور

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة النّور باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

24-1 (دا) یو سورت دى چې مونږ دا نازل كړى دى او مونږ دا فرض كړى دى او مونږ په ده كې ښكاره ایتونه نازل كړي دي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت واخلئ
24-2 هغه ښځه چې زنا يې كړي وي او هغه سړى چې زنا يې كړي وي، نو تاسو (اى قاضیانو او حاكمانو) په دغو دواړو كې هر یو سل دُرې ووهئ او تاسو دې د الله په دین كې (په حكم نافذولو كې) په دغو باندې زړه سوى ونه نیسي، كه یئ تاسو چې په الله او په ورځ د اخرت ایمان لرئ او د دې دواړو سزا ته دې د مومنانو یوه ډله حاضره وي
24-3 زنا كار سړى نكاح نه كوي مګر له زناكارې، یا مشركې ښځې سره او زناكاره ښځه، له هغې سره نكاح نه كوي مګر زنا كار، یا مشرك سړى او په مومنانو باندې دغه (زنا او د زنا كارو سره نكاح) حرام كړى شوي دي
24-4 او هغه كسان چې په پاكدامنو ښځو تهمت لګوي، بیا څلور ګواهان رانه ولي، نو تاسو دوى اتیا دُرې ووهئ او هېڅكله هم د دوى ګواهي مه قبلوئ او همدغه كسان فاسقان دي
24-5 مګر هغه كسان چې له دې نه بعد توبه وباسي او (د ځان) اصلاح وكړي، نو بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
24-6 او هغه كسان چې په خپلو ښځو تهمت ولګوي او له خپلو ځانونو نه غير نور د دوى لپاره څوك ګواهان نه وي، نو د دوى د یو ګواهي څلور ځلې د الله په نامه شاهدي كول دي چې بېشكه دا خامخا له رښتينو څخه دى
24-7 او پنځمه (ګواهي) دا چې بېشكه په ده دې د الله لعنت وي كه دا له دروغجنو ځنې وي
24-8 او له هغې نه سزا دفع كوي دا چې هغه (ښځه) څلور ځلې د الله په نامه شاهدي وركړي چې بېشكه دغه (سړى) خامخا له دروغجنو ځنې دى
24-9 او پنځمه (ګواهي) دا چې بېشكه د الله غضب دې په دې وي كه دا (سړى په دې تهمت لګولو كې) له رښتیا ویونكو ځنې وي
24-10 او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى او دا چې بېشكه الله ډېر توبه قبلوونكى، ښه حكمت والا دى (نو تاسو به په دنیا كې معذب شوي وى)
24-11 بېشكه هغه كسان چې غټ دروغ يې راوړي دي، له هم تاسو نه یوه ډله ده، په دې (دروغو) د ځان لپاره د شر ګمان مه كوئ بلكې دا تاسو لپاره خیر دى، په دغو (بهتان ویونكو) كې د هر یو سړي لپاره هغه شى دى چې هغه ګټلى دى له ګناه نه او هغه كس چې د دغو (دروغو) لوى بار يې پورته كړى دى په دوى كې د ده لپاره ډېر لوى عذاب دى
24-12 كله چې تاسو دا (دروغ) واورېدل، نو ولې مومنو سړیو او مومنو ښځو په خپلو ځانونو باندې د خیر ګمان ونه كړ او دا يې ونه ویل چې دا ښكاره دروغ دي
24-13 ولې يې په دې (دروغو) باندې څلور ګواهان رانه وستل، نو كله چې يې څلور ګواهان رانه وستل، نو همدغه كسان د الله په نیز دروغجن دي
24-14 او كه چېرې پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى په دنیا او اخرت كې (، نو) خامخا به تاسو ته د هغو (دروغو) په سبب چې تاسو په هغه كې غوپه شوي وئ ؛ ډېر لوى عذاب دررسېدلى و
24-15 كله چې تاسو دا (بهتان) په خپلو ژبو سره اخيسته او تاسو به په خپلو خولو سره هغه خبرې كولې چې تاسو ته د هغې هېڅ علم نه و او تاسو به دا خبره اسانه ګڼله، حال دا چې هغه د الله په نیز ډېره لویه وه
24-16 او كله چې تاسو دا (بهتان) واورېده (، نو) ولې تاسو ونه ویلې: مونږ ته جايز نه دي چې په دې خبره باندې خوله وخوځوو، تا لره پاكي ده (اى ربه!) دا ډېر لوى بهتان دى
24-17 تاسو ته الله نصیحت كوي چې تاسو د دې په مثل كار ته هيڅكله هم ونه ګرځئ كه تاسو مومنان یئ
24-18 او الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
24-19 بېشكه هغه كسان چې خوښوي چې په مومنانو كې فاحشه (بدنامي) خوره شي، د دوى لپاره په دنیا او اخرت كې ډېر دردوونكى عذاب دى، او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ
24-20 او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى او دا چې بېشكه الله ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى دى (نو په دنيا كې به ډېر رسوا شوي وى)
24-21 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د شیطان د قدمونو پیروي مه كوئ او چا چې د شیطان د قدمونو پیروي وكړه، نو بېشكه دا (شیطان) د بې حیایۍ او ناروا كارونو امر كوي او كه پر تاسو باندې د الله فضل او د هغه رحمت نه وى (نو) په تاسو كې هیڅوك هیڅكله هم ( د بهتان له ګناه نه) پاك شوى نه وى او لېكن الله پاكوي چا لره چې وغواړي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
24-22 او په تاسو كې دې د فضیلت او فراخۍ خاوندان له دې قسم نه خوري چې نه به وركوي (نفقه) خپلوانو او مسكینانو او د الله په لار كې هجرت كوونكو ته او دوى دې معافي وكړي او تېر دې شي، ایا تاسو دا نه خوښوئ چې الله تاسو ته بخښنه وكړي او الله ښه بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
24-23 بېشكه هغه كسان چې په پاك لمنو، ناخبره مومنو ښځو باندې تهمت لګوي په دوى باندې په دنیا او اخرت كې لعنت كړى شوى دى او د دوى لپاره لوى عذاب دى
24-24 په هغې ورځ چې په دوى باندې به خپلې ژبې او خپل لاسونه او خپلې پښې ګواهي كوي (د دوى) په هغو عملونو چې دوى به كول
24-25 په دغې ورځ كې به الله دوى ته د دوى حقه (لايقه) بدله پوره وركړي او دوى به پوه شي چې بېشكه الله، هم هغه ښكاره ( او ثابت) حق دى
24-26 ناپاكې ښځې د ناپاكو سړیو لپاره دي او ناپاك سړي د ناپاكو ښځو لپاره دي او پاكې ښځې د پاكو سړیو لپاره دي او پاك سړي د پاكو ښځو لپاره دي، دغه (پاكان خلق) پاك او بري دي له هغو خبرو نه چې دوى (دروغجن) يې وايي او د دغو (پاكو خلقو) لپاره مغفرت او عزتناكه روزي ده
24-27 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى تاسو له خپلو كورونو نه غیر نورو كورونو ته مه داخلېږئ، تر دې چې تاسو اجازه وغواړئ او د هغو په اوسېدونكو سلام واچوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ
24-28 نو كه تاسو په دې (كورونو) كې څوك ونه مومئ، نو تاسو هغو ته مه ننوځئ، تر دې چې تاسو ته اجازت دركړى شي او كه تاسو ته وویل شي چې بېرته وګرځئ، نو تاسو بېرته وګرځئ، دا تاسو لپاره ډېر پاكیزه دي او الله په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ ؛ ښه عالم دى
24-29 پر تاسو باندې هېڅ ګناه نشته چې تاسو داسې كورونو ته داخل شئ چې د اوسېدنې نه دي (او) په هغو كې ستاسو څه سامان (منفعت) وي او الله پوهېږي په هغه څه چې تاسو يې څرګندوئ او هغه چې تاسو يې پټوئ
24-30 ته مومنانو ته ووایه چې خپلې سترګې دې (له نامحرمو نه) ټيټې ساتي او د خپلو فرجونو (شرم ځایونو) ساتنه دې كوي، دا د دوى لپاره ډېر پاكیزه دي، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي
24-31 او ته مومنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتي او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې كوي او خپل زینت دې نه ښكاره كوي مګر هغه چې له دې (زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږي، او په خپلو ګرېوانونو دې پړوني واچوي او دوى دې خپل زينت نه څرګندوي مګر د خپلو خاوندانو لپاره یا د خپلو پلرونو یا د خپلو خاوندانو د پلرونو لپاره یا د خپلو زامنو لپاره يا د خپل خاوند د زامنو لپاره يا د خپلو وروڼو لپاره يا د خپلو ورېرونو لپاره يا د خپلو خورينو لپاره يا د خپلو ښځو لپاره يا هغه چا ته چې د دوى ښي لاسونه يې مالكان شوي دي، یا هغو تابعانو ته چې ښځو ته له حاجت والاوو نه وي له سړیو نه، یا هغو وړو هلكانو (ماشومانو) ته چې د ښځو په اسرارو او پټو خبرو واقف شوي نه وي او دا (ښځې) دې خپلې پښې نه وهي، د دې لپاره چې معلوم كړى شي هغه څه چې دوى يې له خپل زینت ځنې پټوي او تاسو ټول الله ته توبه وباسئ اى مومنانو! د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
24-32 او په تاسو كې د بې واده خلقو (ښځې وي او كه سړي) نكاح كوئ، او په خپلو مریانو او وینځو كې د نېكانو صالحو (هم نكاح كوئ) كه چېرې (دغه ذكر شوي خلق) فقیران وي (نو) الله به دوى له خپله فضله غنیان كړي او الله د فراخۍ والا، ښه عالم دى
24-33 او هغه كسان دې خپل ځان (او عفت) وساتي چې (اسباب د) نكاح نه مومي تر هغه پورې چې الله دوى له خپله فضله غنیان كړي او ستاسو په مریانو وینځو كې چې څوك مكاتب والى غواړي، نو تاسو له هغوى سره مكاتبت وكړئ كه تاسو په دوى كې څه خیر معلوم كړئ او تاسو دوى ته د الله له هغه مال نه وركړئ چې تاسو ته يې دركړى دى او تاسو خپلې وینځې په زنا مه مجبوروئ، كه دوى د ځان پاك ساتلو اراده لري، د دې لپاره چې تاسو د دنيايي ژوند سامان (او مال) طلب كړئ او څوك چې دوى مجبورې كړي، نو بېشكه الله(چې دى) په دوى باندې د (مالكانو له) زور نه پس ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
24-34 او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته څرګندوونكي ایتونه نازل كړي دي او حال د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې تېر شوي دي او نصیحت لپاره د متقیانو
24-35 الله د اسمانونو او ځمكې نور دى، د هغه د نور صفت داسې دى لكه یوه طاقچه ده چې په هغې كې بله ډیوه ده، بله ډیوه په شیشې (قندیل) كې ده، دغه قندیل (داسې دى) ګویاكې هغه روڼ ځلېدونكى ستورى دى، د زیتون له مباركې ونې نه بلولى شي چې (دغه ونه) نه مشرق طرف ته وي او نه مغرب طرف ته، نژدې ده چې د هغې تېل (پخپله) رڼا وكړي اګر چې دغو ته اور هم نه وي رسېدلى، رڼا له پاسه رڼا، الله د خپل نور په طرف هغه چا ته لار ښیي چې يې وغواړي او الله د خلقو لپاره مثالونه بیانوي، او الله په هر شي باندې ښه پوه دى
24-36 په هغو كورونو (جوماتونو) كې چې الله حكم كړى دى چې پورته دې كړل شي او په دغو كې دې د ده نوم یادوه شي او په دغو (جوماتونو) كې د هغه پاكي بیانوي، د ورځې په شروع كې او د ورځې په اخر كې
24-37 (داسې) سړي چې د الله له ذكر او لمونځ قايمولو او د زكات اداكولو نه يې نه تجارت غافله كوي او نه اخيستل خرڅول، دوى له هغې ورځې نه وېرېږي چې په هغې كې به زړونه او سترګې اوړي راوړي
24-38 د دې لپاره چې الله دوى ته بدله وركړي ډېره ښكلې بدله د هغو عملونو چې دوى كړي دي او دوى ته له خپل فضله اضافه وكړي او الله چا ته چې وغواړي، بې له حسابه رزق وركوي
24-39 او هغه كسان چې كافران شوي دي، د هغوى عملونه د سراب (شګې ګل) په شان دي چې په هوار ډاګ كې دي، تږى په هغه باندې د اوبو ګمان كوي، تر دې چې كله ده ته راشي، نو دغه هېڅ شى ونه مومي او په خپلې خوا كې الله ومومي، نو هغه به ده ته د ده حساب پوره وركړي، او الله ډېر ژر حساب والا دى
24-40 یا (د دوى عملونه) د هغو تیارو په شان دي چې په ژور سمندر كې دي، چې دغه (سمندر) یو موج (چپې) پټ كړى وي، د هغه له پاسه بل موج (چپه) وي (بیا) د هغه له پاسه ورېځ وي، تیاري دي چې د دوى ځینې د ځینو نورو له پاسه دي، كله چې دى خپل لاس راوباسي (، نو) نژدې نه دي چې دغه وویني او هر هغه څوك چې الله ده ته رڼا ورنه كړي، نو د هغه لپاره هېڅ رڼا نشته
24-41 ایا ته نه وینې چې بېشكه الله چې دى، د هغه لپاره پاكي بیانوي هغه څوك چې په اسمانونو او ځمكه كې دي او مرغان هم (تسبیح وايي)، په داسې حال كې چې د خپلو وزرو خواره كوونكي وي، هر یو (چې دى) یقینًا هغه (الله) د هغه په لمونځ او د هغه په تسبیح عالم دى، او الله ښه عالم دى په هغو كارونو چې دوى يې كوي
24-42 او خاص د الله لپاره ده د اسمانونو او ځمكې بادشاهي، او خاص الله ته بېرته ورتله دي
24-43 ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله وریځې روانوي، بیا هغه په خپل منیځ كې یو ځاى كوي، بیا هغه لاندې باندې قط په قط كوي، بیا ته باران وینې چې د دې له مینځه راوځي او د اسمان له جانبه (د ورېځو) غرونه راكوزوي چې په هغو كې ځینې ږلۍ وي، نو هغه رسوي هغه چا ته چې يې وغواړي او اړوي يې له هغه چا نه چې يې وغواړي، نژدې وي چې د هغو د برېښنا پړق (چمك) نظرونه ختم كړي
24-44 الله شپه او ورځ اړوي را اړوي بېشكه په دغو كې د سترګو خاوندانو ته لوى عبرت دى
24-45 او په ځمكه ګرځېدونكى هر حیوان الله له اوبو څخه پیدا كړى دى، نو په دوى كې ځینې هغه دي چې په خپلې خېټې تګ كوي او په دوى كې ځېنې هغه دي چې په دوه پښو تګ كوي او په دوى كې ځینې هغه دي چې په څلورو ګرځي، الله چې څه وغواړي پیدا كوي يې، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى
24-46 یقینًا یقینًا مونږه بیانوونكي ایتونه نازل كړي دي او الله چې چا ته وغواړي، نېغې لارې ته يې هدایت كوي
24-47 او دوى وايي: مونږ په الله باندې او په رسول باندې ایمان راوړى دى او مونږ اطاعت كړى دى، بیا په دوى كې یوه ډله له دې نه پس مخ ګرځوي او دغه خلق له سره مومنان نه دي
24-48 او كله چې دوى الله او د هغه رسول ته راوبلل شي، د دې لپاره چې هغه د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، ناڅاپه، په دوى كې یوه ډله مخ ګرځوونكې وي
24-49 او كه حق د دوى لپاره وي (نو بیا) ده (رسول) ته راځي، چې ګړندي فرمان منونكي دي
24-50 ایا د دوى په زړونو كې مرض دى، یا دوى شك كوي، یا دوى وېرېږي له دې نه چې الله او د هغه رسول به په دوى ظلم وكړي، بلكې همدغه خلق ظالمان دي
24-51 بېشكه د مومنانو خبره خو همدا وي، كله چې دوى الله او د هغه رسول ته وبلل شي چې وايي: مونږ (حكم) واورېده او مونږ ومانه او همدغه خلق كامیاب (خلاصى موندونكي) دي
24-52 او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او له الله نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختیار كړي، نو همدغه خلق برى موندونكي دي
24-53 او دوى په الله قسمونه وخوړل، سخت پاخه قسمونه: خامخا كه ته دوى ته (جهاد ته د وتلو) امر وكړې (نو) دوى به خامخا ضرور وځي، ته (دوى ته) ووایه: تاسو (د دروغو) قسمونه مه خورئ، (له تاسو مطلوب) نېك طاعت دى، بېشكه الله ښه خبردار دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
24-54 ته دوى ته ووایه: تاسو د الله اطاعت وكړئ او د رسول اطاعت وكړئ، نو كه دوى مخ واړوي، نو بېشكه همدا خبره ده چې په دغه (رسول) باندې هغه ( د تبلیغ) بار دى چې پرې ایښودل شوى دى او پر تاسو باندې هغه بار دى چې په تاسو ایښودل شوى دى او كه تاسو د هغه (رسول) اطاعت وكړئ (نو) نېغه لار به ومومئ، او د رسول په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسول
24-55 الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى، چې تاسو یئ او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) نه بعد كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي
24-56 او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د رسول اطاعت كوئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي
24-57 ته له سره ګمان مه كوه په هغو كسانو چې كافران شوي دي چې په ځمكه كې (دوى مونږ لره) عاجزه كوونكي دي. او د دوى استوګنه اور دى، او هغه خامخا د ورتلو بد ځاى دى
24-58 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له تاسو نه دې هغه كسان چې تاسو يې مالكان يئ او هغه كسان چې له تاسو (ازادو) نه بلوغ ته نه دي رسېدلي، درې ځلې دې اجازت غواړي له سبا د لمانځه نه مخكې او كله چې تاسو په غرمه كې جامې وباسئ او د ماسختن له لمانځه نه پس، تاسو لپاره درې د پردې وختونه دي، د دغو (وختونو) نه غیر نه په تاسو ګناه شته او نه پر هغوى باندې، (دوى) ډېر ګرځېدونكي دي پر تاسو باندې، ستاسو ځینې په ځینو نورو باندې، همداسې الله تاسو ته ایتونه بیانوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
24-59 او كله چې ستاسو (ازاد) ماشومان بلوغ ته ورسېږي، نو دوى دې اجازت غواړي، لكه چې هغه كسان اجازت غواړي چې له دوى نه مخكې (بالغ شوي) دي، همداسې الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
24-60 او ډېرې زړې (له حیض او اولاد نه) ناستې ښځې هغه چې (د بوډاوالي په وجه) د نكاح امېد نه لري، نو پر هغوى باندې څه ګناه نشته چې خپلې جامې كېږدي، په داسې حال كې چې د زینت څرګندوونكې نه وي، او دا چې دوى (له دې نه هم) ځان وساتي، د دوى لپاره ډېره غوره دي، او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
24-61 په ړانده باندې حرج نشته او نه په ګوډ حرج (مشقت) شته او نه په ناروغه حرج شته او نه ستاسو په خپلو ځانونو باندې (حرج شته) چې تاسو له خپلو كورونو نه خوراك وكړئ، یا د خپلو پلرونو له كورونو نه، یا د خپلو میندو له كورونو نه، یا د خپلو وروڼو له كورونو نه، یا د خپلو خویندو له كورونو نه، یا د خپلو ترونو له كورونو نه، یا د خپلو پلرنۍ تروریانو له كورونو نه یا د خپلو ماماګانو له كورونو نه، یا د خپلو مورنۍ تروریانو له كورونو نه، یا له هغو (كورونو) نه چې تاسو د هغو د چابیو اختیارمن شئ، یا د خپلو دوستانو (له كورونو) نه، په تاسو هېڅ ګناه نشته چې تاسو یو ځاى خوراك وكړئ، یا بېل بېل، نو كله چې تاسو كورونو ته ننوځئ، نو په خپلو ځانونو سلام اچوئ، (دا) د الله له جانبه مباركه پاكیزه تحفه ده، همداسې الله تاسو ته ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ
24-62 بېشكه هم دا خبره ده چې مومنان خو هغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول يې ایمان راوړى دى او كله چې دوى له هغه (رسول) سره په كوم جمع كوونكي كار (لكه، جمعه، جهاد، یا جرګه) وي، (نو پخپل سر) نه ځي، تر هغه پورې چې له هغه نه اجازت وغواړي، بېشكه هغه كسان چې له تا نه اجازت غواړي، دغه كسان دي چې په الله او د هغه په رسول ایمان لري، نو كله چې دوى له تا نه د خپلو ځینو كارونو لپاره اجازت وغواړي، نو په دوى كې چې چا ته وغواړې اجازت وركړه او د دوى لپاره له الله نه بخښنه وغواړه. بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
24-63 تاسو په خپل مینځ كې د رسول بلنه داسې مه ګرځوئ لكه ستاسو د ځینو بلنه ځینو نورو ته، یقینًا الله هغه كسان پېژني چې له تاسو نه كشېږي (یو یو، دوه دوه، پټ دباندې وځي)، په داسې حال كې چې یو له بله ځان سره پناه كوي، نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي
24-64 خبردار شئ! بېشكه خاص د الله لپاره دي هر هغه څه دي چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، یقینًا هغه عالم دى په هغه حال چې تاسو په هغه یئ او په هغې ورځ (هم) چې تاسو به هغه ته بېرته بېول كېږئ، نو هغه به دوى په هغو عملونو خبر كړي چې دوى كړي دي، او الله په هر شي باندې ښه عالم دى
Icon