ترجمة سورة الغاشية

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الغاشية باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

88-1 ایا تا ته (يعنې خلقو لره) د پټوونكي (قیامت) خبر راغلى دى؟
88-2 څه مخونه به په دغې ورځ كې خوار (او) وېرېدونكي وي
88-3 سخت كار كوونكي، ستړي كېدونكي به وي
88-4 ډېر ګرم اور ته به ننوځي
88-5 په دوى به له ډېرې ګرمې چېنې نه اوبه څښولى شي
88-6 د دوى لپاره به طعام نه وي مګر له اغزنې ترخې ونې نه
88-7 چې نه څربول كوي او نه هېڅ لوږه لرې كوي
88-8 څه مخونه به په دغې ورځ كې تروتازه وي
88-9 په خپل كوشش به راضي (خوشاله) وي
88-10 په اوچت جنت كې به وي
88-11 دوى به په دغه (جنت) كې هېڅ بېكاره خبره نه اوري
88-12 په دغه (جنت) كې روانه چینه ده
88-13 په دغه (جنت) كې اوچت تختونه دي
88-14 او (په اندازې سره) ایښودل شوي جامونه دي
88-15 او په قطار كې ایښودل شوي بالښتونه دي
88-16 او غوړول شوي اعلی فرشونه دي
88-17 ایا نو دوى اوښانو ته نه ګوري چې دوى څرنګه پیدا كړى شوي دي؟
88-18 او اسمان ته چې دى څنګه اوچت كړى شوى دى؟
88-19 او غرونو ته چې دوى څنګه ودرول شوي دي ؟
88-20 او ځمكې ته چې څنګه غوړول شوې ده؟
88-21 نو ته پند وركړه، بېشكه ته خو يواځې پند وركوونكى يې
88-22 ته په دوى باندې مسلط كړى شوى نه يې
88-23 مګر هغه څوك چې (له ایمانه) وګرځي او كافر شي
88-24 نو الله به ده ته عذاب وركړي تر ټولو لوى عذاب
88-25 بېشكه خاص مونږ ته د دوى بېرته راتګ دى
88-26 بیا یقینًا د دوى حساب زمونږ په غاړه دى
Icon