ترجمة سورة قريش

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة قريش باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

106-1 د قریشو له یو بل سره د الفت له وجې نه
106-2 د ژمي او اوړي په سفر كې د دوى د الفت په وجه
106-3 نو لازم دي چې دوى د دې كور د رب عبادت وكړي
106-4 هغه (رب) چې دوى ته يې له لوږې نه (د بچ كولو لپاره) طعام وركړى دى او دوى ته يې له وېرې نه (د ساتلو لپاره) امن (او بې خوفي) وركړې ده
Icon