ترجمة سورة الشعراء

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة الشعراء باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

26-1 طا، سين، ميم
26-2 دا د واضح كتاب ایتونه دي
26-3 ښايي چې ته د خپل ځان هلاكوونكى يې، په دې وجه چې دوى مومنان كېږي نه
26-4 كه مونږ وغواړو (نو) په دوى به له اسمان نه یو دلیل نازل كړو، بیا به د دوى څټونه دغه (دلیل) ته غاړه ایښودونكي شي
26-5 او دوى ته د رحمن له جانبه څه نوى ذكر (نصیحت) نه راځي مګر دوى له هغه نه مخ ګرځوونكي دي
26-6 نو تحقیق دوى تكذیب وكړ، پس دوى ته به ژر د هغه څه خبر (انجام) راشي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
26-7 ایا دوى ځمكې ته نه ګوري، څومره ډېر مونږ په دې كې له هر قسمه عمده جوړو نه زرغون كړي دي
26-8 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه دي
26-9 او بېشكه ستا رب خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
26-10 او (یاد كړه) هغه وخت چې ستا رب موسٰى ته اواز وكړ داسې چې ته هغه قوم ته ورشه چې ظالمان دي
26-11 چې د فرعون قوم دى، ایا دوى نه وېرېږي (له الله نه)!
26-12 (موسٰى) وویل: اى زما ربه! بېشكه زه له دې نه وېرېږم چې دوى به زما تكذیب وكړي
26-13 او (بل) زما سینه تنګېږي او (بل) زما ژبه نه چلېږي، نو ته هارون ته پېغام ولېږه
26-14 او (بل دا چې) د هغوى لپاره زما په خلاف (دعوىٰ د) ګناه ده، نو زه له دې نه وېرېږم چې دوى به ما قتل كړي
26-15 (الله) وفرمایل: داسې نشي كېدى، نو تاسو دواړه زما له ښكاره معجزو سره لاړ شئ، بېشكه مونږ له تاسو سره یو، اورېدونكي یو
26-16 نو تاسو دواړه فرعون ته ورشئ، نو (ورته) ووایئ: بېشكه مونږ د رب العلمین استازي یو
26-17 په دې خبره چې ته زمونږ سره بني اسرائیل خوشې كړه
26-18 (فرعون) وویل: ایا مونږه په خپل كاله كې ستا پالنه نه وه كړې، په داسې حال كې چې ته بچى وې او تا په مونږ كې د خپل عمر څو كاله تېر كړي وو
26-19 او تا خپل هغه كار كړى و چې تا كړى و، په دې حال كې چې ته له ناشكرو ځنې يې
26-20 (موسٰى) وویل: ما دغه كار په هغه وخت كې كړى و چې زه له ناپوهانو ځنې وم
26-21 نو كله چې زه له تاسو ووېرېدم (نو) له تاسو نه وتښتېدم، بیا ما ته زما رب حكم (او علم) راكړ او زه يې له رسولانو څخه وګرځولم
26-22 او دغه داسې احسان دى چې ته يې په ما زباتوې (هغه) دا دى چې تا بني اسرائیل غلامان ګرځولي وو
26-23 فرعون وویل: او رب العلمین څه شى دى؟
26-24 هغه وویل: رب دى د اسمانونو او ځمكې او د هغه څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو یقین كوونكي یئ
26-25 هغه (فرعون) خپلو ګېر چاپېره خلقو ته وویل: ایا تاسو نه اورئ؟
26-26 (موسٰى) وویل: (چې رب العلمین) ستاسو رب دى او ستاسو د مخكينو پلرونو رب دى
26-27 (فرعون) وویل: بېشكه ستاسو دغه رسول چې تاسو ته رالېږل شوى دى، یقینًا لېونى دى
26-28 (موسٰى) وویل: (هغه) د مشرق او مغرب رب دى او څه چې د دې دواړو په مینځ كې دي، كه تاسو له عقل نه كار اخلئ
26-29 (فرعون موسٰى ته) وویل: قسم دى كه تا له ما نه غیر بل معبود ونیوه (نو) زه به خامخا هرومرو تا وګرځوم له قیدیانو ځنې
26-30 (موسٰى) وویل: ایا اګر كه زه تا ته یو څرګندوونكى شى (دلیل) راوړم
26-31 (فرعون) وویل: نو ته هغه راوړه كه ته له رښتینو څخه يې
26-32 نو هغه (موسٰى) خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه وه ښكاره ښامار
26-33 او خپل لاس يې راواېست، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپين و
26-34 فرعون خپلو چاپېره سردارانو ته وویل: بېشكه دا یقینًا ډېر پوه جادوګر دى
26-35 دا غواړي چې په خپل جادو سره تاسو له خپلې ځمكې نه وباسي، نو تاسو د څه مشوره راكوئ؟
26-36 هغوى وویل: ته دا او د ده ورور وروسته كړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه
26-37 چې تا ته هر ښه پوه، غټ جادوګر راولي
26-38 نو جادوګر د معلومې ورځې میعاد ته راجمع كړى شول
26-39 او خلقو ته وویل شول چې ایا تاسو راجمع كېدونكي یئ؟
26-40 كېدى شي چې مونږ د جادوګرو پیروي وكړو كه هم دوى غالب راتلونكي شي
26-41 نو كله چې جادوګر راغلل، (نو) فرعون ته يې وویل: ایا یقینًا به زمونږ لپاره واقعي اجر وي كه همدا مونږ غالبه شو؟
26-42 ويې ويل: هو، او بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له مقربانو څخه یئ!
26-43 دوى ته موسٰى وویل: تاسو هغه څه وغورځوئ چې تاسو يې غورځوونكي یئ
26-44 نو هغوى خپلې رسۍ او امساګانې وغورځولې او ويې ويل: د فرعون په عزت سره، بېشكه مونږ، خامخا همدا مونږ غالب یو
26-45 نو موسٰى خپله امسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې دوى په دروغه جوړ كړي وو
26-46 نو جادوګر وغورځول شول (پړمخې)، چې سجده كوونكي وو
26-47 ويې ويل: مونږ په رب العلمین ایمان راوړ
26-48 چې د موسٰى او هارون رب دى
26-49 (فرعون) وویل: تاسو په ده ایمان راوړ مخكې له دې نه چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا یقینًا ستاسو هغه مشر دى چې تاسو ته يې جادو ښودلى دى، نو یقینًا تاسو به ژر پوه شئ، خامخا هرومرو به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې، ادل بدل پرې كړم، او زه به خامخا هرومرو تاسو ټول په دار كړم
26-50 هغوى وویل: هېڅ ضرر نشته، بېشكه مونږ خپل رب ته بېرته ورتلونكي یو
26-51 بېشكه مونږ دا طمع لرو چې زمونږ رب به مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښي، په دې چې مونږ (په دې حاضرینو كې) اول د ایمان راوړونكو یو
26-52 او مونږ موسٰى ته وحي وكړه داسې چې ته زما بنده ګان د شپې بوځه، بېشكه تاسو پسې به درتلل كېدى شي
26-53 نو فرعون په ښارونو كې راټولوونكي ولېږل
26-54 (او ويې ویل) بېشكه دغه (بني اسرائیل) ډېره لږه وړه ډله ده
26-55 او بېشكه دوى مونږ لره یقینًا غصه كوونكي دي
26-56 او بېشكه مونږ خامخا بيداره ډله یو
26-57 نو مونږه دوى (فرعونیان) له باغونو او چینو نه راوښكل
26-58 او له خزانو او ښو ځایونو نه
26-59 همداسې (مونږ وكړل) او مونږ د دغو (څیزونو) وارثان بني اسرائیل وګرځول
26-60 نو (فرعونیان) د دوى پسې شول، چې د لمر ختو په وخت كې داخلېدونكي وو
26-61 نو كله چې دواړو ډلو یو بل سره ولیدل، د موسٰى ملګرو وویل: بېشكه مونږ خامخا نیول كېدونكي یو
26-62 (موسٰى) وویل: هیڅكله داسې نشي كېدى، بېشكه زما سره زما رب دى، هغه به ضرور زما لار ښوونه كوي
26-63 نو مونږ موسٰى ته وحي وكړه چې ته په خپلې امسا سره سمندر ووهه، نو هغه څیرې شو، نو هره برخه د ډېر اوچت غر په شان شوله
26-64 او دغه ځاى ته مونږ هغه نور ښه رانژدې كړل
26-65 اومونږ موسٰى او هغو كسانو ته چې له هغه سره وو ؛ ټولو ته نجات وركړ
26-66 بیا مونږ هغه نور غرق (ډوب) كړل
26-67 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره ایمان راوړونكي نه وو
26-68 او بېشكه رب ستا خامخا هم هغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
26-69 او ته دوى ته د ابراهیم خبر (قصه) ولوله
26-70 كله چې هغه خپل پلار او خپل قوم ته وویل: تاسو د څه څیز عبادت كوئ
26-71 هغوى وویل: مونږ د بتانو عبادت كوو، پس همېشه به دوى ته په عبادت قايم اوسو
26-72 هغه وویل: ایا دوى ستاسو اوري كله چې تاسو (دوى) بلئ؟
26-73 یا تاسو ته نفع دررسوي، یا ضرر دررسوي؟
26-74 هغوى وویل: بلكې مونږ خپل پلرونه موندلي دي چې همداسې به يې كول
26-75 هغه وویل: ایا تاسو كتلي دي (او پوه شوي يئ په) هغه چې تاسو يې عبادت كوئ
26-76 تاسو او ستاسو پخوا تېر شوي پلرونه
26-77 پس بېشكه دوى (ستاسو معبودان) زما دښمنان دي غیر له رب العلمین نه
26-78 هغه چې زه يې پیدا كړى یم، نو هغه زما لار ښوونه كوي
26-79 او هغه چې همغه په ما خوراك كوي او په ما څښاك كوي
26-80 او كله چې زه ناروغه شم، نو هغه ما ته شفا راكوي
26-81 او هغه چې ما ته به مرګ راكوي، بیا به ما ژوندى كوي
26-82 او هغه چې زه طمع لرم دا چې د قیامت په ورځ به هغه ما ته زما ګناه وبخښي
26-83 اى زما ربه! ما ته حكم (علم وحكمت) راكړه او ما له نېكانو سره پیوست كړه
26-84 او زما لپاره په وروستنو خلقو كې د صدق ژبه (نېكنامي) وګرځوه
26-85 او ما د نعمتونو د جنت له وارثانو ځنې وګرځوه
26-86 او زما پلار ته بخښنه وكړه، یقینًا هغه له ګمراهانو ځنې و
26-87 او ته ما مه شرموه په هغې ورځ كې چې خلق به بیا ژوندي كولى شي
26-88 په هغې ورځ چې نه به مال نفع رسوي او نه زامن
26-89 مګر هغه چا ته چې الله ته په ډېر سلامت زړه راغى
26-90 او جنت به(په هغې ورځ كې) پرهېزګارانو ته ورنژدې كړى شي
26-91 او جهنم به ګمراهانو ته ښه ښكاره كړى شي
26-92 او دوى ته به وویل شي: چېرته دي هغه (معبودان) چې تاسو به يې عبادت كاوه
26-93 له الله نه غیر، ایا دوى ستاسو مدد كوي، یا دوى بدله اخيستى شي؟
26-94 نو دا (بتان) به په دغه (جهنم) كې نسكور وغورځول شي دوى او ګمراهان هم
26-95 او د ابلیس لښكرې، دوى ټول
26-96 دوى به ووايي، په داسې حال كې چې دوى به سره جګړې كوي:
26-97 قسم په الله، یقینًا مونږه خامخا په ښكاره ګمراهۍ كې وو
26-98 كله چې مونږ تاسو له رب العلمین سره برابرولئ
26-99 او مونږ نه وو ګمراه كړي مګر مجرمانو (بدو مشرانو)
26-100 نو زمونږ لپاره هیڅوك شفاعت كوونكي نشته
26-101 او نه كوم مخلص دوست
26-102 نو ارمان كه په رښتیا زمونږ لپاره یو ځل دنیا ته واپسي وى، نو چې شوي وى مونږ له مومنانو نه
26-103 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو
26-104 او بېشكه ستا رب، خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
26-105 د نوح قوم د رسولانو تكذیب وكړ
26-106 كله چې دوى ته د دوى ورور نوح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
26-107 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
26-108 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
26-109 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، نه دى اجر زما مګر په رب العلمین باندې
26-110 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
26-111 هغوى وویل: ایا مونږ په تا ایمان راوړو!، حال دا چې ستا پیروي تر ټولو رذیلو خوارو خلقو كړې ده
26-112 (نوح) وویل: او ما ته څه علم دى په هغه څه چې دوى يې كوي
26-113 نه دى د دوى حساب مګر زما په رب باندې، كه تاسو پوهېږئ
26-114 او زه له سره دې مومنانو لره شړونكى نه یم
26-115 زه نه یم مګر ښكاره وېروونكى
26-116 دوى وویل: اى نوحه! قسم دى كه ته وانه وښتې (نو) خامخا هرومرو به ته له سنګسار كړى شويو ځنې شې
26-117 هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم زما تكذیب وكړ
26-118 نو ته زما په مینځ كې او د دوى په مینځ كې فیصله وكړه واضحه فیصله او ته ما ته نجات راكړه او هغه چا ته چې له ما سره كوم مومنان دي
26-119 نو مونږ نجات وركړ هغه ته او هغه چا ته چې له ده سره په ډكه كشتۍ كې وو
26-120 بیا مونږ له دې نه پس باقي خلق غرق (ډوب) كړل
26-121 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى زیاتره مومنان نه وو
26-122 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
26-123 عادیانو د رسولانو تكذیب وكړ
26-124 كله چې دوى ته د دوى ورور هود وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
26-125 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
26-126 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
26-127 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زمااجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
26-128 ایا تاسو په هر اوچت ځاى یوه نښه (لوړه ودانۍ) جوړوئ، په داسې حال كې چې عبثیات كوئ!
26-129 او تاسو پاخه عمارتونه جوړوئ، ښايي چې تاسو به (په دنیا كې) تل اوسېږئ
26-130 او كله چې تاسو نیول كوئ (، نو) نیول كوئ، په داسې حال كې چې ظلم كوونكي يئ
26-131 نو تاسو له الله نه ووېږئ او زما اطاعت وكړئ
26-132 او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې ستاسو مدد يې كړى دى په هغه څه سره چې تاسو پرې پوه یئ
26-133 هغه ستاسو مدد كړى دى په څارویو او زامنو سره
26-134 او باغونو او چینو سره
26-135 بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې لويې ورځې د عذاب وېره كوم
26-136 هغوى وویل: مونږ ته یو شان ده، ایا كه ته نصیحت (وعظ) كوې، یا ته نه كېږې له وعظ كوونكو نه
26-137 نه دى دا ستا (وعظ كول) مګر عادت د پخوانیو خلقو
26-138 او مونږ له سره په عذاب كې مبتلا كېدونكي نه يو
26-139 نو دوى د هغه تكذیب وكړ، نو مونږه دوى هلاك كړل، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو
26-140 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ښه غالب، بې حده رحم كوونكى دى
26-141 ثمودیانو د رسولانو تكذیب وكړ
26-142 كله چې دوى ته د دوى ورور صالح وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
26-143 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
26-144 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
26-145 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
26-146 ایا تاسو به په پرېښودل شئ په هغو څیزونو كې چې دلته دي، په امن (او بې غمۍ) سره
26-147 په باغونو او چینو كې
26-148 او په فصلونو او داسې كجورو كې چې د هغو وږي (شګوفې) ډېر نرمې پستې وي
26-149 او تاسو په غرونو كې كورونه توږئ (كنئ)، په داسې حال كې چې ښه ماهران یئ
26-150 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ، او زما اطاعت وكړئ
26-151 او تاسو د اسراف كوونكو (له حد نه تېرېدونكو كافرانو) حكم مه منئ
26-152 هغه چې په ځمكه كې فساد كوي او اصلاح نه كوي
26-153 هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو كسانو ځنې يې
26-154 ته نه يې مګر زمونږ په مثل بشر، نو ته كومه معجزه راوړه! كه ته له رښتینو ځنې يې
26-155 او هغه وویل: دا اوښه ده، د دې لپاره د اوبو وار دى او تاسو لپاره د مقررې ورځې د اوبو وار دى
26-156 او تاسو دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ، (ګنې) نو تاسو به د ډېرې لويې ورځې عذاب ونیسي
26-157 نو دوى د هغې پړكي پرې كړل، بیا دوى پښېمانه شول
26-158 نو دوى عذاب ونیول، بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده او د دوى اكثره مومنان نه وو
26-159 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
26-160 د لوط قوم د رسولانو تكذیب وكړ
26-161 كله چې دوى ته د دوى ورور لوط وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
26-162 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
26-163 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
26-164 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (عوض) نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
26-165 ایا په مخلوقاتو كې تاسو له سړیو سره بدكاري كوئ
26-166 او تاسو پرېږدئ هغه څه چې تاسو لپاره ستاسو رب پیدا كړي دي، یعنې ستاسو ښځې، بلكې تاسو له حده تېرېدونكي خلق یئ
26-167 دوى وویل: قسم دى كه ته منع نه شوې اى لوطه! (نو) خامخا هرومرو به ته له اېستل شویو ځنې شې
26-168 هغه وویل: بېشكه زه ستاسو له عمل سره له سخت بغض لرونكو ځنې یم
26-169 اى زما ربه! ته ما ته او زما اهل ته نجات راكړې له هغو كارونو نه چې دوى يې كوي
26-170 نو مونږ هغه ته او د هغه اهل ټولو ته نجات وركړ
26-171 غیر له یوې بوډۍ نه چې په باقي پاتې كېدونكو كې وه
26-172 بیا مونږ هغه نور هلاك كړل
26-173 او په دوى باندې مونږ باران ووراوه، عجیب (د كاڼو) باران، نو بد باران و د وېرول شویو (خلقو)
26-174 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو
26-175 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
26-176 د ونو ځنګل والاو د رسولانو تكذیب وكړ
26-177 كله چې دوى ته شعیب وویل: ایا تاسو نه وېرېږئ!
26-178 بېشكه زه تاسو ته امانتګر رسول یم
26-179 نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
26-180 او زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ اجر نه غواړم، زما اجر نه دى مګر په رب العلمین باندې
26-181 تاسو پېمانه پوره وركوئ او تاسو له كم وركونكو څخه مه كېږئ
26-182 او تاسو په برابرې تلې سره تول كوئ
26-183 او تاسو خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ، او مه ګرځئ په وراني سره په ځمكه كې، په دې حال چې فساد كوونكي یئ
26-184 او تاسو له هغه ذات نه ووېرېږئ چې تاسو او ړومبني خلق يې پیدا كړي دي
26-185 هغوى وویل: بېشكه همدا خبره ده چې ته له جادو كړى شویو ځنې يې
26-186 او ته نه يې مګر زمونږ په شان بشر، او یقینًا مونږ خامخا تا له دروغ ویونكو څخه ګڼو
26-187 نو ته پر مونږ باندې له اسمانه ټوټې راوغورځوه، كه ته له رښتینو ځنې يې
26-188 هغه وویل: زما رب ښه عالم دى په هغو كارونو چې تاسو يې كوئ
26-189 نو دوى د هغه تكذیب وكړ، پس دوى د سیوري د ورځې عذاب ونیول، بېشكه دغه (عذاب) د ډېرې لويې ورځې عذاب و
26-190 بېشكه په دې كې خامخا لویه نښه ده، او د دوى زیاتره مومنان نه وو
26-191 او بېشكه ستا رب خامخا همغه ډېر غالب، بې حده رحم كوونكى دى
26-192 او بېشكه دا (قرآن) د رب العلمین (له جانبه) نازل كړى شوى دى
26-193 دا جبریل امین راكوز كړى دى
26-194 ستا په زړه باندې، د دې لپاره چې ته له وېروونكو څخه شې
26-195 په ښكاره عربي ژبه كې
26-196 او بېشكه دا (قرآن، یعنې د ده ذكر) د ړومبنیو خلقو په كتابونو كې دى
26-197 ایا دغه (كفارو) ته (د قرآن د حقانیت) دا لویه نښه نه ده چې د بني اسرائیلو عالمان په ده پوهېږي؟
26-198 او كه مونږ دا (قرآن) په عجمیانو كې په چا نازل كړى وى
26-199 بيا هغه دا (قرآن) دوى ته لوستلى وى، دوى په ده باندې ایمان راوړونكي نه وو
26-200 همداسې مونږ دا (د قرآن تكذیب) د مجرمانو په زړونو كې ننه ایستلى دى
26-201 دوى په ده ایمان نه راوړي تر هغه پورې چې دوى ډېر دردوونكى عذاب وویني
26-202 نو هغه (عذاب) به په دوى ناڅاپه راشي، په داسې حال كې چې دوى نه پوهېږي
26-203 بیا به دوى وايي: ایا مونږ ته به مهلت راكولى شي؟
26-204 ایا نو دوى زمونږ همدا عذاب ژر غواړي
26-205 نو ته ما ته خبر راكړه كه مونږ دوى ته څو كاله نفع وركړو
26-206 بیا په دوى هغه (عذاب) راشي چې دوى سره به يې وعده كولى شوه
26-207 (نو) د دوى به هېڅ په كار رانشي هغه څه چې دوى ته به (په هغو سره) نفع وركولى شوه
26-208 او مونږ هېڅ یو كلى نه دى هلاك كړى مګر د هغه لپاره وېروونكي وو
26-209 د نصیحت كولو لپاره، اومونږ ظالمان نه وو
26-210 او دا (قرآن) شیطانانو نه دى راكوز كړى
26-211 او نه دا (كار) د هغوى لپاره صحیح دى او نه دوى (د دې كار) طاقت لري
26-212 بېشكه دوى (شیطانان) له اورېدلو نه خامخا منع كړى شوي (لرې كړى شوي) دي
26-213 نو ته له الله سره بل هېڅ معبود مه بله، (ګنې) نو شې به ته له عذاب وركړى شویو نه
26-214 او ته خپل ډېر نژدې خپلوان ووېروه
26-215 او ته خپل وزر ښكته كړه د هغه چا لپاره چې ستا پیروي يې كړې ده، چې مومنان دي
26-216 نو كه دغو (خپلوانو) ستا نافرماني وكړه، نو ته (ورته) ووایه: بېشكه زه د هغو كارونو نه بېزاره یم چې تاسو يې كوئ
26-217 او ته توكل وكړه په ډېر غالب، بې حده رحم كوونكي ذات باندې
26-218 هغه چې تا ویني كله چې ته پاڅېږې (لمانځه ته)
26-219 او په سجده كوونكو كې ستا اوښتل (ویني)
26-220 بېشكه هغه، هم هغه ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
26-221 ایا زه تاسو ته خبر دركړم چې په چا باندې شیطانان راكوزېږي؟
26-222 دوى په هر ډېر دروغجن، سخت مجرم باندې راكوزېږي
26-223 دوى غوږ ږدي (د ملايكو خبرو ته) او د دوى زیاتره دروغجنان دي
26-224 او شاعران (چې دي) د دوى پیروي ګمراه خلق كوي
26-225 ایا ته نه وینې چې بېشكه دوى په هره وادۍ (ناو) كې سرګردانه ګرځي
26-226 او بېشكه دوى وايي هغه څه چې دوى يې (پخپله) نه كوي
26-227 غیر له هغو كسانو نه چې ایمان راوړي او نېك عملونه كوي او الله ډېر زیات یادوي او بدله اخلي كله چې پر دوى ظلم وكړى شي، او هغه كسان چې ظلم يې كړى دى ژر به پوه شي چې د بېرته ورتلو كوم ځاى ته به دوى بېرته ورځي
Icon