ترجمة معاني سورة الأعراف باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
الترجمة الإنجليزية - صحيح انترناشونال
المنتدى الإسلامي
الترجمة الإنجليزية
الترجمة الفرنسية - المنتدى الإسلامي
نبيل رضوان
الترجمة الإسبانية
محمد عيسى غارسيا
الترجمة الإسبانية - المنتدى الإسلامي
الترجمة الإسبانية (أمريكا اللاتينية) - المنتدى الإسلامي
المنتدى الإسلامي
الترجمة البرتغالية
حلمي نصر
الترجمة الألمانية - بوبنهايم
عبد الله الصامت
الترجمة الألمانية - أبو رضا
أبو رضا محمد بن أحمد بن رسول
الترجمة الإيطالية
عثمان الشريف
الترجمة التركية - مركز رواد الترجمة
فريق مركز رواد الترجمة بالتعاون مع موقع دار الإسلام
الترجمة التركية - شعبان بريتش
شعبان بريتش
الترجمة التركية - مجمع الملك فهد
مجموعة من العلماء
الترجمة الإندونيسية - شركة سابق
شركة سابق
الترجمة الإندونيسية - المجمع
وزارة الشؤون الإسلامية الأندونيسية
الترجمة الإندونيسية - وزارة الشؤون الإسلامية
وزارة الشؤون الإسلامية الأندونيسية
الترجمة الفلبينية (تجالوج)
مركز رواد الترجمة بالتعاون مع موقع دار الإسلام
الترجمة الفارسية - دار الإسلام
فريق عمل اللغة الفارسية بموقع دار الإسلام
الترجمة الفارسية - حسين تاجي
حسين تاجي كله داري
الترجمة الأردية
محمد إبراهيم جوناكري
الترجمة البنغالية
أبو بكر محمد زكريا
الترجمة الكردية
حمد صالح باموكي
الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
الترجمة البوسنية - كوركت
بسيم كوركورت
الترجمة البوسنية - ميهانوفيتش
محمد مهانوفيتش
الترجمة الألبانية
حسن ناهي
الترجمة الأوكرانية
ميخائيلو يعقوبوفيتش
الترجمة الصينية
محمد مكين الصيني
الترجمة الأويغورية
محمد صالح
الترجمة اليابانية
روايتشي ميتا
الترجمة الكورية
حامد تشوي
الترجمة الفيتنامية
حسن عبد الكريم
الترجمة الكازاخية - مجمع الملك فهد
خليفة الطاي
الترجمة الكازاخية - جمعية خليفة ألطاي
جمعية خليفة الطاي الخيرية
الترجمة الأوزبكية - علاء الدين منصور
علاء الدين منصور
الترجمة الأوزبكية - محمد صادق
محمد صادق محمد
الترجمة الأذرية
علي خان موساييف
الترجمة الطاجيكية - عارفي
فريق متخصص مكلف من مركز رواد الترجمة بالشراكة مع موقع دار الإسلام
الترجمة الطاجيكية
خوجه ميروف خوجه مير
الترجمة الهندية
مولانا عزيز الحق العمري
الترجمة المليبارية
عبد الحميد حيدر المدني
الترجمة الغوجراتية
رابيلا العُمري
الترجمة الماراتية
محمد شفيع أنصاري
الترجمة التلجوية
مولانا عبد الرحيم بن محمد
الترجمة التاميلية
عبد الحميد الباقوي
الترجمة السنهالية
فريق مركز رواد الترجمة بالتعاون مع موقع دار الإسلام
الترجمة الأسامية
رفيق الإسلام حبيب الرحمن
الترجمة الخميرية
جمعية تطوير المجتمع الاسلامي الكمبودي
الترجمة النيبالية
جمعية أهل الحديث المركزية
الترجمة التايلاندية
مجموعة من جمعية خريجي الجامعات والمعاهد بتايلاند
الترجمة الصومالية
محمد أحمد عبدي
الترجمة الهوساوية
الترجمة الأمهرية
محمد صادق
الترجمة اليورباوية
أبو رحيمة ميكائيل أيكوييني
الترجمة الأورومية
الترجمة التركية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفرنسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الإندونيسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفيتنامية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة البوسنية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الإيطالية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفلبينية (تجالوج) للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفارسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
Dr. Ghali - English translation
Muhsin Khan - English translation
Pickthall - English translation
Yusuf Ali - English translation
Azerbaijani - Azerbaijani translation
Sadiq and Sani - Amharic translation
Farsi - Persian translation
Finnish - Finnish translation
Muhammad Hamidullah - French translation
Korean - Korean translation
Maranao - Maranao translation
Abdul Hameed and Kunhi Mohammed - Malayalam translation
Salomo Keyzer - Flemish (Dutch) translation
Norwegian - Norwegian translation
Samir El - Portuguese translation
Polish - Polish translation
Romanian - Romanian translation
Elmir Kuliev - Russian translation
Albanian - Albanian translation
Tatar - Tatar translation
Japanese - Japanese translation
محمد جوناگڑھی - Urdu translation
Ma Jian - Chinese translation
Turkish - Turkish translation
King Fahad Quran Complex - Thai translation
Ali Muhsin Al - Swahili translation
Abdullah Muhammad Basmeih - Malay translation
Hamza Roberto Piccardo - Italian translation
Indonesian - Indonesian translation
Bubenheim & Elyas - German / Deutsch translation
Bosnian - Bosnian translation
Hasan Efendi Nahi - Albanian translation
Sherif Ahmeti - Albanian translation
Sahih International - English translation
Czech - Czech translation
Abul Ala Maududi(With tafsir) - English translation
Tajik - Tajik translation
Alikhan Musayev - Azerbaijani translation
Muhammad Saleh - Uighur; Uyghur translation
Abdul Haleem - English translation
Mufti Taqi Usmani - English translation
Muhammad Karakunnu and Vanidas Elayavoor - Malayalam translation
Sheikh Isa Garcia - Spanish; Castilian translation
Divehi - Divehi; Dhivehi; Maldivian translation
Abubakar Mahmoud Gumi - Hausa translation
Mahmud Muhammad Abduh - Somali translation
Knut Bernström - Swedish translation
Jan Trust Foundation - Tamil translation
Mykhaylo Yakubovych - Ukrainian translation
Uzbek - Uzbek translation
Diyanet Isleri - Turkish translation
Ministry of Awqaf, Egypt - Russian translation
Abu Adel - Russian translation
Burhan Muhammad - Kurdish translation
Dr. Mustafa Khattab, The Clear Quran - English translation
Dr. Mustafa Khattab - English translation
الترجمة الإنجليزية - مركز رواد الترجمة
الترجمة الفرنسية - محمد حميد الله
الترجمة البوسنية - مركز رواد الترجمة
الترجمة الصربية - مركز رواد الترجمة - جار العمل عليها
الترجمة الألبانية - مركز رواد الترجمة - جار العمل عليها
الترجمة اليابانية - سعيد ساتو
الترجمة الفيتنامية - مركز رواد الترجمة
الترجمة التاميلية - عمر شريف
الترجمة السواحلية - عبد الله محمد وناصر خميس
الترجمة اللوغندية - المؤسسة الإفريقية للتنمية
الترجمة الإنكو بامبارا - ديان محمد
الترجمة العبرية
الترجمة الإنجليزية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة الروسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة البنغالية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة الصينية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة اليابانية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
ترجمة معاني القرآن الكريم - عادل صلاحي
عادل صلاحي
ﰡ
آية رقم 1
ﭑ
ﭒ
7-1 الف، لام، ميم، صاد
آية رقم 2
7-2 (دا) كتاب دى چې تا ته نازل كړى شوى دى، نو د ده په وجه دې ستا په سینه كې څه تنګي نه وي، د دې لپاره (نازل كړى شوى دى) چې ته د ده په ذرېعې سره (خلق) ووېروې او د مومنانو لپاره نصیحت دى
آية رقم 3
7-3 تاسو پیروي كوئ د هغه (دین) چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او تاسو له ده نه سِوا (د نورو) دوستانو پیروي مه كوئ، (خو) تاسو ډېر كم نصیحت اخلئ!
آية رقم 4
7-4 او څومره ډېر كلي دي چې مونږ هغه هلاك كړي دي، نو زمونږ عذاب هغو ته راغى، په دې حال كې چې دوى به د شپې ویده وو، یا به په غرمه كې ارام كوونكي وو
آية رقم 5
7-5 نو نه وه د دوى دعوٰی (بلنه) كله چې پر دوى زمونږ عذاب راغى، مګر دا چې دوى به ویل: بېشكه مونږ ظالمان وو
آية رقم 6
ﮉﮊﮋﮌﮍﮎ
ﮏ
7-6 نو مونږ به له هغو خلقو نه خامخا لازمًا تپوس وكړو چې رسولان ورته استول شوي وو او خامخا لازمًا به مونږ له رسولانو نه (هم) تپوس وكړو
آية رقم 7
7-7 نو خامخا او يقيناً به مونږ دوى ته په علم سره بیان وكړو او مونږ (څه) غايب خو نه وو
آية رقم 8
7-8 او په دغه ورځ (د عملونو) تول بېخي حق دى، نو هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې درانه وختل، نو همدغه خلق كامیاب دي
آية رقم 9
7-9 او هغه څوك چې تولونه (یا میزانونه) يې سپك وختل، نو دغه خلق هغه دي چې دوى خپلو ځانونو ته تاوان رسولى دى، په سبب د دې چې دوى به زمونږ له ایتونو سره ظلم كاوه
آية رقم 10
7-10 او یقینًا یقینًا مونږ تاسو ته په ځمكه كې قدرت دركړى دى او تاسو لپاره مو په هغې كې د ژوند اسباب پیدا كړي دي،(خو) تاسو بېخي ډېر لږ شكر وباسئ!
آية رقم 11
7-11 او یقینًا یقینًا مونږ تاسو پیدا كړئ، بیا مو ستاسو صورتونه جوړ كړل، بیا مونږ ملايكو ته وویل: ادم ته سجده وكړئ، نو هغوى سجده وكړه سِوا له ابلیس نه، هغه له سجده كوونكو ځنې نه و
آية رقم 12
7-12 وویل (الله): ته څه شي منع كړې، چې سجده دې ونه كړه كله چې ما تا ته حكم وكړ؟ وویل (شیطان): زه له هغه نه غوره یم، تا زه له اوره پیدا كړى یم او هغه دې له خَټې پیدا كړى دى
آية رقم 13
7-13 (الله) وویل: نو ته له دې (جنت) نه كوز شه، پس تا ته دا حق نشته چې ته په دې (جنت) كې تكبر وكړې، نو ته وځه، بېشكه ته له ذلیلو څخه يې
آية رقم 14
ﭲﭳﭴﭵﭶ
ﭷ
7-14 وویل (ابلیس چې اى الله!) ته ما ته مهلت راكړه، تر هغې ورځې پورې چې خلق به بيا راژوندي كولى شي
آية رقم 15
ﭸﭹﭺﭻ
ﭼ
7-15 وویل (الله): بېشكه ته له مهلت وركړى شويو څخه يې
آية رقم 16
7-16 (ابلیس) وویل: نو په سبب د هغه چې تا زه ګمراه كړم، زه به خامخا ضرور دوى ته ستا په نېغه لار كې كېنم
آية رقم 17
7-17 بیا به خامخا لازمًا زه دوى ته راځم د دوى له مخې نه او د دوى له شا نه او د دوى له ښیو اړخونو نه او چپو اړخونو نه او ته به د دوى اكثره شكر ګذاره ونه مومې
آية رقم 18
7-18 وویل (الله): وُځه ته له دې ځاى نه، چې بدحاله غمجن كړى شوى، رټل شوى يې، یقینًا په دوى كې چې چا ستا پیروي وكړه (، نو) خامخا لازمًا به زه له تاسو ټولو نه جهنم ډكوم
آية رقم 19
7-19 او اى ادمه! ته او ستا ښځه په جنت كې اوسئ، نو تاسو خوراك كوئ له كوم ځاى نه چې مو خوښه شي، او دې ونې ته مه نژدې كېږئ (، ګنې) نو له ظالمانو نه به شئ
آية رقم 20
7-20 نو دوى دواړو ته شیطان وسوسه واچوله، د دې لپاره چې هغه (شیطان) دوى دواړو ته هغه څه ورښكاره كړي چې له دوى نه پټ وو، چې د دوى د شرم ځایونه دي او (ورته) ويې ويل: تاسو دواړه ستاسو رب له دې ونې نه نه یئ منع كړي مګر له دې وجې چې تاسو دواړه به ملايك شئ، یا چې شئ به له تل پاتې كېدونكو نه
آية رقم 21
ﯰﯱﯲﯳﯴ
ﯵ
7-21 او هغه دوى ته پوخ قسم وخوړ چې بېشكه زه تاسو لپاره یقینًا له خیر خواهي كوونكو ځنې یم
آية رقم 22
7-22 نو هغه دوى دواړو ته په دوكې سره تمه وركړه، نو كله چې دوى هغه ونه وڅكله، دوى ته خپل شرم ځایونه ښكاره شول او دواړه لګیا شول چې پر خپلو ځانونو يې د جنت پاڼې نښلولې او دوى ته خپل رب اواز وكړ چې ایا ما تاسو دواړه له دې ونې نه نه وئ منع كړي او تاسو ته مې نه وو ویلي چې بېشكه شیطان ستاسو د دواړو ښكاره دښمن دى؟
آية رقم 23
7-23 دوى وویل: اى زمونږه ربه! مونږ پر خپلو ځانونو ظلم كړى دى او كه چېرې ته مونږ ونه بخښې او پر مونږ رحم ونه كړې (، نو) مونږ به خامخا لازمًا له تاوانیانو څخه شو
آية رقم 24
7-24 وویل (الله): تاسو كوز شئ، ستاسو ځینې به د ځینو نورو لپاره دښمنان وي او تاسو لپاره په ځمكه كې استوګنه ده او تر یو وخته پورې فايده اخيستل دي
آية رقم 25
7-25 (الله) وویل: په همدې (ځمكه) كې به تاسو ژوندون كوئ او په همدې كې به تاسو مرئ او له همدې نه به تاسو راوښكل كېږئ
آية رقم 26
7-26 اى د ادم اولاده! یقینًا مونږ پر تاسو باندې لباس نازل كړى دى چې ستاسو د شرم ځایونه پټوي او د زینت جامې (مو نازلې كړې دي) او د پرهېزګارۍ لباس؛ دغه ډېر غوره دي، دا د الله له ایتونو څخه دي، د دې لپاره چې دوى نصیحت حاصل كړي
آية رقم 27
7-27 اى د ادم اولاده! تاسو لره دې شیطان هیڅكله هم په فتنه كې وانه چوي، لكه څنګه چې يې ستاسو مور وپلار له جنت نه وويستل، چې له هغوى نه يې د هغوى لباس وښكلو، د دې لپاره چې هغوى ته خپل شرم ځایونه وښیي، بېشكه هغه او د هغهٔ قبیله تاسو له هغه ځایه ویني چې تاسو يې نه وینئ، بېشكه مونږ شیطانان د هغو خلقو لپاره دوستان جوړ كړي دي چې ایمان نه راوړي
آية رقم 28
7-28 او كله چې دوى څه بې حیايي وكړي (، نو) وايي: مونږ په دې باندې خپل پلرونه موندلي دي او الله مونږ ته د دې حكم كړى دى، ته (ورته) ووایه: بېشكه الله د بې حیایۍ حكم نه كوي، ایا تاسو په الله باندې هغه دروغ تپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ
آية رقم 29
7-29 ته ووایه: زما رب د انصاف حكم كړى دى او (دا چې) تاسو خپل مخونه د هر لمانځه په وخت كې نېغ (سیده) كړئ او تاسو هغه بلئ، چې د هغه لپاره د دین (عبادت) خالص كوونكي یئ، لكه څنګه چې يې تاسو اول ځل پیدا كړي یئ (هماغه شان به) تاسو راګرځئ
آية رقم 30
7-30 یوې ډلې ته يې هدایت كړى دى او بله ډله (يې ګمراه كړې ده) چې په هغو باندې ګمراهي ثابته شوې ده، بېشكه دوى له الله نه سِوا شیطانان (د ځان) دوستان نیولي وو او دوى دا ګمان كاوه چې بېشكه همدوى نېغه لار موندونكي دي
آية رقم 31
7-31 اى د ادم اولاده! تاسو خپل زینت (لباس) راواخلئ د هر لمانځه په وخت كې او خوراك كوئ او څښاك كوئ او تاسو اسراف مه كوئ، بېشكه هغه (الله) اسراف كوونكي نه خوښوي
آية رقم 32
7-32 ته ووایه: هغه زینت چا حرام كړى دى چې الله د خپلو بنده ګانو لپاره راوېستلى دى او له رزقه څخه پاكیزه شیان (چا حرام كړي دي؟) ته ووایه: دا (نعمتونه) په دنيايي ژوند كې د هغو كسانو لپاره دي چې ایمان يې راوړى دى، چې (د دوى لپاره به) د قیامت په ورځ بېخي خالص وي، همدارنګه مونږ ایتونه په تفصیل سره بیانوو د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
آية رقم 33
7-33 ته ووایه: یقینًا همدا خبره ده چې زما رب د بې حیایۍ كارونه حرام كړي دي، هغه چې له هغو څخه ظاهِر وي او هغه چې باطن وي او (حرامه كړې يې ده) ګناه او ناحقه ظلم كول او دا چې تاسو له الله سره هغه شى شریك كړئ چې د هغه په هكله الله هېڅ دلیل نه وي نازل كړى، او دا چې تاسو په الله باندې هغه دروغ وتپئ چې تاسو پرې نه پوهېږئ
آية رقم 34
7-34 او د هر امت لپاره یوه نېټه ده، نو كله چې د دوى نېټه راشي، دوى به نه یوه ګړۍ تاخیر كوي او نه به دوى ړومبى كېږي
آية رقم 35
7-35 اى د ادم اولاده! كه تاسو ته له هم ستاسو نه واقعًا رسولان راشي، چې تاسو ته زما ایتونه بیانوي، نو هغه څوك چې پرهېزګاره شو او (د ځان) اصلاح يې وكړه، نو په دوى باندې به نه څه وېره وي او نه به دوى غمجن كېږي
آية رقم 36
7-36 او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى او له هغو نه يې سركشي (لويي) كړې ده، دغه كسان د اور ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
آية رقم 37
7-37 نو له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، یا د هغه د ایتونو تكذیب كوي؟ دغه كسان دي چې دوى ته به له لیكل شوي (عمر، رزق وغیره) نه خپله برخه ورسېږي، تر دې چې كله دوى ته زمونږ استازي راشي، چې دوى مړه كوي (، نو ورته) وايي به: چېرته دي هغه معبودان چې تاسو به له الله نه غیر بلل؟ هغوى به ووايي: هغه له مونږ نه ورك شول، او دوى به د خپلو ځانونو په خلاف ګواهي وكړي دا چې بېشكه دوى كافران وو
آية رقم 38
7-38 (ورته) وبه وايي: تاسو له هغو امتونو سره یو ځاى اور ته داخل شئ چې له تاسو نه مخكې په پېریانو او انسانانو كې تېر شوي دي، هر كله چې یوه ډله ننوځي (، نو) د خپل ځان په مثل ډلې باندې به لعنت وايي، تر دې چې كله دوى ټول په دې (اور) كې راجمع شي، د دوى وروستنۍ به د خپلو ړومبنو په هكله وايي: اى زمونږه ربه! دغه هغه كسان دي، چې مونږ يې ګمراه كړي وو، نو دوى ته د اور دوه چنده عذاب وركړه، وبه وايي (الله) د هر یو لپاره دوه چنده (عذاب) دى او لېكن تاسو نه پوهېږئ
آية رقم 39
7-39 د دوى ړومبني به خپلو وروستنو ته ووايي: نو تاسو لپاره پر مونږ باندې هېڅ فضیلت نشته، پس تاسو عذاب وڅَكئ د هغو عملونو په سبب چې تاسو به كول
آية رقم 40
7-40 بېشكه هغه كسان چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي دي او له هغو نه يې تكبر كړى دى، د دوى لپاره به د اسمان دروازې نه پرانستل كېږي او نه به دوى جنت ته داخلېږي تر هغه پورې چې اوښ د ستنې په سوري كې ننوځي او همدارنګه مونږ مجرمانو ته سزا وركوو
آية رقم 41
7-41 د دوى لپاره له جهنم څخه فرش دى او د دوى له پاسه به (د اور) اغوستنى وي او همدارنګه مونږ ظالمانو ته سزا وركوو
آية رقم 42
7-42 او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، مونږ هېڅ یو نفس نه مكلف كوو مګر د هغه د وَس مطابق، دغه كسان د جنت ملګري دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
آية رقم 43
7-43 او مونږ به د دوى په سينو كې پرته كينه راوباسو، د دوى له لاندې به ولې بهېږي، او دوى به وايي: ټولې ستاينې هغه الله لره دي؛ هغه چې مونږ ته يې د دې هدایت وكړ او مونږ پخپله (داسې) نه وو چې دا لار مو موندلې وَى، كه چېرې الله مونږ ته دا لار نه وه راښودلې، یقینًا یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو او دوى ته به اواز وكړى شي چې دا جنت دى چې تاسو د ده وارثان ګرځول شوي یئ، په سبب د هغو عملونو چې تاسو به كول
آية رقم 44
7-44 او جنتیان به دوزخیانو ته اواز وكړي چې یقینًا مونږ هغه وعده چې زمونږ رب له مونږ سره كړې وه حقه وموندله، نو ایا تاسو (هم) هغه وعده حقه وموندله چې ستاسو رب (له تاسو سره) كړې وه؟ هغوى به ووايي: هو! نو د دوى په مینځ كې به یو اعلان كوونكى اعلان وكړي چې د الله لعنت په ظالمانو باندې دى
آية رقم 45
7-45 هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په دې كې كوږوالى لټوي او هم دوى د اخرت منكر دي
آية رقم 46
7-46 او د دواړو په مینځ كې پرده ده او د اَعراف له پاسه به څه نور كسان وي چې دوى به هر یو (له جنتیانو او دوزخیانو نه) په خپلو علامو سره پېژني او دوى به جنتیانو ته اواز وكړي چې پر تاسو دې سلام وي، دوى لا جنت ته داخل شوي نه دي او دوى (جنت ته د ننوتلو) طمع لري
آية رقم 47
7-47 او كله چې د دوى سترګې د دوزخیانو په طرف واړول شي، دوى به وايي: اى زمونږه ربه! مونږ له ظالم قوم سره مه یو ځاى كوه
آية رقم 48
7-48 او د اَعراف ملګري به داسې سړیو ته اواز وكړي چې دوى به يې په خپلو نښو سره پېژني، دوى به (ورته) وايي: تاسو ته نه خو ستاسو ډلې فايده درورسوله او (نه) هغه چې تاسو به تكبر كاوه
آية رقم 49
7-49 ایا دا هغه كسان دي چې تاسو به قسمونه خوړل چې الله به دوى ته رحمت ونه رسوي (دوى ته خو ویل شوي دي چې) تاسو جنت ته داخل شئ، پر تاسو باندې هېڅ وېره نشته او نه به تاسو غمجن كېږئ
آية رقم 50
7-50 او دوزخیان به جنتیانو ته اواز وكړي چې تاسو پر مونږ باندې څه اوبه راتوى كړئ، یا له هغه څه نه چې الله تاسو ته دركړي دي (څه راكړئ)، وبه وايي (جنتیان) بېشكه الله دا دواړه په كافرانو باندې حرام كړي دي
آية رقم 51
7-51 هغه كسان چې خپل دین يې تماشه او لوبه ګرځولى دى او دوى دنيايي ژوند دوكه كړي (غولولي) دي، نو نن ورځ به يې مونږ (په سخت عذاب كې) پرېږدو، لكه څنګه چې هغوى د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى (او عمل يې پرېښى) و او هغه چې دوى به زمونږ له ایتونو نه انكار كاوه
آية رقم 52
7-52 او یقینًا یقینًا مونږ دوى ته كتاب راوړى دى چې مونږ د علم له مخې په تفصیل سره بیان كړى دى، چې هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
آية رقم 53
7-53 دوى انتظار نه كوي مګر د هغه (قیامت) د انجام، په هغې ورځ چې د هغه انجام راشي؛ (نو) هغه كسان به وايي چې دا يې مخكې هېر كړى و: یقینًا زمونږ د رب رسولان په حقه سره راغلي وو، نو ایا زمونږ لپاره څه سفارشیان شته چې زمونږ لپاره سفارش وكړي؟ یا مونږ واپس كړى شو، نو (بیا) له هغه عمل نه سِوا نور عمل وكړو چې مونږه كاوه، یقینًا دوى خپلو ځانونو ته نقصان رسولى دى او له دوى څخه هغه دروغ ورك شول چې دوى به جوړول
آية رقم 54
7-54 بېشكه ستاسو رب هغه الله دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا د عرش له پاسه برقراره شو، هغه په شپې سره ورځ پټوي، په دې حال كې چې دا (شپه) هغې (ورځ) لره په تلوار سره طلب كوي او (پیدا كړې يې ده) لمرسترګه، او سپوږمۍ او ستوري، چې د هغه په حكم سره مسخر كړى شوي دي، اګاه شئ! خاص هغه لره دي پیدا كول او حكم كول، ډېر بركت والا دى الله چې رب العلمین دى
آية رقم 55
7-55 تاسو خپل رب وبلئ په عاجزۍ سره او په پټه سره، بېشكه هغه له حد نه تېرېدونكي نه خوښوي
آية رقم 56
7-56 او تاسو په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، او تاسو هغه (الله) رابلئ په وېرې سره او په طمع سره، بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى
آية رقم 57
7-57 او دى همغه ذات دى چې هواګانې لېږي، چې د هغه له رحمت نه وړاندې زېرى وركوونكې وي، تر دې چې كله دا (هواګانې) درنې ورېځې راپورته كړي (، نو) مونږ هغه مړ ښار ته روانوو، نو مونږ په دې سره اوبه نازلوو، نو په هغو سره هر قسمه مېوې راوباسو، همدارنګه به مونږ مړي راوباسو (راژوندي كوو)، د دې لپاره چې تاسو نصیحت ومنئ
آية رقم 58
7-58 او پاكیزه ښار، د هغې زرغونه د خپل رب په حكم سره راوځي او هغه (ځمكه) چې خرابه (ښوره) وي (د هغې زرغونه) نه راوځي مګر ناقصه، همدارنګه مونږ ایتونه بیا، بیا بیانوو د هغه قوم لپاره چې شكر وباسي
آية رقم 59
7-59 یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، نو هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشكه زه پر تاسو د لويې ورځې له عذاب نه وېرېږم
آية رقم 60
7-60 د هغه د قوم سردارانو وویل: بېشكه مونږ تا لازمًا په ښكاره ګمراهۍ كې وینو
آية رقم 61
7-61 هغه وویل: اى زما قومه! په ما كې هېڅ ګمراهي نشته او لېكن زه د رب العلمین رسول یم
آية رقم 62
7-62 زه تاسو ته د خپل رب پېغامونه دررسوم او ستاسو خیرخواهي كوم او زه د الله له جانبه پر هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ
آية رقم 63
7-63 ایا تاسو په دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى پر داسې سړي چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي او د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ او د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي
آية رقم 64
7-64 نو هغوى دا دروغژن وګاڼه، نو مونږ هغه ته او هغو كسانو ته چې له ده سره په كشتۍ كې وو، نجات وركړ او هغه كسان مو غرق كړل چې زمونږ ایتونه يې دروغ ګڼلي وو، بېشكه هغوى ړانده خلق وو
آية رقم 65
7-65 او (مونږ لېږلى و) عاد (قوم) ته د هغوى ورور هود، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، ایا نو تاسو نه وېرېږئ!
آية رقم 66
7-66 د هغه د قوم كافرو سردارانو وویل: بېشكه مونږ خامخا تا په بېوقوفۍ كې وینو او بېشكه مونږ خامخا پر تا ګمان كوو له دروغجنو څخه
آية رقم 67
7-67 هغه وویل: اى زما قومه! په ما كې هېڅ بېوقوفي نشته او لېكن زه د رب العلمین رسول یم
آية رقم 68
7-68 زه تاسو ته د خپل رب پېغامونه دررسوم او زه ستاسو لپاره خیرخواه، امانت دار یم
آية رقم 69
7-69 ایا تاسو پر دې تعجب كوئ چې تاسو ته د خپل رب له جانبه نصیحت راغى پر داسې سړي باندې چې له هم ستاسو څخه دى، د دې لپاره چې تاسو ووېروي، او تاسو هغه وخت رایاد كړئ كله چې يې تاسو له نوح نه پس خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړئ او تاسو ته يې په تخلیق كې زیات فراخ والى دركړ، نو تاسو د الله نعمتونه یادوئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
آية رقم 70
7-70 هغوى وویل: ایا ته د دې لپاره مونږ ته راغلى يې چې مونږ د یو الله عبادت وكړو او هغه معبودان پرېږدو چې زمونږ پلرونو يې عبادت كاوه، نو هغه (عذاب) راوله چې تهٔ مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رښتينو څخه يې
آية رقم 71
7-71 هغه وویل: یقینًا پر تاسو باندې د خپل رب له جانبه عذاب او غضب ثابت شو، ایا تاسو زما سره په هغو نومونو كې جګړه كوئ چې هغه تاسو پخپله او ستاسو پلرونو نومولي دي، الله د هغو په باره كې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، نو تاسو انتظار كوئ، بېشكه زه تاسو سره له انتظار كوونكو ځنې یم
آية رقم 72
7-72 نو مونږ هغه (هود) ته او هغو كسانو ته چې له ده سره يې ایمان راوړى و، په خپل رحمت سره نجات وركړ او د هغو كسانو جرړه (بېخ) مو غوڅه كړه چا چې زمونږ ایتونه دروغ ګڼلي وو او هغوى له سره مومنان نه وو
آية رقم 73
7-73 او ثمودیانو ته مو د هغوى ورور صالح (لېږلى و)، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راغلې ده، دا د الله اوښه ده ستاسو لپاره، چې نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك كوي او دې ته تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو تاسو لره به ډېر دردوونكى عذاب ونیسي
آية رقم 74
7-74 او تاسو هغه وخت یاد كړئ چې هغه (الله) تاسو له عادیانو نه پس خلیفګان (ځاى ناستي، نايبان) جوړ كړئ او تاسو ته يې په ځمكه كې ځاى دركړ، چې تاسو د دې (ځمكې) په نرمو هوارو ځایونو كې هسكې ماڼۍ جوړوئ او تاسو غرونه د كورونو لپاره توږئ (كنئ)، نو تاسو د الله نعمتونه یاد كړئ او په ځمكه كې وراني كوونكي مه ګرځئ، چې فسادیان شئ
آية رقم 75
7-75 د هغه په قوم كې تكبر كوونكو مشرانو هغو كسانو ته وويل چې كمزوري كړى شوي وو، هغه چا ته چې له دوى ځنې يې ایمان راوړى و: ایا تاسو پوهېږئ چې بېشكه صالح د خپل رب له جانبه رالېږل شوى (رسول) دى؟ هغو (كمزورو) وویل: بېشكه مونږ پر هغه څه ایمان لرونكي یو چې په هغه سره هغه (صالح) رالېږل شوى دى
آية رقم 76
7-76 تكبر كوونكو كسانو وویل: بېشكه مونږ په هغه څه چې تاسو پرې ایمان راوړى دى، كفركوونكي یو
آية رقم 77
7-77 نو هغوى اوښه ووژله او د خپل رب له حكم نه يې سركشي وكړه او ويې ويل: اى صالحه! پر مونږ راوله هغه (عذاب) چې ته مونږ په هغه سره وېروې، كه چېرې ته له رسولانو څخه يې
آية رقم 78
ﮞﮟﮠﮡﮢﮣ
ﮤ
7-78 نو دوى سختې زلزلې ونیول، نو شول دوى په خپلو كورونوكې پړمخې مړه پراته
آية رقم 79
7-79 نو هغه، له دوى نه وګرځېده، او ويې ويل: اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغام دروساوه او ستاسو خیرخواهي مې وكړه او لېكن تاسو نصیحت (خیرخواهي) كوونكي نه خوښوئ
آية رقم 80
7-80 او (لېږلى و مونږ) لوط كله چې هغه خپل قوم ته وویل: ایا تاسو داسې بد كار كوئ چې په مخلوقاتو كې هېڅ یو كس له تاسو نه دغه (بد كار) ته ړومبـى شوى نه دى
آية رقم 81
7-81 بېشكه تاسو د شهوت (پوره كولو) لپاره سړیو ته ورځئ، په دې حال كې چې له ښځو بېلېږئ، بلكې تاسو له حد نه تېرېدونكى قوم یئ
آية رقم 82
7-82 او د هغه د قوم (بل) جواب نه و سِوا له دې نه چې (ويې ويل:) دا خلق له خپل كلي نه وباسئ، بېشكه دوى داسې خلق دي چې ځان ډېر پاك ساتي
آية رقم 83
7-83 نو مونږ هغهٔ ته او د هغهٔ خاندان ته نجات وركړ؛ د هغهٔ له ښځې نه سِوا، هغه په پاتې كېدونكو كې وه
آية رقم 84
7-84 او مونږ پر هغوى باندې ناشنا باران ووراوه، نو ته وګوره چې د مجرمانو انجام څنګه و ؟
آية رقم 85
7-85 او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه سِوا (بل) هېڅ حق معبود نشته، یقینًا تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره دلیل راغلى دى، نو تاسو پېمانه او وزن پوره كوئ او خلقو ته د هغوى شیان كم مه وركوئ او په ځمكه كې ورانى مه كوئ، د هغې له اصلاح نه پس، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ
آية رقم 86
7-86 او تاسو په هره لار كې مه كېنئ، چې تاسو (خلق) وېروئ او تاسو د الله له لارې نه هغه څوك منع كوئ چې پر الله ایمان راوړي او تاسو په هغې (لاره د الله كې) كې كوږوالى لټوئ او تاسو هغه وخت یاد كړئ كله چې تاسو ډېر لږ وئ، نو هغهٔ تاسو ډېر كړئ او تاسو وګورئ چې د ورانكارو انجام څنګه و؟
آية رقم 87
7-87 او كه په تاسو كې یوه ډله داسې ده چې پر هغه شي يې ایمان راوړى دى چې زه ورسره رالېږل شوى یم او بلې ډلې ایمان نه دى راوړى، نو تاسو صبر كوئ تر دې چې الله زمونږ په مینځ كې فیصله وكړي او هغه تر ټولو بهتر فیصله كوونكى دى
آية رقم 88
7-88د هغه له قوم څخه كبرجنو مشرانو وویل: اى شعیبه! مونږ به تا او هغه كسان چې له تا سره يې ایمان راوړى دى؛ له خپل كلي نه خامخا لازمًا وباسو، یا به تاسو زمونږ دین ته خامخا لازمًا راګرځئ، هغه وویل: ایا اګر كه مونږ (دا) بدګڼونكي یو
آية رقم 89
7-89 یقینًا مونږ به په الله باندې سخت دروغ تپلي وي كه مونږ ستاسو دین ته در وګرځو وروسته له دې چې مونږ ته الله له هغه نه خلاصى راكړ، او مونږ ته دا حق نشته چې هغه ته وګرځو مګر دا چې زمونږ رب الله (څه) وغواړي، زمونږ رب هر شى په (خپل) علم كې راګېر كړى دى، خاص په الله باندې مونږ توكل كړى دى، اى زمونږه ربه! ته زمونږ په مینځ كې او زمونږ د قوم په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړه او ته تر ټولو غوره فیصله كوونكى يې
آية رقم 90
7-90 او د هغه له قومه كافرو مشرانو وویل: یقینًا كه چېرې تاسو د شعیب تابعداري وكړه، بېشكه تاسو به په دغه وخت كې خامخا له تاوانیانو څخه یئ
آية رقم 91
ﮥﮦﮧﮨﮩﮪ
ﮫ
7-91 نو دوى زلزلې ونیول، نو دوى شول په خپلو كورونو كې پړمخې (مړه) پراته
آية رقم 92
7-92 هغه كسان چې شعیب يې دروغجن ګڼلى و، (داسې هلاك شول) لكه چې دوى په دغو (كورونو) كې بېخي اباد نه وو، هغه كسان چې شعیب يې دورغجن ګڼلى و، همغوى تاوانیان وو
آية رقم 93
7-93 نو دى له هغوى نه وګرځېده او ويې ويل: اى زما قومه! یقینًا یقینًا ما تاسو ته د خپل رب پېغامونه درورسول او ستاسو خیرخواهي مې وكړه، نو زه څنګه په كافر قوم باندې افسوس وكړم
آية رقم 94
7-94 او مونږ په هېڅ یو كلي كې هېڅ یو نبي نه و لېږلى مګر دا چې مونږ به د هغه (كلي) اوسېدونكي په سختۍ او تكلیف كې ونیول، د دې لپاره چې دوى (الله ته) عاجزي او زاري وكړي
آية رقم 95
7-95 بیا مونږ (هغوى ته) د بدۍ په ځاى خوشحالي په بدل كې وركړه، تر دې چې دوى ډېر شول او ويې ويل: یقینًا زمونږ پلرونو ته (هم) زمونږ په شان تكلیف او خوشحالي رسېدلې وه، نو مونږه دوى ناڅاپه راونیول او دوى شعور نه لاره
آية رقم 96
7-96 او كه چېرې د كلیو اوسېدونكو ایمان راوړى وَى او پرهېزګاره شوي وَى (، نو) مونږ به خامخا په دوي باندې له اسمان او ځمكې نه بركتونه پرانستلي وى او لېكن دوى تكذیب وكړ، نو مونږ دوى د هغو عملونو په سبب ونیول چې دوى كول
آية رقم 97
7-97 ایا د كلیو اوسېدونكي له دې نه بې غمه شوي دي چې په دوى باندې زمونږ عذاب د شپې راشي، په داسې حال كې چې دوى به ویده وي
آية رقم 98
7-98 ایا د كلیو اوسېدونكي له دې نه بې غمه شوي دي چې په دوى باندې زمونږ عذاب په څاښت كې راشي، په داسې حال كې چې دوى به لوبې كوي
آية رقم 99
7-99 ایا نو دوى د الله له مكر (پټ تدبير) نه بې وېرې دي، پس د الله له مكر نه يواځې تاواني خلق بې وېرې كېږي
آية رقم 100
7-100 او ایا څرګنده شوې نه ده هغو كسانو ته چې د ځمكې له (مخكينو) اوسېدونكو نه وروسته دوى د هغې وارثان ګرځي دا چې كه مونږ غوښتلى (، نو) مونږ به دوى ته د دوى د ګناهونو په وجه سزا وركړې وَى او مونږ به د دوى په زړونو باندې مهر ولګوو، بیا به دوى (هېڅ) نه ویني
آية رقم 101
7-101 دغه كلي دي چې مونږ يې تا ته څه خبرونه بیانوو، او یقینًا یقینًا دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو دوى كله هم داسې نه وو چې پر هغه څه ایمان راوړي د څه چې يې مخكې تكذیب كړى و، همدارنګه الله د كافرانو په زړونو باندې مهر لګوي
آية رقم 102
7-102 او مونږ په دوى كې د زیاترو هېڅ وعده نه ده موندلې (چې دوى پرې وفا كړې وي) او بېشكه مونږ د دوى زیاتره لازمًا نافرمان (وعده ماتوونكي) موندلي دي
آية رقم 103
7-103 بیا وروسته له دوى نه مونږ فرعون او د هغهٔ سردارانو ته موسٰی ولېږه له خپلو ایتونو (معجزو) سره، نو هغوى له دغو (ایتونو) سره ظلم وكړ، نو ته وګوره د ورانكارو انجام څنګه شو؟
آية رقم 104
7-104 او موسٰی وویل: اى فرعونه! بېشكه زه د رب العلمین له جانبه رسول یم
آية رقم 105
7-105 ټینګ ولاړ (یم) په دې خبره چې نه وایم پر الله مګر حقه خبره، یقینًا ما تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راوړې ده، نو ته زما سره بني اسرائیل خوشې كړه (ويې لېږه)
آية رقم 106
7-106 فرعون وویل: كه چېرې تا كومه نښه راوړې وي، نو هغه راوړاندې كړه، كه چېرې ته له رښتینو څخه يې
آية رقم 107
ﭱﭲﭳﭴﭵﭶ
ﭷ
7-107 نو هغه خپله اَمسا وغورځوله، نو ناڅاپه هغه ښكاره اژدها وه
آية رقم 108
ﭸﭹﭺﭻﭼﭽ
ﭾ
7-108 او خپل لاس يې راوښكه، نو ناڅاپه هغه د كتونكو لپاره تك سپین و
آية رقم 109
7-109 د فرعون د قوم مشرانو وویل: بېشكه دا خامخا ډېر پوه جادوګر دى
آية رقم 110
7-110 دى غواړي چې تاسو له خپلې ځمكې (وطن) نه وباسي، نو تاسو څه حكم كوئ؟
آية رقم 111
7-111 خلقو وویل: ته ده ته او د ده ورور ته مهلت وركړه او په ښارونو كې راټولوونكي ولېږه
آية رقم 112
ﮚﮛﮜﮝ
ﮞ
7-112 چې تا ته هر ښه پوه جادوګر راولي
آية رقم 113
7-113 او جادوګر فرعون ته راغلل، ويې ويل: بېشكه زمونږ لپاره به لازمًا اجرت وي كه چېرې همدا مونږ غلبه موندونكي شو
آية رقم 114
ﮫﮬﮭﮮﮯ
ﮰ
7-114 (فرعون) وویل: هو! یقینًا لازمًا تاسو به له مقربینو څخه یئ
آية رقم 115
7-115 (جادوګرو) وویل: اى موسٰی! یا ته (امسا) وغورځوه او یا به همدا مونږ (خپلو رسيو او امساګانو لره) غورځوونكي یو
آية رقم 116
7-116 ويې ويل: تاسو يې وغورځوئ، نو كله چې هغوى وغورځولې (، نو) د خلقو پر سترګو يې جادو وكړ او هغوى يې ښه ووېرول او ډېر لوى جادو يې وكړ
آية رقم 117
7-117 او مونږ موسٰی ته وحي وكړه چې خپله امسا وغورځوه، نو ناڅاپه هغې هغه څه ښوى تېرول چې هغوى به جوړول
آية رقم 118
ﯸﯹﯺﯻﯼﯽ
ﯾ
7-118 نو حق ثابت شو او هغه څه باطل شول چې هغوى به كول
آية رقم 119
ﯿﰀﰁﰂ
ﰃ
7-119 نو هغه ساحران په دغه ځاى كې مغلوب شول او دوى ذلیله سپك وګرځېدل
آية رقم 120
ﰄﰅﰆ
ﰇ
7-120 او (جادوګر) وغورځول شول، چې سجده كوونكي وو
آية رقم 121
ﭑﭒﭓﭔ
ﭕ
7-121 ويې ويل: مونږ پر رب العلمین ایمان راوړ
آية رقم 122
ﭖﭗﭘ
ﭙ
7-122 د موسٰی او د هارون پر رب
آية رقم 123
7-123 فرعون وویل: تاسو پر ده ایمان راوړ مخكې له دې چې زه تاسو ته اجازت دركړم، بېشكه دا يقينًا یو مكر (سازش) دى چې تاسو دغه په دې ښار كې ترسره كړى دى، د دې لپاره چې تاسو له دې (ښار) نه د هغهٔ اوسېدونكي وباسئ، نو ژر به تاسو پوه شئ
آية رقم 124
7-124 زه به ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادلې بدلې خامخا لازمًا غوڅې كړم، بیا به خامخا لازمًا تاسو ټول په دار كړم
آية رقم 125
ﭹﭺﭻﭼﭽ
ﭾ
7-125 وویل (جادوګرو): بېشكه مونږ د خپل رب په طرف بېرته ورتلونكي یو
آية رقم 126
7-126 او ته بدې نه ګڼې زمونږ نه (هېڅ عمل) سوا له دې نه چې مونږ د خپل رب پر ایتونو ایمان راوړى دى، كله چې دغه (ایتونه) مونږ ته راغلل، اى زمونږه ربه! ته پر مونږ باندې صبر راتوى كړه او مونږ ته وفات راكړه، په داسې حال كې چې مسلمانان یو
آية رقم 127
7-127 او د فرعون د قوم مشرانو (فرعون ته) وویل: ایا ته موسٰی او د هغه قوم د دې لپاره (ازاد) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى وكړي او تا او ستا معبودان پرېږدي، وویل (فرعون): ژر به مونږ د دوى زامن ووژنو او د دوى ښځې (جينكۍ) به ژوندۍ پرېږدو او بېشكه مونږ د دوى له پاسه زوروَر یو
آية رقم 128
7-128 موسٰی خپل قوم ته وویل: تاسو له الله نه مدد وغواړئ او صبر كوئ، بېشكه ځمكه د الله لپاره ده، هغه په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك د دې وارث ګرځوي چې يې وغواړي او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى
آية رقم 129
7-129 (بني اسرائیلو) وویل: مونږ ته تكلیف رسول شوى دى، مخكې له دې چې ته مونږ ته راشې او وروسته له دې چې ته مونږ ته راغلې. (موسٰی) وویل: امېد دى چې ستاسو رب به ستاسو دښمن هلاك كړي او تاسو به په ځمكه كې خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړي، بیا به هغه ګوري چې تاسو څنګه عمل كوئ؟
آية رقم 130
7-130 او یقینًا یقینًا مونږه فرعونیان په وچكالۍ سره او د مېوو په كم والي سره نیولي (مبتلا كړي) وو، د دې لپاره چې دوى نصیحت ومني
آية رقم 131
7-131 نو كله چې به پر دوى خوشحالي راغله، ویل به يې: مونږ د همدې حقدار يو او كه چېرې پر دوى به څه تكلیف راغى، نو بدفالي به يې نيوله، په موسٰی او په هغه چا چې له هغه سره وو، خبردار! بېشكه خبره همدا ده چې د دوى بدفالي له الله سره ده او لېكن د دوى زیاتره نه پوهېږي
آية رقم 132
7-132 او دوى به (موسٰی ته) ویل: ته چې مونږ ته هر قسمه نښه راوړې؛ د دې لپاره چې په هغې سره ته پر مونږه جادو وكړې، نو مونږ په تا باندې كله هم ایمان راوړونكي نه یو
آية رقم 133
7-133 نو مونږه په دوى باندې (وار په وار) طوفان، او ملخان او سپږې او چیندخې او وینه راولېږل، چې بېلې بېلې نښې وې، بيا هم هغوى تكبر وكړ او هغوى مجرم خلق وو
آية رقم 134
7-134 او كله چې په دوى باندې عذاب راپرېوتلو (، نو) ويې ويل: اى موسٰی: ته زمونږ لپاره له خپل رب نه دعا وغواړه په هغه څه سره چې له تا سره يې وعده كړې ده، یقینًا كه ته زمونږ نه عذاب لرې كړې، مونږ به خامخا لازمًا پر تا ایمان راوړو او خامخا لازمًا به له تا سره بني اسرائیل ولېږو (خوشې كړو)
آية رقم 135
7-135 نو كله چې به مونږ له دوى نه عذاب لرې كړ تر هغې مودې پورې چې دوى هغې ته رسېدونكي وو، ناڅاپه به دوى وعده ماته كړه
آية رقم 136
7-136 بيا مونږ له دوى نه انتقام واخيست، نو په سمندر كې مو غرق كړل، ځكه چې یقینًا هغوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى و او له هغو نه غافله وو
آية رقم 137
7-137 او مونږه هغه خلق چې ضعيفه كولى شول د ځمكې د مشرِقي اړخونو او د هغې د مغرِبي اړخونو وارثان وګرځول، هغه (اړخونه) چې مونږ په هغو كې بركت اچولى دى، او ستا د رب ډېره ښه كلمه په بني اسرائیلو باندې تمامه شوه، د دوى د صبر كولو په سبب او مونږه تباه كړې هغه (ودانۍ) چې فرعون او د هغه قوم به جوړولې او هغه چې دوى به لوړولې
آية رقم 138
7-138 او مونږه بني اسرائیل پر سمندر پورې اېستل، نو دوى پر داسې قوم راغلل چې د خپلو بتانو پر عبادت قايم وو، بني اسرائیلو وویل: اى موسٰی! زمونږ لپاره (هم) داسې معبود جوړ كړه، لكه څنګه چې د دوى لپاره معبودان دي، (موسٰی) وویل: بېشكه تاسو داسې قوم یئ چې جهالت كوئ
آية رقم 139
7-139 بېشكه دا خلق (چې دي) تباه ده هغه (تګلاره) چې دوى په هغې كې دي او باطل دي هغه عملونه چې دوى يې كوي
آية رقم 140
7-140 (موسٰی) وویل: ایا زه تاسو ته له الله نه سِوا معبود ولټوم، حال دا چې هغه (الله) تاسو په عالمونو باندې غوره كړي یئ
آية رقم 141
7-141 او كله چې مونږ تاسو ته له فرعونیانو نه نجات دركړ، چې تاسو ته به يې سخت عذاب دررساوه، چې ستاسو زامن به يې وژل او ستاسو ښځې (لوڼه) به يې ژوندۍ پرېښودلې او په دې كې ستاسو د رب له جانبه ډېر لوى ازمېښت و
آية رقم 142
7-142 او مونږ له موسٰی سره د دېرشو شپو وعده وكړه او مونږ هغه په لسو(نورو) سره پوره كړې، نو ستا د رب ټاكلې موده څلوېښت ورځې پوره شوه، او موسٰی خپل ورور هارون ته وویل: ته زما په قوم كې زما نايب جوړ شه او اصلاح كوه او د ورانكارو د لارې پیروي مه كوه
آية رقم 143
7-143 او كله چې موسٰی زمونږ ټاكلي وخت ته راغى او خپل رب يې ورسره خبرې وكړې، ويې ويل: اى زما ربه! ته ما ته (خپل ځان) وښیه چې زه تا ووینم، رب وویل: ته به ما (په دنیا كې ) له سره ونه وینې او لېكن ته غر ته وګوره، نو كه چېرې هغه پر خپل ځاى ثابت پاتې شو، نو بيا به ته ما خامخا ووینې، نو كله چې د هغهٔ رب غر ته تجلي وكړه (، نو) هغه يې ذرې ذرې وګرځاوه او موسٰی بېخوده پرېوتلو، نو كله چې په خود شو، ويې ويل: زه ستا پاكي بیانوم، زه تا ته توبې وباسم او زه تر ټولو اول ایمان راوړونكى یم
آية رقم 144
7-144 الله وویل: اى موسٰی! بېشكه ما تا ته په ټولو خلقو باندې په خپلو پېغامونو سره او په خپل كلام سره غوره والى دركړى دى، نو ته هغه څه ونیسه چې ما تا ته دركړي دي، او له شكر كوونكو څخه شه
آية رقم 145
7-145 او مونږ د هغه لپاره په تختیو كې د هر شي باره كې نصیحت او د هر شي تفصیل ولیكه، نو ورته ومو ويل: ته دغه په قوت سره ونیسه او خپل قوم ته حكم وكړه چې د دې په غوره (احكامو) عمل وكړي، ژر به زه تاسو ته د فاسقانو استوګنه وښیم
آية رقم 146
7-146 زه به له خپلو ایتونو نه هغه كسان لازمًا واړوم چې په ځمكه كې ناحقه تكبر كوي او كه دوى هره نښه وویني (، بیا هم) پر هغې ایمان نه راوړي او كه چېرې دوى د هدایت لار وویني (، نو) هغه خپله لار نه غوره كوي، او كه چېرې د ګمراهۍ لار وویني (، نو) هغه خپله لار ګرځوي، دا ځكه چې یقینًا دوى زمونږ د ایتونو تكذیب كړى دى، او دوى له هغو نه غافله وو
آية رقم 147
7-147 او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، د هغوى عملونه برباد شول، دوى ته به بدله نه وركول كېږي مګر د هغو كارونو چې دوى به كول
آية رقم 148
7-148 او د موسٰی قوم (طور ته) د هغه (له تلو) نه پس له خپلو زېوراتو نه مجسم سخى جوړكړ چې د هغه اواز د سخي و، ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه دا (مجسم سخى) نه له دوى سره خبرې كولى شي او نه دوى ته څه لار ښودلى شي، دوى دغه (معبود) جوړ كړى دى او دوى ظالمان وو
آية رقم 149
7-149 او كله چې دوى پښېمانه شول او پوه شول چې یقینًا دوى ګمراه شوي دي، ويې ويل: كه چېرې زمونږ رب پر مونږ رحم ونه كړي او مونږ ته بخښنه ونه كړي (، نو) مونږ به خامخا ضرور له تاوانیانو څخه شو
آية رقم 150
7-150 او كله چې موسٰی خپل قوم ته بېرته راغى، چې ډېر غصّه، افسوس كوونكى و، ويې ويل: تاسو له ما نه وروسته زما بد (او خراب) نيابت كړى دى، ایا تاسو د خپل رب له حكم نه تلوار وكړ؟ او تختۍ يې وغورځولې او د خپل ورور سر يې راونېوه، چې هغه يې خپل ځان ته راښكه، هغه وویل: اى زما د مور زویه! بېشكه دې قوم زه كمزورى كړى وم او نژدې وو چې ما ووژني، نو ته په ما باندې دښمنان مه خوشحالوه او ما له ظالم قوم سره مه ملګرى كوه
آية رقم 151
7-151 (موسٰی) وویل: اى زما ربه! ته ما ته بخښنه وكړه او زما ورور ته او مونږ په خپل رحمت كې داخل كړه او ته تر ټولو لوى مهربان يې
آية رقم 152
7-152 بېشكه هغه كسان چې سخى يې (معبود) نیولى دى، ژر به دوى ته د خپل رب له جانبه غضب ورسېږي او په دنيايي ژوند كې ذلت او همدارنګه مونږ بهتان تړونكو ته سزا وركوو
آية رقم 153
7-153 او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي، بیا يې له هغو نه وروسته توبه وېستلې ده او ایمان يې راوړى دى، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه پس خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
آية رقم 154
7-154 او كله چې د موسٰی غصه سړه شوه، تختۍ يې راواخيستلې او د هغو په لیك كې هدایت او رحمت و د هغو كسانو لپاره چې هغوى يواځې له خپل رب نه وېرېږي
آية رقم 155
7-155 او موسٰی له خپل قوم نه اویا كسان زمونږ د مقرر كړي وخت لپاره غوره كړل، نو كله چې هغوى زلزلې ونیول، موسٰی وویل: اى زما ربه! كه چېرې تا غوښتلى، نو تا به دوى مخكې هلاك كړي وو او زه (هم)، ایا ته مونږه د هغه كار په وجه هلاكوې چې په مونږ كې بېوقوفو كړى دى؟ نه دي دا مګر ستا ازمایل، ته په دې سره ګمراه كوې چا لره چې ته وغواړې او پر نېغه لار روانوې چا لره چې وغواړې، ته زمونږ كارساز يې، نو ته مونږ ته بخښنه وكړه او پر مونږ رحم وكړه او ته تر ټولو غوره بخښونكى يې
آية رقم 156
7-156 او ته زمونږ لپاره په دې دنیا كې ښېګڼه ولیكه او په اخرت كې هم، بېشكه مونږه تا ته رجوع كړې ده، الله وویل: زه خپل عذاب رسوم چا ته چې وغواړم او زما رحمت هر شى راګېر كړى دى، نو ژر به زه ولیكم دا (رحمت) د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي او زكات ادا كوي او هغه كسان چې هغوى زمونږ پر ایتونو ایمان لري
آية رقم 157
7-157 هغه كسان چې د اُمي رسول (او) نبي پیروي كوي هغه چې دوى يې له خپل ځان سره په تورات او انجیل كې لیكلى مومي، دوى ته د نېكۍ حكم كوي او دوى له بدۍ نه منع كوي او دوى ته پاكیزه څیزونه حلالوي او په دوى باندې خبیث څیزونه حراموي او له دوى نه د دوى درانه بارونه لرې كوي او هغه قیدونه هم چې پر دوى وو، نو هغه كسان چې پر ده يې ایمان راوړ او د ده ادب يې وكړ او د ده مدد يې وكړ او د هغې رڼا پیروي يې وكړه چې له ده سره نازل كړى شوې ده، همدغه كسان كامیاب دي
آية رقم 158
7-158 ته ووایه: اى خلقو! بېشكه زه ستاسو د ټولو په طرف د هغه الله (رالېږل شوى) رسول یم چې خاص د هغهٔ لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، همدغه ژوند وركوي او مرګ وركوي، نو تاسو پر الله او د هغه پر رسول ایمان راوړئ چې نبي دى، امي دى، هغه چې پر الله او د هغه پر كلماتو ایمان لري او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ
آية رقم 159
7-159 او د موسٰی په قوم كې یوه ډله داسې هم ده چې په حقه سره لار ښیي او په همدې (حق) سره انصاف كوي
آية رقم 160
7-160 او مونږ دغه بني اسرائیل بېل بېل كړل دولس قبیلې، ډلې ډلې او مونږ موسٰی ته وحي وكړه، كله چې له هغه نه خپل قوم اوبه وغوښتې، چې ته په خپلې امسا سره كاڼى ووهه، نو له هغه نه دولس چینې جاري شوې، ټولو خلقو په يقيني ډول خپل خپل ګودر وپېژنده او مونږه پر هغوى باندې وریځ سيورى كړه او پر هغوى باندې مو ’’مَنْ‘‘ او ’’سَلْوٰی‘‘ نازل كړل، تاسو هغه پاكیزه څیزونه خورئ چې مونږ تاسو ته دركړي دي او دوى پر مونږ ظلم نه و كړى او لېكن دوى خاص پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
آية رقم 161
7-161 او كله چې دوى ته وویل شول چې تاسو په دې كلي كې اوسئ او د دې له پيداوار نه خوراك كوئ كوم ځاى چې مو خوښه شي، او تاسو وایئ: وبخښه (زمونږ ګناهونه) او په دروازه كې سجده كوونكي داخل شئ، مونږ به ستاسو ګناهونه وبخښو، نېكي كوونكي به خامخا په نور زیات فضل سره ونازوو.
آية رقم 162
7-162 نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې دوى ته ویل شوې وه په بل شان بدله كړه، نو مونږه پر هغوى باندې له اسمان نه عذاب راولېږه، په سبب د هغه ظلم چې دوى به كاوه
آية رقم 163
7-163 او ته له دوى نه د هغه كلي په باره كې تپوس وكړه چې د سمندر پر غاړه پروت و، كله چې به هغوى د خالي په ورځ له حد نه تېرېدل، كله چې به هغوى ته د هغوى د خالي په ورځ خپل كبان ښكاره راتلل، او په هغې ورځ كې چې دوى به په خالي كې نه وو داخل (، نو) دوى ته به نه راتلل، همدارنګه مونږه دوى ازمایو، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله
آية رقم 164
7-164 او كله چې په دوى كې یوې ډلې وویل: ولې تاسو داسې خلقو ته نصیحت كوئ چې الله د هغو هلاكوونكى دى، یا هغو ته ډېر سخت عذاب وركوونكى دى؟ هغوى وویل: خپل رب ته د عذر وړاندې كولو لپاره او د دې لپاره چې دوى پرهېزګاره شي
آية رقم 165
7-165 نو كله چې دوى هغه (دین) پرېښوده چې په هغه سره ورته نصیحت شوى و، مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې له بدۍ نه يې منع كوله او په ډېر سخت عذاب سره مو هغه كسان راونیول چې ظلم يې كړى و، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله
آية رقم 166
7-166 نو كله چې دوى سركشي وكړه د هغه څه باره كې چې ترې منع شوي وو، مونږ دوى ته وویل: تاسو ذلیله شادوګان شئ
آية رقم 167
7-167 او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې خامخا ضرور به په دوى باندې د قیامت د ورځې پورې داسې څوك مسلط كوي چې دوى ته به سخت عذاب رسوي، بېشكه ستا رب خامخا ډېر تېز عذاب والا دى او بېشكه هغه خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
آية رقم 168
7-168 او مونږه دوى په ځمكه كې ټكړې ټكړې كړل (ووېشل)، ډلې ډلې، په دوې كې ځینې نېكان دي او ځینې په كې راكم (لاندې) دي، او مونږ دوى په نعمتونو او تكلیفونو سره وازمایل، د دې لپاره چې دوى (الله ته) راوګرځي.
آية رقم 169
7-169 نو له دوى نه وروسته داسې نالايقه خلق د دوى ځاى ناستي شول، چې د كتاب وارثان وګرځېدل، چې د دې ډېرې خسیسې دنیا سامان اخلي او (بیا هم) وايي: مونږ ته به ضرور بخښنه وشي او كه چېرې دوى ته د دې په مثل سامان راشي (، نو) هغه (هم) اخلي، ایا له دوى نه په كتاب كې پخه وعده نه وه اخيستل شوې چې دوى به پر الله باندې نه وايي مګر حقه خبره او دوى هغه (احكام) لوستي وو چې په هغه (كتاب) كې ليك وو، او د اخرت كور د هغو كسانو لپاره ډېر غوره دى چې پرهېزګاره دي، ایا نو تاسو ولې له عقل نه كار نه اخلئ!
آية رقم 170
7-170 او هغه كسان چې (د الله) كتاب ښه ټینګ نیسي او لمونځ قايموي، بېشكه مونږ د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوو
آية رقم 171
7-171 او كله چې مونږ د دوى له پاسه غر راپورته كړ، ګویا كې هغه سايبان دى، او دوى یقین وكړ چې بېشكه دا پر دوى راپرېوتونكى دى، تاسو په قوت سره ونیسئ هغه (تورات) چې مونږ تاسو ته دركړى دى او یاد كړئ هغه څه چې په هغه كې دي، د دې لپاره چې تاسو پرهېزګاره شئ
آية رقم 172
7-172 او كله چې ستا رب د ادم له اولادې نه د هغو له شاګانو نه د هغوى اولاد راواخیست او دوى يې په خپلو ځانونو باندې ګواه جوړ كړل، (او ورته ويې ویل:) ایا زه ستاسو رب نه یم؟ دوى وویل: ولې نه! مونږ (د دې) ګواهي كوو، (دا د دې لپاره) چې تاسو د قیامت په ورځ و (نه) وایئ چې بېشكه مونږ له دې نه غافله وو
آية رقم 173
7-173 یا دا و(نه) وایئ چې بېشكه خبره دا ده چې شرك زمونږ پلرونو كړى و مخكې، او مونږ له هغوى نه وروسته (د هغوى) اولاد وو، ایا ته به مونږ په هغه جرم سره هلاكوې چې باطل پرستو ترسره كړى دى؟
آية رقم 174
ﮔﮕﮖﮗﮘ
ﮙ
7-174 او همدارنګه مونږ په تفصیل سره ایتونه بیانوو او د دې لپاره چې دوى (له تقلیده) راوګرځي
آية رقم 175
7-175 او ته دوى ته د هغه كس خبر ولوله چې مونږ هغه ته خپل ایتونه وركړي وو، نو دى له هغو نه ووتلو، نو شیطان په هغه پسې شو، نو هغه له ګمراهانو څخه شو
آية رقم 176
7-176 او كه چېرې مونږ غوښتلى (، نو) خامخا به مو هغه په دغو (ایتونو) سره پورته كړى و او لېكن هغه ځمكې ته پوخ مايله شو (هغه ځمكې ته مینه وكړه) او د خپل خواهش پیروي يې شروع كړه، نو د هغه مثال د سپي په شان دى، كه ته په هغه حمله وكړې، (نو هغه) ژبه راوباسي او تیګاه وهي او كه ته يې پرېږدې (بیا هم) ژبه راوباسي او تیګاه وهي، دا د هغو خلقو مثال دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى، نو ته (دا) قصې بیان كړه، د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي
آية رقم 177
7-177 د مثال له مخې هغه قوم بد دى چې زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى او دوى به خاص پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
آية رقم 178
7-178 چا ته چې الله هدایت په نصیب كړي، نو همغه هدایت موندونكى دى او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو همدغه خلق تاوانیان دي
آية رقم 179
7-179 او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي، دغه خلق د څارویو په شان دي، بلكې دوى (له دغو نه هم) زیات ګمراه دي، همدغه خلق غافله دي
آية رقم 180
7-180 او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ او هغه كسان پرېږدئ چې د هغهٔ په نومونو كې الحاد (كوږوالى) كوي، ژر به هغوى ته د هغو عملونو بدله (سزا) وركړى شي چې هغوى به كول
آية رقم 181
7-181 او په هغو كسانو كې چې مونږ پیدا كړي دي؟ یوه ډله داسې هم شته چې د حق مطابق نېغه لار ښیي او په دې (حق) سره انصاف كوي
آية رقم 182
7-182 او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو يې تكذیب كړى دى؛ ژر به مونږ دوى له داسې لوري په تدریج سره راونیسو چې دوى به نه پوهېږي
آية رقم 183
ﮕﮖﮗﮘﮙﮚ
ﮛ
7-183 او زه دوى ته مهلت وركوم، بېشكه زما تدبیر (چل) ډېر مضبوط دى
آية رقم 184
7-184 ایا دوى هېڅ فكر نه دى كړى، چې د دوى په ملګري پورې هېڅ لیونتوب نشته، نه دى هغه مګر یو ښكاره وېروونكى
آية رقم 185
7-185 ایا دوى د اسمانونو او ځمكې په سلطنت (او انتظام) كې غور نه دى كړى او په هغو شيانو كې چې الله پیدا كړي دي او په دې كې چې كېداى شي چې د دوى اجل ډېر نژدې شوى وي، نو له دې (قرآن) نه وروسته به دوى پر كومه خبره ایمان راوړي؟
آية رقم 186
7-186 هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغهٔ لپاره هېڅ هدایت وركوونكى نشته او الله دوى په خپلې سركشۍ كې پرېږدي، په دې حال كې چې سرګردان وي
آية رقم 187
7-187 دوى له تا نه د قیامت په باره كې پوښتنه كوي چې د دې (قیامت) پېښېدل كله دي؟ ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د هغهٔ علم زما له رب سره دى، پر خپل وخت به يې يواځې هغه ظاهروي، دغه (پېښه) په اسمانونو او ځمكه كې درنه ده، پر تاسو به نه راځي مګر ناڅاپه، دوى له تا نه (په داسې انداز كې ) تپوس كوي ګویا كې ته د ده په باره كې پوره تحقیق ته رسېدلى يې، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې د ده علم له الله سره دى او لېكن زیاتره خلق نه پوهېږي
آية رقم 188
7-188 ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه پر غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي
آية رقم 189
7-189 دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي، بیا كله چې سړي (خپله جوړه) پټه كړه (جماع يې ورسره وكړه، نو) هغه حامله شوه په سپك حمل سره، نو هغه به يې ګرځاوه، نو كله چې درنه شوه، دواړو له خپل پالونكي الله نه دعا وغوښتله، (چې) كه چېرې تا مونږ ته روغ بچـى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ضرور له شكر كوونكو څخه شو
آية رقم 190
7-190 نو كله چې الله دوى ته روغ بچى وركړ، دوى له الله سره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړى و، نو الله ډېر اوچت دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي
آية رقم 191
7-191 ایا دوى (له الله سره) هغه شیان شريكوي چې هېڅ شى نشي پیدا كولى، حال دا چې دوى پخپله پیدا كاوه شي
آية رقم 192
7-192 او نه له دوى سره د څه مدد كولو طاقت لري او نه هم له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي
آية رقم 193
7-193 او كه چېرې تهٔ دوى هدایت ته راوبلې، دوى به ستاسو پیروي ونه كړي، ستاسو لپاره يو شان ده كه تاسو دوى راوبلئ، یا تاسو خاموشه واوسئ
آية رقم 194
7-194 بېشكه هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، (هغوى) ستاسو په شان بنده ګان دي، نو هغوى راوبلئ، پس هغوى دې ستاسو بلنه قبوله كړي، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
آية رقم 195
7-195 ایا د هغوى لپاره پښې دي چې په هغو سره تلل كوي، یا د هغوى لپاره لاسونه دي چې په هغو سره نیول كوي، یا د هغوى لپاره سترګې دي چې په هغو سره لیدل كوي، یا د هغوى لپاره غوږونه دي چې په هغو سره اورېدل كوي؟ ته ووایه: تاسو خپل شریكان راوبلئ، بیا زما په خلاف څه چل (او تدبير) وكړئ، بيا ما ته (هېڅ) مهلت مه راكوئ
آية رقم 196
7-196 بېشكه زما مددګار هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي
آية رقم 197
7-197 او هغه خلق چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، دوى ستاسو د مدد كولو هېڅ وَس نه لري او نه له خپلو ځانونو سره مدد كولى شي
آية رقم 198
7-198 او كه چېرې ته دوى هدایت ته راوبلې (، نو) دوى (ستا بلنه) نه اوري (نه يې قبلوي) او ته به دوى وینې چې (ګويا كې) تا ته ګوري، په داسې حال كې چې دوى لیدل نه كوي
آية رقم 199
7-199 ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو طريقه راخپله كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه
آية رقم 200
7-200 او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه ونيسه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
آية رقم 201
7-201 بېشكه هغه كسان چې پرهېزګاره شوي دي؛ كله چې هغوى ته د شیطان له طرف نه څه وسوسه ورسېږي (، نو) دوى (د الله حكم) رایاد كړي، بيا نو ناڅاپه دوى لېدونكي (او بينا) وي
آية رقم 202
7-202 او د دوى وروڼه دوى لره ګمراهۍ ته راكاږي، بیا نو هغوى هېڅ كمى نه كوي
آية رقم 203
7-203 او كله چې ته دوى ته څه نښه رانه وړې، دوى وايي: ولې دې له خپله ځانه غوره نه كړه، ته ووایه: بېشكه خبره همدا ده چې زه د هغه څه پیروي كوم چې ما ته د خپل رب له جانبه وحي كېږي، دا ستاسو د رب له جانبه د پوهنې دلايل دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې ایمان لري
آية رقم 204
7-204 او كله چې قرآن لوستل كېږي، نو تاسو هغه په غور سره اورئ او خاموشه اوسئ، د دې لپاره چې پر تاسو رحم وكړى شي
آية رقم 205
7-205 او ته خپل رب سبا او بېګاه په خپل زړه كې یادوه په عاجزۍ او وېرې سره او له اوچت اواز نه ټیټ د خبرو (په انداز) كې او له غافلانو څخه مه كېږه
آية رقم 206
7-206 بېشكه هغه مخلوق چې خپل رب ته نږدې دي، هغوى د هغه له عبادت نه تكبر نه كوي او د هغه پاكي بیانوي او خاص هغهٔ ته سجده كوي
تقدم القراءة