ترجمة معاني سورة التوبة باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
الترجمة الإنجليزية - صحيح انترناشونال
المنتدى الإسلامي
الترجمة الإنجليزية
الترجمة الفرنسية - المنتدى الإسلامي
نبيل رضوان
الترجمة الإسبانية
محمد عيسى غارسيا
الترجمة الإسبانية - المنتدى الإسلامي
الترجمة الإسبانية (أمريكا اللاتينية) - المنتدى الإسلامي
المنتدى الإسلامي
الترجمة البرتغالية
حلمي نصر
الترجمة الألمانية - بوبنهايم
عبد الله الصامت
الترجمة الألمانية - أبو رضا
أبو رضا محمد بن أحمد بن رسول
الترجمة الإيطالية
عثمان الشريف
الترجمة التركية - مركز رواد الترجمة
فريق مركز رواد الترجمة بالتعاون مع موقع دار الإسلام
الترجمة التركية - شعبان بريتش
شعبان بريتش
الترجمة التركية - مجمع الملك فهد
مجموعة من العلماء
الترجمة الإندونيسية - شركة سابق
شركة سابق
الترجمة الإندونيسية - المجمع
وزارة الشؤون الإسلامية الأندونيسية
الترجمة الإندونيسية - وزارة الشؤون الإسلامية
وزارة الشؤون الإسلامية الأندونيسية
الترجمة الفلبينية (تجالوج)
مركز رواد الترجمة بالتعاون مع موقع دار الإسلام
الترجمة الفارسية - دار الإسلام
فريق عمل اللغة الفارسية بموقع دار الإسلام
الترجمة الفارسية - حسين تاجي
حسين تاجي كله داري
الترجمة الأردية
محمد إبراهيم جوناكري
الترجمة البنغالية
أبو بكر محمد زكريا
الترجمة الكردية
حمد صالح باموكي
الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
الترجمة البوسنية - كوركت
بسيم كوركورت
الترجمة البوسنية - ميهانوفيتش
محمد مهانوفيتش
الترجمة الألبانية
حسن ناهي
الترجمة الأوكرانية
ميخائيلو يعقوبوفيتش
الترجمة الصينية
محمد مكين الصيني
الترجمة الأويغورية
محمد صالح
الترجمة اليابانية
روايتشي ميتا
الترجمة الكورية
حامد تشوي
الترجمة الفيتنامية
حسن عبد الكريم
الترجمة الكازاخية - مجمع الملك فهد
خليفة الطاي
الترجمة الكازاخية - جمعية خليفة ألطاي
جمعية خليفة الطاي الخيرية
الترجمة الأوزبكية - علاء الدين منصور
علاء الدين منصور
الترجمة الأوزبكية - محمد صادق
محمد صادق محمد
الترجمة الأذرية
علي خان موساييف
الترجمة الطاجيكية - عارفي
فريق متخصص مكلف من مركز رواد الترجمة بالشراكة مع موقع دار الإسلام
الترجمة الطاجيكية
خوجه ميروف خوجه مير
الترجمة الهندية
مولانا عزيز الحق العمري
الترجمة المليبارية
عبد الحميد حيدر المدني
الترجمة الغوجراتية
رابيلا العُمري
الترجمة الماراتية
محمد شفيع أنصاري
الترجمة التلجوية
مولانا عبد الرحيم بن محمد
الترجمة التاميلية
عبد الحميد الباقوي
الترجمة السنهالية
فريق مركز رواد الترجمة بالتعاون مع موقع دار الإسلام
الترجمة الأسامية
رفيق الإسلام حبيب الرحمن
الترجمة الخميرية
جمعية تطوير المجتمع الاسلامي الكمبودي
الترجمة النيبالية
جمعية أهل الحديث المركزية
الترجمة التايلاندية
مجموعة من جمعية خريجي الجامعات والمعاهد بتايلاند
الترجمة الصومالية
محمد أحمد عبدي
الترجمة الهوساوية
الترجمة الأمهرية
محمد صادق
الترجمة اليورباوية
أبو رحيمة ميكائيل أيكوييني
الترجمة الأورومية
الترجمة التركية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفرنسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الإندونيسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفيتنامية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة البوسنية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الإيطالية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفلبينية (تجالوج) للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفارسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
Dr. Ghali - English translation
Muhsin Khan - English translation
Pickthall - English translation
Yusuf Ali - English translation
Azerbaijani - Azerbaijani translation
Sadiq and Sani - Amharic translation
Farsi - Persian translation
Finnish - Finnish translation
Muhammad Hamidullah - French translation
Korean - Korean translation
Maranao - Maranao translation
Abdul Hameed and Kunhi Mohammed - Malayalam translation
Salomo Keyzer - Flemish (Dutch) translation
Norwegian - Norwegian translation
Samir El - Portuguese translation
Polish - Polish translation
Romanian - Romanian translation
Elmir Kuliev - Russian translation
Albanian - Albanian translation
Tatar - Tatar translation
Japanese - Japanese translation
محمد جوناگڑھی - Urdu translation
Ma Jian - Chinese translation
Turkish - Turkish translation
King Fahad Quran Complex - Thai translation
Ali Muhsin Al - Swahili translation
Abdullah Muhammad Basmeih - Malay translation
Hamza Roberto Piccardo - Italian translation
Indonesian - Indonesian translation
Bubenheim & Elyas - German / Deutsch translation
Bosnian - Bosnian translation
Hasan Efendi Nahi - Albanian translation
Sherif Ahmeti - Albanian translation
Sahih International - English translation
Czech - Czech translation
Abul Ala Maududi(With tafsir) - English translation
Tajik - Tajik translation
Alikhan Musayev - Azerbaijani translation
Muhammad Saleh - Uighur; Uyghur translation
Abdul Haleem - English translation
Mufti Taqi Usmani - English translation
Muhammad Karakunnu and Vanidas Elayavoor - Malayalam translation
Sheikh Isa Garcia - Spanish; Castilian translation
Divehi - Divehi; Dhivehi; Maldivian translation
Abubakar Mahmoud Gumi - Hausa translation
Mahmud Muhammad Abduh - Somali translation
Knut Bernström - Swedish translation
Jan Trust Foundation - Tamil translation
Mykhaylo Yakubovych - Ukrainian translation
Uzbek - Uzbek translation
Diyanet Isleri - Turkish translation
Ministry of Awqaf, Egypt - Russian translation
Abu Adel - Russian translation
Burhan Muhammad - Kurdish translation
Dr. Mustafa Khattab, The Clear Quran - English translation
Dr. Mustafa Khattab - English translation
الترجمة الإنجليزية - مركز رواد الترجمة
الترجمة الفرنسية - محمد حميد الله
الترجمة البوسنية - مركز رواد الترجمة
الترجمة الصربية - مركز رواد الترجمة - جار العمل عليها
الترجمة الألبانية - مركز رواد الترجمة - جار العمل عليها
الترجمة اليابانية - سعيد ساتو
الترجمة التاميلية - عمر شريف
الترجمة السواحلية - عبد الله محمد وناصر خميس
الترجمة اللوغندية - المؤسسة الإفريقية للتنمية
الترجمة الإنكو بامبارا - ديان محمد
الترجمة العبرية
الترجمة الإنجليزية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة الروسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة البنغالية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة الصينية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة اليابانية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
ترجمة معاني القرآن الكريم - عادل صلاحي
عادل صلاحي
آية رقم 1
9-1 (دا) د الله او د هغه د رسول له جانبه بیزاري او صاف ځواب دى، په مشركانو كې هغو كسانو ته چې تاسو ورسره عهد كړى و
آية رقم 2
9-2 نو (اى مشركانو!) تاسو په دغه ځمكه كې څلور میاشتې (په امن سره) ګرځئ او پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او دا چې یقینًا الله كافرانو لره رسوا كوونكى دى
آية رقم 3
9-3 او د حج اكبر په ورځ د الله او د هغه د رسول له جانبه ټولو خلقو ته (دا) اعلان (او خبرتیا) دى چې بېشكه الله او د هغه رسول له مشركانو نه بیزاره دى، نو كه تاسو توبه وباسئ، نو دا تاسو لپاره ډېر غوره دي او كه تاسو مخ وګرځوئ، نو پوه شئ چې یقینًا تاسو الله لره عاجزه كوونكي نه یئ او هغو كسانو ته چې كافران شوي دي؛ د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
آية رقم 4
9-4 مګر په مشركانو كې هغه كسان چې تاسو ورسره عهد كړى دى، بیا هغوى تاسو ته هېڅ شى نقصان نه دى دررسولى او نه يې ستاسو په مقابل كې د هیچا مدد كړى دى، نو هغوى ته خپل عهد د هغوى د مودې پورې پوره كړئ، بېشكه الله (له بدعهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي
آية رقم 5
9-5 نو كله چې حرامې میاشتې تېرې شي، بیا نو تاسو دغه مشركان وژنئ چېرته چې تاسو هغوى ومومئ او دوى نیسئ او د دوى محاصَره كوئ او د دوى لپاره په هر كمین ځاى كې كېنئ، نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، بیا نو تاسو د دوى لاره خوشې كړئ، بېشكه الله ډیر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
آية رقم 6
9-6 او كه په مشركانو كې یو تن له تا نه امان (پناه) وغواړي، نو هغه ته امان وركړه تر هغه پورې چې هغه د الله كلام واوري، بیا هغه خپل د امن ځاى (د هغهٔ وطن) ته ورسوه، دا په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي
آية رقم 7
9-7 د الله په نیز او د هغه د رسول په نیز به د مشركانو لپاره څنګه عهد وي، غیر له هغو كسانو نه چې تاسو ورسره د مسجد حرام په خوا كې عهد كړى دى، نو تر څو پورې چې هغوى تاسو لپاره (پر عهد) پوره قايم وي، نو تاسو هم د هغوى لپاره (پر عهد) كلك قايم اوسئ، بېشكه الله (له بد عهدۍ نه) ځان ساتونكي خوښوي
آية رقم 8
9-8 څنګه (كېدى شي د دوى لپاره عهد!) حال دا چې كه دوى پر تاسو باندې لاس بري شي (، نو بیا) دوى ستاسو په حق كې نه خپلولۍ ته ګوري او نه عهد ته، دوى تاسو په خپلو خولو سره راضي كوي او د دوى زړونه انكار كوي او د دوى اكثره فاسقان دي
آية رقم 9
9-9 دوى د الله د ایتونو (د پرېښودلو) په بدل كې لږ قیمت اخيستى دى، نو منع شوي دي د هغهٔ له لارې نه، بېشكه دوى (چې دي) بد دى هغه عمل چې دوى به كاوه
آية رقم 10
9-10 دوى د مومن په باره كې نه د خپلولۍ لحاظ كوي او نه د عهد، او همدغه كسان (له حد نه) تېرېدونكي دي
آية رقم 11
9-11 نو كه دوى توبه وباسي او لمونځ قايم كړي او زكات ادا كړي، نو بیا ستاسو وروڼه دي په دین كې او مونږ په تفصیل سره بیانوو ایتونه د هغه قوم لپاره چې پوهېږي
آية رقم 12
9-12 او كه دوى خپل قسمونه له خپل عهد نه پس مات كړل او ستاسو په دین كښی يې عیبونه راوېستل شروع كړل، بیا نو د كفر له امامانو (مشرانو) سره جنګ كوئ، بېشكه دوى (چې دي) د دوى لپاره هېڅ (د اعتبار وړ) قسمونه نشته، د دې لپاره چې دوى منع شي
آية رقم 13
9-13 ولې تاسو له داسې قوم سره نه جنګېږئ چې هغوى خپل قسمونه مات كړي دي او د رسول د وېستلو اراده يې كړې ده، حال دا چې هم دوى پر تاسو شروع كړې ده اول ځلې! ایا تاسو له دوى نه وېرېږئ، نو الله تر ټولو زیات حقدار دى د دې چې له هغه نه ووېرېږئ، كه تاسو مومنان یئ
آية رقم 14
9-14 له دوى سره وجنګیږئ، الله به دوى ته ستاسو په لاسونو عذاب وركړي او دوى به رسوا كړي او د دوى په مقابل كې به ستاسو مدد وكړي او د مومنو خلقو سینو ته به شفا (او يخ والى) وركړي
آية رقم 15
9-15 او د هغوى د زړونو غصه به لرې كړي او الله چې پر چا وغواړي په رحمت سره رجوع كوي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
آية رقم 16
9-16 ایا تاسو دا ګمان كړى دى چې تاسو به (همداسې) پرېښودى شئ، حال دا چې لا تر اوسه الله هغه كسان نه دي معلوم (ظاهر) كړي چې جهاد يې كړى دى له تاسو نه، او له الله او د هغه له رسول او مومنانو نه غیر يې بل هېڅ رازدار نه دى نیولى او الله ښه خبردار دى پر هغو عملونو چې تاسو يې كوئ
آية رقم 17
9-17 د مشركانو لپاره دا حق نشته چې د الله جوماتونه اباد كړي، په داسي حال كې چې په خپلو ځانونو باندې د كفر ګواهي كوونكي دي، دغه خلق (چې دي) د دوى عملونه ضايع شوي دي او دوى به په اور كې تل ترتله وي
آية رقم 18
9-18 د الله جوماتونه خو يواځې هغه څوك ابادوي چې پر الله او د اخرت پر ورځ يې ایمان راوړى وي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او نه وېرېږي غیر له الله نه، نو امېد دى چې دغه كسان به له هدایت موندونكو ځنې وي
آية رقم 19
9-9 ایا تاسو حاجیانو ته اوبه وركول او د مسجد حرام ابادول د هغه چا (د ایمان) په شان ګرځولي دي چې پر الله او پر ورځ د اخرت يې ایمان راوړى دى او د الله په لاره كې يې جهاد كړى دى، دوى د الله په نیز برابر نه دي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
آية رقم 20
9-20 هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او هجرت يې كړى دى او د الله په لاره كې يې په خپلو مالونو او ځانونو سره جهاد كړى دى، د الله په نیز په درجه كې تر ټولو لوى دي، اوهمدغه كسان كامیاب دي
آية رقم 21
9-21 دوى ته خپل رب له خپل جانب نه د رحمت او رضامندۍ او د داسی جنتونو زېرى وركوي چې د دوى لپاره به په هغو كې همېشني نعمتونه وي
آية رقم 22
9-22 په دې حال كې چې په هغو كې به تل ترتله همېشه وي، بېشكه الله (چې دى) له هغه سره ډیر لوى اجر دى
آية رقم 23
9-23 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل پلرونه او خپل وروڼه دوستان مه نیسئ كه دوى كفر محبوب (او غوره) وګڼي په ایمان باندې، او په تاسو كې چې چا له دغو (كفارو) سره دوستي وكړه، نو همدغه كسان ظالمان دي
آية رقم 24
9-24 (اى پېغمبره!) ته (دوى ته) ووایه: كه چېرې وي ستاسو پلرونه او ستاسو زامن او ستاسو وروڼه او ستاسو ښځې او ستاسو قبیله او هغه مالونه چې تاسو هغه ګټلي دي او هغه تجارت چې تاسو د هغه د بندېدو وېره كوئ او هغه استوګنې چې تاسو هغه خوښوئ، تاسو ته ډېر محبوب دي له الله او د هغه له رسول او د هغه په لاره كې له جهاد كولو نه، نو بیا انتظار كوئ، تر هغه پورې چې الله خپل حكم راولي او الله فاسقو خلقو ته هدایت نه كوي
آية رقم 25
9-25 یقینًا یقینًا الله په ډېرو ځایونو كې ستاسو مدد كړى دى او د حُنین په ورځ هم، كله چې خپل ډېر والي تاسو په تعجب (او غرور) كې اچولي وئ، بیا دا (ډېر والى) ستاسو هېڅ په كار رانغى او پر تاسو باندې ځمكه د هغې د ارتوالي باوجود تنګه شوه، بیا تاسو وګرځېدئ، په داسی حال كې چې شا كوونكي وئ
آية رقم 26
9-26 بیا الله خپل تسكین (او اطمينان) پر خپل رسول او په مومنانو باندې نازل كړ او داسې لښكرې يې نازلې كړې چې تاسو هغه نه وې لیدلې او كافر شويو خلقو ته يې عذاب وركړ او دا د كافرانو جزا ده
آية رقم 27
9-27 بیا به الله له دې نه پس (په رحمت سره) رجوع وكړي پر هغه چا چې يې وغواړي او الله ډېر بخښونكى، ښه حكمت والا دى
آية رقم 28
9-28 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! په رښتیا همدا خبره ده چې مشركان نجس دي، نو مسجد حرام ته دې له خپل دې كال نه وروسته نه نژدې كېږي او كه تاسو له كومې غریبۍ (او تنګۍ) نه وېرېږئ، نو ژر به الله تاسو له خپله فضله غنیان كړي، كه هغه وغواړي، بېشكه الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
آية رقم 29
9-29 تاسو له هغو كسانو سره وجنګېږئ چې نه پر الله ایمان راوړي او نه د اخرت پر ورځ، او هغه څه ته حرام نه وايي چې الله او د هغه رسول حرام كړي دي او نه دینِ حق قبلوي، له هغو كسانو ځنې چې كتاب ورته وركړى شوى دى، تر دې چې دوى په خپل لاس په داسې حال كې جزیه وركړي، چې دوى ذلیل (محكوم) وي
آية رقم 30
9-30 او یهودیانو وویل: عُزیر د الله زوى دى او نصرانیانو وویل: مسیح د الله زوى دى، دا د دوى په خپلو خولو سره وینا ده، دوى د هغو كسانو له خبرې سره مشابهت كوي چې له دوى نه مخكې كافران وو، الله دې دوى هلاك كړي، څنګه (له سمې لارې نه) ګرځولى شي!
آية رقم 31
9-31 دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر خدایان نیولي دي او د مریمې زوى مسیح (يې هم)، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي
آية رقم 32
9-32 دوى غواړي چې د الله رڼا په (پوكو د) خپلو خولو سره مړه كړي او الله انكار كوي مګر دا چې خپله رڼا پوره كړي اګر كه كافران (دا كار) بد ګڼي
آية رقم 33
9-33 دى همغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره رالېږلى دى، د دې لپاره چې هغه (الله) دا (دین) په نورو ټولو دینونو باندې غالب كړي اګر كه مشركان (دا كار) بد ګڼي
آية رقم 34
9-34 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! بېشكه ډېر عالمان (د یهودیانو) او عابدان (د نصرانیانو) د خلقو مالونه په يقيني ډول په باطلې طریقې سره خوري او د الله له لارې نه (خلق) منع كوي، او هغه كسان چې سره زر اوسپین زر خزانه كوي او هغه د الله په لاره كې نه لګوي، نو دوى ته د ډېر دردوونكي عذاب زېرى وركړه
آية رقم 35
9-35 په هغې ورځ چې د جهنم په اور كې به دغه (خزانې) ښې ګرمې كړى شي، بیا به په هغې سره د دوى تندي او د دوى اړخونه او د دوى شاګانې داغلى شي (او دوى ته به ویلى شي:) دا هغه څه دي چې تاسو د خپلو ځانونو لپاره خزانه كړي وو، نو تاسو وڅَكئ هغه څه چې تاسو خزانه كول
آية رقم 36
9-36 بېشكه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى، د الله په كتاب كې، په هغه ورځ چې هغه پیدا كړل اسمانونه او ځمكه، له هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي، همدغه سم (نېغ) دین دى، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ او تاسو ټول له دغو مشركانو سره جنګ كوئ، لكه څنګه چې دوى له تاسو سره جنګ كوي ټول او پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارانو مل دى
آية رقم 37
9-37 اصل خبره دا ده چې تاخیر كول (د یوې میاشتې حرمت بلې میاشتې ته وروسته كول) يواځې په كفر كې ډېر والى دى، په دې سره هغه كسان ګمراه كولى شي چې كافران شوي دي، دوى دغه (حرامه میاشت) یو كال حلاله ګڼي او یو كال هغه حرامه، د دې لپاره چې دوى د هغو (میاشتو) شمېر پوره كړي چې الله حرامې كړې دي، بیا حلالې كړي هغه (میاشتې) چې الله حرامې كړې دي، دوى ته خپل ناكاره عملونه ښايسته كړى شوي دي او الله كافر قوم ته هدایت نه كوي
آية رقم 38
9-38 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو څه شوي دي چې كله تاسو ته وویل شي: د الله په لاره كې د غزا لپاره ووځئ (، نو) تاسو ځمكې ته درانه (او مایل) شئ؟ ایا تاسو د اخرت په مقابله كې پر دې دنيايي ژوند راضي شوي یئ؟ نو د اخرت په مقابله كې د دنیاوي ژوند فايده نه ده مګر ډېره لږه
آية رقم 39
9-39 كه تاسو ونه وځئ (نو) هغه (الله) به تاسو ته ډېر دردوونكى عذاب دركړي او له تاسو نه غیر به بل قوم په بدل كې راولي او تاسو به هغه ته هېڅ شى ضرر ونه رسولى شئ او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
آية رقم 40
9-40 كه تاسو د دغه (رسول) مرسته ونه وكړئ، نو )هېڅ پروا نشته) یقینًا الله د هغه مدد كړى دى كله چې هغه دې كافران شويو خلقو په داسې حال كې ووېست چې دویم د دوو و، كله چې هغوى دواړه په غار كې وو، كله چې هغه خپل ملګري ته ویل: غم مه كوه، بېشكه الله زمونږ سره دى، نو الله په هغه باندې خپل تسكین نازل كړ او هغه يې په داسې لښكرو سره مضبوط كړ چې تاسو هغه نه دي لیدلي، او د كافران شويو خلقو كلمه يې تر ټولو ښكته كړه او د الله كلمه، همغه تر ټولو لوړه ده، او الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى
آية رقم 41
9-41 تاسو غزا ته وځئ، په داسی حال كې چې سپك یئ او درانه او په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لار كې جهاد كوئ، دا تاسو لپاره ډېر غوره دي، كه تاسو پوهېږئ
آية رقم 42
9-42 كه هغه، نژدې سامان او منځنى سفر وى (، نو) دوى به لازمًا ستا متابَعت كړى و او لېكن په دوى باندې فاصله لرې پرېوته (نو ځكه يې نافرماني وكړه) او ژر به دوى پر الله قسمونه خوري چې كه زمونږ طاقت وى (، نو) مونږ به ضرور له تاسو سره وتلي وو، دوى خپل ځانونه هلاكوي او الله پوهېږي چې بېشكه دوى یقیني دروغجن دي
آية رقم 43
9-43 (اى نبي!) الله ته معاف كړې، د څه لپاره (او ولې) دې دوى ته (د پاتې كېدو) اجازت وركړ؟ تر هغه پورې چې تا ته هغه كسان ښه څرګند شوي وى چې رښتیا يې ویلي او تا دروغجن (هم) معلوم كړي وى
آية رقم 44
9-44 له تا نه هغه كسان اجازت نه غواړي چې پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان لري له دې نه چې په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړي او الله پر پرهېزګارانو ښه عالم دى
آية رقم 45
9-45 له تا نه اجازت يواځې هغه كسان غواړي چې پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان نه لري او د هغوى زړونه په شك كې پرېوتي دي، نو دوى په خپل شك كې حیرانه سرګردانه دي
آية رقم 46
9-46 او كه دوى (غزا ته) د وتلو اراده لرلى، نو ارومرو به دوى د دې (وتلو) لپاره د تیارۍ څه اسباب تیار كړي وو او لېكن الله (د جهاد لپاره) د دوى پورته كېدل نه وو خوښ كړي، نو دوى يې په سست ساتلو سره بند كړل او وویل شو: تاسو كېنئ له كېناستونكو سره
آية رقم 47
9-47 كه دوى ستاسو په لښكر كې وتلي وى (، نو) دوى به تاسو ته نه و زیات كړى (هیڅ شى) مګر شر او ضرور به دوى ستاسو په مینځ كې (د خرابۍ او چغلۍ لپاره) چابكي كړې وه، په داسې حال كې چې دوى به تاسو لپاره فتنه لټوله او په تاسو كې د هغوى لپاره څه جاسوسان هم شته او الله پر ظالمانو ښه پوه دى
آية رقم 48
9-48 یقینًا یقینًا دوى له دې نه مخكې فتنه (خرابي) لټولې وه او تا ته يې ټول كارونه (په حیلو او دسیسو سره) اړولي وو، تر دې چې حق راغى او د الله حكم څرګند (او غالب) شو، په داسې حال كې چې دوى بد ګڼونكي وو
آية رقم 49
9-49 په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: ما ته اجازت راكړه او ما په فتنه (ګمراهۍ) كې مه اچوه، خبردار شئ! هم دوى په فتنه كې غورځیدلي دي او بېشكه جهنم یقینًا كافرانو لره راګېروونكى دى
آية رقم 50
9-50 كه تا ته څه ښیګڼه (او برى) درورسیږي (، نو) هغه دوى خفه كوي، او كه چېرې تا ته څه مصیبت در ورسیږي (نو) دوى وايي: یقینًا مونږ خپل كار ( د احتیاط) له مخكې نه نیولى و او واپس كېږي، په داسې حال كې چې دوى (ستا په مصیبت) ډېر خوشحاله وي
آية رقم 51
9-51 ته ( دوى ته) ووایه: مونږ ته به له سره مصیبت راونه راسېږي مګر هغه چې الله زمونږ لپاره لیكلى دى، همغه زمونږ كارساز دى او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
آية رقم 52
9-52 ته (دوى ته) ووایه: تاسو زمونږ په باره كې انتظار نه كوئ مګر په دوو تر ټولو غوره څیزونو كې د یو څیز، او مونږ ستاسو په باره كې انتظار كوو د دې چې الله تاسو ته عذاب درورسوي له خپل جانب نه، یا زمونږ په لاسونو سره، پس تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم له تاسو سره انتظار كوونكي یو
آية رقم 53
9-53 ته (دې منافقانو ته) ووایه: تاسو مالونه لګوئ په رضا سره، یا (د اسلام) په زور سره، له سره به له تاسو نه قبول نه كړى شي، بېشكه تاسو له شروع نه فاسقان(كافران) یئ
آية رقم 54
9-54 او دوى لره نه دي منع كړي چې له دوى نه دې د دوى لګولي مالونه قبول كړى شي مګر دې (خبرې) چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او لمانځه ته نه راځي مګر په داسې حال كې چې سست وي او انفاق نه كوي مګر په داسې حال كې چې ناخوښه وي
آية رقم 55
9-55 نو تا دې په تعجب كې وانه چوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، همدا خبره ده چې الله غواړي چې دوى ته په دغو (څیزونو) سره په دنيايي ژوند كې عذاب وركړي او د دوى روحونه په داسې حال كې ووځي چې دوى كافران وي
آية رقم 56
9-56 او دوى پر الله قسمونه خوري چې بېشكه دوى یقینًا له تاسو ځنې دي، حال دا چې دوى له تاسو څخه نه دي او لېكن دوى داسې قوم دى چې وېرېږي
آية رقم 57
9-57 كه دوى څه د پناه ځاى ومومي، یا غارونه، یا بل د ننوتلو ځاى (، نو) خامخا به دوى هغه ته وګرځي، په داسې حال كې چې دوى به منډې وهي
آية رقم 58
9-58 او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې د صدقاتو (د تقسیم) په باره كې پر تا عیب لګوي، نو كه دوى ته له دې (صدقاتو) نه (څه) وركړى شي (نو) راضي كېږي او كه له دې نه ورته څه ورنه كړى شي (نو) سمدستي هماغه وخت غصه كېږي
آية رقم 59
9-59 او كه حقیقتًا دوى په هغه څه راضي شوي وى چې الله او د هغه رسول دوى ته وركړي دي او ویلي يې وى: زمونږ لپاره الله كافي دى، ژر به الله مونږ ته له خپله فضله راكړي او د هغه رسول (هم له بل غنیمت نه) بېشكه مونږ خاص الله ته رغبت كوونكي یو
آية رقم 60
9-60 بېشكه همدا خبره ده چې صدقې (زكاتونه) يواځې د فقیرانو او مسكینانو لپاره دي او د هغو كسانو لپاره دي چې پر دغو باندې عامل (راټولوونكي) مقرر وي او د هغو لپاره دي د چا په زړونو كې چې الفت (مينه او اسلام ته رغبت) اچولى شي او په (ازادولو د) څټونو (د مریانو مكاتبانو) كې ( به صرف كولى شي) او تاوان موندونكو لپاره دي او د الله په لار كې او د مسافرو لپاره (به صرف كولى شي) دغه مقرره فریضه ده د الله له جانبه او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
آية رقم 61
9-61 او په دوى كې ځینې هغه كسان دي چې نبي ته تكلیف رسوي او وايي: هغه (اورېدونكى) غوږ دى (د هر چا هر څه اوري او مني يې) ته ووایه: تاسو لپاره د خیر غوږ دى، پر الله ایمان لري او پر مومنانو باور كوي او په تاسو كې د هغو كسانو لپاره رحمت دى چې ایمان يې راوړى دى، او هغه كسان چې د الله رسول ته تكلیف رسوي؛ د هغوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
آية رقم 62
9-62 تاسو لپاره دوى پر الله قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو راضي كړي او الله او د هغه رسول زیات حقدار دي د دې چې دوى هغه راضي كړي، كه دوى ایمان راوړونكي وي
آية رقم 63
9-63 ایا دوى پر دې نه دي پوه شوي چې بېشكه شان دا دى چې څوك د الله او د هغه د رسول مخالفت كوي، نو (جزا د هغه دا ده چې) یقینًا هم د هغه لپاره د جهنم اور دى، چې په هغه كې به همېشه وي او همدغه ډېره لویه رسوايي ده
آية رقم 64
9-64 منافقان له دې نه وېرېږي چې په دوى باندې داسې سورت نازل كړى شي چې دې (مومنانو) ته د هغه څه خبر وركوي چې د دغو (منافقانو) په زړونو كې دي، ته (ورته) ووایه: تاسو (دغه) استهزا او مسخرې كوئ، بېشكه الله د هغه څه ښكاره كوونكى دى چې تاسو (ترې) وېرېږئ
آية رقم 65
9-65 او قسم دى كه ته له دوى نه پوښتنه وكړې (، نو) خامخا به وايي: مونږ خو يواځې مشغولتیا او لوبې كولې، ته (ورته) ووایه: ایا تاسو په الله او د هغه په ایتونو او د هغه په رسول پورې استهزا او مسخرې كولې؟
آية رقم 66
9-66 عذرونه (بهانې) مه جوړوئ، یقینًا تاسو له خپل ایمان راوړو نه وروسته كافران شوي یئ، كه مونږ په تاسو كې یوې ډلې ته معافي وكړو (، نو) بلې ډلې ته به عذاب وركړو، په سبب د دې چې هغوى په رښتیا مجرمان وو
آية رقم 67
9-67 منافق سړي او منافقې ښځې د دوى ځینې له ځینو (نورو) څخه دي، دوى د نارواو حكم كوي او له نېكۍ نه منع كوي او خپل لاسونه (له انفاق كولو نه) كلك بند ساتي، دوى الله پرېښوده، نو هغه (الله) دوى پرېښودل، بېشكه همدا منافقان فاسقان (د ایمان له دايرې نه وتونكي) دي
آية رقم 68
9-68 الله له منافقو سړیو او منافقو ښځو او (ټولو) كفارو سره د جهنم د اور وعده كړې ده، په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، همدغه د دوى لپاره بس دى او الله پر دوى لعنت كړى دى او د دوى لپاره تل (دايمي) عذاب دى
آية رقم 69
9-69 (اى منافقانو! تاسو یئ) په شان د هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، هغوى له تاسو نه د قوت په لحاظ ډېر سخت او كلك وو او د مالونو او اولادونو په لحاظ سره ډېر زیات وو، نو هغوى له خپلې برخې نه فايده واخيستله، بیا تاسو له خپلې برخې نه فايده واخيستله، لكه څنګه چې هغو كسانو له خپلې برخې نه فايده اخيستې وه چې له تاسو نه مخكې وو او تاسو هم په باطلو خبرو كې ښه داخل شوئ په شان د هغه (داخلېدلو) چې هغوى داخل شوي وو، دغه كسان (چې دي) د دوى عملونه په دنیا او اخرت كې برباد شول او همدغه كسان تاوانیان دي
آية رقم 70
9-70 ایا دوى ته د هغو كسانو (د عذاب) خبر نه دى راغلى چې له دوى نه مخكې وو (یعنې) د نوح قوم او عاد او ثمود او د ابراهیم قوم او د مدین والا او د چپه شويو كلیو (د قومِ لوط)، دوى ته خپلو رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې، نو الله له سره داسې نه و چې پر دوى يې ظلم كړى وى او لېكن هغوى پخپله پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
آية رقم 71
9-71 او مومن سړي او مومنې ښځې، د دوى ځینې د ځینو نورو دوستان دي، دوى د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي او لمونځ قايموي او زكات وركوي او د الله او د هغه د رسول اطاعت كوي، دغه كسان (چې دي) ضرور به الله پر دوى رحم وكړي، بېشكه الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
آية رقم 72
9-72 الله د مومنو سړیو او مومنو ښځو سره د داسې جنتونو وعده كړې ده چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي او د داسې پاكیزه اوسیدنځایونو چې د عدن (تل اوسېدنې) په جنتونو كې به وي او د الله له جانبه رضامندي تر ټولو لویه ده، همدغه ډېره لویه كامیابي ده
آية رقم 73
9-73 اى نبي! ته له كفارو او منافقانو سره جهاد كوه او پر دوى سختي كوه او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى او (هغه) د ورتلو بد ځاى دى
آية رقم 74
9-74 دوى پر الله قسمونه خوري چې دوى (څه) نه دي ویلي او یقینًا یقینًا دوى د كفر الفاظ ویلي دي او له خپل اسلام راوړو نه بعد كافر شوي دي او دوى د هغه څه اراده كړې ده چې دوى (هغه ته) ونه رسېدل او دوى (پر الله او د هغه پر رسول) عیب ونه لګاوه مګر ځكه چې الله له خپله فضله دوى غنیان كړل او د هغهٔ رسول (د غنیمتونو په تقسیم سره) نو كه دوى (له نفاقه) توبه وباسي دا به د دوى لپاره ډېر غوره وي او كه دوى (له حقه) وګرځي (نو) الله به دوى ته په دنیا او اخرت (دواړو) كې ډېر دردوونكى عذاب وركړي، په دې حال كې چې د دوى لپاره به په ځمكه كې هېڅ كارساز او مددګار نه وي
آية رقم 75
9-75 او په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې له الله سره يې عهد كړى دى چې قسم دى كه هغه مونږ ته له خپله فضله څه راكړل (، نو) خامخا ضرور به خیراتونه كوو او هرو مرو لازمًا به له نېكانو څخه كېږو
آية رقم 76
9-76 نو كله چې هغه (الله) دوى ته له خپله فضله (مال) وركړ (، نو) په هغه (مال) سره يې بخل وكړ او وګرځېدل، په داسې حال چې اعراض كوونكي وو
آية رقم 77
9-77 نو هغه (الله) دوى ته د دې په نتیجه كې د دوى په زړونو كې داسې نفاق كېښود چې تر هغې ورځې پورې به په دوى كې وي چې له هغه (الله) سره به ملاقات وكړي، په سبب د هغه چې دوى له الله سره د كړې وعدې مخالفت وكړ چې دوى له هغه سره كړې وه او په سبب د دې چې دوى به دروغ ویل
آية رقم 78
9-78 ایا دوى پر دې نه دي پوه شوي چې بېشكه الله د دوى پر پټو (نیتونو) او د دوى پر پټو مشورو عالم دى او (دوى پر دې نه دي پوه شوي) چې بېشكه الله پر ټولو پټو خبرو ښه عالم دى
آية رقم 79
9-79 هغه كسان چې پر نفلي خیرات كوونكو مومنانو باندې د صدقاتو په باره كې عیب لګوي او پر هغو كسانو باندې (عیب لګوي) چې هغوى نه مومي مګر خپل وس او محنت، نو دغه (منافقان) په دوى پورې مسخرې كوي، الله به په دوى پورې مسخرې وكړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
آية رقم 80
9-80 ته د دوى لپاره استغفار وغواړه، یا د دوى لپاره استغفار مه غواړه، كه ته د دوى لپاره اویا ځله هم استغفار وغواړې، نو الله به له سره دوى ته بخښنه ونه كړي، دا ځكه چې یقینًا دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او الله فاسق (له حد نه وتونكي) قوم ته هدایت نه كوي
آية رقم 81
9-81 وروسته پاتې كړى شوي خلق، له رسول الله نه شا ته، په خپلو كېناستو باندې خوشحاله شول او دوى بد وګڼل دا چې په خپلو مالونو او ځانونو سره د الله په لاره كې جهاد وكړي او ويې ويل: تاسو په ګرمۍ كې (دې غزا ته) مه وځئ، ته ووایه: بېشكه د جهنم اور د ګرمۍ په لحاظ ډېر سخت دى، كه چېرې دوى پوهېدلى
آية رقم 82
9-82 نو دوى دې وخاندې (په دنیا كې) لږ او ودې ژاړي ډېر (په اخرت كې) (دا) جزا ده په سبب د هغو عملونو چې دوى به كول
آية رقم 83
9-83 نو كه الله ته بېرته راوستې په دوى كې یوې ډلې ته، بیا دوى له تا نه (بلې غزا ته) د وتلو اجازت وغواړي، نو ته (ورته) ووایه: تاسو به له سره ونه وځئ (جهاد ته) زما سره، هېڅكله، او له سره به زما په ملګرتیا كې د كوم دښمن سره جنګ ونه كړئ، هېڅكله، بېشكه تاسو مخكې ځلې پر ناسته راضي شوي وئ، نو (اوس) ناست اوسئ د وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، ماشومانو او عاجزو سړیو) سره
آية رقم 84
9-84 او په دوى كې چې كوم یو مړ شي، نو ته د هغه هیڅكله هم جنازه مه كوه او مه يې (د دعا او تدفین لپاره) پر قبر ودرېږه، بېشكه دوى په الله او د هغه په رسول كافران شوي دي او مړه شوي دي، په داسې حال كې چې فاسقان وو
آية رقم 85
9-85 او تا دې په تعجب كې وانه چوي د دوى مالونه او نه د دوى اولادونه، یقینًا الله همدا اراده لري چې دوى ته په دغو (مالونو او اولادونو) سره عذاب وركړي او روحونه يې ووځي، په داسې حال كې چې كافران وي
آية رقم 86
9-86 او كله چې كوم سورت نازل كړى شي (او دا حكم په كې وي) چې پر الله ایمان راوړئ او د هغه د رسول په ملګرتیا كې جهاد وكړئ، (نو) له تا نه په دغو كې د (مالي) طاقت والا د پاتې كېدو) اجازت غواړي او وايي: ته مونږ پرېږده چې اوسو (په كورونو كې) له كېناستونكو (ښځو، ماشومانو) سره
آية رقم 87
9-87 دوى په دې راضي شول چې د پاتې شويو (ښځو، ماشومانو) سره وي او د دوى پر زړونو مهر لګول شوى دى، ځكه نو دوى نه پوهېږي
آية رقم 88
9-88 لېكن رسول او هغو كسانو چې له ده سره يې ایمان راوړى دى، هغوى په خپلو مالونو او خپلو ځانونو سره جهاد وكړ او خاص د همدغو كسانو لپاره ښېګڼې دي او همدغه كسان كامیاب دي
آية رقم 89
9-89 الله د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، په دې حال كې چې همېشه اوسېدونكي به وي په هغو كې، همدغه ډېر لوى برى دى
آية رقم 90
9-90 او له اَعرابو (بانډېسیانو) څخه عذر جوړوونكي راغلل، د دې لپاره چې دوى ته (د پاتې كېدو) اجازت وركړى شي او هغه كسان كېناستل چې الله او د هغه رسول ته يې دروغ ویلي وو، ژر به هغو كسانو ته، چې په دوى كې كافران شوي دي ؛ ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي
آية رقم 91
9-91 هېڅ ګناه او جرم نشته پر كمزورو او نه پر مریضانو او نه پر هغو كسانو چې نه مومي هغه (مال) چې يې ولګوي، كله چې دوى د الله او د هغه د رسول لپاره اخلاص كوي، په نېكي كوونكو باندې هېڅ (د الزام) لار نشته او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
آية رقم 92
9-92 او نه پر هغو كسانو (څه حرج شته) چې هر كله تا ته راغلي دي، د دې لپاره چې ته هغوى ته سورلۍ وركړې، تا وویل: زه نه مومم هغه (سورلي) چې تاسو پر هغې سواره كړم، نو هغوى وګرځي، په داسې حال كې چې د هغوى له سترګو اوښكې بهېږي، د دې غم په سبب چې دوى هغه (مال) نه مومي چې دوى يې ولګوي
آية رقم 93
9-93 یقینا همدا خبره ده چې لار (د ملامتۍ) خو پر هغو كسانو ده چې هغوى له تا نه (د پاتې كېدلو) اجازت غواړي، حال دا چې دوى غنیان دي، دوى راضي شوي دي پر دې چې دوى پاتې شي له وروسته پاتې كېدونكو (ښځو، جینكو) سره او الله د دوى پر زړونو مهر لګولى دى، نو دوى نه پوهېږي
آية رقم 94
9-94 دوى به تاسو ته عذرونه وړاندې كوي كله چې تاسو دوى ته بېرته راوګرځئ، ته (ورته) ووایه: تاسو عذرونه مه وړاندې كوئ، مونږ به له سره پر تاسو باور ونه كړو، یقینًا الله، مونږ ستاسو له ځینو احوالو نه خبر كړي یو او ژر ده چې الله او د هغه رسول به ستاسو عملونه وویني، بیا به تاسو د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته ورګرځولى شئ، نو هغه به تاسو پر هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول
آية رقم 95
9-95 یقینًا دوى به تاسو ته پر الله قسمونه خوري، كله چې تاسو دوى ته واپس راشئ، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، نو تاسو له دوى نه اعراض وكړئ، بېشكه دوى پلیت دي، او د دوى د ورتلو ځاى جهنم دى، لپاره د بدلې د هغو عملونو چې دوى به كول
آية رقم 96
9-96 دوى تاسو ته قسمونه خوري، د دې لپاره چې تاسو له دوى نه راضي شئ، نو كه تاسو له دوى نه راضي شئ، پس یقینًا الله له فاسق قوم نه نه راضي كېږي
آية رقم 97
9-97 اَعرابیان په كفر او نفاق كې ډېر سخت دي او ډېر لايق دي د دې چې د هغو (احكامو) په حدودو پوه نشي چې الله پر خپل رسول نازل كړي دي او الله ډېر پوه، ښه حكمت والا دى
آية رقم 98
9-98 او په اَعرابیانو كې ځینې هغه دي چې (د الله په لار كې) څه چې خرچ كوي (هغه) تاوان ګڼي او ستاسو په باره كې د زمانې د ګردشونو انتظار كوي، په همدوى باندې دې د بدۍ ګردش وي او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
آية رقم 99
9-99 او په اَعرابیانو كې ځینې هغه دي چې پر الله او پر ورځ د اخرت ایمان لري او هغه څه چې (د الله په لار كې يې) لګوي، الله ته د نږدې والي او د رسول د دعاګانو اسباب ګڼي، خبردار شئ! بېشكه دا د دوى لپاره د نږدې والي سبب دى، الله به ژر دوى په خپل رحمت كې داخل كړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
آية رقم 100
9-100 او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي او هغهٔ، د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه كامیابي ده
آية رقم 101
9-101 او ستاسو په شاو خوا كې چې اعرابیان دي، په هغو كې ځینې منافقان دي او ځینې د مدینې له اوسېدونكو نه هم، چې په نفاق باندې ټینګ شوي دي، ته (اى نبي!) هغوى نه پېژنې، مونږ يې پېژنو، ژر به مونږ هغوى ته دوه ځله عذاب وركړو، بیا به هغوى ډېر لوى عذاب ته ورګرځولى شي
آية رقم 102
9-102 او (ځینې) نور (خلق) دي چې پر خپلو ګناهونو قايله شوي دي، دوى نېك عمل او بل بد عمل سره ګَډ (او ميلاو) كړي دي، امېد دى چې الله به پر دوى رجوع وكړي، بېشكه الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
آية رقم 103
9-103 (اى نبي!) ته د دوى له مالونو نه صدقه واخله، چې ته دوى پاك كړې او په دې سره يې تزكیه وكړې او دوى ته دعا وكړه، بېشكه ستا دعا د دوى لپاره د تسكین ذريعه ده او الله ښه اورېدونكى، ښه عالم دى
آية رقم 104
9-104 ایا دوى نه پوهېدل چې یقینًا الله دى چې هغه د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او صدقې اخلي او دا چې بېشكه الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى
آية رقم 105
9-105 او (اى نبي!) ته ووایه: تاسو عمل كوئ، پس ضرور به الله ستاسو عمل وویني او د ده رسول او مومنان (هم) او ژر به تاسو بیا بوتلى شئ د پټو او ښكاره وو عالِم (الله) ته، نو هغه به تاسو پر هغو كارونو خبر كړي چې تاسو به كول
آية رقم 106
9-106 او نور كسان دي چې د الله د حكم لپاره وروسته كړى شوي دي، یا به دوى ته عذاب وركړي او یا به په دوى باندې مهرباني وكړي او الله ښه عالم، ښه حكمت والا دى
آية رقم 107
9-107 او هغه خلق چې یو جومات يې جوړ كړى دى د ضرر رسولو لپاره او د كفر كولو لپاره او د مومنانو په مینځ كې د بېلتون راوستلو لپاره او د هغو كسانو د انتظار (او كمين) لپاره چا چې له دې نه مخكې (هم) له الله او د هغه له رسول سره جنګ كړى دى او دوى به یقینًا هرومرو قسمونه خوري چې مونږ اراده نه ده كړې مګر د نېكۍ او الله شاهدي وايي چې بېشكه دوى یقینًا دروغجن دي
آية رقم 108
9-108 ته په دغه (جومات) كې هیڅكله هم مه ودرېږه، یقینًا هغه جومات چې بنیاد يې له اولې ورځې نه پر تقویٰ ایښودل شوى دى؛ ډېر لايق دى د دې چې ته په كې ودرېږې، په دې (جومات) كې داسې سړي دي چې ښه پاك اوسېدل خوښوي او الله ښه پاك اوسېدونكي خوښوي
آية رقم 109
9-109 ایا نو هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د الله په تقویٰ او رضامندۍ باندې ایښى دى، غوره دى، یا هغه څوك چې د خپلې ابادۍ بنیاد يې د نړېدونكې كندې (پانډ) په غاړه ایښى دى، بيا هغه د جهنم په اور كې له هغه سره ونړېږي او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي
آية رقم 110
9-110 د دوى هغه ابادي چې دوى جوړه كړې ده ؛ همېشه به د دوى په زړونو كې د شك سبب وي مګر دا چې د دوى زړونه ټوټې ټوټې شي او الله ښه پوه، ښه حكمت والا دى
آية رقم 111
9-111 بېشكه الله له مومنانو نه د هغوى ځانونه او د هغوى مالونه اخيستي دي په بدل د دې كې چې یقینًا د دوى لپاره جنت دى، دوى د الله په لاره كې جنګ كوي، نو وژل كوي او وژلى شي، دا په تورات او انجیل او قرآن كې د هغه په ذمه حقه وعده ده او له الله نه په خپلې وعدې باندې زیات ښه وفا كوونكى (بل) څوك دى؟ نو تاسو په خپلې هغې سودا باندې ښه خوشاله شئ چې تاسو له هغه (الله) سره كړې ده او همدغه ډېر لوى برى دى
آية رقم 112
9-112 (دوى) توبه كوونكي دي، عبادت كوونكي، ثنا ویونكي، روژه نیونكي، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، د نېكۍ حكم كوونكي او له بدو كارونو څخه منع كوونكي دي او د الله د حدودو حفاظت كوونكي دي او ته مومنانو ته زېرى وركړه
آية رقم 113
9-113 د نبي او هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى؛ روا نه دي چې د مشركانو لپاره مغفرت وغواړي اګر كه دغه (مشركان) رشته داران هم وي، وروسته له دې نه چې دوى ته دا ښه ښكاره شوه چې یقینًا دوى د دوزخ والا دي
آية رقم 114
9-114 او د خپل پلار لپاره د ابراهیم مغفرت غوښتل نه و مګر د یوې وعدې له وجې نه چې د هغې وعده يې له هغه (خپل پلار) سره كړې وه، نو كله چې هغه ته ښه څرګنده شوه چې یقینًا هغه د الله دښمن دى (، نو) له هغه نه بېزاره شو، بېشكه ابراهیم خامخا ډېر نرم زړى، ډېر حِلم والا و
آية رقم 115
9-115 او الله هیڅكله هم داسې نه دى چې یو قوم بې لارې كړي وروسته له دې چې دوى ته يې لاره ښودلې وي تر هغه پورې چې دوى ته هغه څه بیان كړي چې دوى ترې ځان وساتي، بېشكه الله په هر شي باندې ښه پوه دى
آية رقم 116
9-116 بېشكه الله چې دى، د اسمانونو او ځمكې سلطنت خاص د هغه لپاره دى، هغه ژوند وركوي او هغه مرګ وركوي او تاسو لپاره له الله نه غیر نه هېڅ كار ساز شته او نه هېڅ مددګار
آية رقم 117
9-117 یقینًا یقینًا الله په مهربانۍ سره رجوع وكړه په خپل نبي او مهاجرو او انصارو باندې، په هغو كسانو باندې چې د تنګۍ په وخت كې يې د هغهٔ متابعت او ملګرتيا وكړه، وروسته له دې چې قریب وه چې په هغو كې د یوې ډلې زړونه كاږه شي، بیا هغه (الله) په دوى باندې مهرباني وكړه، یقینًا هغه پر دوى ډېر نرمي كوونكى، بې حده مهربان دى
آية رقم 118
9-118 او په هغو درې كسانو باندې چې وروسته كړى شوي وو، تر دې چې په هغوى باندې ځمكه، سره د هغې له ارت والي تنګه شوه او هغوى پر خپلو ځانونو (هم) تنګ شول (خپل ځانونه پرې بوج شول) او هغوى یقین وكړ چې د الله (له عذاب) نه د پناه هېڅ ځاى نشته مګر هم له هغهٔ سره دى، بیا هغه (الله) پر دوى مهرباني وكړه، د دې لپاره چې دوى توبه وباسي، بېشكه چې الله، هم دى ښه توبه قبلوونكى، بې حده مهربان دى
آية رقم 119
9-119 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له الله نه ووېرېږئ او له رښتینو سره ملګري شئ
آية رقم 120
9-120 د مدینې د خلقو لپاره او د دوى چاپېره د هغه چا لپاره چې اعرابیان دي، روا نه دي چې له رسول الله(ﷺ) نه شا ته پاتې شي او نه دا چې خپل ځانونه د هغه له ځان نه ښه او غوره وګڼي، دا ځكه چې یقینًا دوى چې دي، دوى ته نه څه تنده رسي او نه ستړي والى او نه لوږه د الله په لاره كې او نه دوى پر كوم داسې ځاى قدمونه ږدي چې كفار په غصه كوي او نه رسي دوى دښمن ته په (هېڅ) رسېدلو سره (چې د هغوى وژل، بنديان كول او ترې غنيمت اخيستل دي) مګر دوى ته په دې سره نېك عمل لیكلى شي، بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي
آية رقم 121
9-121 او نه دوى څه نفقه لګوي، نه وړه او نه لویه او نه څه میدان قطع كوي مګر د دوى لپاره (يې ثواب) لیكلى شي، د دې لپاره چې الله دوى ته د هغو بهترینو عملونو بدله وركړي چې دوى به كول
آية رقم 122
9-122 او مومنان داسې نه دي چې ټول له څېرمې ووځي، نو ولې نه وځي د دوى له هرې ډلې نه یو ټولګى؟ د دې لپاره چې دوى په دین كې ژوره پوهه پیدا كړي او خپل قوم ته اِنذار وركړي كله چې دوى ته راواپس شي، د دې لپاره چې دوى ووېرېږي
آية رقم 123
9-123 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو له هغو كفارو سره وجنګېږئ چې تاسو ته نژدې دي او لازم ده چې دوى په تاسو كې سختي ومومي او تاسو پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارو ملګرى دى
آية رقم 124
9-124 او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي، نو په دوى كې ځینې هغه څوك دي چې وايي: په تاسو كې كوم یو دى چې دې (سورت) د هغه ایمان زیات كړ؟ نو هر چې مومنان دي، نو دې (سورت) د هغوى ایمان ورزیات كړ، په داسې حال كې چې هغوى ښه خوشالېږي
آية رقم 125
9-125 او پاتې شو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې مرض دى، نو دې (سورت) هغوى ته د هغوى له ګندګۍ سره ګندګي ور زیاته كړه او دوى مړه شول، په دې حال كې چې هغوى كافران وو
آية رقم 126
9-126 او ایا دوى نه ګوري چې یقینًا دوى هر كال یو ځله، یا دوه ځله ازمايلى شي، بیا نه دوى توبه وباسي او نه دوى نصیحت اخلي
آية رقم 127
9-127 او كله چې هم كوم سورت نازل كړى شي د دوى ځینې ځینو (نورو) ته وګوري چې ایا تاسو څوك ویني؟ بیا واپس شي، الله د دوى زړونه ګرځولي دي، په سبب د دې چې یقینًا دوى داسې قوم دى چې نه پوهېږي
آية رقم 128
9-128 یقینًا یقینًا تاسو ته له هم ستاسو له جنسه نه رسول راغلى دى، هغه څه چې تاسو په تكلیف كې اچوي؛ پر ده ډېر سخت (او درانه) دي، ستاسو (د هدایت) لپاره پر تاسو باندې ډېر حرصناك دى، په مومنانو باندې ډېر نرمي كوونكى، ډېر مهربان دى
آية رقم 129
9-129 نو كه چېرې دوى (د حق له قبلولو نه) وګرځي، نو ته ووایه: ما ته الله كافي دى، نشته دى هېڅ لايق د عبادت مګر هغه دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او هم هغه د عظیم عرش مالك دى
تقدم القراءة