ترجمة سورة هود

الترجمة البشتوية
ترجمة معاني سورة هود باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية .
من تأليف: زكريا عبدالسلام .

11-1 الف، لام، را، (دا) كتاب دى چې ایتونه يې محكم كړى شوي دي، بیا د ښه حكمت والا، پوره خبردار ذات له خوا نه په تفصیل سره بیان شوي دي
11-2 دا چې تاسو عبادت مه كوئ مګر يواځې د الله، بېشكه زه تاسو لپاره د هغه له جانبه (رالېږل شوى) وېروونكى او زېرى وركوونكى یم
11-3 او دا چې تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته توبه وباسئ (، نو) هغه به تاسو ته د یوې مقررې نېټې پورې ډېره ښكلې فايده دركړي او هر فضل والا ته به د هغه فضل وركړي او كه چېرې تاسو وګرځېدئ، نو بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې سترې ورځې د عذاب وېره لرم
11-4 خاص الله ته ستاسو واپس ورتله دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى
11-5 خبردار شئ! بېشكه دوى خپلې سینې دوه قته كوي، د دې لپاره چې له هغه نه پټ شي، خبردار شي! كله چې دوى خپلې جامې اغوندي، هغه (الله) پوهېږي پر هغه څه چې دوى (يې) پټوي او پر هغه څه چې دوى (يې) څرګندوي، بېشكه هغه د سینو پر پټو خبرو (هم) ښه پوه دى
11-6 او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى، او هغه د هغهٔ د اوسېدلو ځاى او د هغهٔ د سپارېدلو ځاى پېژني (دا) هر څه په واضح كتاب كې (لیك) دي
11-7 او دى هماغه ذات دى چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، په دې حال كې چې د هغه عرش په اوبو باندې و، د دې لپاره چې هغه تاسو وازمايي چې په تاسو كې د عمل په لحاظ څوك ډېر ښه دى او یقینًا كه ته (دې خلقو) ووايې چې بېشكه تاسو به له مرګ نه پس ژوندي كولى شئ (نو) هغه كسان به چې كافران شوي دي هرومرو لازمًا ووايي: نه دى دا مګر ښكاره جادو (باطل)
11-8 او یقینًا كه چېرې مونږ له دوى نه عذاب تر یو شمېرل شوې مودې پورې وروسته كړو (، نو) دوى به ارومرو لازمًا وايي: څه شى دغه (عذاب) ایساروي؟ خبردار شئ! په هغې ورځ كې چې دوى ته هغه (عذاب) راشي (، نو) هغه به له دوى څخه ګرځولى نشي او له دوى نه به هغه څه چاپېره شي چې دوى به په هغه پورې استهزا كولې
11-9 او یقینًا كه چېرې مونږ پر انسان له خپل جانبه رحمت وڅكو، بیا مونږ هغه له ده نه راكش كړو (ترې محروم يې كړو، نو) بېشكه هغه (بیا) یقینًا ډېر نا امېده، ډېر ناشكره شي
11-10 او یقینًا كه چېرې مونږ په ده باندې نعمت وڅكو له هغه تكلیف نه وروسته چې ده ته رسېدلى و (، نو) ارومرو لازمًا به هغه وايي: زما څخه ټولې سختۍ لاړې، (بيا نو هغه یقینًا (او) بې شكه ډېر خوشالېدونكى وي، ډېر فخر كوونكى وي
11-11 مګر هغه كسان چې صبر يې وكړ او نېك عملونه يې وكړل، دغه كسان (چې دي) د همدوى لپاره مغفرت او ډېر لوى اجر دى
11-12 نو ښايي چې ته پرېښودونكى يې ځینې برخې د هغه (قرآن) لره چې تا ته وحي كولى شي او په ده سره دې خپله سینه تنګېدونكې ده (له دې وېرې) چې دوى به وايي: په ده باندې خزانه ولې نه ده نازله كړى شوې، یا له ده سره مَلَك (ولې نه دى) راغلى؟ بېشكه همدا خبره ده چې ته (يواځې) وېروونكى (او خبردار كوونكى) يې او الله په هر شي باندې نګران دى
11-13 ایا دوى وايي چې دا يې له خپله ځانه جوړ كړى دى؟ ته (ورته) ووایه: نو تاسو د ده په مثل لس سورتونه راوړئ، چې له خپله ځانه جوړ كړى شوي وي او له الله نه غير چې څوك كولى شئ راوغواړئ، كه چېرې تاسو رښتیني یئ
11-14 نو كه چېرې دوى تاسو ته جواب درنه كړي (ستاسو دعا قبوله نه كړي)، نو تاسو پوه شئ چې یقینًا هغه د الله په علم سره نازل كړى شوى دى او دا چې نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، نو ایا تاسو اسلام راوړونكي یئ؟
11-15 هر څوك چې (داسې) وي چې دنيايي ژوند او د ده ښايست غواړي (، نو) مونږ به په همدې (دنیا) كې هغو ته د خپلو عملونو بدله پوره وركړو، په داسې حال كې چې له دوى نه به په دې (دنیا) كې څه كمولى نشي
11-16 دا هغه كسان دي چې د دوى لپاره په اخرت كې نشته مګر اور او هغه څه برباد شول چې دوى په دې (دنیا) كې كړي وو او باطل دي هغه عملونه چې دوى به كول
11-17 ایا نو هغه څوك چې د خپل رب له جانبه په څرګند دلیل باندې وي او د هغه له جانبه (د ده په تاييد كې) په ده پسې یو شاهد هم راغلى وي، او له ده نه مخكې د موسٰى كتاب و، چې پیشوا او رحمت و، دغه كسان پر ده ایمان لري او له ډلو څخه چې څوك په ده سره كافر شو، نو اور د هغه د وعدې ځاى دى، نو ته د ده په باره كې په هېڅ شك كې مه كېږه، بېشكه هم دا ستا د رب له جانبه حق دى او لېكن اكثره خلق ایمان نه راوړي
11-18 او له هغه كس نه لوى ظالم څوك دى چې په الله باندې دروغ تپي، دغه كسان به د خپل رب په وړاندې پیش كړى شي، او ګواهان به ووايي: دا هغه كسان دي چې پر خپل رب يې دروغ تړلي وو، خبردار شئ! د الله لعنت په ظالمانو باندې دى
11-19 هغه كسان چې د الله له لارې نه منع كول كوي او په هغې (لاره) كې كوږوالى لټوي او له اخرت نه انكار كوونكي (هم) همدوى دي
11-20 دغه كسان كله هم په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكي نه دي، او د دوى لپاره له الله نه سوا هیڅوك مدد كوونكي نشته، دوى ته به دوه چنده عذاب وركولى شي، نه دوى اورېدل كولى شول او نه دوى لیدل كول
11-21 دا هغه كسان دي چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى او له دوى نه هغه څه ورك شول چې دوى به دروغ تړل
11-22 حقه خبره دا ده چې یقینًا هم دوى په اخرت كې تر ټولو زیات زیان كاران دي
11-23 بېشكه هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي او خپل رب ته يې عاجزي كړې ده، دغه كسان د جنت صاحبان دي، دوى به په هغه كې همېشه وي
11-24 د دواړو ډلو مثال د ړانده او كاڼه او (په مقابِل كې د) لیدونكي او اورېدونكي دى، ایا دغه دواړه ډلې د حال په لحاظ سره برابرېدى شي؟ ایا نو تاسو پند نه اخلئ؟
11-25 او یقینًا یقینًا مونږ نوح خپل قوم ته لېږلى و، (ورته ويې ویل) بېشكه زه تاسو لپاره ښكاره وېروونكى (راغلى) یم
11-26 چې تاسو له الله نه غير (د هیچا) عبادت مه كوئ، بېشكه زه پر تاسو باندې د ډېرې دردوونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم
11-27 نو د هغه له قومه كافر شویو مشرانو وویل: مونږ تا نه وینو مګر زمونږ په شان یو بشر او مونږ نه وینو تا چې ستا پیروي كړې ده مګر هغو كسانو چې دوى زمونږ تر ټولو لاندې خلق دي، په سرسري فكر سره، تاسو لپاره مونږ په خپل ځان باندې هېڅ بهتري (غوره والى) نه وینو، بلكې مونږ پر تاسو باندې د دروغجنو ګمان كوو
11-28 هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ كه زه یم پر هغه څرګند دلیل باندې چې زما د رب له جانبه دى او هغه ما ته له خپل جانبه رحمت راكړى وي، بیا پر تاسو باندې هغه پټ كړى شوى وي، ایا مونږه په هغه باندې تاسو مجبوره كولى شو، په دې حال كې چې تاسو هغه لره بد ګڼونكي یئ
11-29 او اى زما قومه! زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې مال نه غواړم، زما اجر يواځې په الله باندې دى او زه د هغو كسانو شړونكى نه یم چې ایمان يې راوړى دى، بېشكه دوى له خپل رب سره ملاقات كوونكي دي او لېكن زه تاسو وینم داسې قوم چې جهالت كوئ
11-30 او اى زما قومه! له الله نه به ما څوك بچ كړي كه زه دوى وشړم؟ ایا نو تاسو نصیحت نه قبلوئ!
11-31 او زه تاسو ته (دا) نه وایم چې زما سره د الله خزانې دي او نه دا (وايم) چې زه پر غیبو پوهېږم او نه (دا) وایم چې بېشكه زه مَلك یم او نه زه د هغو كسانو په حق كې چې ستاسو سترګي يې سپك ګڼي دا وایم چې الله به دوى ته له سره څه خیر ورنه كړي، الله ښه عالم دى پر هغو (خبرو) چې د دوى په نفسونو كې دي، بېشكه زه به په دغه وخت كې خامخا له ظالمانو څخه یم
11-32 دوى وویل: اى نوحه! یقینًا تا زمونږ سره جګړه وكړه، نو زمونږ (سره) جګړه دې ډېره زیاته كړه، لهذا ته مونږ ته هغه (عذاب) راوله چې ته يې زمونږ سره وعده كوې (او مونږ پرې وېروې)، كه ته له صادقانو څخه يې
11-33 هغه وویل: يواځې الله هغه (عذاب) راولي كه ويې غواړي او تاسو عاجزه كوونكي نه یئ (الله لره)
11-34 او زما نصیحت (او خير خواهي) تاسو ته نفع نه دررسوي كه زه تاسو ته د نصیحت (او خير خواهي) كولو اراده هم وكړم، كه چېرې الله ستاسو د ګمراه كولو اراده لري، هم هغه ستاسو رب دى او خاص هغه ته به ورګرځولى شئ
11-35 بلكې دوى وايي: ده له ځانه دا (قرآن) جوړ كړى دى، ته ووایه: كه ما دا له ځانه جوړ كړى وي، نو خاص په ما باندې دى (انجام) زما (د) جرم او زه بري یم له هغو جرمونو نه چې تاسو يې كوئ
11-36 او نوح ته وحي وكړى شوه چې بېشكه شان دا دى چې ستا له قومه به (څوك هم) ایمان رانه وړي غير له هغو نه چې ایمان يې راوړى دى، نو مه غمجن كېږه پر هغو كارونو چې دوى يې كوي
11-37 او زمونږ د سترګو په وړاندې او زمونږ د وحي مطابق بېړۍ جوړه كړه او د هغو كسانو په باره كې له ما سره خبرې مه كوه چې ظلم (شرك) يې كړى دى، بېشكه دوى غرقېدونكي دي
11-38 او هغه (نوح) بېړۍ جوړوله، په داسې حال كې چې كله به هم په ده باندې د ده له قومه څه مشران تېرېدل (نو) په ده پورې به يې مسخرې كولې، هغه وویل: كه تاسو په مونږ پورې مسخرې كوئ، نو بېشكه مونږ به هم په تاسو پورې مسخرې وكړو، لكه څنګه چې تاسو مسخرې كوئ
11-39 نو ژر به تاسو هغه څوك وپېژنئ چې ورته به داسې عذاب راشي چې هغه به رسوا كړي او (هغه چې) پر هغه به دايمي عذاب راكوز شي
11-40 تر هغه پورې چې كله زمونږ حكم راغى او تنور راوخوټېده، مونږ وویل: په دې (بېړۍ) كې له هر قسمه (حيواناتو) نه (نر او ښځه) جوړه د دوو په شمېر كې سوره كړه او خپل اهل هم، (خو) غير له هغه چا نه چې پر هغه باندې خبرې سبقت كړى دى او هغه څوك هم (سواره كړه) چې ایمان يې راوړى دى او له ده سره ایمان نه و راوړى مګر ډېرو لږو (خلقو)
11-41 او هغهٔ وویل: په دې كې سواره شئ (او وایئ:) د الله په نامه سره د دې روانېدل او د دې ودرېدل دي، بېشكه زما رب یقینًا ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
11-42 دې به دوى په داسې چپو كې وړل لكه غرونه، او نوح خپل زوى ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې هغه په یوې غاړه كې (له دوى نه) جدا (ولاړ) و: اى زما بچوړیه! زمونږ سره راسور شه او له كافرانو سره مه كېږه
11-43 هغه وویل: ژر به زه د داسې غره په سر كې ځاى ونیسم چې ما به له اوبو نه بچ كړي، هغه (نوح) وویل: نن ورځ د الله له حكم نه هیڅوك ساتونكى (بچ كوونكى) نشته مګر هغه چې دغه (الله) پرې رحم وكړي، او د دواړو په مینځ كې چپه حايله شوه، نو دى شه له غرق كړى شويو نه
11-44 او وویل شول: اى ځمكې! خپلې اوبه ونغړه (جذب كړه) او اى اسمانه! اوبه ورول بند كړه او اوبه كمې كړى شوې او كار پوره كړى شو او هغه (بېړۍ) پر جودي غر ودرېده او وویل شول: لرې والى دې وي (له رحمت نه) د ظلم كوونكو خلقو لپاره
11-45 او نوح خپل رب ته اواز (سوال) وكړ، نو ويې ويل: اى زما ربه! بېشكه زما زوى زما له اهله دى او بېشكه هم ستا وعده حقه ده او ته تر ټولو ښه فیصله كوونكى يې
11-46 ويې ويل: اى نوحه! بېشكه هغه (ستا زوى) ستا له (مومن) اهله ځنې نه دى، بېشكه هغه (خاوند د) ناكاره عمل دى، نو له ما نه د هغه څیز سوال مه كوه چې تا ته د هغه په باره كې څه علم نه وي، بېشكه زه تا ته نصیحت كوم (او تا منع كوم) له دې نه چې ته شې له جاهلانو نه
11-47 هغه وویل: اى زما ربه! بېشكه زه په تا پورې پناه نیسم له دې نه چې له تا نه د هغه څه سوال وكړم چې ما ته د هغه په باره كې څه علم نه وي او كه ته ما ته بخښنه ونه كړې او پر ما رحم ونه كړې (، نو) شم به زه له تاوانیانو نه
11-48 وویل شو: اى نوحه! كوز شه په سلامتۍ سره زمونږ له جانبه او سره د هغو بركتونو چې پر تا باندې شوي دي او پر څو هغو ډلو باندې شوي دي له هغو ځنې چې له تا سره دي او نورې ډلې دي چې ژر به مونږ هغوى ته نفع وركړو، بیا به هغوى ته زمونږ له جانبه ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي
11-49 دغه د غیبو له خبرونو ځنې دي چې مونږ يې تا ته وحي كوو، له دې نه مخكې نه تهٔ پر دې عالِم وې او نه ستا قوم، نو صبر كوه، بېشكه ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى
11-50 او (مونږ لېږلى و) قومِ عاد ته د هغوى ورور هود، هغهٔ وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر هېڅ حق معبود نشته، نه یئ تاسو مګر دروغ تړونكي
11-51 اى زما قومه! زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې څه مزدوري نه غواړم، زما اجر نه دى مګر پر هغه ذات چې زه يې پیداكړى یم، ایا نو تاسو له عقل نه كار نه اخلئ!
11-52 او اى زما قومه! له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، هغه به پر تاسو باندې باران راخوشي كړي، چې په شېبو شېبو به ورېدونكى وي او ستاسو قوت ته به (نور) قوت ورزیات كړي او تاسو (له ایمان او توبې نه) مخ مه ګرځوئ، په دې حال كې چې مجرمان یئ
11-53 هغوى وویل: اى هوده! تا مونږ ته څه واضح دلیل نه دى راوړى او ستا د وینا له وجې مونږ هېڅ كله هم خپل خدایان پرېښودونكي نه یو او هېڅ كله هم مونږ پر تا ایمان راوړونكي نه یو
11-54 (ستا په باره كې) مونږ يواځې همدا وایو چې تا ته زمونږ په خدایانو كې چا څه ضرر دررسولى دى، هغهٔ وویل: بېشكه زه الله ګواه كوم او تاسو (هم) ګواه شئ چې یقینًا زه له هغو (خدایانو) نه بېزاره یم چې تاسو يې (له الله سره) شريكوئ
11-55 غیر له هغه (الله) نه، نو تاسو ټول ما ته تدبیرونه جوړ كړئ، بیا ما ته مهلت مه راكوئ
11-56 بېشكه ما پر الله باندې توكل كړى دى چې زما رب دى او ستاسو رب دى، نشته هېڅ یو خوځنده مګر هم دغه (الله) د هغه وچولي (د تندي وېښتانو) لره نیوونكى دى، بېشكه زما رب پر نېغه لار دى
11-57 نو كه تاسو مخ واړوئ، نو یقینًا ما تاسو ته هغه (پېغام) درورساوه چې زه په هغه سره تاسو ته رالېږل شوى وم او زما رب به له تاسو نه غیر بل قوم ستاسو پر ځاى راولي او تاسو به هغه (الله) ته هېڅ ضرر ونه رسولى شئ، بېشكه زما رب په هر شي باندې ښه نګران او ساتونكى دى
11-58 او كله چې زمونږ حكم (عذاب) راغى (، نو) مونږ هود ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و؛ له خپل جانب نه په رحمت سره نجات وركړ او مونږ هغوى له ډېر سخت عذاب نه خلاص كړل
11-59 او دغه عادیان دي چې د خپل رب له ایتونو نه يې انكار كړى و او د هغه (الله) د رسولانو نافرماني يې كړې وه او د هر سركشه عنادي د حكم تابع شوي وو
11-60 او په دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګول شو او د قیامت په ورځ هم، خبردار شئ! بېشكه عادیان په خپل رب سره كافران شوي دي، خبردار شئ چې (د الله له رحمت نه) لرې والى دى، عادیانو ته چې د هود قوم دى
11-61 او (مونږ لېږلى و) ثمودیانو ته د هغوى ورور صالح، هغه (دوى ته) وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، ستاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته، هم هغه تاسو له ځمكې نه پیدا كړي یئ او په دې كې يې تاسو اوسولي یئ، نو تاسو له ده نه مغفرت وغواړئ، بیا تاسو ده ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر نژدې دى، د دعا قبلوونكى دى
11-62 دوى وویل: اى صالحه، ته په مونږ كې مخكې له دې (دعوې د نبوت) نه امېد كړى شوى وې، (تا ته زمونږ هيلې وې) ایا ته مونږ د هغو (بتانو) له عبادت نه منع كوې چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه او بېشكه مونږ د هغه (توحید) په باره كې چې ته مونږ هغهٔ ته بلې یقینًا په اضطراب اچوونكي (پريشانه كوونكي) شك كې یو
11-63 هغه وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل باندې یم او هغهٔ له خپله جانبه ما ته رحمت (نبوت) راكړى وي، نو له الله نه به ما څوك خلاص كړي كه زه د هغه نافرماني وكړم، نو تاسو خو ما ته له نقصان نه غیر (بل څه) نه زیاتوئ
11-64 اى زما قومه! دا د الله اوښه ده چې ستاسو لپاره لویه نښه ده، نو تاسو دا پرېږدئ چې د الله په ځمكه كې خوراك (څر) كوي او دې ته هېڅ تكلیف مه رسوئ (ګنې) نو تاسو به ډېر نژدې عذاب راګېر كړي
11-65 نو دوى د هغې پړكي پرې كړل (او ويې وژله) نو هغه (ورته) وویل: تاسو په خپلو كورونو كې درې ورځې فايده واخلئ، دا داسې وعده ده چې هېڅ دروغ په كې نشته
11-66 نو كله چې زمونږ (د عذاب) حكم راغى، مونږ صالح ته او هغو كسانو ته چې له هغهٔ سره يې ایمان راوړى و؛ په خپل رحمت سره خلاصى وركړ او د هغې ورځې له رسوايۍ نه هم، بېشكه ستا رب، همغه ډېر قوت والا، ډېر غالب دى
11-67 او هغه كسان چې ظلم يې كړى و؛ خطرناكې چغې راونیول، نو سهار مهال په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراتهٔ وو
11-68 ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې له سره اوسېدلي نه وو، خبردار شئ! بېشكه ثمودیان په خپل رب سره كافران شوي وو، اګاه شئ! د ثمودیانو لپاره (له رحمت نه) لرې والى دى
11-69 او یقینًا یقینًا زمونږ استازو ابراهیم ته زېرى راوړ، ويې ويل:(پر تا) سلام (اچوو) ابراهیم وویل: (پر تاسو) سلام، نو درنګ (وخت) يې تېر نه كړ چې رايې وړ وریت (سلامت كباب شوى) سخى
11-70 نو كله چې يې د هغوى لاسونه ولیدل چې دې (وریتې غوښې) ته نه اوږده كېږي، نو دوى يې نا اشنا (اجنبيان) وګڼل او له دوى نه يې په زړه كې وېره محسوس كړه، دوى وویل: ته مهٔ وېرېږه، بېشكه مونږ د لوط قوم ته رالېږل شوي یو (چې هلاك يې كړو)
11-71 او د ده ښځه ولاړه وه، نو ويې خندل، نو مونږ دې ته د اسحق زېرى وركړ او له اسحق نه پس د (لمسي) یعقوب (زېرى مو هم وركړ)
11-72 هغې وویل: اى زما تعجبه (او حيرانۍ)! ایا زه به بچى راوړم، حال دا چې زه زړه (بوډۍ) یم او دا زما خاوند دى زوړ، بېشكه دا خو ډېره عجیبه خبره ده
11-73 هغوى وویل: ایا ته د الله په امر تعجب كوې؟ د الله رحمت او د هغهٔ بركتونه دې پر تاسو وي اى اهلِ بیتو، بېشكه هغه (الله) ډېر ستايل شوى، د ډېرې لويي والا دى
11-74 نو كله چې له ابراهیم نه وېره لاړه او زېرى ورته راغى، (نو بیا يې) د لوط د قوم په حق كې زمونږ (له رسولانو) سره بحث كاوه
11-75 بېشكه ابراهیم یقینًا ډېر حلم والا، ډېر نرم زړى (او الله ته) رجوع كوونكى و
11-76 اى ابراهیمه! له دې نه تېر شه، بېشكه شان دا دى چې یقینًا ستا د رب حكم راغلى دى او بېشكه دوى چې دي، پر دوى داسې عذاب راتلونكى دى چې بېرته به ګرځولى نشي
11-77 او كله چې زمونږ استازي (ملايك) لوط ته راغلل، نو دى پر هغوى غمجن شو او د دوى (د راتلو) په وجه يې سینه تنګه شوه او ويې ويل: دا ډېره سخته ورځ ده
11-78 او ده ته يې خپل قوم راغى، چې د ده په طرف يې بې اختیاره منډې وهلې او دوى مخكې له دې نه (هم) د بدو كارونو كوونكي وو، ده وویل: اى زما قومه! دا زما لوڼه دي (په نكاح يې واخلئ) دا تاسو لپاره بېخي پاكې (او حلالې) دي، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما د مېلمنو په حق كې ما مه شرموئ، ایا په تاسو كې كوم یو پوه سړى نشته؟
11-79 دوى وویل: یقینًا یقینًا تا ته معلومه ده چې مونږ ته ستا په لوڼو كې هېڅ حق (رغبت) نشته او بېشكه تا ته خامخا هغه څه معلوم دي چې مونږ يې غواړو
11-80 ويې ويل: كاشكې واقعي ما ته ستاسو په مقابله كې قوت حاصل وى یا مې ډېر مستحكم پناه ځاى (خپل قوي قوم) ته پناه وړى شوى
11-81 (ملايكو) وویل: اى لوطه! مونږ ستا د رب استازي یو، دوى به تا ته له سره در ونه رسي، نو ته خپل اهل (كورنۍ) د شپې په یوه حصه كې بوځه او په تاسو كې دې هیڅوك هم بېرته (شا ته) نه ګوري، خو ستا له ښځې نه غير، بېشكه شان دا دى چې هغې ته هغه عذاب رسېدونكى دى چې هغوى ته رسېږي، بېشكه د دوى د وعدې وخت سهار دى، ایا سهار ډېر نژدې نه دى؟
11-82 نو كله چې زمونږ حكم راغى (نو) مونږ د هغه (كلي) برنى اړخ د هغهٔ لاندې اړخ وګرځاوه او پر هغه (كلي) مو د داسې كاڼو باران وواروه چې له خټو جوړ، په اور پخ شوي وو، لاندې باندې (پرله پسې) وو
11-83 ستا د رب په نیز په نښه شوي وو، او له ظالمانو (د مكې له مشركانو) نه هغه (كاڼي یا ښارونه) ډېر لرې نه دي
11-84 او (لېږلى و مونږ) مدین ته د هغوى ورور شعیب، هغه وویل: اى زما قومه! تاسو د الله عبادت كوئ، تاسو لپاره له هغه نه غیر (بل) هېڅ حق معبود نشته او تاسو پېمانه او تله مه كموئ، بېشكه زه تاسو په خیر (ښه حال) وینم او بېشكه زه پر تاسو باندې د چا پېرېدونكې ورځې له عذاب نه وېرېږم
11-85 او اى زما قومه! تاسو پېمانه او تله په انصاف سره پوره وركوئ او خلقو ته د هغوى څیزونه مه كموئ او په ځمكه كې ورانى كوونكي مه ګرځئ، فساد كوونكي
11-86 د الله باقي پاتې كړى (رزق) تاسو لپاره ډېر غوره دى كه تاسو مومنان یئ او زه پر تاسو باندې څه نګران خو نه یم
11-87 هغوى وویل: اى شعیبه! ایا ستا لمونځ تا ته د دې حكم كوي چې مونږ هغه (څیزونه) پرېږدو چې زمونږ پلرونو به يې عبادت كاوه یا دا چې په خپلو مالونو كې چې مونږ څه كول غواړو (هغه پرېږدو)، بېشكه هم ته یقینًا ډېر حِلم والا، ډېر پوه يې
11-88 هغهٔ وویل: اى زما قومه! تاسو ما ته خبر راكړئ! كه زه یم پر ښكاره دلیل باندې د خپل رب له جانبه او ما ته يې له خپله جانبه ډېر ښكلى رزق راكړى وي (نو زه يې ولې نافرماني وكړم) او زه نه غواړم چې ستاسو مخالفت وكړم (او راشم) هغه كار ته چې تاسو له هغهٔ نه منع كوم، زه يواځې اصلاح كول غواړم، څومره چې زما وس وي او زما توفیق يواځې دالله په مدد سره دى، خاص په هغه باندې ما توكل كړى دى او خاص هغه ته رجوع كوم
11-89 او اى زما قومه! زما سره دښمني دې تاسو د دې حقدار ونه ګرځوي چې پر تاسو په مثل د هغه (عذاب) راشي چې د نوح پر قوم یا د هود پر قوم یا د صالح پر قوم راغلى و او له تاسو نه د لوط قوم ډېر لرې نه دى
11-90 او تاسو له خپل رب نه مغفرت وغواړئ، بیا هغه ته رجوع وكړئ، بېشكه زما رب ډېر مهربان، بې حده مینه كوونكى دى
11-91 دوى وویل: اى شعیبه! مونږ پر ډېرو هغو خبرو نه پوهېږو چې ته يې وايې او بېشكه مونږ خو تا په مونږ كې كمزورى وینو او كه چېرې ستا دا خپلوان نه وى ( چې مونږ سره په كفر كې شریكان دي) نو مونږ به تهٔ خامخا سنګسار كړى وى او ته پر مونږ باندې هېڅ عزتناك نه يې
11-92 هغه وویل: اى زما قومه! ایا زما خپلوان پر تاسو باندې له الله نه ډېر عزتناك (او مخور) دي او تاسو دا (الله) ګرځولى دى خپل وروسته، شا ته غورځول شوى، بېشكه زما رب د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ راګېروونكى دى
11-93 او اى زما قومه! تاسو پر خپل ځاى (او طریقې) عمل كوئ، یقینًا زه هم عمل كوونكى یم، ژر به تاسو وپېژنئ هغه څوك چې پر هغه به داسې عذاب راځي چې هغه به رسواكوي او هغه څوك (به هم وپېژنئ) چې دروغجن دى، او تاسو انتظار كوئ بېشكه زه (هم) له تاسو سره انتظار كوونكى یم
11-94 او كله چې زمونږ حكم (د عذاب) راغى (، نو) مونږ شعیب ته او هغو كسانو ته چې له هغه سره يې ایمان راوړى و؛ خلاصى وركړ په رحمت سره له خپل جانب نه او هغه كسان چې ظلم يې كړى و؛ خطرناكې چغې ونیول، نو شول په خپلو كورونو كې پړمخې مړه پراته
11-95 ګویاكې دوى په دې (كورونو) كې نه وو اوسېدلي، اګاه شئ (د الله له رحمت نه) لرې والى دى مدین ته لكه څنګه چې ثمودیان لرې (او هلاك) شول
11-96 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى په خپلو(نهو) معجزو او ښكاره دلیل سره لېږلى و
11-97 فرعون او د هغهٔ سردارانو ته، نو دغه (سرداران) د فرعون د حكم تابع شول، حال دا چې د فرعون حكم له سره درست نه و
11-98 د قیامت په ورځ به د خپل قوم په مخكې شي، نو اور ته به يې داخل كړي او بد ځاى د ورتلو دى چې (دوى هغه ته) وروستلى شي
11-99 او په دوى پسې په دې دنیا كې لعنت ولګول شو او د قیامت په ورځ (به هم ورپسې وي)، بد دى هغه انعام چې (دوى ته) وركولى شي
11-100 دا د كلیو ځينې خبرونه (او احوال) دي چې مونږ يې تا ته بیانوو، ځینې په دغو (كليو) كې ولاړ دي او (ځینې يې) رېبل شوي دي
11-101 او مونږ پر دوى ظلم نه و كړى او لېكن دوى (پخپله) پر خپلو ځانونو ظلم وكړ، نو د دوى هغه خدایان چې دوى به له الله نه غير بلل هېڅ شى په كار رانغلل، كله چې ستا د رب حكم راغى او دغو (خدایانو) دوى ته له هلاكت نه غیر (نور څه) ورزیات نه كړل
11-102 او په شان د دغو (نیولو) نیول د رب ستا دي كله چې هغه كلي نیسي، په داسې حال كې چې هغه (كلي) ظالم وي، بېشكه د هغهٔ (الله) نیول ډېر دردوونكي، ډېر سخت دي‰
11-103 بېشكه په دغو (ذكر شويو قصو) كې خامخا (د عبرت) لویه نښه ده د هغه چا لپاره چې د اخرت له عذاب نه وېرېږي، دا داسې ورځ ده چې په دې كې به خلق جمع كولى شي او دا داسې ورځ ده چې حاضري به ورته وشي
11-104 او مونږ دا (ورځ) نه وروسته كوو مګر د معلومې نېټې (د پوره كېدلو) لپاره
11-105 په كومه ورځ چې هغه (د قیامت هیبت) راشي (نو) هېڅ نفس به د هغه (الله) له اجازت نه پرته خبرې نه كوي، نو ځینې به په دوى كې بدبخته وي او (ځینې به) نېك بخته وي
11-106 نو هر چې هغه كسان دي چې بدبخته شوي دي، نو هغوى به (د جهنم) په اور كې وي، د دوى لپاره به په هغه كې (د خره په شان) سختې اوچتې رمباړې او ټیټې رمباړې وي
11-107 په داسې حال كې چې دوى به په هغه كې تل ترتله وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب (څه) وغواړي (او زَمْهَریر ته يې بوځي)، بېشكه ستا رب د هغه كار كوونكى دى چې اراده يې وكړي
11-108 او پاتې شو هغه كسان چې نېكبخته شوي دي، نو په جنت كې به وي، چې تل ترتله به وي، څو چې اسمانونه او ځمكه وي مګر هغه چې ستا رب اراده وكړي (چې رضوان ته او د ځان ملاقات ته يې بوځي) (دغه) نه ختمېدونكې عطا ده
11-109 نو تهٔ په هېڅ شك كې مه كېږه د هغو په باره كې چې دا خلق يې عبادت كوي، دوى عبادت نه كوي مګر لكه څنګه چې پخوا د دوى پلرونو عبادت كاوه او بېشكه مونږ هرومرو دوى ته د دوى برخه كامله، بې له نقصانه پوره وركوونكي یو
11-110 او یقینًا یقینًا مونږ موسٰى ته كتاب وركړى و، نو (د خلقو له خوا نه) په ده كې اختلاف وكړى شو، او كه هغه كلمه (حكم) نه وى چې ستا د رب له جانبه ړومبى (ليكل) شوې ده (نو) خامخا به د دوى په مینځ كې فیصله شوې وى او یقینًا دوى د دې (قرآن) په باره كې خامخا په اضطراب اچوونكي شك كې دي
11-111 او بېشكه هره ډله (د مومنانو او كافرانو) كله چې وخت راشي (په قيامت كې، نو) خامخا لازماً به دوى ته د دوى رب د خپلو عملونو پوره پوره جزا (بدله) وركړي، بېشكه هغه (الله) پر هغو كارونو چې دوى يې كوي ښه خبردار دى
11-112 نو ته ثابت قدم اوسه لكه څنګه چې تا ته حكم شوى دى او هغه څوك دې هم (ثابت قدم اوسي) چې ستا په ملګرتيا كې يې (الله ته) رجوع كړې ده او (اى خلقو) تاسو سركشي مه كوئ، بېشكه هغه (الله) د هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه لیدونكى دى
11-113 او تاسو د هغو كسانو په طرف مه مايله كېږئ چې ظلم يې كړى دى، (ګنې) نو (د دوزخ) اور به تاسو ته درورسېږي، په داسې حال كې چې تاسو لپاره به له الله نه غیر هېڅ كارسازي (دوستان) نه وي، بیا به له تاسو سره مدد نه كولى شي
11-114 او ته لمونځ قايموه د ورځې په دوه طرفونو كې او د شپې په څه ګړیو كې، بېشكه نېكيانې بديانې لرې كوي، دا د ذكر كوونكو (نصیحت قبلوونكو) لپاره نصیحت دى
11-115 او ته صبر كوه، پس بېشكه الله د نېكي كوونكو اجر نه ضايع كوي
11-116 نو له تاسو نه مخكې په تېر شويو امتونو كې ولې داسې د عقل او فكر خاوندان نه وو چې يې (خلق) په ځمكه كې له فساد كولو نه منع كولى (چې عذاب پرې نه وى راغلى) خو (منع كوله) لږو خلقو له هغه چا نه چې په دغو (خلقو) كې مونږ (هغو ته) نجات وركړ، او پیروي وكړه هغو كسانو چې ظلم يې كړى و د هغې (لارې) چې په هغې كې اسوده كړى شوي وو او هغوى مجرمان وو
11-117 او ستا رب له سره داسې نه دى چې كلي په ظلم سره (ناحقه) هلاك كړي، په دې حال كې چې د هغو اوسېدونكي اصلاح كوونكي (مومنان) وي
11-118 او كه ستا رب غوښتلى خامخا به يې خلق ټول یو امت ګرځولي وو او دوى به همېشه اختلاف كوونكي وي
11-119 مګر هغه څوك چې ستا رب پرې رحم وكړي او د دغه (اختلاف او رحمت) لپاره يې دوى پیدا كړي دي او ستا د رب خبره پوره شوې ده چې خامخا هرومرو به زه جهنم له پېریانو او انسانانو ټولو نه ضرور ډكوم
11-120 او مونږ تا ته د رسولانو له خبرونو ځنې ټول هغه څه بیانوو چې په هغو سره مونږ ستا زړه كلكوو او تا ته په دې (خبرونو) كې راغلى دى حق او نصیحت او یادونه لپاره د مومنانو
11-121 او ته هغو كسانو ته چې ایمان نه راوړي، ووایه: تاسو پر خپل ځاى (او حال) عمل كوئ، بېشكه مونږ هم عمل كوونكي یو
11-122 او تاسو انتظار كوئ، بېشكه مونږ هم انتظار كوونكي یو
11-123 او خاص الله لره دى د اسمانونو او ځمكې (علمِ) غیب او خاص هم ده ته (د بنده ګانو) ټول كارونه بېرته ورګرځولى شي، نو تهٔ د ده عبادت كوه او پر ده توكل كوه او ستا رب له سره غافله نه دى له هغو كارونو نه چې تاسو يې كوئ
Icon