ترجمة معاني سورة القيامة باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

آية رقم 1
75-1 زه د قیامت په ورځې باندې قسم خورم
آية رقم 2
75-2 او زه په ډېر ملامت كوونكي نفس باندې قسم خورم
آية رقم 3
75-3 ایا (كافر) انسان دا ګمان كوي چې مونږ به د ده هډوكي له سره راجمع نه كړو
آية رقم 4
75-4 ولې نه! (جمع به يې كړو)، په داسې حال كې چې مونږ په دې قادر یو چې د ده (هډوكي او) د ګوتو بندونه (هم) برابر كړو
آية رقم 5
75-5 بلكې (كافر) انسان اراده لري چې په خپله مخه (راتلونكې زمانه) كې هم نافرماني وكړي
آية رقم 6
75-6 دى تپوس كوي چې د قیامت ورځ به كله وي؟
آية رقم 7
75-7 نو كله چې سترګې خړې (سپینې) شي
آية رقم 8
75-8 او سپوږمۍ توره (بې رڼا) شي
آية رقم 9
75-9 او لمر او سپوږمۍ سره جمع كړى شي
آية رقم 10
75-10 نو (كافر) انسان به په دغه وخت كې وايي: د تېښتې ځاى چېرته دى؟
آية رقم 11
75-11 هیڅكله داسې نه ده، هېڅ پناه ځاى نشته
آية رقم 12
75-12 په دغې ورځ كې ځاى د قرار ستا د رب په طرف دى
آية رقم 13
75-13 په دغې ورځ كې به انسان په هغه څه خبر كړى شي چې ده مخكې لېږلي دي او وروسته يې پرېښي دي
آية رقم 14
75-14 بلكې انسان په خپل ځان باندې ښه دلیل دى
آية رقم 15
75-15 اګر كه دى خپل عذرونه وړاندې كړي
آية رقم 16
75-16 (اى نبي!) ته خپله ژبه په دې (قرآن) سره مه خوځوه، د دې لپاره چې ته دا په تُندۍ سره حاصل كړې
آية رقم 17
75-17 بېشكه پر مونږ باندې د ده جمع كول او د ده لوستل دي
آية رقم 18
75-18 نو كله چې مونږ دى ولولو، نو ته د ده د لوستلو پیروي كوه
آية رقم 19
75-19 بیا یقینًا زمونږ په ذمه د ده بیانول دي
آية رقم 20
75-20 هیڅكله داسې نه ده بلكې تاسو تادي كوونكې (زر تېرېدونكې فاني كېدونكې دنیا) خوښوئ
آية رقم 21
75-21 او تاسو اخرت پرېږدئ
آية رقم 22
75-22 په دغې ورځ كې به څه مخونه تازه روښانه وي
آية رقم 23
75-23 خپل رب ته به كتونكي وي
آية رقم 24
75-24 او په دغې ورځ كې به څه مخونه سخت تریو (او سپېره) وي
آية رقم 25
75-25 یقین به كوي چې له دوى سره به مَلا ماتوونكى عمل وشي
آية رقم 26
75-26 داسې نه ده كله چې ساه د ستوني هډوكي ته ورسېږي
آية رقم 27
75-27 او وبه ویل شي: څوك دى دم كوونكى؟
آية رقم 28
75-28 او دى به یقین وكړي چې بېشكه دغه (وخت د) بېلتون دى
آية رقم 29
75-29 او یوه پنډۍ به له بلې پنډۍ تاوېږي
آية رقم 30
75-30 ستا د رب په لوري به دغې ورځ كې ورتله دي
آية رقم 31
75-31 پس ده نه تصدیق وكړ او نه يې لمونځ وكړ
آية رقم 32
75-32 او لېكن دروغ يې وګاڼه (قرآن) او مخ يې وګرځاوه
آية رقم 33
75-33 بیا خپل اهل ته لاړ، په داسې حال كې چې تكبر يې كاوه
آية رقم 34
75-34 تا ته دې هلاكت (او افسوس) وي، پس هلاكت دې وي
آية رقم 35
75-35 بیا دې تا لپاره هلاكت وي، نو هلاكت دې وي
آية رقم 36
75-36 ایا(كافر) انسان ګمان كوي چې دى به مهمل (او بې كاره) پرېښودل شي
آية رقم 37
75-37 ایا دغه (انسان) د هغې منۍ یو څاڅكى نه و چې تویولى شي
آية رقم 38
75-38 بیا دى د وینې یوه ټوټه وه، نو دغه (الله دى) پیدا كړ، پس برابر يې كړ
آية رقم 39
75-39 نو له دغې (منۍ) نه يې دوه قسمه پیدا كړل (یعنې) سړى او ښځه
آية رقم 40
75-40 ایا دغه (الله) په دې قادر نه دى چې مړي راژوندي كړي؟
تقدم القراءة