ترجمة معاني سورة آل عمران باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
الترجمة الإنجليزية - صحيح انترناشونال
المنتدى الإسلامي
الترجمة الإنجليزية
الترجمة الفرنسية - المنتدى الإسلامي
نبيل رضوان
الترجمة الإسبانية
محمد عيسى غارسيا
الترجمة الإسبانية - المنتدى الإسلامي
الترجمة الإسبانية (أمريكا اللاتينية) - المنتدى الإسلامي
المنتدى الإسلامي
الترجمة البرتغالية
حلمي نصر
الترجمة الألمانية - بوبنهايم
عبد الله الصامت
الترجمة الألمانية - أبو رضا
أبو رضا محمد بن أحمد بن رسول
الترجمة الإيطالية
عثمان الشريف
الترجمة التركية - مركز رواد الترجمة
فريق مركز رواد الترجمة بالتعاون مع موقع دار الإسلام
الترجمة التركية - شعبان بريتش
شعبان بريتش
الترجمة التركية - مجمع الملك فهد
مجموعة من العلماء
الترجمة الإندونيسية - شركة سابق
شركة سابق
الترجمة الإندونيسية - المجمع
وزارة الشؤون الإسلامية الأندونيسية
الترجمة الإندونيسية - وزارة الشؤون الإسلامية
وزارة الشؤون الإسلامية الأندونيسية
الترجمة الفلبينية (تجالوج)
مركز رواد الترجمة بالتعاون مع موقع دار الإسلام
الترجمة الفارسية - دار الإسلام
فريق عمل اللغة الفارسية بموقع دار الإسلام
الترجمة الفارسية - حسين تاجي
حسين تاجي كله داري
الترجمة الأردية
محمد إبراهيم جوناكري
الترجمة البنغالية
أبو بكر محمد زكريا
الترجمة الكردية
حمد صالح باموكي
الترجمة البشتوية
زكريا عبد السلام
الترجمة البوسنية - كوركت
بسيم كوركورت
الترجمة البوسنية - ميهانوفيتش
محمد مهانوفيتش
الترجمة الألبانية
حسن ناهي
الترجمة الأوكرانية
ميخائيلو يعقوبوفيتش
الترجمة الصينية
محمد مكين الصيني
الترجمة الأويغورية
محمد صالح
الترجمة اليابانية
روايتشي ميتا
الترجمة الكورية
حامد تشوي
الترجمة الفيتنامية
حسن عبد الكريم
الترجمة الكازاخية - مجمع الملك فهد
خليفة الطاي
الترجمة الكازاخية - جمعية خليفة ألطاي
جمعية خليفة الطاي الخيرية
الترجمة الأوزبكية - علاء الدين منصور
علاء الدين منصور
الترجمة الأوزبكية - محمد صادق
محمد صادق محمد
الترجمة الأذرية
علي خان موساييف
الترجمة الطاجيكية - عارفي
فريق متخصص مكلف من مركز رواد الترجمة بالشراكة مع موقع دار الإسلام
الترجمة الطاجيكية
خوجه ميروف خوجه مير
الترجمة الهندية
مولانا عزيز الحق العمري
الترجمة المليبارية
عبد الحميد حيدر المدني
الترجمة الغوجراتية
رابيلا العُمري
الترجمة الماراتية
محمد شفيع أنصاري
الترجمة التلجوية
مولانا عبد الرحيم بن محمد
الترجمة التاميلية
عبد الحميد الباقوي
الترجمة السنهالية
فريق مركز رواد الترجمة بالتعاون مع موقع دار الإسلام
الترجمة الأسامية
رفيق الإسلام حبيب الرحمن
الترجمة الخميرية
جمعية تطوير المجتمع الاسلامي الكمبودي
الترجمة النيبالية
جمعية أهل الحديث المركزية
الترجمة التايلاندية
مجموعة من جمعية خريجي الجامعات والمعاهد بتايلاند
الترجمة الصومالية
محمد أحمد عبدي
الترجمة الهوساوية
الترجمة الأمهرية
محمد صادق
الترجمة اليورباوية
أبو رحيمة ميكائيل أيكوييني
الترجمة الأورومية
الترجمة التركية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفرنسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الإندونيسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفيتنامية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة البوسنية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الإيطالية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفلبينية (تجالوج) للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
الترجمة الفارسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
مركز تفسير للدراسات القرآنية
Dr. Ghali - English translation
Muhsin Khan - English translation
Pickthall - English translation
Yusuf Ali - English translation
Azerbaijani - Azerbaijani translation
Sadiq and Sani - Amharic translation
Farsi - Persian translation
Finnish - Finnish translation
Muhammad Hamidullah - French translation
Korean - Korean translation
Maranao - Maranao translation
Abdul Hameed and Kunhi Mohammed - Malayalam translation
Salomo Keyzer - Flemish (Dutch) translation
Norwegian - Norwegian translation
Samir El - Portuguese translation
Polish - Polish translation
Romanian - Romanian translation
Elmir Kuliev - Russian translation
Albanian - Albanian translation
Tatar - Tatar translation
Japanese - Japanese translation
محمد جوناگڑھی - Urdu translation
Ma Jian - Chinese translation
Turkish - Turkish translation
King Fahad Quran Complex - Thai translation
Ali Muhsin Al - Swahili translation
Abdullah Muhammad Basmeih - Malay translation
Hamza Roberto Piccardo - Italian translation
Indonesian - Indonesian translation
Bubenheim & Elyas - German / Deutsch translation
Bosnian - Bosnian translation
Hasan Efendi Nahi - Albanian translation
Sherif Ahmeti - Albanian translation
Sahih International - English translation
Czech - Czech translation
Abul Ala Maududi(With tafsir) - English translation
Tajik - Tajik translation
Alikhan Musayev - Azerbaijani translation
Muhammad Saleh - Uighur; Uyghur translation
Abdul Haleem - English translation
Mufti Taqi Usmani - English translation
Muhammad Karakunnu and Vanidas Elayavoor - Malayalam translation
Sheikh Isa Garcia - Spanish; Castilian translation
Divehi - Divehi; Dhivehi; Maldivian translation
Abubakar Mahmoud Gumi - Hausa translation
Mahmud Muhammad Abduh - Somali translation
Knut Bernström - Swedish translation
Jan Trust Foundation - Tamil translation
Mykhaylo Yakubovych - Ukrainian translation
Uzbek - Uzbek translation
Diyanet Isleri - Turkish translation
Ministry of Awqaf, Egypt - Russian translation
Abu Adel - Russian translation
Burhan Muhammad - Kurdish translation
Dr. Mustafa Khattab, The Clear Quran - English translation
Dr. Mustafa Khattab - English translation
الترجمة الإنجليزية - مركز رواد الترجمة
الترجمة الفرنسية - محمد حميد الله
الترجمة الجورجية
الترجمة البوسنية - مركز رواد الترجمة
الترجمة الصربية - مركز رواد الترجمة - جار العمل عليها
الترجمة الألبانية - مركز رواد الترجمة - جار العمل عليها
الترجمة اليابانية - سعيد ساتو
الترجمة الفيتنامية - مركز رواد الترجمة
الترجمة التاميلية - عمر شريف
الترجمة السواحلية - عبد الله محمد وناصر خميس
الترجمة اللوغندية - المؤسسة الإفريقية للتنمية
الترجمة الإنكو بامبارا - ديان محمد
الترجمة العبرية
الترجمة الإنجليزية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة الروسية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة البنغالية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة الصينية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
الترجمة اليابانية للمختصر في تفسير القرآن الكريم
ترجمة معاني القرآن الكريم - عادل صلاحي
عادل صلاحي
ﰡ
آية رقم 1
ﭑ
ﭒ
3-1 الف، لام، ميم
آية رقم 2
3-2 الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټول عالَم انتظام كوونكى دى
آية رقم 3
3-3 هغهٔ په تا باندې په حقه سره كتاب نازل كړى دى چې د هغو (كتابونو) تصدیق كوونكى دى چې له ده نه مخكې وو، او تورات او انجیل يې نازل كړي دي
آية رقم 4
3-4 له ده نه مخكې، د خلقو د هدایت لپاره او فرقان يې نازل كړى دى، بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو سره كافر شوي دي، د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى او الله ډېر غالب دى، انتقام والا دى
آية رقم 5
3-5 یقینًا الله (چې دى) له هغه نه هېڅ شى نه دى پټ په ځمكه كې او نه په اسمان كې
آية رقم 6
3-6 دى همغه ذات دى چې په رَحِمونو كې ستاسو شكلونه (صورتونه) جوړوي څنګه چې وغواړي، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، چې ډېر غالبه، ښه حكمت والا دى
3-7 دى هغه ذات دى چې په تا باندې يې كتاب نازل كړى دى، په ده كې ځينې محكم (ښكاره مراد والا) ایتونه دي؛ چې هغه د كتاب اصل دي، نور يې متشابهات (پټ مراد والا) دي، نو هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې كوږ والى دى؛ نو هغوى په هغو(ایتونو) پسې كېږي چې په دې (قرآن) كې متشابه (پټ مراد والا) دي، د فتنې لټوَلو لپاره او د هغو د مراد معلومولو لپاره، حال دا چې د هغوى په تاویل (مراد) باندې نه پوهېږي مګر الله، او هغه كسان چې په علم كې پاخه دي؛ هغوى وايي: مونږ پر ده ایمان راوړى دى، ټول (محكم او متشابه ایتونه)زمونږ د رب له جانبه دي، او نصیحت نه اخلي مګر د صفا عقل خاوندان
آية رقم 8
3-8 (او وايي) اى زمونږه ربه! زمونږ زړونه مه كږوه وروسته له دې چې تا مونږ ته سمه لار وښودله او مونږ ته له خپلې خوا نه رحمت راكړه، یقینًا هم ته، (د نعمت او رحمت) بې حده عطا كوونكى يې
آية رقم 9
3-9 اى زمونږه ربه! بېشكه ته خلقو لره جمع كوونكى يې په داسې ورځ كې چې په هغې كې هېڅ شك نشته، یقینًا الله د وعدې مخالفت نه كوي
آية رقم 10
3-10 بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي او همدغه كسان د اور خشاك دي
آية رقم 11
3-11 (حال د دوى داسى دى) لكه حال (او عادت) د فرعونیانو او د هغو كسانو چې له دوى نه مخكې وو، چې زمونږ ایتونه به يې دروغ ګڼل، نو الله هغوى د خپلو ګناهونو په سبب ونیول او الله ډېر سخت عذاب وركوونكى دى
آية رقم 12
3-12 ته ووایه هغو كسانو ته چې كفر يې كړى دى: ژر دى چې تاسو به مغلوب كړى شئ او جهنم ته به را یوځای (راجمع) كړى شئ او هغه بده استوګنه ده
آية رقم 13
3-113 یقینًا شته تاسو لپاره لویه نښه په هغو دوه ډلو كې چې یو بل ته مخامخ شوې وې، یوه ډله د الله په لار كې جنګېدله او بله كافره وه، دوى به هغوى لره له خپل ځان نه دوه چنده (زیات) لیدل، د سترګو په لیدلو سره، او الله په خپل مدد سره قوت وركوي (مضبوطوي) چا ته چې وغواړي، یقینًا په دې كې د سترګو خاوندانو لپاره خامخا عبرت (اونصیحت) دى
آية رقم 14
3-14 ښايسته كړى شوې ده خلقو ته مینه د مرغوبو خوندَوَرو شیانو چې ښځې دي او زامن دي او راجمع كړى شوي ډېر مالونه دي له سرو زرو نه او سپینو زرو نه او اسونو نه، چې نښه دار كړى شوي دي او له څارويو نه او فصل نه، دا د دنيايي ژوند سامان دى او له الله سره د ورګرځېدلو ښه ځای دى
آية رقم 15
3-15 ته (ورته) ووایه: ایا تاسو ته د داسې شیانو خبر دركړم چې له دغو (دنياوي خوندونو) نه ډېر ښه دي؟ د هغو كسانو لپاره چې پرهېزګاره دي، (هغه) د خپل رب په نیز باغونه دي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، چې په هغو كې به دوى تل ترتله وي او (د دوى لپاره) ښې پاكې ښځې دي او د الله له جانبه رضامندي (ده) او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى
آية رقم 16
3-16 هغه كسان چې وايي: اى زمونږه ربه! یقینًا مونږ ایمان راوړى دى، نو مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او مونږ د اور له عذابه وساته
آية رقم 17
ﭝﭞﭟﭠﭡﭢ
ﭣ
3-17 چې صبركوونكي دي او رښتیا ویونكي دي او حكم منونكي دي او انفاق كوونكي دي او د شپو په اخر كې مغفرت غوښتونكي دي
آية رقم 18
3-18 الله ګواهي وركړې ده د دې خبرې چې یقینًا نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى او ملايكو او د علم خاوندانو، (هم) په داسې حال كې چې دى په انصاف سره قايم دى، نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى چې ډېرغالب، ښه حكمت والا دى
آية رقم 19
3-19 بېشكه (معتبر) دین د الله په نیز اسلام دى، او هغو كسانو، چې كتاب ورته وركړى شوى دى، اختلاف نه دى كړى مګر وروسته له دې چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د ضد او سركشۍ په سبب او هغه كس چې د الله په ایتونو باندې كافر شي، نو یقینًا الله بېخي ژر حساب كوونكى دى
آية رقم 20
3-20 بیا كه چېرې دوى له تاسره جګړه كوي، نو ته ووایه: ما خپل مخ خاص الله ته تابع كړى دى او هغه چا هم (تابع كړى دى) چې زما پېروي كوي او ته هغو كسانو ته ووایه چې هغوى ته كتاب وركړى شوى دى او اَمیانو (نالوستو) ته: ایا تاسو اسلام راوړئ؟ پس كه دوى اسلام راوړ، نو یقینًا دوى سمه لار وموندله او كه وګرځېدل، پس بېشكه په تا باندې يواځې تبلیغ كول (د حق رسَول) دي او الله بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى
آية رقم 21
3-21 بېشكه هغه كسان چې د الله په ایتونو كافران كېږي او نبیان ناحقه وژني او په خلقو كې هغه كسان وژني چې د انصاف كولو حكم كوي، نو هغوى ته د بېخي دردوونكي عذاب زېرى وركړه
آية رقم 22
3-22 دا هغه كسان دي چې د دوى عملونه په دنیا او اخرت (دواړو) كې ضايع شوي دي او نشته د دوى لپاره هیڅوك مدد كوونكي
آية رقم 23
3-23 ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې هغوى ته له كتاب نه څه حصه (د علم) وركړى شوې ده، دوى كتاب ته رابللى شي، د دې لپاره چې (دا كتاب) د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، بیا په دوى كې یوه ډله مخ اړوي او دوى (همېشه له حق نه) مخ ګرځوونكي دي
آية رقم 24
3-24 دا په دې سبب چې بېشكه دوى ویلي دي: مونږ ته به اور هېڅ كله هم را ونه رسېږي مګر څو په شمار ورځې او دوى په خپل دین كې هغو خبرو غولولي (دوكه كړي) دي چې دوى به له ځانه جوړولې
آية رقم 25
3-25 نو څه حال به وي كله چې مونږ دوى د هغې ورځې (د فیصلې) لپاره راجمع كړو چې په هغې كې هېڅ شك نشته او هر نفس ته به (جزا د) هغه څه پوره پوره وركړى شي چې ده كړي دي او پر دوى به ظلم ونه كړى شي
آية رقم 26
3-26 ته ووایه: اى الله!د بادشاهۍ مالكه! ته بادشاهي وركوې هغه چا ته چې وغواړې او بادشاهي بېرته اخلې له هغه چا نه چې وغواړې، چا ته چې وغواړې عزت وركوې او چا ته چې وغواړې ذلت وركوې، هم ستا په لاس كې خیر دى، بېشكه ته په هر شي باندې ښه قادر يې
آية رقم 27
3-27 ته شپه په ورځ كې نَنَباسې او ورځ په شپه كې نَنَباسې او ته ژوندى له مړي راوباسې او مړى له ژوندي راوباسې او چا ته چې وغواړې بې حسابه روزي وركوې
آية رقم 28
3-28 او مومنان دې له (خپلو) مومنانو نه غیر كافرانو لره دوستان نه جوړوي، او څوك چې دا كار وكړي، نو نه دى (دغه كس) د الله (له ډلې) نه په هېڅ شي كې، مګر دا چې تاسو له دغو (كافرو) نه ځان ساتل غواړئ، ځان ساتنه، او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او خاص الله ته ورتلل دي
آية رقم 29
3-29 ته ووایه: كه تاسو پټ ساتئ هغه څه چې ستاسو په سینو كې دي، یا هغه څرګندوئ، الله ته هغه معلوم دي، دى پوهېږي پر هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او پر هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
آية رقم 30
3-30 په هغه ورځ كې چې هر نفس به هره هغه نېكي چې ده كړې وي، (خپلې مخې ته) حاضره ومومي او هره هغه بدي چې ده كړې ده (هغه هم)، دا (نفس) به ارزو كوي چې كاشكې د ده په مینځ كې او د هغې (بدۍ) په مینځ كې ډېر لرې مسافت وى او الله تاسو له خپل ځان نه وېروي او الله په بنده ګانو باندې ډېر نرمي كوونكى دى
آية رقم 31
3-31 (اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
آية رقم 32
3-32 (اى نبي!) ته ووایه: د الله اطاعت كوئ او د (هغه د) رسول، بیا كه دوى وګرځېدل، نو بېشكه الله له كافرانو سره مینه نه كوي
آية رقم 33
3-33 بېشكه الله په عالَمونو باندې ادم او نوح او الِ ابراهیم او الِ عمران غوره كړي دي
آية رقم 34
3-34 په دې حال كې چې (دا داسې) نسل دى، چې ځینې د دوى له ځینو نورو دي او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
آية رقم 35
3-35 كله چې د عمران ښځې وویل: اى زما ربه! بېشكه ما تا لپاره نذر منلى دى د هغه چې زما په ګېډه كې دى، په دې حال كې چې ازاد به وي، نو ته يې له ما نه قبول كړه، بېشكه هم ته ښه اورېدونكى، ښه پوه يې
آية رقم 36
3-36 نو كله چې دې هغه وزېږوله، دې وويل! اى زما ربه! بېشكه زه چې یم، ما هغه وزېږوله، چې ښځه (جينۍ) ده او الله ښه پوه دى پر هغه څه چې دې وزېږوه او نر (هلك) د ښځې (جینۍ) په شان نه دى او بېشكه ما دې ته مریم نوم كېښود، او بېشكه زه دا او د دې اولاد له شیطان رټل شوي نه ستا په حفاظت كې دركوم
آية رقم 37
3-37 نو هغه د هغې رب په ډېرو ښو قبلولو سره قبوله كړه او هغه يې په ډېرو ښُكلو زرغونولو (لویَوَلو) سره زرغونه (لویه) كړه او هغه يې د زكریا په كفالت كې وركړه كله چې به هم زكریا دې ته عبادت خانې ته ننوت (نو) له هغې سره به يې څه رزق (خوراك) ومونده، هغه وویل: اى مریمې! تا ته دا له كومه كېږي؟ هغې وویل: داد الله له خوا راځي، یقینًا الله چې چا ته وغواړي بې حسابه روزي وركوي
آية رقم 38
3-38 په دغه ځای كې زكریا له خپل رب نه دعا وغوښته، ويې ويل: اى زما ربه! ما ته له خپلې خوا نه ښه پاكیزه اولاد راكړه، یقینًا ته د دعا ښه اورېدونكى يې
آية رقم 39
3-39 نو ملايكو ده ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې دى په عبادت خانه كې ولاړ و، لمونځ يې كاوه، دا چې بېشكه الله تا ته د یحیٰی زېرى دركوي، چې تصدیق كوونكى به وي د هغې كلمې چې د الله له طرفه ده، او سردار به وي او ځان به ډېر منع كوونكى وي (له خواهشاتو نه) او نبي به وي له صالحانو نه
آية رقم 40
3-40 ويې ويل: اى زما ربه! ما لره به هلك څنګه كېږي، حال دا چې په ما باندې بوډا والى (زوړ والى) راغلى دى او زما ښځه شنډه ده؟! هغه وویل: همداسې الله كوي څه چې وغواړي
آية رقم 41
3-41 ويې ويل: اى زما ربه! زما لپاره څه نښه مقرر كړه، هغه وویل: ستا نښه دا ده چې ته به له خلقو سره خبرې نشې كولى خو په اشارې سره، او ته خپل رب ډېر یادوه او د ورځې په اخر او اول كې تسبیح (پاكي) بیانوه
آية رقم 42
3-42 او كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! یقینًا الله ته غوره كړې يې او ته يې پاكه كړې يې او د ټول عالَم پر ښځو يې تا ته غوره والى دركړى دى
آية رقم 43
3-43 اى مریمې! د خپل رب فرمانبرداره شه او سجده كوه او له ركوع كوونكو سره ركوع كوه
آية رقم 44
3-44 دا د غیب له خبرونو څخه دي چې مونږه يې تا ته وحي كوو او ته له هغوى سره موجود نه وې كله چې هغوى خپل قلمونه غورځول، چې په دوى كې څوك د مریمې كفالت وكړي او ته له هغوى سره حاضر نه وې كله چې يې په خپلو كې جګړه كوله
آية رقم 45
3-45 كله چې ملايكو وویل: اى مریمې! بېشكه الله تا ته له خپل طرف نه د یوې كلمې زېرى دركوي، چې د هغه نوم مسیح عیسٰی زوى د مریم دى، چې په دنیا او اخرت كې به ډېر مخور وي او له مُقرَبینو څخه به وي
آية رقم 46
3-46 او له خلقو سره به خبرې كوي په زانګو (غېږ) كې او په پاخه عمر كې او وي به له صالحانو ځنې
آية رقم 47
3-47 هغې وویل: اى زما ربه! زما لپاره بچى څنګه كېدى شي، حال دا چې ما ته هېڅ یو بشر لاس (هم) نه دى راوړى؟! هغه (جبریل) وویل: همداسې الله پیدا كوي څه چې وغواړي، كله چې د یو كار اراده وكړي، نو بېشكه چې هغه (كار) ته همدا وايي: ’’وشه‘‘ نو هغه وشي
آية رقم 48
ﭳﭴﭵﭶﭷ
ﭸ
3-48 او هغه ته به كتاب او حكمت او تورات او انجیل ورزده كوي
آية رقم 49
3-49 او بني اسرائیلو ته به رسول وي (چې ورته به وايي:) بېشكه زه چې یم، یقینًا ما تاسو ته ستاسو د رب له طرفه لویه نښه راوړې ده، چې یقینًا زه تاسو ته له خَټې نه د مرغۍ د شكل په شان (یو شى) جوړوم، بیا په دې (شكل) كې پوكى كوم، نو هغه به د الله په حكم سره الوتونكې مرغۍ شي، او زه مورزادي ړوند او د برګي مرض والا روغوم او مړي ژوندي كوم د الله په حكم سره، او تاسو خبروم پر هغه څه چې تاسو يې خورئ او پر هغه څه چې تاسو يې په خپلو كورونو كې ذخیره كوئ، بېشكه تاسو لپاره په دې كې خامخا لویه نښه ده كه چېرې تاسو ایمان راوړونكي یئ
آية رقم 50
3-50 په دې حال كې چې تصدیق كوونكى یم د هغه (كتاب) چې له ما نه مخكې و، چې تورات دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو لپاره بعضې له هغو شیانو حلال كړم چې پر تاسو باندې حرام كړى شوي وو او ستاسو د رب له طرفه نه ما تاسو ته واضحه نښه راوړې ده، نو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ
آية رقم 51
3-51 بېشكه الله زما رب دى او ستاسو رب دى، نو د هغه عبادت كوئ، دا ډېره نېغه لار ده
آية رقم 52
3-52 نو عیسٰی چې كله له دوى څخه كفر ولیده، نو ويې ويل: د الله په طرف (تللو كې) څوك زما مددكوونكي دي؟ حواریانو وویل: مونږ د الله مددګار یو، مونږ پر الله ایمان راوړى دى او ته ګواه شه پر دې چې بېشكه مونږ مسلمانان (فرمانبردار) یو
آية رقم 53
3-53 اى زمونږه ربه! مونږ ایمان راوړى دى په هغه څه چې تا نازل كړي دي او مونږ د رسول تابعداري كړې ده، نو ته مونږه (د حق) له ګواهي كوونكو سره ولیكه
آية رقم 54
3-54 او هغوى چلونه جوړ كړل او الله پټ تدبیر وكړ او الله له ټولو تدبیر كوونكو نه غوره دى
آية رقم 55
3-55 كله چې الله وویل: اى عیسٰی! بېشكه زه تا لره پوره پوره اخيستونكى یم او د خپل ځان طرف ته ستا راپورته كوونكى یم او تا لره له هغو كسانو نه پاكوونكى یم چې كفر يې كړى دى او چا چې ستا پیروي كړې ده هغوى لره د قیامت د ورځې پورې د هغو كسانو له پاسه كوونكى یم؛ چې كفر يې كړى دى، بیا خاص زما طرف ته ستاسو واپسي ده، نو ستاسو په مینځ كې به د هغو خبرو په باره كې فیصله كوم چې تاسو په كې اختلاف كاوه
آية رقم 56
3-56 پس هر چې هغه كسان دي چا چې كفر كړى دى، نو هغوى ته به زه په دنیا او اخرت كې ډېر سخت عذاب وركوم او د دوى لپاره به هیڅوك مددكوونكي نه وي
آية رقم 57
3-57 پاتې شو هغه كسان چا چې ایمان راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، نو هغوى ته به (الله) د هغوى اجر پوره وركړي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي
آية رقم 58
3-58 دا دي چې مونږ يې له ایتونو او له حكمته ډك نصیحت څخه پر تا لولو
آية رقم 59
3-59 بېشكه د عیسٰی مثال د الله په نیز د ادم د مثال په شان دى، الله هغه له خاورې پیدا كړ، بیا يې هغه ته وویل: (پیدا) شه، پس (پیدا) شو
آية رقم 60
3-60 حق ستا د رب له جانبه دى، نو له شك كوونكو نه مه كېږه
آية رقم 61
3-61 نو څوك چې د ده (عیسٰی) په باره كې له تا سره جګړه كوي، وروسته له دې چې تا ته علم حاصل شو، نو ته ووایه: راځئ! چې مونږ راوبلو خپل زامن او ستاسو زامن او خپلې ښځې او ستاسو ښځې او خپل ځانونه او ستاسو ځانونه، بیا به په زارۍ سره دعا وكړو، نو پر دروغژنو به د الله لعنت ووایو
آية رقم 62
3-62 بېشكه همدا حق بیان دى او نشته هېڅ برحق معبود مګر يواځې الله دى او بېشكه يواځې الله ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
آية رقم 63
ﭣﭤﭥﭦﭧﭨ
ﭩ
3-63 نو كه دوى وګرځېدل، نو یقینًا الله پر فسادكوونكو ښه پوه دى
آية رقم 64
3-64 (اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: اى اهل كتابو! داسې كلمې ته راشئ چې زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مینځ كې برابره ده، دا چې عبادت به نه كوو مګر يواځې د الله او له هغه سره به هېڅ شى نه شریكوو او زمونږ بعضې به بعضو نورو لره له الله نه غېر پالونكي (خدایان) نه نیسي، نو كه دوى وګرځېدل، نو تاسو (ورته) ووایئ چې تاسو پر دې ګواه شئ چې یقینًا مونږ مسلمانان یو
آية رقم 65
3-65 اى اهل كتابو! ولې تاسو د ابراهیم په باره كې جګړه كوئ، حال دا چې تورات او ا نجیل نه وو نازل كړى شوي مګر له هغه نه وروسته، ایا نو ولې له عقل نه كار نه اخلئ!
آية رقم 66
3-66 ګورئ! تاسو خصوصًا دغو، په هغه خبره كې جګړه وكړه چې تاسو ته د هغې څه علم و، نو په هغه خبره كې ولې جګړه كوئ چې تاسو ته د هغې هېڅ علم نشته؟ او الله پوهېږي او تاسو نه پوهېږئ
آية رقم 67
3-67 ابراهیم نه یهودي و او نه نصراني او لېكن حنیف (پوخ توحید والا) مسلمان و او له مشركانو څخه نه و
آية رقم 68
3-68 بېشكه په خلقو كې ابراهیم ته حقيقتًا نژدې خامخا هغه كسان دي چا چې د هغه تابعداري كړې ده او دا نبي دى او هغه كسان دي چې ایمان يې راوړى دى او الله د مومنانو دوست دى
آية رقم 69
3-69 په اهل كتابو كې یوه ډله ستاسو د ګمراه كولو ارزو لري او هغوى يواځې خپل ځانونه ګمراه كوي او شعور نه لري
آية رقم 70
3-70 اى اهلِ كتابو! ولې د الله په ایتونو كافر كېږئ، حال دا چې تاسو (د هغو د حقانیت) ګواهي وركوئ؟
آية رقم 71
3-71 اى اهلِ كتابو! ولې تاسو حق له باطل سره ګَډوَډ كوئ؟ او تاسو حق پټوئ، حال دا چې تاسو پوهېږئ
آية رقم 72
3-72 او له اهلِ كتابو څخه یوې ډلې (بلې ډلې ته) وویل: تاسو په هغه (كتاب) باندې چې په مومنانو باندې نازل كړى شوى دى، د ورځې په اول كې (په ظاهره) ایمان راوړئ او د هغې (ورځې) په اخر كې(بیا) كافر شئ، د دې لپاره چې دوى (مومنان) راوګرځي
آية رقم 73
3-73 او (د دې) یقین مه كوئ مګر د هغه چا لپاره چې ستاسو د دین متابعت يې كړى وي (اى نبي!) ته ووایه: یقینًا اصل هدایت (او حق دین) خو د الله هدایت دى (او د دې یقین هم مه كوئ) دا چې یو چا ته به د هغو (فضايلو) په مثل وركړى شي چې تاسو ته دركړى شوي دي، یا به دوى پر تاسو باندې د خپل رب په وړاندې غالبه شي، (اى نبي!) ته ووایه: بېشكه فضل د الله په لاس كې دى، چا ته چې وغواړي هغه وركوي او الله فراخۍ والا دى، ښه پوه دى
آية رقم 74
3-74 په خپلې مهربانۍ سره خاص كوي چا ته چې وغواړي او الله د ډېر لوى فضل والا دى
آية رقم 75
3-75 او ځینې له اهلِ كتابو څخه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته ډېر مال امانت وركړې، نو تا ته به هغه (مال) بېرته ادا كوي او ځینې له دوى نه هغه څوك دي چې كه ته هغه ته یو دینار (هم) امانت وركړې (نو) تا ته به هغه (دینار) بېرته نه ادا كوي مګر دا چې ته په (سر د) هغه مدام ولاړ اوسې، دا په دې چې یقینًا دوى ویلي دي چې پر مونږ باندې د اَمیانو (د حق) په باره كې هېڅ ګناه نشته او په الله باندې دروغ ورتپي، حال دا چې دوى پوهېږي
آية رقم 76
3-76 ولې نه! چا چې خپله وعده پوره كړه او پرهېزګاره شو، نو یقینًا الله پرهېزګاران خوښوي
آية رقم 77
3-77 بېشكه هغه كسان چې د الله (سره د كړې) وعدې او د خپلو قسمونو په بدل كې لږې پیسې اخلي، دغه كسان، د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه نشته او د قیامت په ورځ به الله له دوى سره نه خبري كوي او نه به دوى ته ګوري او نه به دوى پاك كړي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
آية رقم 78
3-78 او یقینًا یقینًا په دوى كې یوه ډله ده چې په (لوستو د) كتاب سره خپلې ژبې تاووِي، د دې لپاره چې تاسو پر هغهٔ د (الله د) كتاب ګمان وكړئ، حال دا چې هغه له (حق) كتاب څخه نه دي، او دوى وايي چې دا (مُحرَّف عبارتونه او تعبيرونه) د الله له جانبه دي، حال دا چې هغه د الله له جانبه نه دي، او دوى په الله باندې دروغ تپي، حال دا چې دوى پوهېږي
آية رقم 79
3-79 هېڅ یو انسان ته دا حق نه دى حاصل چې الله هغه ته كتاب او حكم او نبوت (پېغمبري) وركړي، بیا دې هغه، خلقو ته وايي چې له الله نه غیر زما بنده ګان (عبادت كوونكي) شئ، او لېكن (هغه خو به وايي چې) تاسو الهي خلق شئ (په علم باندې عمل كوونكي شئ) ځكه چې تاسو د كتاب ښودنه كوئ او په دې چې تاسو زده كړه كوئ
آية رقم 80
3-80 او نه (ورته) دا (حق حاصل دى) چې تاسو ته حكم دركړي چې تاسو ملايكو او نبیانو لره پروردګاران (خدایان) ونیسئ، ایا هغه به تاسو ته د كفر كولو حكم كوي وروسته له دې چې تاسو مسلمانان یئ؟
آية رقم 81
3-81 او كله چې الله د نبیانو (نه) پخه وعده واخيسته چې هر هغه څه چې زه يې تاسو ته له كتاب او حكمته دركړم، بیا تاسو ته یو رسول راشي چې د هغه څه تصدیق كوونكى وي چې له تاسو سره دي (نو) تاسو به خامخا پر هغه ایمان راوړئ او خامخا به د هغه مدد كوئ، (الله) وویل: ایا تاسو اقرار وكړ او په دې باندې تاسو زما درنه وعده قبوله كړه، هغوى وویل: مونږ اقرار وكړ، (الله) وویل: نو تاسو ګواه شئ او زه (هم) تاسو سره له ګواهانو ځنې یم
آية رقم 82
3-82 نو څوك چې له دې نه بعد وګرځېده، نو همدغه خلق فاسقان دي
آية رقم 83
3-83 ایا نو دوى د الله له دین نه غیر (بل دین) غواړي، حال دا چې خاص هغه (الله) ته غاړه ایښې ده، هر هغه څه چې په اسمانونو او ځمكه كې دي، په خوښه، یا په ناخوښه، او خاص هغه ته به دوى ورګرځولى شي
آية رقم 84
3-84 ته ووایه: مونږ ایمان راوړى دى پر الله او پر هغه (كتاب) چې پر مونږه نازل كړى شوى دى او پر هغه څه چې په ابراهیم او سمٰعیل او اسحٰق او یعقوب او (د هغه) په اولادې باندې نازل كړى شوي دي او پر هغه څه چې موسٰی او عیسٰی او )نورو) نبیانو ته د خپل رب له جانبه وركړى شوي دي، مونږ په دوى كې د هېڅ یو په مینځ كې فرق نه كوو او مونږ خاص د هغه (الله) حكم منونكي یو
آية رقم 85
3-85 او څوك چې له اسلام نه غېر (بل) دین غواړي، نو هېڅكله به هم له ده نه قبول نه كړى شي او دغه كس په اخرت كې له تاوانیانو څخه دى
آية رقم 86
3-86 الله به داسې قوم څنګه په سمه لار روان كړي چې له خپل ایمان راوړو نه بعد (بیا) كافر شول، حال دا چې دوى ګواهي وركړې وه چې بېشكه دا رسول حق دى او دوى ته ښكاره معجزې (هم) راغلې وې او الله (داسې) ظالمو خلقو ته سمه لار نه ښَیي
آية رقم 87
3-87 دغه خلق، د دوى جزا دا ده چې یقینًا په دوى باندې د الله لعنت دى او د ملايكو او د خلقو، د ټولو (لعنت دى)
آية رقم 88
3-88 چې همېشه به وي په دې (لعنت) كې، له دوى نه به نه عذاب سپكولى شي او نه به دوى ته مهلت وركول كېږي
آية رقم 89
3-89 مګر هغه كسان چې له دې نه بعد توبه وباسي او د ځان اصلاح وكړي، نو یقینًا الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
آية رقم 90
3-90 بېشكه هغه كسان چې له خپل ایمان راوړو نه بعد كافر شول، بیا په كفر كې (ترځنكدنه) مخ په وړاندې لاړل، (نو) د هغوى توبه به له سره نه قبلېږي او همدغه كسان ګمراهان دي
آية رقم 91
3-91 بېشكه هغه كسان چې كافر شوي دي او په داسې حال كې مړه شول چې كافران وو، نو كله به هم قبول نه كړى شي د هغوى له هېڅ یو تن نه ډكه ځمكه سره زر اګر كه هغه يې د ځان خلاصي په بدل كې وركړي، دغه كسان، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى او د دوى لپاره به هیڅوك مدد كوونكي نه وي
آية رقم 92
3-92تاسو به (پوره) نېكۍ ته له سره ونه رسېږئ تر هغه پورې چې له هغه (څیز) نه څه حصه خرچ كړئ چې تاسو يې خوښَوئ، او تاسو چې څه څیز هم خرچ كوئ، نو بېشكه الله په هغه ښه عالم دى
آية رقم 93
3-93 د خوراك ټول شیان د بني اسرائیلو لپاره حلال وو، مګر هغه (شیان) چې اسرائیل (یعقوب) په ځان باندې بند كړي وو، مخكې له دې چې تورات نازل كړى شي، ته ووایه: نو تورات راوړئ، بيا هغه ولولئ، كه تاسو رښتوني یئ
آية رقم 94
3-94 نو هغه چا چې له دې نه بعد په الله باندې دروغ وويل، نو همدغه كسان ظالمان دي
آية رقم 95
3-95 ته ووایه: الله رښتیا وَیلي دي، پس د ابراهیم د ملت تابع شئ، چې حنیف (پوخ توحید والا) و او له مشركانو څخه نه و
آية رقم 96
3-96 بېشكه اول كور چې د خلقو لپاره جوړ كړى شوى دى، خامخا هغه دى چې په مكه كې دى، چې ډېر بركتي دى او د عالَمونو لپاره هدایت دى
آية رقم 97
3-97 په هغه كې ښې واضحې نښې دي، چې (یوه په كې) مقامِ ابراهیم دى او څوك چې هغه (كور) ته داخل شي، (نو) هغه په امن شي، او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور حج كول فرض دي، په هغه چا باندې چې هغه ته د لارې وسَ ولري او څوك چې كافر شو، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي بې پروا دى
آية رقم 98
3-98 (اى نبي!) ته ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو د الله په ایتونو ولې كافر كېږئ، حال دا چې الله ستاسو په عملونو باندې ګواه دى
آية رقم 99
3-99 (اى نبي!) ته ووایه: اى اهلِ كتابو! تاسو د الله له لارې نه هغه څوك ولې منع كوئ چې ایمان راوړي؟ تاسو په هغې (لاره)كې كوږوالى لټوئ، حال دا چې تاسو ګواهان یئ او تاسو چې څه عمل كوئ، الله له هغه (عمل) نه كله هم غافل نه دى
آية رقم 100
3-100 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو په اهلِ كتابو كې د یوې ډلې خبره ومنئ (، نو) هغه به تاسو لره ستاسو له ایمان راوړو نه پس بیا كافران كړي
آية رقم 101
3-101 او تاسو څنګه كافر كېږئ، او تاسو چې یئ، تاسو ته د الله ایتونه تلاوت كېږي او په تاسو كې د هغه رسول (هم موجود) دى او چا چې په (دین د) الله منګولې ښخې كړې، نو په رښتیا سره هغه په نېغه لار روان كړى شو
آية رقم 102
3-102 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له الله نه ووېرېږئ، څنګه چې له هغه نه د وېرېدلو حق دى او تاسو مه مرئ مګر په دې حال كې چې تاسو مسلمانان یئ
آية رقم 103
3-103 او تاسو د الله پر رسۍ (ټول) په جمع سره منګولې ښخې كړئ او سره بېلېږئ مه او د الله (هغه) نعمتونه را یاد كړئ چې پر تاسو باندې شوي دي، كله چې تاسو دښمنان وَئ، بیا الله ستاسو د زړونو تر مینځ جوړښت راوسته، نو د هغه په (دې) نعمت سره تاسو وروڼه شوئ او تاسو له اور نه د ډكې كندې پر غاړه وَئ، نو تاسو يې له هغه نه وژغورلئ، همدارنګه الله تاسو ته خپل ایتونه بیانوي، د دې لپاره چې تاسو نېغه لار ومومئ
آية رقم 104
3-104 او لازم ده چې په تاسو كې دې یوه داسې ډله وي چې د خیر طرف ته بلنه كوي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او همدغه خلق پوره كامیاب دي
آية رقم 105
3-105 او تاسو د هغو خلقو په شان مه كېږئ چې بېل بېل شول او هغو ته د واضحو دلايلو له راتلو نه پس (هم) په خپلو كې مختلف شول، او دغه خلق (چې دي)، د هغوى لپاره بېخي لوى عذاب دى
آية رقم 106
3-106 په هغې ورځ كې چې څه مخونه به تك سپین وي او څه مخونه به تك تور وي، نو هر چې هغه كسان دي چې د چا مخونه به تك تور وي، (هغوى ته به ویلى شي) ایا تاسو له خپل ایمان نه پس كافر شوي وَئ، نو عذاب وڅكئ د هغه كفر په بدل كې چې تاسو به كاوه
آية رقم 107
3-107 او پاتې شو هغه كسان چې د هغوى مخونه به تك سپین وي، نو (هغوى) به د الله په مهربانۍ كې وي، دوى به په هغې كې همېشه وي
آية رقم 108
3-108 دا د الله ایتونه دي، چې مونږه يې تا ته په حقه سره لولو او الله په عالَمونو باندې د ظلم كولو اراده نه لري
آية رقم 109
3-109 او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي او خاص د الله په طرف (ټول) كارونه ورګرځولى شي
آية رقم 110
3-110 تاسو غوره امت یئ چې د خلقو لپاره پیدا كړى شوي یئ، تاسو د نېكۍ حكم كوئ او له بدۍ نه منع كوئ او په الله باندې ایمان راوړئ، او كه چېرې اهلِ كتابو ایمان راوړى وَى، نو دا به د هغوى لپاره ډېر ښه و، له دوى نه ځینې اِیمان راوړونكي دي او د دوى اكثره فاسقان (بدكاران) دي
آية رقم 111
3-111 دوى هیڅكله هم تاسو ته ضرر نشي دررسولى مګر لږ (د ژبې) تكلیف، او كه دوى له تاسو سره جنګ شروع كړي (نو) تاسو ته به شاګانې درواړوي، بیا به له دوى سره مرسته نه كېږي
آية رقم 112
3-112 په دوى باندې ذلت مسلط كړى شوى دى، هر ځای چې دوى وموندل شي، مګر (دا چې دوى منګولې ولګوي) د الله پر رسۍ او د خلقو پر رسۍ او دوى راستانه شول په هغه غضب سره چې د الله له طرفه و، او په دوى باندې محتاجي مسلط كړى شوه، دا په دې چې یقینًا دوى د الله له ایتونو نه انكار كاوه او نبیان يې ناحقه وژل، دا په دې وجه چې دوى نافرماني كوله او دوى زیاتى كاوه
آية رقم 113
3-113 دوى یو شان نه دي، په اهلِ كتابو كې یوه ډله ده قايمه، چې د شپې په ساعتونو كې د الله ایتونه تلاوت كوي او هغوى سجدې كوي
آية رقم 114
3-114 پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان راوړي او د نېكۍ حكم كوي او له بدۍ نه منع كوي، او په نېكیو كې له یو بل نه تلوار كوي او دغه كسان له صالحانو څخه دي
آية رقم 115
3-115 او هغوى چې څه نېكي هم وكړي، نو هېڅكله به هم د هغوى د دې (عمل) ناقدري ونه كړى شي او الله پر پرهېزګارانو ښه پوه دى
آية رقم 116
3-116 بېشكه هغه كسان چې كفر يې كړى دى، هېڅ كله به هم د هغوى مالونه او اولادونه له دوى څخه د الله (له عذاب) نه هېڅ شى لرې نه كړى شي، او دغه كسان د اور والا دي، دوى به په هغه (اور) كې همېشه وي
آية رقم 117
3-117 مثال د هغه شي چې دوى يې په دې دنیايي ژوند كې خرچ كوي د هغه باد په شان دى چې په هغه كې سخته یخني وي، د داسې خلقو فصل ته ورسي چې پر خپلو ځانونو يې ظلم كړى وي، نو دا (باد) هغه (فصل) تباه كړي، او الله پر هغوى ظلم نه دى كړى او لېكن هغوى (پخپله) پر خپلو ځانونو ظلم كاوه
آية رقم 118
3-118 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! له خپلو (مسلمانانو) نه غیر (بل څوك) رازدار دوست مه جوړوئ، دوى تاسو ته په نقصان رسولو كې هېڅ كمى نه كوي، دوى هر هغه څه خوښوي چې تاسو په تكلیف كې اچوي، یقینًا د دوى له خولو ځنې (كینه او) بغض ښكاره شوى دى او هغه (بغض) چې د دوى سینې يې پټوي (هغه) ډېر لوى دى، یقینًا مونږه تاسو لپاره ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي، كه چېرې یئ تاسو چې له عقل نه كار اخلئ
آية رقم 119
3-119 ګورئ! تاسو هغه خلق یئ چې له هغو (اهل كتابو) سره مینه كوئ او هغوى له تاسو سره مینه نه كوي او تاسو پر ټولو كتابونو ایمان راوړئ او كله چې دوى له تاسو سره ملاقات وكړي، (نو) وايي: مونږ ایمان راوړى دى، او كله چې يواځې شي، نو تاسو ته د غصې له وجې نه د ګوتو سرونه چیچي، (ورته) ووایه: په خپلې غصې سره مړه شئ، بېشكه الله ښه پوه دى پر هغو (خبرو) چې په سینو (زړونو) كې دي
آية رقم 120
3-120 كه چېرې تاسو ته څه ښېګڼه درورسېږي، نو هغه دوى لره خفه كوي او كه چېرې تاسو ته څه بدي (تكلیف) درورسیږي، نو دوى په هغې باندې خوشحالېږي او كه تاسو صبر وكړئ او(د دوى له دوستۍ نه) ځان وساتئ (نو) د هغوى چل (او فریب) به تاسو ته هېڅ ضرر هم در ونه رسولى شي، بېشكه چې الله د هغو كارونو چې دوى يې كوي، احاطه كوونكى دى
آية رقم 121
3-121 او(یاد كړه هغه وخت) كله چې د ورځې په اوله حصه كې له خپل ټبره راووتلې، چې د جنګ لپاره دې مومنان په (خپلو) ځایونو باندې كېنول، او الله ښه اورېدونكى، ښه پوه دى
آية رقم 122
3-122 كله چې له تاسو څخه دوه ډلو د دې اراده وكړه چې بې زړه (بُزدله) شي او الله د هغو دواړو دوست و، او لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
آية رقم 123
3-123 او خامخا په رښتیا سره الله په بدر كې ستاسو مدد كړى دى، حال دا چې تاسو ډېر كمزوري (او لږ) وئ، نو له الله نه ووېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ
آية رقم 124
3-124 كله چې تا مومنانو ته ویل: ایا تاسو ته به دا كافي نه شي چې ستاسو رب په درې زره نازل كړى شويو ملايكو سره ستاسو مدد وكړي!
آية رقم 125
3-125 ولې نه! كه تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ او هغوى پر تاسو باندې په خپل جوش سره په تېزۍ حمله وكړي، (نو) دا دى چې ستاسو رب به په پنځو زرو علامې لرونكو ملايكو سره ستاسو مدد وكړي
آية رقم 126
3-126 او الله دا (مدد) نه دى ګرځولى مګر ستاسو لپاره زېرى او لپاره د دې چې ستاسو زړونه په دې مطمئن شي او نه دى مدد مګر د الله له جانبه، چې ډېر غالب، ډېر حكمت والا دى
آية رقم 127
3-127 لپاره د دې چې هغه هلاك كړي یو ټولى د هغو كسانو چې كفر يې كړى دى، یا يې ذلیله (خواروزار) كړي، پس چې بېرته محرومه، نامراده لاړ شي
آية رقم 128
3-128 تا لپاره په دې كار كې هېڅ شى (اختیار) نشته، یا به هغه (الله) په دوى باندې په مهربانۍ سره راوګرځي، یا به دوى ته عذاب وركړي، ځكه چې یقینًا دوى ظالمان دي
آية رقم 129
3-129 او خاص د الله لپاره دي هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هغه څه چې په ځمكه كې دي، هغه بخښنه كوي چا لپاره چې وغواړي او چا ته چې وغواړي عذاب وركوي او الله ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى
آية رقم 130
3-130 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو سود مه خورئ چې څو چنده دوه ګونه كړى شوى وي او له الله نه وېرېږئ، د دې لپاره چې تاسو كامیاب شئ
آية رقم 131
ﯶﯷﯸﯹﯺ
ﯻ
3-131 او له هغه اور نه ځان وساتئ چې د كافرانو لپاره تیار كړى شوى دى
آية رقم 132
ﯼﯽﯾﯿﰀ
ﰁ
3-132 او د الله او د رسول اطاعت كوئ، لپاره د دې چې پر تاسو رحم وكړى شي،
آية رقم 133
3-133 او تاسو له یو بل نه تلوار كوئ هغه (مغفرت او) بخښنې ته چې د خپل رب له جانبه ده او داسې جنت ته چې د هغه پلن والى د اسمانونو او د ځمكې (په اندازه) دى، د پرهېزګارانو لپاره تیار كړى شوى دى
آية رقم 134
3-134 هغه كسان چې انفاق كوي په اسانۍ او تنګۍ كې او خصوصًا چې غصې لره زغمونكي وي او خلقو ته معافي كوونكي وي او الله نېكي كوونكي خوښَوي
آية رقم 135
3-135 او هغه كسان چې كله څه فاحش كار وكړي، یا پر خپلو ځانونو (بل) ظلم وكړي (نو) الله یاد كړي، (او) ورپسې د خپلو ګناهونو لپاره بخښنه وغواړي، او بل څوك دى چې ګناهونه وبخښي غیر له الله نه؟ او څه چې دوى كړي وي په هغو اصرار (كلكوالى) و نه كړي، په دې حال كې چې دوى پوهېږي
آية رقم 136
3-136 دغه كسان (چې دي) د دوى بدله د خپل رب له جانبه بخښنه ده او داسې جنتونه دي، چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې په هغو كې به دوى همېشه وي، او د (ښه) عمل كوونكو (لپاره) ښه اجر دى
آية رقم 137
3-137 بېشكه له تاسو مخكې ډېرې طریقې (او پېښې) تېرې شوي دي، نو تاسو په ځمكه كې وګرځئ، بیا وګورئ چې د دروغ ګڼونكو انجام څنګه و؟
آية رقم 138
ﮤﮥﮦﮧﮨﮩ
ﮪ
3-138 دا د خلقو لپاره بیان دى او د پرهېزګارانو لپاره لارښوونه او نصیحت دى
آية رقم 139
3-139 او تاسو مه كمزوري كېږئ او مه غمژن كېږئ، په دې حال كې چې هم تاسو به غالبه یئ، (خو) كه تاسو مومنان یئ
آية رقم 140
3-140 كه چېرې تاسو ته څه زخم رسېږي، نو یقینًا (كافر) قوم ته (هم) د دې په شان زخم رسېدلى دى او دا ورځې (حادثې) دي چې مونږه يې د خلقو په مینځ كې په وار سره اړوو رااړوو او لپاره د دې چې الله مومنان معلوم (څرګند) كړي او له تاسو څخه شهیدان واخلي او الله له ظالمانو سره مینه نه كوي
آية رقم 141
ﭑﭒﭓﭔﭕﭖ
ﭗ
3-141 او لپاره د دې چې الله مومنان ښه پاك كړي او دغه كافران ختم (او) نابوده كړي
آية رقم 142
3-142 ایا تاسو دا ګمان كوئ چې تاسو به جنت ته داخل شئ، حال دا چې لا تر اوسه الله په تاسو كې هغه كسان نه دي معلوم (څرګند) كړي چې جهاد يې كړى دى، او د دې لپاره چې هغه صبر كوونكي معلوم كړي
آية رقم 143
3-143 او خامخا په رښتیا سره تاسو د مرګ ارزو كوله، له دې (مرګ) سره له مخامخ كېدو نه مخكې، نو یقینًا تاسو هغه ولیده، په داسې حال كې چې تاسو كتل
آية رقم 144
3-144 او محمد نه دى مګر یو رسول، بېشكه له ده نه مخكې رسولان تېر شوي دي، ایا نو كه چېرې دى مړ شي، یا ووژل شي (، نو) تاسو به بېرته په شا لاړ شئ او څوك چې بېرته په شا لاړ شي، نو هغه به الله ته هیڅكله هم څه زیان ونه رسولى شي او الله به خامخا شكر ګذارو ته بدله (ثواب) وركړي
آية رقم 145
3-145 او هېڅ یو نفس لره دا اختیار نشته چې (پخپله) مړ شي مګر د الله په ارادې سره، لیكلى مقرر وخت دى، او څوك چې د دنیا بدله غواړي، (نو) مونږ به له دې (دنیا) نه هغه ته (بدله) وركړو او څوك چې د اخرت ثواب غواړي، (نو) هغه ته به يې له دې (اخرت) نه وركړو، نژدې ده چې مونږ به شكر ګذارو ته ښه بدله وركړو
آية رقم 146
3-146 او ډېر پېغمبران (تېر شوي) دي چې د هغوى په ملګرتیا كې ډېرو رباني (خدايي) خلقو جنګ كړى دى، نو نه هغوى د هغه مصیبت په سبب سستي وكړه چې پر هغوى باندې د الله په لار كې راغلى و او نه يې كمزورتیا ښكاره كړه او نه ټیټ شول، او الله له صبر كوونكو سره مینه كوي
آية رقم 147
3-147 او د هغوى وینا له دې نه غیر بله نه وه چې ویل به يې: اى زمونږه ربه! مونږ ته زمونږ ګناهونه او په خپل كار كې زمونږه اسراف كول (له حد نه تېرېدل) وبخښه او زمونږه (پښې) قدمونه ټینګ كړه او د كافر قوم په مقابله كې زمونږ مدد وكړه
آية رقم 148
3-148 نو الله هغوى ته د دنیا بدله او د اخرت ښكلى ثواب ورعطا كړ او الله له نېكي كوونكو سره مینه كوي
آية رقم 149
3-149 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! كه چېرې تاسو د كافر شویو كسانو خبره ومنئ (، نو) هغوى به تاسو (له دین نه) په شا وګرځوي، بیا به تاسو داسې شئ چې تاوانیان به یئ
آية رقم 150
3-150 بلكې الله ستاسو مددګار دى او هغه تر ټولو ښه مدد كوونكى دى
آية رقم 151
3-151 ژر ده چې مونږ به د هغو كسانو په زړونو كې رعب واچوو چې كافران شوي دي، په سبب د دې چې دوى له الله سره هغه شى شریك كړى دى چې هغه (الله) پر دې هېڅ دلیل نه دى نازل كړى، او د دوى استوګنځی اور دى او هغه د ظالمانو بد اوسېدنځی دى
آية رقم 152
3-152 او خامخا یقینًا الله تاسو ته خپله وعده رښتیا كړله، كله چې تاسو هغوى وژل د هغه (الله) په حكم سره، تر دې چې تاسو بې زړه شوئ او د كار په باره كې مو په خپلو كې اختلاف وكړ او نافرماني مو وكړه، وروسته له دې چې هغه (الله) تاسو ته هغه څه دروښودل چې تاسو خوښول، په تاسو كې ځینې هغه څوك دي چې دنیا غواړي او ځینې په تاسو كې هغه څوك دي چې اخرت غواړي، بیا هغه (الله) تاسو له هغوى نه واړولئ، د دې لپاره چې تاسو و ازمايي، او خامخا په رښتیا سره يې تاسو معاف كړئ، او الله په مومنانو باندې د لوى فضل كولو والا دى
آية رقم 153
3-153 كله چې تاسو په بره په منډه روان وئ او تاسو هیچا ته مخ هم نه را اړولو او رسول ستاسو شا ته تاسو ته اوازونه كول، نو (د دې) په بدل كې يې تاسو ته غم له پاسه غم دركړ، د دې لپاره چې تاسو غمژن نشئ په هغه شي چې له تاسو نه پاتې شو او نه په هغه شي چې تاسو ته درورسېده، او الله ستاسو په عملونو ښه خبردار دى
3-154 بیا يې له دغه غم نه پس پر تاسو باندې امن (اطمینان) نازل كړ، چې پركالي وه، چې ستاسو یوه ډله يې لاندې كړې وه او بله ډله وه چې یقینًا هغوى (فكرونو د) خپلو ځانونو غمژن كړي وو، په داسې حال كې چې هغوى په الله باندې ناحقه ګمان كاوه، د جاهلیت ګمان، هغوى ویل: ایا په دې كار كې مونږ له هم څه برخه شته؟ ته ووایه: بېشكه (د) كار ټول (اختیار) خاص الله لره دى، دوى په خپلو نفسونو (زړونو) كې هغه خبرې پټَوي، چې تا ته يې نه ښكاره كوي، دوى وايي: كه مونږ لره له دې كاره څه حصه وَى (، نو) مونږ به دلته نه وژل كېدلو، ته (ورته) ووایه: كه چېرې تاسو په خپلو كورونو كې وَى (، نو) هغه كسان به خامخا خپلو د غورځېدو ځایونو ته راوتلي وو، د چا چې وژل كېدل لیكل شوي وو (او دا كار الله تعالٰی وكړ) د دې لپاره چې الله هغه څه وازمايي چې ستاسو په سینو كې دي او ښه پاك كړي هغه څه چې ستاسو په زړونو كې دي او الله ښه عالم دى پر هغو خبرو چې په سینو كې پرتې دي
آية رقم 155
3-155 بېشكه هغه كسان چې له تاسو نه په هغې ورځې كې (له جنګ نه) وګرځېدل (كله) چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، بېشكه همدا خبره ده چې شیطان دوى د خپلو ځينو (د ګناه د) عملونو په وجه ښُویولي وو، او خامخا یقینًا الله دوى ته معافي كړې ده، بېشكه الله ډېر بخښونكى، ډېر تحمل والا دى
آية رقم 156
3-156 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو د هغو كسانو په شان مه كېږئ، چې كافران شوي دي او د خپلو وروڼو په باره كې به يې ویل، كله چې به هغوى په ځمكه كې په سفر تلل، یا به هغوى غزا كوونكي وو: كه چېرې دوى له مونږ سره وَى (، نو) نه به مړه شوي وو او نه به وژل شوي وو، لپاره د دې چې الله (د دوى) دا (ګمان) د دوى په زړونو كې (د) حسرت (او افسوس باعث) وګرځوي او الله ژوندي كول او مړه كول كوي، او الله هغو عملونو لره، چې تاسو يې كوئ، ښه لیدونكى دى
آية رقم 157
3-157 او قسم دى، خامخا كه تاسو د الله په لار كې ووژل شئ، یا مړه شئ(نو) خامخا د الله له طرفه بخښنه او رحمت ډېر غوره دى له هغو (مالونو) نه چې دوى يې جمع كوي
آية رقم 158
3-158 او خامخا كه چېرې تاسو مړه شئ، یا ووژل شئ، (نو) خامخا خاص د الله په طرف به تاسو راجمع كړى شئ
آية رقم 159
3-159 نو (يواځې) د الله د رحمت په سبب ته د دوى لپاره نرم يې او كه چېرې ته بدخویَه، سخت زړى وَى (، نو) خامخا دوى به ستا له چاپېره نه خواره شوي وو، نو دوى ته معافي كوه، او د دوى لپاره بخښنه غواړه، او له دوى سره په كار كې مشوره كوه، بیا چې كله ته پخه اراده وكړې، نو په الله باندې توكل كوه، یقینًا الله له توكل كوونكو سره مینه كوي
آية رقم 160
3-160 كه چېرې الله ستاسو مدد وكړي، نو بیا پر تاسو باندې هیڅوك غالب راتلونكى نشته او كه چېرې تاسو (بې مدده) پرېږدي، نو څوك دى هغه كس چې له هغه (الله) نه بعد به ستاسو مدد وكړي؟ او پس لازم ده چې مومنان خاص په الله باندې توكل وكړي
آية رقم 161
3-161 او له نبي نه دا نشي كېدلى چې هغه دې خیانت وكړي او چا چې خیانت وكړ، نو د قیامت په ورځ به له خیانت سره راځي، بیا به هر نفس ته د هغه د عمل پوره پوره بدله وركړى شي او پر هغوى به ظلم ونه كړى شي
آية رقم 162
3-162 ایا نو هغه څوك چې د الله د رضامندۍ پیروي كوي، د هغه كس په شان دى چې د الله له جانبه په (راغلي) غضب سره واپس شي؟ او د هغه استوګنه جهنم دى او هغه د ورتلو بد ځای دى
آية رقم 163
3-163 د الله په نیز دوى د بېلو بېلو درجو (والا) دي او الله ښه لیدونكى دى هغو عملونو لره چې دوى يې كوي
آية رقم 164
3-164 خامخا په رښتیا سره الله په مومنانو باندې احسان كړى دى كله چې يې دوى ته د همدوى له نفسونو (جنس) څخه یو رسول راولېږه، چې دوى ته د هغه ایتونه تلاوت كوي او دوى پاكوي او دوى ته د كتاب او حكمت (سنت) تعلیم وركوي او یقینًا دوى له دې نه مخكې په ښكاره ګمراهۍ كې وو
آية رقم 165
3-165 ایا كله چې تاسو ته (په احد كې) یو مصیبت درورسېده، چې یقینًا تاسو د هغه دوه چنده (مصیبت كفارو ته) رسولى و، تاسو وویل: دا له كومه (راغى؟) ته ووایه: دا ستاسو د نفسونو له طرفه دى، بېشكه الله په هر شي باندې ښه قادر دى
آية رقم 166
3-166 او تاسو ته چې څه مصیبت درورسېده، په هغې ورځې كې چې دوه ډلې یو بل ته مخامخ شولې، نو (دا) د الله په حكم سره و او د دې لپاره چې هغه (الله) مومنان معلوم كړي
آية رقم 167
3-167 او د دې لپاره چې هغه (الله) هغه كسان معلوم كړي چې نفاق يې كړى دى او دوى ته وویل شو چې راځئ د الله په لار كې جنګ وكړئ، یا دفاع وكړئ، دوى ویل: كه چېرې مونږه په جنګ پوهېدلى، (نو) مونږ به خامخا ستاسو پیروي كړې وه، دوى په دغې ورځ كې ایمان ته د نژدې كېدو په نسبت كفر ته زیات نژدې وو، دوى په خپلو خولو سره هغه خبرې كوي چې په زړونو كې يې نشته، او الله پر هغه څه ښه عالم دى، چې دوى يې پټوي
آية رقم 168
3-168 هغه كسان چې د خپلو وروڼو په باره كې يې وویل او خپله (له جنګ نه) ناست وو: كه چېرې هغوى زمونږ خبره منلې وى، (نو) نه به وژل كېدل، ته (ورته) ووایه: نو تاسو له خپلو ځانونو نه مرګ لرې كړئ كه چېرې تاسو رښتیني یئ
آية رقم 169
3-169 او د الله په لاره كې پر وژل شویو كسانو باندې هېڅكله د مړیو ګمان مه كوه، بلكې (هغوى) ژوندي دي، د خپل رب په نیز هغوى ته رزق وركول كېږي
آية رقم 170
3-170 په دې حال كې چې ډېر خوشحاله دي په هغه شي باندې چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى او د هغو كسانو په باره كې ډېر خوشحالېږي چې له دوى نه وروسته دوى پسې لا نه دي وررسېدلي، دا چې په دوى باندې هېڅ وېره نشته او نه دوى غمژن كېږي
آية رقم 171
3-171 ډېر خوشحالېږي د الله له جانبه په نعمت او فضل سره او په دې چې بېشكه الله د مومنانو اجر نه ضايع كوي
آية رقم 172
3-172 هغه كسان، چې د الله او د رسول حكم يې ومانه، وروسته له دې چې دوى ته زخم (هم) رسېدلى و، په دوى كې د هغو كسانو لپاره چې نېكي يې كړې ده او پرهېزګاره شوي دي بېخي لوى اجر دى
آية رقم 173
3-173 (دوى) هغه كسان دي چې دوى ته (ځینو) خلقو وویل: بېشكه (د مكې) خلق په رښتیا سره ستاسو (سره د جنګ) لپاره راټول شوي دي، نو تاسو له هغوى نه ووېرېږئ، نو (دې خبرې) د هغوى ایمان (نور هم) زیات كړ او ويې ويل: زمونږ لپاره الله كافي دى او هغه ښه كار جوړوونكى دى
آية رقم 174
3-174 نو دوى د الله له جانبه په نعمت او فضل سره بېرته راوګرځېدل، په دې حال كې چې ونه رسېد دوى ته هېڅ تكلیف او دوى د الله د رضامندۍ تابع شول او الله د بېخي لوى فضل والا دى
آية رقم 175
3-175 بېشكه همدا خبره ده چې دغه شیطان دى، چې خپل دوستان وېروي، نو تاسو له هغوى نه مه وېرېږئ او له ما نه وېرېږئ كه چېرې تاسو مومنان یئ
آية رقم 176
3-176 او تا لره دې هغه كسان غمژن نه كړي چې په كفر كې یو تر بله تلوار كوي، بېشكه دوى كله هم الله ته څه ضرر نشي رسولى، الله اراده لري چې د دوى لپاره په اخرت كې هېڅ برخه جوړه نه كړي او د دوى لپاره بېخې لوى عذاب دى
آية رقم 177
3-177 بېشكه هغه كسان چې د ایمان په بدله كې يې كفر اخيستى دى، دوى به كله هم الله ته څه ضرر ونه رسولى شي او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
آية رقم 178
3-178 او كافران شوي خلق دې له سره دا ګمان ونه كړي چې بېشكه مونږ چې دوى ته مهلت وركوو، دا دوى د ځانونو لپاره ډېر ښه دى، یقینًا خبره دا ده چې مونږ دوى ته مهلت د دې لپاره وركوو چې دوى په ګناه كې مخ په وړاندې لاړ شي او د دوى لپاره سپكوونكى عذاب دى
آية رقم 179
3-179 الله له سره داسې نه دى چې مومنان په هغه حال باندې پرېږدي په كوم باندې چې تاسو (اوس) یئ، تر دې چې ناپاك له پاكه بېل كړي، او الله كله هم داسې نه دى چې تاسو په غیبو باندې خبر كړي او لېكن الله د خپلو رسولانو (له ډلې) نه غوره كوي چا لره چې وغواړي، نو پر الله او د هغه په رسولانو باندې ایمان راوړئ او كه چېرې تاسو ایمان راوړ او پرهېزګاره شوئ، نو تاسو لپاره بېخي لوى اجر دى
آية رقم 180
3-180 او هغه كسان، چې په هغه څه سره شومتیا (بخل) كوي چې الله دوى ته له خپله فضله وركړى دى (دوى دې) له سره دا ګمان ونه كړي چې دا (شومتیا كول) د دوى لپاره ډېر ښه دي، بلكې دا د دوى لپاره ډېر بد دي، ژر ده چې د قیامت په ورځ به دوى ته هغه شى امېل كړى شي، چې په هغه سره دوى شومتیا كوله، او خاص الله لپاره د اسمانونو او ځمكې میراث دى او الله پر هغو كارونو چې تاسو يې كوئ؛ ښه خبردار دى
آية رقم 181
3-181 خامخا یقینًا الله د هغو خلقو خبره واورېدله چې ويې ويل: بېشكه الله فقیر دى او مونږه غنیان یو، خامخا به مونږ لیكو د دوى دا خبره او نبیانو لره د دوى ناحقه وژل، او مونږ به (دوى ته) ووایو: تاسو سخت سوزوونكى عذاب وڅكئ
آية رقم 182
3-182 دا (عذاب) په سبب د هغه (بدعمل) دى چې ستاسو لاسونو مخكې لېږلى دى، او ځكه چې یقینًا الله پر بنده ګانو هېڅ ظلم كوونكى نه دى
آية رقم 183
3-183 (دوى) هغه كسان دي چې وايي: بېشكه الله مونږ ته حكم كړى دى چې مونږ به په هېڅ یو پېغمبر باندې ایمان نه راوړو تر هغه پورې چې هغه مونږ ته یوه داسې قرباني راوړي چې اور يې خوري، ته (ورته) ووایه: یقینًا تاسو ته له ما نه مخكې رسولانو ښكاره معجزې راوړې وې او هغه شى هم چې تاسو يې وایئ، بیا ولې تاسو هغوى قتل كړل؟ كه چېرې تاسو رښتیني یئ
آية رقم 184
3-184 نو كه دوى تا دروغژن وګڼي، نو یقینًا له تا نه مخكې (هم) رسولان دروغژن ګڼل شوي دي، هغوى ښكاره دلیلونه راوړي وو او واړه كتابونه او رڼا كوونكى كتاب (يې راوړى و)
آية رقم 185
3-185 هر ساه لرونكى د مرګ (مزه) څكونكى دى او یقینًا همدا خبره ده چې تاسو ته به د قیامت په ورځ ستاسو ثوابونه (پوره) پوره دركړى شي، نو څوك چې له اور (د جهنم) نه لرې كړى شو او جنت ته داخل كړى شو، نو یقینًا هغه كامیاب شو او دنيايي ژوند يواځې د غولېدلو سامان دى
آية رقم 186
3-186 خامخا به تاسو په خپلو مالونو او خپلو ځانونو كې وازمایل شئ او خامخا به تاسو له هغو كسانو نه چې له تاسو نه مخكې ورته كتاب وركړى شوى دى او له هغو كسانو نه چې مشركان دي، د خفګان ډېرې زیاتې خبرې واورئ، او كه چېرې تاسو صبر وكړئ او پرهېزګاره شئ، نو یقینًا دا د همت له كارونو څخه دي
آية رقم 187
3-187 او كله چې الله له اهلِ كتابو نه پخه وعده واخيستله چې تاسو به هرومرو خلقو ته دا (كتاب) بیانوئ او تاسو به دا نه پټوئ، نو هغوى دا(كتاب) د خپلو شاګانو شا ته وغورځاوه او د ده په بدل كې يې لږ قیمت واخيست، نو بد دى هغه شى چې دوى يې اخلي
آية رقم 188
3-188 ته له سره ګمان مه كوه په هغو خلقو باندې چې په خپلو كړو (ناروا كارونو) باندې خوشحالېږي او خوښوي چې په هغو (نېكو) كارونو وستايل شي چې دوى نه دي كړي، نو ته د دوى په هكله له عذاب نه د خلاصي ګمان له سره مه كوه او د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
آية رقم 189
3-189 او خاص د الله لپاره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده او الله په هر شي باندې ښه قادر دى
آية رقم 190
3-190 بېشكه د اسمانونو او ځمكې په پیدا كولو كې او د شپې او ورځې په تلو راتلو كې خامخا د خالص عقل خاوندانو لپاره ډېرې نښې دي
آية رقم 191
3-191 هغه كسان چې الله یادوي په ولاړه او ناسته او (چې پراته وي) په خپلو اړخونو باندې او د اسمانونو او ځمكې په پیدا كونه كې ښه فكر كوي (او وايي:) اى زمونږه ربه! تا دا عبث نه دي پیدا كړي، تا لره پاكي ده، نو ته مونږه (د جهنم) له اور نه بچ كړه
آية رقم 192
3-192 اى زمونږه ربه! بېشكه ته چې څوك اور ته داخل كړې، نو یقینًا تا هغه رسوا كړ او د ظالمانو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته
آية رقم 193
3-193 اى زمونږه ربه! بېشكه مونږه یو اواز كوونكى واورېده، چې ایمان ته يې بلنه كوله، (او دا يې ویل) چې په خپل رب باندې ایمان راوړئ، نو مونږ ایمان راوړ، اى زمونږه ربه! نو ته مونږ ته زمونږ ګناهونه وبخښه او له مونږ نه زمونږ بدۍ لرې كړه او مونږ ته وفات راكړه، په دې حال كې چې د نېكانو له ډلې سره يو
آية رقم 194
3-194 اى زمونږه ربه! او مونږ ته هغه (ثوابونه) راكړه چې تا له مونږ سره د خپلو رسولانو په ژبه (د هغو) وعده كړې ده، او د قیامت په ورځ مونږه مه رسوا كوه، بېشكه ته د وعدې مخالفت نه كوې
آية رقم 195
3-195 نو خپل رب يې دعا قبوله كړه چې بېشكه زه په تاسو كې د هېڅ یو عمل كوونكي عمل نه ضايع كوم، نر وي او كه ښځه، ستاسو ځینې له ځینو نورو څخه دي، نو هغه كسان چې هجرت يې كړى دى او له خپلو كورونو نه وېستل شوي دي او زما په لاره كې ورته تكلیفونه رسول شوي دي او جنګونه يې كړي دي او وژل شوي دي (نو) زه به خامخا ضرور لرې (معاف) كړم له دوى نه د دوى ګناهونه او خامخا ضرور به يې داسې جنتونو ته داخل كړم چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې د الله له طرفه نه بدله ده او هم دا الله دى چې له هغه سره ښه بدله ده
آية رقم 196
3-196 (اى اورېدونكیه!) په ښارونو كې د كافرانو تلل راتلل دې تا تېر نه باسي (دوكه نه كړي)
آية رقم 197
3-197 (دا) ډېره لږه فايده ده، بیا د هغو اوسېدنځای جهنم دى او هغه بده استوګنه ده
آية رقم 198
3-198 خو هغه كسان چې له خپل رب نه ووېرېدل د هغوى لپاره داسې جنتونه دي چې د هغو له لاندې وَلِې بهېږي، چې دوى به په هغو كې همېشه وي، چې د الله له طرف نه مېلمستیا ده، او هغه څه چې له الله سره دي (هغه) د نېكانو خلقو لپاره ډېر غوره دي
آية رقم 199
3-199 او بېشكه ځینې له اهلِ كتابو څخه خامخا هغه څوك دي چې پر الله ایمان راوړي او پر هغه (كتاب) چې تاسو ته نازل كړى شوى دى او پر هغو (كتابونو) چې دوى ته نازل كړى شوي دي، چې الله ته عاجزي كوونكي دي، د الله د ایتونو په بدل كې لږ قیمت نه اخلي، دغه كسان (چې دي) د دوى لپاره د خپل رب په نیز د دوى اجر دى، بېشكه الله ډېر ژر حساب كوونكى دى
آية رقم 200
3-200 اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو صبر كوئ او په صبر ټینګ اوسئ او په (سرحدي) مورچو كې محكم اوسئ او له الله نه وېرېږئ، لپاره د دې چې تاسو كامیاب شئ
تقدم القراءة