ترجمة معاني سورة القلم باللغة البشتوية من كتاب الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

الترجمة البشتوية

زكريا عبد السلام

آية رقم 1
68-1 نون، قسم دى په قلم او په هغه څه چې دوى يې لیكي
آية رقم 2
68-2 چې ته د خپل رب په نعمت (او فضل) سره هېڅ لېونى نه يې
آية رقم 3
68-3 او بېشكه چې خاص تا لره یقینًا داسې اجر دى چې قطع كولى به نشي
آية رقم 4
68-4او بېشكه چې ته یقینًا په ډېرو لویو اخلاقو باندې (فايز) يې
آية رقم 5
68-5 پس ژر به ته ووینې (اى نبي!) او دوى به هم وویني
آية رقم 6
68-6 چې په تاسو كې كوم یو لېونى دى
68-7 بېشكه ستا رب په هغه چا ښه پوه دى چې د ده له لارې نه ګمراه شوى دى او هم دى په هدایت موندونكو باندې ښه عالم دى
آية رقم 8
68-8 نو ته د تكذیب كوونكو خبره مه منه
آية رقم 9
68-9 دوى خوښوي چې كاشكې ته نرم شې، نو دوى به هم نرم شي
آية رقم 10
68-10 او ته د هر ډېر سوګند خوړونكي، سپك، خبره مه منه
آية رقم 11
68-11 چې ډېر عیب ویونكى، چغلۍ لره ډېر چلوونكى دى
آية رقم 12
68-12 خير لره ډېر منع كوونكى، له حده تېرېدونكى، سخت ګناهګار دى
آية رقم 13
68-13 ډېر بد خویه دى (او) له دغو (عیبونو) نه پس بد اصله (حرامي هم) دى
آية رقم 14
68-14 په دې وجه چې دى د مال او زامنو والا دى
آية رقم 15
68-15 كله چې ده ته زمونږ ایتونه ولوستل شي (نو) دى وايي: (دا) د ړومبنو خلقو باطلې قصې دي
آية رقم 16
68-16 ژر ده چې مونږ به د ده په خلتم (پوزه) باندې داغ كېږدو
68-17 بېشكه مونږ دوى وازمایل، لكه چې مونږ د باغ خاوندان ازمایلي وو، كله چې هغوى قسمونه وخوړل چې دوى به خامخا ضرور دغه (د باغ مېوې) پرې كړي، په دې حال كې چې سبا كوونكي به وي
آية رقم 18
68-18 او دوى استثنا نه كوله (ان شاء الله يې ونه وایه)
آية رقم 19
68-19 نو په دغه (باغ) باندې ستا د رب له جانبه یوه طواف كوونكې بلا راچاپېره شوه، په داسې حال كې چې دوى ویده وو
آية رقم 20
68-20 نو دغه (باغ داسې) شو، لكه رېبل شوى فصل
آية رقم 21
68-21 نو دوى یو بل ته اواز وكړ، په داسې حال كې چې سبا كوونكي وو
آية رقم 22
68-22 داسې چې خپل فصل ته سبا وختي ورشئ كه چېرې تاسو لَو كوونكي یئ
آية رقم 23
68-23 نو دوى روان شول، په داسې حال كې چې یو له بل سره يې پټې پټې خبرې كولې
آية رقم 24
68-24 (داسې) چې دې (باغ) ته دې پر تاسو باندې نن ورځ بېخي هېڅ مسكین داخل نه شي
آية رقم 25
68-25 او دوى د نه وركولو په ارادې سره سهار لاړل، په داسې حال كې چې دوى (په خپل خیال كې) قادر وو
آية رقم 26
68-26 نو دوى چې كله هغه (باغ) ولیده، ويې ويل: بېشكه مونږ یقینًا لار وركي یو
آية رقم 27
68-27 بلكې مونږ محروم كړى شوي یو
آية رقم 28
68-28 د دوى منځني (غوره)كس وویل: ایا ما تاسو ته نه و ویلي! ولې تاسو تسبیح نه وایئ
آية رقم 29
68-29 (نو) دوى وویل: پاكي ده زمونږ رب لره، بېشكه مونږ ظالمان وو
آية رقم 30
68-30 نو د دوى ځینو ځینو نورو ته مخ واړوه، چې یو بل يې ملامته كول
آية رقم 31
68-31 دوى وویل: اى زمونږ هلاكته! یقینًا مونږ سركشان وو
68-32 امېد دى چې زمونږ رب به مونږ ته له دې (باغ) نه غوره په بدل كې راكړي، بېشكه مونږ خپل رب ته رغبت كوونكي یو
68-33 همداسې عذاب وي او یقینًا د اخرت عذاب تر ټولو لوى دى، كه چېرې دوى پوهېدلى
آية رقم 34
68-34 بېشكه د پرهېزګارو لپاره د خپل رب په نیز د نعمتونو جنتونه دی
آية رقم 35
68-35 ايا نو مونږ به مسلمانان د مجرمانو په شان كړو؟
آية رقم 36
68-36 په تاسو څه شوي دي؟ تاسو څنګه فیصله كوئ!
آية رقم 37
68-37 ایا تاسو سره كتاب دى چې په هغه كې تاسو (دا) لولئ؟
آية رقم 38
68-38 چې بېشكه تاسو لپاره په دغه (كتاب) كې هغه څه دي چې تاسو يې خوښوئ
68-39 ایا تاسو لپاره زمونږ په ذمه څه قسمونه (وعدې) شته چې د قیامت د ورځې پورې رسېدونكي دي چې یقینًا تاسو لپاره به خامخا هغه څه وي چې تاسو يې فیصله كوئ
آية رقم 40
68-40 ته له دوى نه پوښتنه وكړه چې په دوى كې كوم یو د دغه كار ضامن دى؟
آية رقم 41
68-41 ایا د دوى لپاره شریكان شته دى، نو دوى دې خپل (دغه) شریكان راولي، كه چېرې دوى رښتیني وي
68-42 او (یاده كړه) هغه ورځ چې پنډۍ به بربنډه كړى شي او دوى به سجدې كولو ته راوبلل شي، نو دوى به توان ونه لري
68-43 په داسې حال كې چې د دوى سترګې به ذلیله (او ټیټې) وي، دوى به ذلت راګېر كړي وي او یقینًا دوى به سجدې كولو ته رابللى شول، په داسې حال كې چې روغ رمټ به وو
68-44 نو ته ما او هغه څوك پرېږده چې د دغه حدیث (قرآن) تكذیب كوي، ژر به مونږ دوى په استدراج كې واچوو (ورو به يې ورو راونيسو) له هغه ځایه چې دوى به نه پوهېږي
آية رقم 45
68-45 او زه دوى ته مهلت وركوم، بېشكه زما حیله (چل) مضبوط (او محكم) دى
آية رقم 46
68-46 ایا ته له دوى نه مزدوري غواړې، نو دوى له (دغه) تاوانه، درانه كړى شوي دي
آية رقم 47
68-47 ایا له دوى سره علم غیب دى، نو چې دوى يې لیكي
68-48 نو ته د خپل رب حكم ته صبر كوه او د كب (مهي) والا (يونس) په شان مه كېږه، كله چې ده اواز وكړ، په داسې حال كې چې له غم نه ډك و
68-49 كه چېرې داسې نه وى چې ده ته د خپل رب مهرباني ورسېدله (نو) دى به خامخا په سپېره میدان كې غورځول شوى و، په داسې حال كې چې دى به مذموم (ملامت كړى شوى) و
آية رقم 50
68-50 نو دى خپل رب غوره كړ، پس دى يې له صالحانو څخه وګرځاوه
68-51 او بېشكه شان دا دى چې كافران شوي خلق نژدې وو چې تا په خپلو سترګو سره خامخا وښیوي، كله چې دوى ذكر (قرآن) واورېده او دوى وايي چې بېشكه دى خامخا لېونى دى
آية رقم 52
68-52 حال دا چې دغه (قرآن) نه دى مګر د عالمونو لپاره نصیحت
تقدم القراءة